د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د شپږیزې لیګ لسم پړاو به نن (شنبه) په دوو سیالیو پیل شي.
په لومړۍ لوبه کې امو نهنګان له بست ساتونکو سره مخامخ کېږي، او دویمه سیالي به د مس عینک اتلانو او سپینغر لوبډلې ترمنځ وي.
د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د شپږیزې لیګ لسم پړاو به نن (شنبه) په دوو سیالیو پیل شي.
په لومړۍ لوبه کې امو نهنګان له بست ساتونکو سره مخامخ کېږي، او دویمه سیالي به د مس عینک اتلانو او سپینغر لوبډلې ترمنځ وي.
جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف ویلي، د طالبانو له خوا د ښځو نیول او د نارینهوو له خوا زندان ته وړل نه یوازې شرعاً ناروا دي، بلکې د اسلامي عزت، افغانۍ غیرت او انساني مروت ښکاره سپکاوی دی.
استاد سیاف لیکلي:«طالبه! له خدایه وډار شه!
پر ښځو لاس اچول، د نارینهوو لخوا د هغوی نیول، او بیا زندان ته لېږل چې هلته هم نارینه زندانساتونکي وي، نه یوازې دا چې د دین او شریعت خلاف کار دی، بلکې د اسلامي عزت، افغانۍ غیرت او انساني مروت ښکاره سپکاوی هم دی.»
جهادي مشر استاد عبدالرب سیاف دا کار د شریعت په نوم تر ټولو ستره جفا بللې او د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې له دې ډول کړنو لاس واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د طالبانو ځواکونو کابل کې له بازارونو او تفریحي ځایونو څخه نجونې نیولي او له ځانه سره یې وړي دي.
ایران کې پخواني سفیر عبدالغفور لېوال د طالبانو حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار روغبړ ته غبرګون کې لیکلي، چې د واکمن استبداد له هرڅه د پاکستانیت تورې زرڼې څاڅي.
دغه روغبړ، چې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو پام را اړولی، یو شمېر طالبانو دا د افغاني کلتور برخه ګڼلې؛ خو لېوال وایي، که دا کلتور پالل کېږي، نو ولې بیا له پاکستانه د ورکړل شوي ناسم دیني تفسیر له امله د افغانانو نور کلتورونه تر پښو لاندې شول.
د لېوال په خبره، په افغاني فرهنګ کې تر دې نور زیات ارزښتونه شته، چې اوس تر پښو لاندې دي.
د بریټانیا ایسېکس نړۍوال پوهنتون د ځغاستې افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري ته افتخاري دوکتورا ورکړې ده.
نوموړي ته دغه دکتورا د هغه د بېلابېلو فعالیتونو، لاسته راوړنو، مبارزې، بشري خدمتونو او په ټولنه کې د اغېز له امله ورکړل شوې.
نوري ته د دکتورا د ورکړې مراسمو کې ګڼ شمېر لوړ پوړيو چارواکو هم ګډون کړی وو.
د یادونې ده، چې نوري نږدې یوه نیمه لسیزه وړاندې هلمند کې د ماین چاودنې له کبله په سترګو معلول شو.
هغه اوس مهال په لندن کې ژوند کوي.
د ازادۍ په نوم جبهې اعلان کړی چې له دې وروسته به د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت کسان هم هدف ګرځوي.
د ازادۍ جبهې ویلي، چې دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د طالبانو لخوا په کابل کې لسګونه نجونې نیول شوې دي.
دغې جبهې زیاته کړې، چې د ښځو پر وړاندې دا ډول چلند نه زغمل کېږي او عاملین به یې سزا ویني.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د طالبانو ځواکونو کابل کې له بازارونو او تفریحي ځایونو څخه نجونې نیولي او له ځانه سره یې وړي دي.
د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د مدیره پلاوی غړی انورالحق احدي وایي، چې د افغانستان اوسنی نظام نورمال نه دی.
نوموړي ویلي، نړۍ له اوسني نظام سره مشکل لري او که یو نورمال نظام جوړ نشي؛ نو ښایي دا نظام هم زیات دوام ونه کړي.
احدي دغه راز ویلي، چې افغانان هم دې نظام سره په ستونزه کې دي او اوږد مهالې پانګونې هم د دغه نظام د نه مشروعیت له کبله ناممکنې دي.
د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر خپلې اېکسپاڼې ليکلي، چې د «اسلامي امارت» او د جرمني فدرالي حکومت ترمنځ له خبرو وروسته ۸۱ افغان کډوال له جرمني څخه اخراج شوي.
نوموړي ويلي، دغه چاره د قطر په منځګړیتوب ترسره شوه.
د یادونې ده، چې دا افغانان په بېلابېلو جرمونو تورن وو.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۸۱ افغان پناه غوښتونکي، چې د جرمونو سابقه یې لرله او د پاتې کېدو قانوني اسناد یې نه درلودل، د جمعې په سهار له لایپزیګ ښار څخه کابل ته اخراج شول.
دا د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته دویم ځل دی چې آلمان افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته شړلي دي.
د فریدریش مرتس تر مشرۍ لاندې د نوي حکومت دا لومړنی ډلهییز اخراج بلل شوی دی.
د آلمان چارواکو ویلي، چې ټول هغه پناه غوښتونکي باسي چې د دې هېواد لپاره امنیتي خطر ګڼل کېږي.
ویل شوي چې دا کسان د قطر ایرویز الوتکې له لارې کابل ته انتقال شوي دي.
یو ایراني چارواکي پرسټيوي ته ویلي چې تهران له امریکا سره د تېرې اجنډا پر بنسټ نویو خبرو ته چمتو نه دی او له پخوانیو تجربو یې درس اخیستی دی.
نوموړي، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ویلي، چې دا ځل د خبرو هدف د ایران بېوسلې کول دي، څو د اسرائیل کمزوري پټه شي.
هغه زیاتوي چې واشنګټن سولې نه، بلکې د جګړې تیاری نیسي او ایران باید د خبرو پر ځای د احتمالي جګړو لپاره چمتووالی ونیسي.
هغه زیاته کړې، چې دوی باید ډاډ ترلاسه کړي چې ویتکاف د جګړې لمسون نه، بلکې د حل لارې منځګړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، واشنګټن د کشمیر مقاومت په نوم ډله چې د «لشکر طیبه» پورې تړاو لري، د هند په کشمیر سیمه کې د پهلګام خونړي برید له امله د بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړې ده.
په دغه برید کې، چې د ثور په دویمه په یوه سیاحتي سیمه کې وشو، لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل شول.
هند یې پړه پر پاکستان واچوله او هوایي بریدونه یې وکړل، جې پاکستان هم ځوابي بریدونه وکړل.
مقاومت جبهه یا د کشمیر مقاومت
په ۲۰۱۹ کې رامنځته شوې او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دا ډله د لشکر طیبه نیابتي وسلهواله ډله بللې ده.