شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 373

ملګري ملتونه:۱.۹ میلیونه راستانه شوي افغانان له سختو شرایطو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د بهرنیو اړیکو مسووله دومېنیک هایډ وايي، سږ کال نږدې ۱.۹ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي یا له ګاونډیو هېوادونو را ایستل شوي دي.

هغې خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو کمښت دې راستنېدونکو ته د اړینو خدمتونو رسونه له ستونزو سره مخ کړې، ان دومره پیسې نه لري چې خواړه پرې وپېري.

د هایډ په وینا، د بودجې کموالی شاوخوا ۱۱.۶ میلیونه افغان کډوال له بشري مرستو بې‌برخې کېدو له خطر سره مخ کړي دي چې دا شمېر د ټولو ملاتړ کېدونکو کډوالو نږدې یوه پر درېیمه برخه جوړوي.

سپنتا صالح ته:تر کومه به خلک د یو رواني، ځان ستایوونکي او دروغجن ملاتړ کوي!

د هېواد د ملي امنیت پخواني سلاکار ډاکټر رنګین دادپر سپنتا د امرالله صالح پر هغو څرګندونو نیوکه کړې، چې هېواد یې یو بې چته زندان ګڼلی و.

سپنتا نوموړي ته په ځواب کې لیکلي، چې ته د حکومت پر ځای رواني درملنې ته اړتیا لرې.

هغه صالح ته لیکلي، چې تر کومه باید خلک د یو دروغجن او ځان ستایونکي ملاتړ وکړي.

نوموړي لیکلي:«ته زما دوست یې؛ خو نور د وطن او ملت لپاره بس کړه.»

امیرخان متقي؛له فیلیپو ګرانډي سره د کډوالو پر وضعیت خبرې کړې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ عمومي رئیس فیلیپو ګرانډي د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د ایران او پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري راستنولو، له هغوی سره د مرستو او بشري وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړې.

شاهرخ خان؛د فلمبردارۍ پر مهال له ټپي کېدو وروسته د درملنې لپاره امریکا ته انتقال شوی

0

د بالیوډ مشهور لوبغاړی شاهرخ خان د خپل نوي فلم «کینګ» د فلم‌بردارۍ پر مهال په ممبۍ کې ټپي شوی دی.

راپورونه وايي هغه په ملا کې ټپ خوړلی؛، خو جدي نه دی او ډاکټرانو ورته لږ تر لږه یو میاشت د بشپړ استراحت توصیه کړې.

شاهرخ خان وروسته د درملنې لپاره امریکا ته انتقال شوی دی.

ټاکل شوې، چې دا فلم راتلونکی کال نشر شي.

د برېتانیا دفاع وزارت:هغه افغانانو ته هیڅ غرامت نه ورکوو، چې نومونه یې افشاء شوي

د بریتانیا د دفاع وزارت وایي، هغه زرګونه افغانان چې شخصي معلومات یې افشا شوي؛ خو بریتانیا ته نه دي انتقال شوي، تمه نه‌کېږي چې غرامت ترلاسه کړي.

دغه وزارت ویلي، یوازې په لېست کې شاملېدل د خطر دلیل نه‌شي کېدای او دوی به د هر ډول قانوني دعوې پر ضد مقاومت کوي.

امرالله صالح:د دوحې له تړون وروسته د افغانستان د حالاتو په اړه سیاسي قشر بې خبره وو

د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د دوحې له تړونه وروسته د افغانستان د حالاتو په اړه سیاسي قشر ناخبره وو.

نوموړی وایي، ځینې کسان په نظام فخر کوي؛ خو نه پوهېږي چې افغانستان د یو لوی بې‌ چته زندان په څېر دی.

هغه ټینګار کړی چې د نظام دوام سوله نه راولي، بلکې دا به کورنۍ جګړې یا بې‌سارې وحشت ته لاره هواره کړي.

د هرات لپاره؛د طالبانو حکومت والي نن د یو پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی

د هرات لپاره د طالبانو حکومت والي نور احمد اسلام‌جار د يوه پلاوي په مشرۍ نن سهار ايران ته تللی دی.

د دغه سفر موخه له ايرانه د کډوالو د اېستلو وضعيت او له ايران سره اقتصادي اړیکې يادې شوي دي.

بل لورته ایراني رسنیو لیکلي، چې نوموړی به ایران ته په خپل درې ورځني سفر کې د ایران له بېلابېلو چارواکو سره وګوري او د همکارۍ یو شمېر تړونونه به هم لاسلیک کړي.

ډونالډ ټرمپ؛له وال‌سټریټ ژورنال ۱۰ میلیارده ډالره تاوان غواړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وال‌سټریټ ژورنال او د هغه مالکانو څخه لږ تر لږه ۱۰ میلیارده ډالر تاوان غوښتی او دعوه یې کړې چې یوه مقاله کې یې د هغه شهرت ته زیان رسولی دی.

ټرمپ دا شکایت د میامي فدرالي محکمه کې ثبت کړی، چې پکې داو جونز، نیوز کورپورېشن، او دوه خبریالان هم شامل دي.

مقاله ادعا کوي چې ټرمپ په ۲۰۰۳م کال کې جفري اپستین ته د زېږون مبارکي استولې وه، چې پکې “شهواني انځور” او پټې اړیکې یادې شوې وې.

ټرمپ دا ادعاوې “جعلي” بللي دي او ویلي یې دي چې دا کار د هغه حیثیت ته د ضرر رسولو لپاره شوی.

د داو جونز ویاند ویلي، دوی د خپل راپور دقت باندې بشپړ باور لري او قانوني دفاع ته چمتو دي.

د آلمان لومړی وزیر:د طالبانو د رسمیت پېژندنې نیت نه‌لرو

د آلمان لومړی وزیر فریدریش میرتس وایي، د طالبانو رژیم په رسمیت نه‌ پېژني او دا موضوع د آلمان د بهرني سیاست په اجنډا کې نشته.

نوموړي ویلي، که څه هم له طالبانو سره د تخنیکي کچه اړیکې شته؛ خو دا اړیکې دیپلوماتیک رسمیت نه لري.

میرتس زیاته کړې، چې د آلمان او افغانستان ترمنځ دیپلوماتیک روابط په بشپړ ډول نه‌دي پرې شوي؛ خو دا تعاملات د حکومتونو ترمنځ نه، بلکې د هېوادونو ترمنځ محدوده تخنیکي همغږي ده.

هغه ټینګار کړی چې د طالبانو د رژیم دیپلوماتیک رسمیت‌ پېژندنه «اصلاً نه‌شي کېدای».

نور الدین عزیزي:د صنعتي سیمو قانون توشیح شو

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وایي، د صنعتي سیمو د قانون توشیح او له بهره راستنو شویو سوداګرو ته د اسانتیاوو مقرره د شیخ هبت‌الله له لوري تصویب شوې ده.

هغه وايي، تېر کال په هېواد کې ۲۷ سوداګریز نندارتونونه جوړ شوي او ۱۷ نړیوالو نندارتونونو کې یې کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

عزیزي زیاتوي چې اوس د افغانستان سوداګري له ۱۰۰ څخه زیاتو هېوادونو ته غځېدلې او د بېلابېلو هېوادونو سره یې ۱۶ اقتصادي هوکړې هم لاسلیک کړي دي.