شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 372

د ۱۴۰۴ لمریز کال د کانکور اول نمره د ۳۵۶ نومرو په اخیستو د کابل طب پوهنځي ته بریالی اعلان شو

د ازموینې د ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني کابل کې د یوې غونډې پرمهال د کانکور عمومي اول نمره اعلان کړ.

ښاغلي حقاني، سید موسی د سید داود سادات زوی د ۳۵۶ نمرو په اخیستو د کانکور عمومي اول نمره اعلان کړ.

حقاني په ترتیب سره محمد طاهر د محمد نذیر زوی دوهم نمره او حمزه د عبدالطیف زوی دریم نمره اعلان کړ.

نوموړي وویل چې د تیر کال په پرتله ۲۰ زره ډېرو زده کوونکو په کانکور کې ګډون کړی وو.

هغه وویل چې یولک پنځه سوه اته څلویښت کسانو ګډون کړی وو، چې د لوړو زده کړو وزارت یوازې د یو لک کسانو د جذب وړتیا لري.

ایران:د افغان کډوالو د وتلو نېټه د سنبلې تر پنځلسمې وځنډېده

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خراسان رضوي د استازولۍ مشر احمد معصومي‌فر اعلان کړی چې د افغان کډوالو د وتلو مهلت د سنبلې تر ۱۵پورې تمدید شوی دی.

نوموړي ویلي، که له دې نېټې وروسته بې‌اسناده افغانان له هېواده ونه وځي، د اقامت جریمه به پرې ولګول شي.

د نوموړي په وینا، د تمدید دلیل د هوا تودوالی او د لازم زیربناوو نه شتون دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران په دې وروستیو کې سلګونه زره افغان کډوال را اېستلي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر؛نن په یو ورځني سفر کابل ته ځي

د پاکستان رسنۍ خبر ورکوي چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي، د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۹مه، کابل ته سفر کوي.

د راپورونو له مخې، دا به د نوموړي یو ورځنی سفر وي، چې په ترڅ کې به د طالبانو حکومت له مشرانو، په ځانګړي ډول د دوی د کورنیو چارو له وزیر سراج‌الدین حقاني سره وویني.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې سفر په اړه څه نه‌دي ویلي.

دا د محسن نقوي لومړی سفر دی چې د طالبانو حکومت تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته کوي.

په شهزاده ویده مشهور؛د سعودي عربستان شهزاده له شل کاله کوما وروسته مړ شو

0

د سعودي عربستان شهزاده الولید بن خالد بن طلال بن عبدالعزیز، چې شل کاله په کوما کې و، نن مړ شو.

هغه په ۲۰۰۵ کال کې د یوې ټرافیکي پېښې وروسته کوما ته تللی و او په دې موده کې ورته «شهزاده ویده» نوم ورکړل شوی و.

د هغه د جنازې لمونځ به د دوشنبې په ورځ د ماسپښین وروسته په امام ترکی بن عبدالله جومات کې ترسره شي.

مارکو روبیو:د سوریې د وروستۍ جګړې مخنیوي کې مو د اردن، دمشق او اسرائیل له چارواکو سره همکاري کړې

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې په تېرو درې ورځو کې یې هېواد د اسرائیل، اردن او دمشق چارواکو سره د سوریې د سویل د وروستیو «وېرونکو او خطرناکو» پېښو په اړه نږدې همکاري کړې ده.

هغه ټینګار وکړ چې د سوریې حکومت باید د جنایتونو عاملین، د قانون منګولو ته وسپاري.

د یادونې ده، چې سوریه وروستیو ورځو کې د سختو نښتو شاهده وه.

نورالدین ترابي:ټول شرایط مو پوره کړي او اوس باید په رسمیت وپېژندل شو

د طالبانو حکومت د حوادثو د چمتووالي ادارې مشر نورالدین ترابي د نړيوالې ټولنې په هغو شرطونو انتقاد کړی چې د طالبانو د حکومت پېژندنه يې د ښځو د زده کړو، کار او د پراخ بنسټه حکومت جوړولو پورې تړلې ده.

نوموړي ویلي، ټول شرایط یې پوره کړي او اوس باید په رسمیت وپېژندل شي.

ترابي ټینګار کړی چې طالبان په حکومت کې د بېلابېلو قومونو استازي لري او خپل حکومت پراخ بنسټ ګڼي.

هغه ويلي، د ښځو د زده کړو، کار، د ترهګرۍ او نشه‌يي موادو پر ضد مبارزه د افغانستان داخلي چارې دي او بهرني هېوادونه دې پکې مداخله نه کوي.

ترابي دغه راز زیاته کړې، چې لویدیځ یې قانع کړی؛ ترڅو دوی په رسیمیت وپېژني.

مرسي کورپس:کابل د نړۍ لومړۍ پلازمېنه کېدونکې ده چې د اوبو له سخت کمښت سره به مخ شي

نړۍوالې رسنۍ د مرسي کورپس نادولتي سازمان د راپور له مخې وایي، ښايي کابل د نړۍ لومړۍ پلازمېنه شي چې له سخت اوبو کمښت سره مخ او بشپړه وچه شي.

راپورونه څرګندوي چې د نفوس ډېرښت، د سرچینو کمېدل او د اوبو ناسم مدیریت د دې ښار لپاره ستر ګواښونه جوړ کړي دي.

د راپورونو له مخې، تېرو درې لسیزو کې د کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه تر ۳۰ مترو را ټیټه شوې، چې دا به نه یوازې د خلکو ژوند ته ګواښ وي، بلکې اقتصادي اغېزې به هم ولري.

سوریه؛سویدا کې له اوربند سربېره یوځل بیا درنې جګړې پیل شوي

0

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سوریې په سوېدا ښار کې، چې ډېری اوسېدونکي یې دروزیان دي، د شنبې پر ورځ نښتې سختې شوې دي.

رویټرز زیاتوي چې د احمد الشرع تر مشرۍ لاندې حکومت هڅه کوي چې اوربند ټینګ کړي، خو جګړه لا هم دوام لري.

د رویټرز خبریالان وايي، د ښار له منځه د درنو وسلو ډزې اورېدل شوي او د هاوان ګولۍ د شاوخوا کلیو پر لور توغول شوې دي.

د تلفاتو کره شمېر تر اوسه نه‌دی څرګند.

بلجیم کې د پي‌ټي‌ایم څانګه:منظور پښتین د نن زمانې احمدشاه بابا دی

بلجیم کې د پښتون ژغورنې غورځنګ څانګې د شهید ګیله‌من وزیر د لومړي تلین د نمانځنې مراسمو کې ویلي، چې منظور احمد پښتین د اوسني عصر احمد شاه بابا دی.

دوی د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې، چې ترهګرۍ ته وده ورکوي او دغه راز یې ټینګار کړی، چې د ګیله من او ټولو شهیدانو ارمانونه به ژوندي ساتي.

د غونډې ګډونوالو ویلي، چې ګیله‌من وزیر د حق، عدالت، او ولسواکۍ لپاره خپل سر قربان کړ.

ملګري ملتونه:۱.۹ میلیونه راستانه شوي افغانان له سختو شرایطو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د بهرنیو اړیکو مسووله دومېنیک هایډ وايي، سږ کال نږدې ۱.۹ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي یا له ګاونډیو هېوادونو را ایستل شوي دي.

هغې خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو کمښت دې راستنېدونکو ته د اړینو خدمتونو رسونه له ستونزو سره مخ کړې، ان دومره پیسې نه لري چې خواړه پرې وپېري.

د هایډ په وینا، د بودجې کموالی شاوخوا ۱۱.۶ میلیونه افغان کډوال له بشري مرستو بې‌برخې کېدو له خطر سره مخ کړي دي چې دا شمېر د ټولو ملاتړ کېدونکو کډوالو نږدې یوه پر درېیمه برخه جوړوي.