شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 371

د بدخشان د سرو زرو کان کې جنجال؛د څلورو چنایانو په ګډون ۸ تنه وژل شوي

خراسان ډایري وایي، د افغانستان په شمال بدخشان ولایت کې د سرو زرو په کان اخ و ډب کې د څلورو چنایانو په ګډون ۸ تنه وژل شوي دي.

دغې رسنۍ لیکلي چې یاده پیښه د بدخشان د شهر بزرګ ولسوالۍ د سرو زرو په یو کان د شخړې له امله رامنځته شوې.

د بدخشان سیمه ایز چارواکي پیښه تایید کړې خو د پیښې د څرنګوالي په اړه یې څه نه دي ویلي.

کندز؛طالب ځواکونو یو روسي څیړونکی نیولی

روسي رسنۍ وایي، طالب ځواکونو د هیواد په شمال کندز ولایت کې یو روسي څیړونکی نیولی او د پوښتنو ګرویږونو لپاره یې منتقل کړی دی.

‏یادې رسنۍ ویلي چې سویاتوسلاو کاورین نومیږي او روسي کلتور پیژندونکی دی چې د روسیې د علومو اکاډمۍ د ختیځ پیژندنې اسنټیتوت او لرغونې قوم پیژندنې مرکز سره کار کوي.

صادق خان:محسن نقوي او سراج الدین حقاني د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې هوکړه وکړه

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې هوکړه کړې ده.

محمد صادق په خپله ټویټر پاڼه کې ویلي چې دواړو غاړو د ترهګرۍ په اړه مفصلې خبرې کړې دي او د ګډې همکارۍ لپاره یې ژمنه کړې ده.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې دواړو خواوو د نشه یي توکو پر ضد مبارزې او امنیت د ټینګښت په اړه خبرې کړي دي.

د یادونې ده، چې دواړو لوریو تېره ورځ ناوخته دا لیدنه ترسره کړې وه.

بلوچستان؛د ځمکې په سر د شخړې له امله ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

بلوچستان کې د ځمکې پر سر شخړه شوې، چې له امله یې دواړو لورویو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له سیمې څخه سرچینې وايي، چې په دغه پېښه کې لس تنه مړه او پنځلس نور ټپيان دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، قومي مخورو د شخړې د زیاتېدو د مخنیوي هڅې پیل کړې دي.

غزه؛د اسرائیلو په تازه بریدونو کې ۶۷ فلسطینیان وژل شوي

0

‏د غزې روغتیا وزارت خبر ورکوي چې د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې لږترلږه ۶۷ فلسطینیان وژل شوي دي.

دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې خلک په شمالي غزه کې د ملګرو ملتونو مرستو ته انتظار وو.

اسراییلو په دغو سیمو کې د بې ځایه شویو خلکو د ایستلو نوې هدایتونه هم صادر کړي دي.

د یادونې ده، چې په دغه برید کې ګڼ شمېر نور کسان ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت:که نړیوال د غزې په اړه بې‌پروایي وکړي؛ نو د الله تعالی له سخت عذاب سره به مخ شي

د طالبانو حکومت په یوې خپرې کړې اعلامیه کې د فلسطین په غزه کې د ښځو او ماشومانو پر ضد د اسرائيلي ځواکونو دوامداره بمبارۍ، لوږې، تندې، ناروغیو او کلابندۍ ته سخت غبرګون ښودلی دی.

اعلامیه کې راغلي چې «اسلامي امارت» دغه ظلمونه په کلکو ټکو غندي او دا یې له انساني، اسلامي او نړیوالو اصولو سره ښکاره تضاد بللی دی.

د طالبانو حکومت له اسلامي هېوادونو، مسلمانو ملتونو او ټولو مؤثرو نړیوالو اړخونو غوښتنه کړې چې د غزې مظلومو خلکو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته د بېړنیو بشري مرستو د رسېدو لپاره عاجل اقدام وکړي.

په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې که نړیوال او اسلامي امت په دې برخه کې بې‌پروایي وکړي، نو د الله تعالی له سخت عذاب سره به مخ شي.

د حقاني او نقوي لیدنه؛دواړو لوریو د اړیکو پر پراختیا او کډوالو ته پر اسانتیاوو خبرې کړې

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سید محسن نقوي او مل پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د همکاریو پر پراخولو، امنیت، نشه‌يي توکو ضد مبارزې، او افغان کډوالو ته د آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.

حقاني د باور فضا د ستونزو د حل کلیدي وبلله او زیاته یې کړه، چې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.

په ورته مهال بیا نقوي ژمنه وکړه چې سوداګرو او خلکو ته به آسانتیاوې برابروي او ګډ کار ته به دوام ورکوي.

تهران کې د طالبانو حکومت سفارت:د ۱۸ کلن افغان ځوان ایراني قاتلین باید د قانون منګولو ته وسپارل شي

تهران کې د طالبانو حکومت سفارت تایید کړه چې ۱۸ کلن افغان ځوان امیر طاها رضایي، چې مړی یې په ایران کې د دماوند په سیمه کې موندل شوی و، د دوه ایراني اتباعو له لوري وژل شوی دی.

سفارت ویلي، چې د طالبانو حکومت سفیر دا موضوع له ایراني چارواکو سره شریکه کړې.

دوی ټینګار کوي، چې د پېښې عاملین باید له قانوني جزا سره مخ شي.

د یادونې ده، چې د هغه د وژل کېدو په تړاو یو تن نیول شوی وو، چې پر خپل جرم یې اعتراف هم کړی.

د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال؛د حامد کرزي په نړۍوال هوايي ډګر کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هرکلي وکړ

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د افغانستان په چارو کې د دې هېواد ځانګړی استازی محمد صادق خان د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته رسیدلي دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال محمد نبي عمري د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د پاکستاني پلاوي هرکلی وکړ.

ویل کیږي چې د نقوي د سفر موخه، دوه اړخیزې اړیکې، افغان کډوال او د ټي‌ټي‌پي اړوند مسایلو خبرې اترې ښودل شوي.

یوه طالب چارواکي حماسه میډیا ته وویل، چې تر هغه چې یو باصلاحیته پاکستاني پلاوی د ستونزو هوارۍ په موخه سفر ونه کړي په دې ډول نمایشي سفرونو ستونزې نه حل کیږي.

دا په روانه اونۍ کې دوهم پاکستاني لوړپوړی پلاوی دی چې کابل ته سفر کوي.

د ۱۴۰۴ لمریز کال د کانکور اول نمره د ۳۵۶ نومرو په اخیستو د کابل طب پوهنځي ته بریالی اعلان شو

د ازموینې د ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني کابل کې د یوې غونډې پرمهال د کانکور عمومي اول نمره اعلان کړ.

ښاغلي حقاني، سید موسی د سید داود سادات زوی د ۳۵۶ نمرو په اخیستو د کانکور عمومي اول نمره اعلان کړ.

حقاني په ترتیب سره محمد طاهر د محمد نذیر زوی دوهم نمره او حمزه د عبدالطیف زوی دریم نمره اعلان کړ.

نوموړي وویل چې د تیر کال په پرتله ۲۰ زره ډېرو زده کوونکو په کانکور کې ګډون کړی وو.

هغه وویل چې یولک پنځه سوه اته څلویښت کسانو ګډون کړی وو، چې د لوړو زده کړو وزارت یوازې د یو لک کسانو د جذب وړتیا لري.