شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 369

عباس عراقچي:ایران به هیڅ حالت کې له غني‌سازۍ لاس وانخلي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي فاکس نیوز ته ویلي، چې هېواد به له اورانیمو د غنی‌سازۍ له برنامې لاس وانخلي.

هغه د امریکا له‌خوا د ایران پر اتومي تاسیساتو وروستي بریدونه “جدي” بللي او ویلي یې دي چې غنی‌سازي موقتا بنده شوې ده.

عراقچي ټینګار کړی چې د امریکا فشارونه، تحریمونه او ګواښونه به د ایران اتومي برنامه نه ودروي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران استازي له اروپایي هېوادونو سره خبرو ته چمتو کېږي.

بل لورته اروپایي هېوادونو ایران ته خبرداری ورکړی چې که جدي ګامونه وانخلي، د سنبلي په نهمه به د ملګرو ملتونو د بندیزونو میکانیزم بېرته فعال شي.

همداراز ټاکل شوې چې د ایران، چین او روسیې درې‌جانبه ناسته هم ډېر ژر په تهران کې ترسره شي.

د افغان پناه غوښتونکو د معلوماتو افشا؛د بریتانیا پارلمان د پلټنو د پيل اعلان وکړ

د بریتانیا پارلمان د استخباراتو او امنیت کمېټه وايي چې د افغان پناه غوښتونکو او د پخوانیو همکارانو د معلوماتو افشا کېدو په اړه به پلټنه کوي.

د کمېټې مشر لارد بیمیش ویلي، ټول اړوند اسناد باید ژر تر ژره وسپارل شي څو رسمي پلټنې پیل شي.

د بریتانیا دفاع وزارت له دې پلټنو هرکلی کړی دی.

د ۲۰۲۲ کال په فبروري میاشت کې، د بریتانیا د دفاع وزارت یوه کارکوونکي د نژدې ۱۹ زرو افغانانو معلومات په تېروتنه افشا کړي وو.

دغه کسان له بریتانوي ځواکونو سره همکاران پاتې شوي او له طالبانو د واک ته رسېدو وروسته یې د تخلیې غوښتنه کړې وه.

دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې طالبانو د غچ اخیستنې ګواښ کړی او موضوع پراخ رسنیز انعکاس موندلی.

ایرانۍ رسنۍ:په تبریز کې د پرلپسې چاودنو غږونه اورېدل شوي

0

ایراني رسنۍ وایي، چې د ایران د تبریز ښار پر صائب سړک او شاوخوا سیمو کې د پرله‌پسې چاودنو غږونه اورېدل شوي.

ویل کېږي چې دا بریدونه د بې‌پیلوټه الوتکو له لوري شوي دي.

یادې رسنۍ لیکي، چې چاودنې د تبریز په ګڼو سیمو لکه ابرسان، امامیه، مارالان، رسالت او نورو کې اورېدل شوې، او ادعا شوې چې پېښه مرګ‌ژوبله هم لري.

بل لورته فارس خبري آژانس د امنیتي چارواکو له قوله ویلي چې دا چاودنې د پخوانیو جګړو پاتې نظامي موادو له امله رامنځته شوې دي.

په ورته وخت کې د تبریز له فضا څخه د ۳۲ زره فوټه لوړوالي په سطحه یوه ناپېژندل شوې الوتکه د باکو شمال ته روانه لیدل شوې ده.

ملا برادر؛په کابل کې له ۶۰ کلن ځنډ وروسته د څو تولیدي فابریکو مجتمع پرانیست

د طالبانو حکومت د رئیس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په کابل کې د ملي پراختیا شرکت اړوند د څو تولیدي فابریکو مجتمع پرانیست.

نوموړي دا ګام د کورني صنعت د ودې او تولیداتو د پراختیا په لور یو مهم پرمختګ بللی او ویلي چې له دې سره به د وارداتو اړتیا کمه او کورنی صنعت پیاوړی شي.

هغه زیاته کړې چې دغه فابریکې به ګڼو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي، او تولیدات به یې د سیمې او بهرنیو بازارونو په پرتله ارزانه وي.

برادر له پانګوالو او سوداګرو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، او ویلي چې اوس د کوچنیو، منځنیو او لويو پانګونو لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي.

نوموړي وویل چې له ۶۰ کلن ځنډ وروسته دا فابریکې بېرته فعالې شوې دي او باید خلکو ته د کیفیت لرونکي توکي وړاندې شي.

یاد مجتمع اوس مهال له ۱۰۵ زیات ډولونه تولیدات لري، چې کرنیز ماشینونه، صنعتي پرزې، ترانسپورتي وسایط، فلزي وسایل، برقي تجهیزات او د کانالونو دروازې پکې شامل دي.

د عصبي جراحي ناروغانو د پام وړ؛متخصص ډاکتر خالد خان ځدراڼ د افغان ناروغانو وړیا درملنې ته ټټر وهلی

د هیواد د عصبي جراحیو متخصص ډاکتر خالد خان ځدراڼ له تیرې ورځې راهیسې د کابل په رفاه روغتیایي مرکز کې د سلګونو افغان ناروغانو وړیا درملنه کوي.

ښاغلي ځدراڼ حماسه میډیا ته وویل چې د دې ګام څخه یې موخه بې وزلو او د عصبي جراحیو ناروغانو سره مرسته ده.

ډاکتر خالد خان ځډراڼ یو له افغان ډاکترانو څخه دې چې په خپل مسلک کې یې د تخصص ترکچي زده کړې کړي.

نوموړي له تیرو دوو ورځو راهیسې نږدې د ۲۰۰ ناروغانو درملنه کړې او دا چاره یوه اونۍ نور هم دوام کوي.

ډاکتر ځدراڼ وایي، د چنګاښ میاشتې له ۲۹مې د زمري تر ۶مې هره ورځ د ماسپښین له دوو بجو د ماذیګر تر شپږو بجو د ناروغانو وړیا کتنه او درملنه کوي.

ډاکتر خالد خان ځدراڼ خپل فوق تخصص ( FCPS) له پاکستان څخه ترلاسه کړی او د امریکا د متحده ایالاتو د جراحي عصاب د سازمان غړیتوب هم لري.

پیر ابراهیم؛د نامعلومو کسانو له لوري ووژل شو

0

نامعلومو وسله‌والو د چارسدې په تنګي سیمه کې دیني عالم پير ابراهیم او د هغه پولیس ساتونکی په ډزو وژلي.

ځایي مسؤلینو هم پېښه تائید کړې.

تر اوسه چا د نوموړي د وژل کېدو مسؤلیت نه دی منلی.

چینایي چارواکو؛د بدخشان د سرو زرو کان کې د خپلو وګړو وژل تایید کړل

چینایي چارواکو د بدخشان سرو زرو کان کې د خپلو وګړو وژل کېدل تائید کړي.

خراسان ډایري د نوم نه ښودلو په شرط د چینایي چارواکي له قوله ویلي، چې دا پېښه د قراردادیانو ترمنځ د خپل منځي شخړې له امله رامنځته شوې.

د یاد چارواکي په خبره، په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او بل سخت ټپي دی.

سرچینې:المان د برلین سفارت او بن قنسلګرۍ چارې طالب ډیپلوماتانو ته سپارلي

یو شمېر سرچینې وایي، چې جرمني کې د افغان سفارت او قونسلګري واک د طالبانو حکومت ته ورکړل شوی.

باوري سرچینې وايي چې د طالبانو حکومت دوه دیپلوماتانو په رسمي توګه د افغانستان د برلین سفارت او بن قونسلګري په واک کې اخیستي دي.

سرچینې زیاتوي، جرمني دغه دیپلوماتان منلي؛خو هڅه کوي دا موضوع له رسنیو پټه وساتي.

بل لورته جرمني کې د افغان کډوالو فعال نجیب الله امین هم منلې، چې دا سفارت د طالبانو حکومت ته سپارل شوی.

سراج الدین حقاني؛د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان له سرمنشي سره کتلي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان له سرمنشي ډاکتر محمد بن عبدالکریم العیسی او ورسره مل پلاوي سره په ارګ کې لیدنه وکړه.

سراج الدین حقاني دا ډول لیدنې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د ورورولۍ او یووالي لپاره ګټورې وبللې.

هغه ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه ژورې اړیکې لري او باید تګ راتګ زیات شي.

د یاد سازمان سرمنشي هم د امن فضا کې د طالبانو حکومت له چارواکو سره د لیدنې ستاینه وکړه او ویې ویل چې د سفر موخه د علماوو ترمنځ د علمي اړیکو پیاوړتیا ده.

یوناما:کابل کې د میرمنو او نجونو د نیولو په اړه اندیښمن یو

یوناما په کابل کې د مېرمنو او نجونو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

یوناما ویلي، چې د چادري د نه رعایت له امله د جولای له ۱۶مې تر ۱۹مې نېټې پورې په کابل کې څو ښځې او نجونې نیول شوې دي.

دوی دا کار د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې له واکمنو سره یې د موضوع په تړاو خبرې پیل کړې دي.

دغې ادارې له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر ازادیو محدودیتونه لرې کړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.