جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 357

امریکا؛په نیویارک کې د یو وسله‌وال برید په نتیجه کې۴ تنه وژل شوي

0

امریکایي پولیس وایي، چې په نیویارک کې یوه ۲۷ کلن وسله‌وال له یوې لوړپوړیزې ودانۍ څخه پر خلکو ډزې کړي، چې له امله یې یو پولیس افسر او ۳ ولسي کسان وژل شوي دي.

دوی ویلي، چې بریدګر له برید وروسته خپل ځان هم وژلی دی.

د پولیسو مشرې جسیکا تیش ویلي، بریدګر د لاس ویګاس اوسېدونکی و او تر اوسه یې د جرم کومه سابقه نه ده موندل شوې.

امریکایي چارواکي وایي، د پېښې د دقیقو لاملونو په اړه څېړنې روانې دي.

د زمري ۷مه؛د ملي بیرغ ورځ د ټولو هېوادوالو مبارک شه!

د زمري ۷مه د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ ورځ ده، چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له خوا ملي بیرغ ته د درناوي په پار ونومول شوه.

د دې ورځې نمانځنه د ملي یووالي، هویت او ویاړ نښه بلل کېده؛ خو د حکومت له پرځېدو وروسته د دې ورځې د لمانځنې په شمول د هېواد ډېری ارزښتونه له منځه ولاړل.

حماسه میډیا د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومي مبارکي وایي.

د درې رنګه ملي بیرغ ورځ مو مبارک شه!

د افغانستان د خبریالانو مرکز:د طالبانو حکومت په تېرو درې اونیو کې ۷ خبریالان نېولي

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې په تېرو درې اوونیو کې لږ تر لږه اووه خبریالان او رسنیز فعالان د طالبانو حکومت د استخباراتو او د امر بالمعروف وزارت له لوري په کابل او یو ولایت کې نیول شوي دي.

دغه مرکز یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې د رسنیو پر وړاندې د فشارونو له زیاتوالي ژوره اندېښنه ښودلې او د نیول شویو کسانو بې‌قید او شرطه خوشې‌کول یې غوښتي دي.

په نیول شویو کسانو د نجونو لپاره د زده‌کړو کورسونو جوړولو، له بهرنیو رسنیو سره تخنیکي همکارۍ او د نه‌تایید شویو راپورونو چمتو کولو تورونه لګول شوي.

د خبریالانو مرکز دا نیونې د بیان ازادۍ پر وړاندې ښکاره سرغړونه بللې ده.

اسراییل:حماس بشري مرستې غلا کوي؛ خو موږ بیا هم د مرستو رسېدو لپاره هڅه کوو

0

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي چې دغه هېواد هره ورځ غزې ته د اوبو، خوړو او درملو د پام وړ مرستې پرېږدي؛ خو حماس دغه بشري مرستې غلا کوي او ولسي خلکو ته د رسېدو مخه یې نیسي.

په بیان کې راغلي چې حماس د ناسم معلوماتو خپرولو او صحنه‌سازیو له لارې بشري بحران لوی ښيي.

اسراییل وایي، له نړیوالو ادارو، امریکا او اروپايي هېوادونو سره همکاري ته دوام ورکوي ترڅو مرستې غزې ته ورسېږي.

د نتانیاهو دفتر زیاتوي چې د بندیانو د خلاصون او د حماس د ماتې لپاره به هڅې دوام ولري، او دا کار د دواړو ملتونو لپاره د سولې تضمین ګڼل کېږي.

د ایران د اوبو او برېښنا وزیر:ایران له ۶۷ کلونو راهیسې له تر ټولو سختې وچکالۍ او د اوبو کمښت سره مخ شوی

0

د ایران د اوبو او برېښنا وزیر عباس علی‌آبادي د سختې وچکالۍ او د اوبو د شدید کمښت له امله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا وضعیت په تېرو ۶۷ کلونو کې بې‌سارې دی.

نوموړي ویلي، اوس‌مهال هېواد له سختو اوبو ستونزو سره مخ دی، او ولایتونه لکه اصفهان، سیستان و بلوچستان، خراسان او مرکزي ولایت له جدي کړکېچ سره مخامخ دي.

علي‌آبادي پر زراعتي چلندونو انتقاد کړی او ویلي چې باید له کم‌اوبه محصولاتو کار واخیستل شي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ایران خلکو د هېواد په کچه د اوبو او برېښنا له کمښت شکایتونه کړي، او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان دا بحران د پخوانیو چارواکو ناسم مدیریت بللی دی.

د اسراییل د بشري حقونو بنسټونه:اسراییلي ځواکونه په غزه کې نسل‌وژنه کوي

0

په لومړي ځل، د اسراییل دوو مخکښو بشري حقونو بنسټونو، حکومت یې په غزه کې د فلسطینیانو پر ضد د نسل‌وژنې په تور تورن کړی دی.

د «بتسیلم» سازمان ویلي چې اسراییلي ځواکونو غزه کې ټول بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د بشري حقونو لپاره اسراییلي ډاکټران سازمان هم اسراییل په غزه کې په نسل وژنې تورن کړي دي.

د اسراییل حکومت دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا ادعاوې د بیان د ازادۍ په چوکاټ کې دي، خو حقیقت نه لري.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر:د فلسطین او اسراییل د شخړې یوازینۍ حللاره د دوو دولتونو جوړېدل دي

0

د ملګرو ملتونو په درې ورځنۍ ناسته کې، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جین نویل برو ټینګار کړی چې د فلسطین او اسراییل ترمنځ یوازینۍ حللاره د دوو دولتونو رامنځته کول دي.

دا ناسته د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي، د فلسطین لومړي وزیر او د عربي هېوادونو استازو په ګډون پیل شوې.

اسراییل او امریکا په دې ناسته کې ګډون نه‌دی کړی.

د ناستې بحثونه د فلسطین د ادارې اصلاح، د حماس خلع‌سلاح او د عربي هېوادونو او اسراییل ترمنځ د اړیکو عادي کول هم شامل وو.

په دې ناسته کې سعودي عربستان ویلي، له اسراییلو سره د اړیکو عادي کولو پلان نه‌لري؛ خو امریکا کولای شي د جګړې د پای او د دوو دولتونو د حل لارې لپاره کليدي رول ولوبوي.

بل لورته امریکا دا ناسته «بې‌فایدې او تبلیغاتي» بللې ده.

ترکیه، یونان او البانیا کې؛پراخ ځنګلي اورونو زرګونه خلک کډه کولو ته اړ کړي دي

0

د مدیترانې په ګڼو هېوادونو کې د سختې ګرمۍ او تندو بادونو له امله پراخ ځنګلي اورونه بل شوي دي.

یوازې په ترکیه کې له ۳۶۰۰ زیات کسان له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.

په اسکي‌شهیر کې ۱۰ اوروژونکي وژل شوي، او لسګونه کسان ژوبل دي.

یونان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۴ اورونه ثبت شوي، په کیترا ټاپو کې اور له بادونو سره بیا تازه شوی دی.

په البانیا کې ۹۰۰ اوروژونکي د پوځ په ملاتړ هڅه کوي چې اور ساحلي ښار ساراندا ته ونه‌رسېږي.

بلغاریا کې هم یو لوی اور ۶۴۰۰ هکتاره ځمکه سوځولې ده.

پاکستان:د طالبانو حکومت د ازبکستان–اسلام‌اباد د ریل پټلۍ د امنیت ډاډ راکړی

د طالبانو حکومت ژمنه کړې چې د ازبکستان–اسلام‌اباد د اوسپنې پټلۍ امنیت به تأمینوي.

ډان ورځپاڼې ویلي، چې دا ژمنه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمداسحاق ډار د وروستي سفر پر مهال شوې.

د پاکستان د اوسپنې پټلۍ وزیر حنیف عباسي ویلي، چې د طالبانو حکومت له دې پروژې ملاتړ کوي.

یاد ریل به د افغانستان له لارې ۸۵۰ کیلومتره اوږد د پاکستان، افغانستان او ازبکستان ترمنځ نښلونکی خط وي.

دا ژمنه وروسته له هغه شوې چې د پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د امکان‌سنجۍ هوکړه هم په کابل کې لاسلیک کړې وه.

شیخ هبت‌الله:منحرف کتابونه دې له ټول هېواد راټول شي

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده تازه امر کړی چې هغه کتابونه چې “منحرف” بلل شوي، له کتابپلورنځیو، کتابتونونو، مدرسو او پوهنتونونو څخه باید راټول شي.

راپورونه ښيي چې ګڼ مذهبي، فکري او کلتوري آثار لکه د خلیل جبران «پیغمبر» او د یووال نوح هراري «انسان خردمند» کتابونه له لاسرسي ایستل شوي.

د دې پریکړې د پلي کېدو لپاره د طالبانو حکومت اړوند وزارتونو ګډه ناسته کړې.

دغه اقدام په کور دننه او بهر توند غبرګونونه راپارولي او د بیان ازادۍ او فکري محدودیتونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.