جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 356

معصوم ستانکزی:ملي بیرغ د سیاسي جریانونو، شرکتونو او موسسو له بیرغونو سره ژور توپیر لري

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس محمد معصوم ستانکزي د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې د یوه هېواد ملي هویت د هغه د ملي سمبولونو له لارې تمثیلېږي او ملي بیرغ د ولس د ګډې ارادې استازیتوب کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې ملي بیرغ د سیاسي جریانونو، شرکتونو او موسسو له بیرغونو سره ژور توپیر لري او درناوی یې د هېواد درناوی دی.

ستانکزي زیاته کړې، چې د ملي بیرغ ورځ یوه مبارکه او د ژمنتیا د نوي کولو ورځ ده.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د زمري اوومه د افغانستان د ملي بیرغ له ملي ورځې سره برابره وه.

غزه؛د اسرائيلو د بريدونو له کبله مرګ‌ژوبله ۶۰ زرو ته ورسېده

0

‏د غزې د روغتيا وزارت وايي چې د اسرائيلو په بریدونو کې د وژل شويو شمېر ۶۰ زره او ۳۴ کسانو ته رسېدلی او ۱۴۵ زره او ۸۷۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د وزارت په وينا، له قربانيانو نيمايي زيات ښځې او ماشومان دي، او يوازې تېره مياشت لږ تر لږه ۱۸۶۰ تر دوو کلونو کم ماشومان وژل شوي دي.

په همدې مهال، د لوږې نړيوال څار سيستم خبرداری ورکړی چې په غزه کې د قحطۍ تر ټولو بد حالت رامنځته شوی دی.

شیخ هبت الله:د احکامو په تطبیق سره د فتنو مخه نیول کېږي؛ خو د فرمانونو نه پلي کېدل اختلاف رامنځته کوي

د طالبانو حکومت مشر، شیخ هبت‌الله اخندزاده، وايي چې په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې هېڅ اختلاف، جګړه یا او یا ډلبازي نه ده شوې.

نوموړي د هرات د علماوو شورا له غړو سره په کندهار کې لیدنه کې وویل چې علما د دین ساتونکي دي او باید د حکومت له لارې شریعت پلی کړي.

هغه زیاته کړې چې د «اسلامي امارت» د احکامو په تطبیق سره د فتنو مخه نیول کېږي، خو د فرمانونو نه پلي کېدل اختلاف رامنځته کوي.

هه‌نګاو:په ایران کې د دوو افغان بندیانو د اعدام حکم عملي شو

د هه‌نگاو د بشري حقونو سازمان سه‌شنبه راپور ورکړی چې د خراسان جنوبي په مرکز بیرجند زندان کې د دوو افغان بندیانو د اعدام حکم عملي شوی دی.

دا کسان د قتل په تور نیول شوي او د ایران د قضایي نظام له‌خوا د اعدام حکم پرې صادر شوی و.

دغه سازمان زیاته کړې چې یوازې د اسرائیل او ایران ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته په یوه میاشت کې لږ تر لږه شپږ افغان اتباع په ایران کې اعدام شوي دي.

محمد اشرف غني:ملي بیرغ د افغانانو د یوالي او اتحاد په ملي سمبول بدل شوی

د هېواد پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د زمري اوومه د ملي بیرغ د ورځې مبارکي ویلې.

ښاغلي غني پر خپلې ایکس‌پاڼې لیکلي: «د زمري اوومه، د ملي بیرغ ورځ دې نېکمرغه وي.»

د یادونې ده چې د زمري اوومه د درې رنګه ملي بیرغ له ملي ورځې سره برابره ده؛ خو افغانستان کې د طالبانو حکومت له بیا واک ته رسېدو وروسته ملي بیرغ ښکته شوی او پر ځای یې هر ډول رسمي ناستو او دفترونو کې د دوی سپین بیرغ اېښودل کېږي.

امرالله صالح:ملي بیرغ د افغان ملت د یوالي سمبول دی

د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح وایي، ملي بیرغ وکولای شول ملت یو موټی کړي.

هغه د بیرغ د ملي ورځې په مناسبت لیکلي، چې خلک د همدې بیرغ تر سیوري لاندې واک کې شریک شول، د خپل برخلیک په اړه یې ژور بحثونه وکړل او له کلي نه تر پلازمینې یې خپل رول پیدا کړ.

د هغه په خبره، د دې بیرغ لپاره سرونه قرباني شول او مزارونه یې پرې وپوښل شول.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې دا بیرغ د افغانستان ویاړ او ملي هویت دی.

د یادونې ده چې جمهوري حکومت کې د زمري اوومه د بیرغ د ملي ورځ په نوم لمانځل کېده.

عراق:تر دې وروسته د نجف هوايي ډګر له لارې افغانان خپل هېواد ته نه راپرېږدو

د عراق د کورنیو چارو وزارت تازه ویلي چې له دې وروسته به افغانان د نجف نړیوال هوايي ډګر له لارې دې هېواد ته د ننوتو اجازه ونه لري.

دا پرېکړه له هغه وروسته شوې چې، د چارواکو په وینا، ګڼ شمېر افغانان د مذهبي زیارت په پلمه عراق ته داخلېږي؛ خو بیا هلته د کار لپاره پاتې کېږي.

د “دجله نیوز” له‌خوا ترلاسه شوي رسمي سند پر بنسټ، دغه بندیز پر هغو افغان کورنیو نه عملي کېږي چې د قانوني بېرته ستنېدو ټکټ ولري.

بارک اوباما:دا هیڅ د توجیه وړ نه ده، چې د غزې خلک له لوږې مړه شي

0

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ویلي، چې د غزې بې‌ګناه خلک باید د لوږې له امله ونه مري.

نوموړي ټینګار کړی چې خوراکي مرستې باید غزې ته پرېښودل شي، ځکه د خوړو او اوبو مخنیوی هېڅ توجیه نه لري.

اوباما همداراز د یرغمل شویو خوشې کول او د اسراییلي پوځ د عملیاتو درول د کړکېچ د حل لپاره اړین بللي.

بل‌خوا، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې غزه کې به د خوړو مرکزونه جوړ کړي او اسراییل باید د مرستو لارې خلاصې کړي.

سویس:د افغان کډوالو د اېستلو لپاره دې د طالبانو له حکومت سره تعامل وشي

سویسي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ځینو سیاستوالو غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره دې د طالبانو له حکومت سره تعامل وشي.

هغوی ویلي، لکه د نورو هېوادونو په څېر، طالب کونسلي چارواکي دې سویس ته ور وبلل شي څو د کډوالو په ایستلو کې همکاري وکړي.

دوی همداراز، د سویس د کډوالۍ ادارې د پرسونل د کابل ته لېږد او زیاتوالي خبره هم کړې ده.

تر دې وړاندې بیا د المان د کورنیو چارو وزیر هم ویلي وو، چې په دې برخه کې د طالبانو حکومت سره تعامل ته اړتیا ده.

امریکا؛په نیویارک کې د یو وسله‌وال برید په نتیجه کې۴ تنه وژل شوي

0

امریکایي پولیس وایي، چې په نیویارک کې یوه ۲۷ کلن وسله‌وال له یوې لوړپوړیزې ودانۍ څخه پر خلکو ډزې کړي، چې له امله یې یو پولیس افسر او ۳ ولسي کسان وژل شوي دي.

دوی ویلي، چې بریدګر له برید وروسته خپل ځان هم وژلی دی.

د پولیسو مشرې جسیکا تیش ویلي، بریدګر د لاس ویګاس اوسېدونکی و او تر اوسه یې د جرم کومه سابقه نه ده موندل شوې.

امریکایي چارواکي وایي، د پېښې د دقیقو لاملونو په اړه څېړنې روانې دي.