جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 355

حامد کرزی:د فلسطین د رسمیت پېژندنې په اړه د برېتانیا پرېکړه ستایم

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د برتانیې د حکومت هغه پرېکړه ستایلې چې غواړي د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپېژني.

کرزي دا دریځ د فلسطیني ولس د تاریخي حقونو په لور یو مهم او ارزښتناک ګام بللی دی.

کرزي دا څرګندونې پر خپله ایکس پاڼه کړي او لیکلي یې دي چې دا اقدام نه یوازې د فلسطین د مظلوم ملت ملاتړ څرګندوي، بلکې د نړیوالو قوانینو او عدالت سره همغږي ده.

نوموړي له نورو لوېدیځو هېوادونو هم غوښتي چې د فلسطین د رسميت پېژندنې پر لور مشابه ګامونه واخلي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر:هیڅ وخت په خپل ګاونډ کې یو ترهګریز دولت نشو منلی

0

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر گیدئون ساعر ویلي چې اسرائیل به د فلسطین په زړه کې د یوه «ترهګریز او جهادي دولت» د جوړیدو اجازه ورنه کړي.

هغه وویل، په اروپا کې د مسلمانانو زیاتوالی د ځینو اروپایي حکومتونو سیاستونه اغېزمن کوي.

ساعر دغه راز زیاته کړې چې اسرائیل به د سولې په نوم د زوال لاره ونه نیسي او خپل امنیت به د نورو هېوادونو د سیاست قرباني نه کړي.

صدیق صدیقي:د طالبانو حکومت د افغانستان کرکټ د تبلیغاتو په توګه استفاده کوي

د افغانستان د وروستي جمهوري نظام د کورنیو چارو مرستیال وزیر صدیق صدیقي ویلي، د طالبانو حکومت اوس د افغانستان د کرکټ اداره په خپله کنټرول کې لري او د خپلو جنايتونو د پټولو لپاره یې کرکټ د تبلیغاتي وسیلې په توګه کاروي.

هغه کابل ته د هندي مبصرینو د راتګ په اړه ویلي، چې دوی یو وخت د طالبانو پر وړاندې مبارزه کې ورسره ملګري وو؛ خو اوس د طالبانو د حکومت ملاتړ کوي.

نوموړي د هندي مبصر له لوري له انس حقاني سره پودکاست ته په اشارې ویلي، چې د هغه ورور د حقاني شبکې مشر دی، چې دا شبکه د القاعدې او پاکستاني استخباراتو (ISI) اړوند ده او په افغانستان کې یې سلګونه ځانمرګي او موټربم بریدونه ترسره کړي، چې بې‌ګناه افغانان او په ځانګړې توګه کابل کې د هند پر سفارت برید هم پکې شامل دی.

ایران؛د افغان کډوالو له را اېستلو وروسته د کار کوونکو له کمښت سره مخ دی

د ایران چارواکو ویلي چې د تهران ښار کې د افغان مهاجرینو د ایستلو له امله د ښار د صفایۍ کارکوونکو شمېر تر ۸۰ سلنې کموالی موندلی دی.

هلته د قراردادي شرکت له ۳۵ کارکوونکو څخه ۳۰ افغان کډوال دي.

راپورونه وايي چې د افغان مهاجرینو په ایستلو سره د ایران په ودانیزو چارو کې هم کارکوونکي کم شوي دي.

د یادونې ده، چې ایران په تېره یوه میاشت کې نږدې یو میلیون افغان کډوال را اېستلي دي.

د برېټانیا پارلمان:بهرني هېوادونه په دې هېواد کې د خلکو او ټولنو د وېرولو هڅه کوي

0

د بریتانیا د پارلمان د بشري حقونو ګډې کمېټې په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې بهرني حکومتونه په دې هېواد کې د خلکو او ټولنو چوپتیا او د دوی وېرول زیات کړي دي.

یادې کمېټې له حکومت غوښتي چې له ځورول شویو سره مؤثره مرسته وکړي او د سیاسي مخالفینو پر وړاندې د بهرنیو دولتونو د ناوړه استفادې مخه ونیسي.

راپور کې ټینګار شوی چې بریتانیا باید د بې‌اساسو قضایي دعوو او انټرپول د ناوړه استفادې پر وړاندې کلک تدابیر ونیسي.

ډونالډ ټرمپ:که د اوکراین جګړه په راتلونکو لسو ورځو کې پای ته ونه رسېده؛ نو پر روسیه به سختې تعرفې ولګوم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ خبرداری ورکړی چې که د لسو ورځو په موده کې د روسیې او اوکراین جګړه پای ته ونه رسېږي، واشنګټن به پر مسکو سختې تجارتي تعرفې ولګوي.

ټرمپ دا څرګندونې د جولای په ۲۹مه له خبریالانو سره خبرو کې وکړې او ویې ویل چې د روسیې له لوري لا هم کوم رسمي غبرګون نه دی ترلاسه شوی.

هغه ویلي، که چیرې پرمختګ ونه شي، نه یوازې روسیه، بلکې هغه هېوادونه به هم له بندیزونو سره مخ شي چې د روسیې صادرات پېرې.

ټرمپ تر دې وړاندې ژمنه کړې وه چې د اوکراین جګړه به په یوه ورځ کې پای ته ورسوي.

ډونالډ ټرمپ:په هند به تعرفې لوړې کړم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ اعلان وکړ چې حکومت به یې له هند څخه پر واردېدونکو توکو ۲۵ سلنه تعرفه ولګوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې هند پخوا تعرفې زیاتې لوړې کړې وې؛ خو اوس چې دی واکمن دی، نو دا ډول کار به ونه زغمي.

دا پریکړه وروسته له هغه اعلان شوه چې د امریکا او هند ترمنځ د نوي سوداګریز تړون خبرې ترینګلتیا ته ولاړې.

امریکا غواړي چې خپل توکي بې‌تعرفې د هند بازار ته ورسیږي.

غزه؛ملګري ملتونه وايي، ښايي د دوی مرستې تور بازار ته تللې وي

0

ملګري ملتونه او غزې ته مرستې لېږونکې ادارې وايي، نه پوهېږي، چې له غزې سره کېدونکې څومره مرسته تور بازار ته تللې.

دوی وايي، لاهم د غزې خلکو سره د شویو مرستو ارقام په واک کې نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې هلته لوږه تر ټولو لوړ حد ته رسېدلې او هره ورځ یو شمېر خلک له لوږې مري.

اوس مهال په غزه کې د یو کیلو اوړو بیه له شپیتو ډالرو اوښتې، چې خلک یې د اخیستو توان نه لري.

روسیه؛۸.۸ درجې زلزلې زیانونه اړولي؛ خو وروستي جزیات لاهم نشته

0

د روسیې په ختیځ کې د کامچاتکا ټاپوګانو شاوخوا سیمه د ۸.۸ درجې زورورې زلزلې ولړزوله، چې د سیمې په تاریخ کې تر ټولو شدیده ثبت شوې زلزله بلل کېږي.

د محلي چارواکو په وینا تر اوسه کومه مرګ‌ژوبله نه ده ثبت شوې، خو ځینې عامې ودانۍ او د ماشومانو پارک ته زیان رسیدلی دی.

بل لورته چارواکو بیا د سوېرو-کوریلسک ښار د بیړنۍ تخلیې امر هم ورکړل شوی دی.

په همدې حال کې امریکا او جاپان کې د سونامي خبرتیا سیسټمونو خبرداری ورکړی چې ښايي دا زلزله تر یو متر لوړې سونامې څپې راولي.

معصوم ستانکزی:ملي بیرغ د سیاسي جریانونو، شرکتونو او موسسو له بیرغونو سره ژور توپیر لري

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس محمد معصوم ستانکزي د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې د یوه هېواد ملي هویت د هغه د ملي سمبولونو له لارې تمثیلېږي او ملي بیرغ د ولس د ګډې ارادې استازیتوب کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې ملي بیرغ د سیاسي جریانونو، شرکتونو او موسسو له بیرغونو سره ژور توپیر لري او درناوی یې د هېواد درناوی دی.

ستانکزي زیاته کړې، چې د ملي بیرغ ورځ یوه مبارکه او د ژمنتیا د نوي کولو ورځ ده.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د زمري اوومه د افغانستان د ملي بیرغ له ملي ورځې سره برابره وه.