پنجشنبه, جون 18, 2026
Home Blog Page 347

پاکستان د تجارتي کسر تر سیورې لاندې؛د پیسو نړیوال صندوق وایي، وارداتو د صادراتو په پرتله د دغه هېواد تجارت سخت زیانمن کړی

0

د پیسو نړیوال صندوق (IMF) تازه ارقام ښيي چې پاکستان کې واردات په چټکۍ سره زیاتېږي، چې دا د هیواد د تجارتي توازن لپاره لوی فشار رامنځته کوي.

د یاد صندوق وړاندوینه ښیي چې د روان مالي کال واردات له ۶۴ میلیارد ډالرو څخه زیات دي، په ۲۰۲۷ کې ۶۶ میلیارد ۸۶ میلیون، په ۲۰۲۸ کې ۷۲ میلیارد ۹۰ میلیون، په ۲۰۲۹ کې ۷۷ میلیارد، او تر ۲۰۳۰ پورې ۸۲ میلیارد ۸۱ میلیون ډالرو ته ورسیږي.

په همدې حال کې، د حکومت هدف د ۲۰۳۰ کال پورې صادرات ۶۰ میلیارد ډالرو ته رسېدل و؛ خو IMF وړاندوینه کوي چې صادرات یوازې شاوخوا ۴۶ میلیارد ډالرو ته رسیږي، چې د وارداتو د زیاتوالي په پرتله ډېر کم دی.

د سډني بونډي ساحل د ډزو پېښه؛پر بریدګر د ترهګرۍ په ګډون ۵۰ تورونه لګیدلي

0

د اسټرالیا پولیسو ویلي چې د سډني د بونډي ساحل د خونړي ډزو په پېښه کې پر ټپي او نیول شوي بریدګر د ترهګرۍ په ګډون شاوخوا ۵۰ تورونه لګېدلي دي.

ځینو راپورونو کې ویل کېږي چې بریدګر پاکستانی دی؛ خو تر اوسه اسټرالیايي چارواکو د هغه تابعیت په رسمي ډول نه دی تائید کړی.

بلخوا د فلپین د پوځ ویاند ویلي، فلپین ته د بریدګرو د سفر پر مهال د ترهګریزې روزنې هېڅ ثبوت نه دی موندل شوی او دا یې رد کړه چې ګوندې فلپین د داعش روزنیز مرکز دی.

د یادونې ده چې په دې برید کې ۱۵ تنه یهودیان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي او دواړه بریدګر د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

د طالبانو حکومت پیښو سره د مبارزې ملي اداره:په هلمند کې د ناچاوده توکو لویه کچه کشف او خنثی شوه

د طالبانو حکومت د پیښو سره د مبارزې د آمادګۍ ملي ادارې د هلمند ولایت، د مارجې ولسوالۍ په یوه عملیات کې د ناچاوده توکو لویه کچه کشف او خنثی کړې.

په دې عملیاتو کې د AREA ماین پاکۍ مؤسسې د QRT-11 تخنیکي ټیم په ملاتړ؛ ۲ د ۸۲mm مرمۍ، ۴ د RPG7 راکټونه، ۶۳ د SPG7 راکټونه، ۱۰ کړۍ Almms ماینونه، ۸ د F1 ګرنیډونه، ۲ د RGP5 راکټونه، ۵ د SPG9 فیوزونه، ۱۵ د F1 ګرنیډ فیوزونه، ۱۱ د ۴۰mm مرمۍ او ۵۰۰ د SAAخنثی کړي.

یادې ادارې ویلي، دا ګامونه د ولسونو امنیت ټینګښت او د ناچاوده توکو له خطرونو د مخنیوي لپاره ترسره شوي دي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت:کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه

د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اړیکو د پراختیا په موخه، د قرغیزستان د سوداګرۍ خونه په کابل کې په رسمي ډول پرانیستل شوه.

د پرانیستې مراسمو کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی، د قرغیزستان د اقتصاد او تجارت وزیر بکیت صدیکوف او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ګڼ شمېر فعالان حضور درلود.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دې سوداګرۍ خونې پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د همکاریو د پیاوړتیا، د تبادلې د پراختیا، د پانګونې د هڅونې او د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د اسانتیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.

عباس عراقچي:امریکا د ایران پر اټومي تاسیساتو برید کې بریالۍ وه؛ خو زموږ هڅې به دوام ولري

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د امریکا او اسراییل په بریدونو کې د ایران ګڼ اټومي تجهیزات ویجاړ شوي دي.

هغه منلې چې امریکا د ایران پر اټومي تاسیساتو په برید کې بریالۍ وه.

عراقچي ټینګار کړی، سره له دې زیانونو د ایران اټومي پروګرام له منځه نه دی تللی او خپل بنسټیز فعالیتونه یې ساتلي دي.

د هغه په وینا، د ایران اټومي ټېکنالوژي وارداتي نه ده او پر کورنیو ظرفیتونو ولاړه ده.

هغه الجزیرې ته ویلي، ایران خپل اټومي پروګرام د خپلو ساینسپوهانو د پوهې پر بنسټ پیل کړی، څو د هر ډول برید په صورت کې تش لاس پاتې نه شي.

ملګري ملتونه:په افغانستان کې د ښځو د کار بندیز پر دوام اندېښمن یوو

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په افغانستان کې د خپلو دفترونو ته د ښځو پر تګ د بندیز پر دوام اندېښنه ښودلې ده.

دغه دفتر ویلي، د ښځینه کارکوونکو د حضور بندیز ۱۰۰ ورځې پوره کړې او د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې دا محدودیتونه ژر تر ژره لېرې کړي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې د ښځو له ګډون پرته اړمنو کسانو ته د حیاتي مرستو رسول ستونزمن دي او دا بندیز د هېواد په ګټه نه دی.

ډونالډ ټرمپ؛د غزې نړیوال ځواک لپاره له پاکستانه د سرتېرو غوښتنه کړې

0

رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې لپاره د نړیوال ځواک د جوړولو په طرحه کې له پاکستان څخه د ځواکونو د استولو غوښتنه کړې ده.

د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر له دې غوښتنې سره ټاکل شوې روانه اوونۍ واشنګټن ته سفر وکړي.

ویل شوي، که پاکستان په دې ځواک کې برخه وانخلي، د ټرمپ له ناخوښۍ سره به مخ شي؛ خو د ځواکونو لېږل به په کور دننه پراخ مخالفتونه هم را وپاروي.

د ایران د سړکونو او ټرانسپورت ادارې مشر:د ایران–افغانستان پر پوله د لاریو ځنډ د ادارو د نه همغږۍ له امله دی

د پاکستان–افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې (PAJCCI) ویلي، د تګ‌راتګ لارو بندېدو د پاکستان سوداګرۍ ته تر دې دمه له ۴٫۵ میلیارد ډالرو زیات تاوان اړولی دی.

د پاکستاني رسنیو په وینا، د کرنې او ودانیزو توکو ورځني صادرات د ۵۰ څخه تر ۶۰ میلیونه ډالرو پورې رسېدل.

یاده خونه خبرداری ورکوي چې که ستونزه حل نه شي، د نارنجو او کچالو موسمي صادرات به د ډسمبر او مارچ ترمنځ نږدې ۲۰۰ میلیونه ډالره نور زیان وویني.

د سوداګرۍ ګډه خونه:د لارو بندېدو پاکستان ته له ۴،۵ میلیارده ډالرو زیات زیان اړولی

د پاکستان–افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې (PAJCCI) ویلي، د تګ‌راتګ لارو بندېدو د پاکستان سوداګرۍ ته تر دې دمه له ۴٫۵ میلیارد ډالرو زیات تاوان اړولی دی.

د پاکستاني رسنیو په وینا، د کرنې او ودانیزو توکو ورځني صادرات د ۵۰ څخه تر ۶۰ میلیونه ډالرو پورې رسېدل.

یاده خونه خبرداری ورکوي چې که ستونزه حل نه شي، د نارنجو او کچالو موسمي صادرات به د ډسمبر او مارچ ترمنځ نږدې ۲۰۰ میلیونه ډالره نور زیان وویني.

ډونالډ ټرمپ؛د ونزویلا حکومت د ترهګرو سازمانونو په لیست کې شامل کړ

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې واشنګټن به پر ټولو هغو تحریم‌شویو نفت‌کشونو بشپړه او کلکه محاصره ولګوي چې ونزوېلا ته داخلېږي او یا ترې وځي.

نوموړي همداراز د ونزوېلا حکومت د «بهرنۍ ترهګرې ډلې» په توګه ونوماوه.

ټرمپ د ټروت سوشیال له لارې ویلي، د ونزوېلا رژیم د امریکا د شتمنیو د غلا، ترهګرۍ، د نشه‌يي توکو او انساني قاچاق له امله د ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوی دی.

د هغه په وینا، امریکا به اجازه ورنه کړي چې کوم هېواد یا حکومت د امریکا ملي ګټې وګواښي او یا یې شتمنۍ په دښمنانه ډول تر خپل واک لاندې راولي.

دا پرېکړه یوه اوونۍ وروسته له هغې اعلان شوه چې امریکايي ځواکونو د ونزوېلا له سواحلو سره نږدې یو تحریم‌شوی نفت‌کش توقیف کړ.