پنجشنبه, جون 18, 2026
Home Blog Page 346

د طالبانو حکومت اقتصاد وزارت:هانکانگ گروپ د افغانستان په کان کیندنه او اوبو مدیریت کې پانګونې ته علاقه ښودلې

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر قاری دین محمد حنیف، د هانکانگ گروپ د رئیس حای یانگ او د هغه د ټیم سره کتلي.

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت د خبر پاڼې له مخې، په دې لیدنه کې حای یانگ د هېواد د امنیت ستاینه وکړه او د پانګونې لپاره د ورکړل شوو اسانتیاوو قدرداني یې کړې.

نوموړي د خپل شرکت په نړیوالو پروژو خبرې کړي چې پکې ودانۍ، سړکونه، پلونه، ښارګوټي، کان کیندنې او صنعتي فعالیتونه شامل دي، او د افغانستان په کان کیندنه او د اوبو مدیریت کې د پانګونې علاقه یې څرګنده کړې.

اسلام اباد کې؛د طالبانو حکومت سفیر د قزاقستان له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو او سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې

اسلام اباد کې د طالبانو حکومت سفیر، سردار احمد شکیب او د قزاقستان سفیر یرژان کسټافین په اسلام آباد کې کتلي.

د سفارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ایز اتصال، سوداګرۍ فرصتونو او لویو پروژو پر پلي کېدو خبرې کړي دي.

ښاغلي شکیب د قزاقستان له ملاتړ څخه مننه کړې او د ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت د ګډې سوداګرۍ د ګټورتیا تمه یې څرګنده کړې.

د قزاقستان سفیر بیا ویلي، چې هېواد یې د افغانستان ثبات، اقتصادي پرمختګ او سیمه ییز اتصال ملاتړ کوي او د همکارۍ دوام ته ژمن دي.

انتونیو ګوترېش:ناسمې تګلارې او د کډوالۍ په اړه غلط معلومات د میلیونونه انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړی چې ناسمې تګلارې او د کډوالۍ په اړه غلط معلومات د ټولنو ترمنځ کرکه او وېش زیاتوي.

نوموړي ویلي، چې دغه کړنې د میلیونونو انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

هغه دغه راز زیاته کړې، کډوالي که سم مدیریت نه شي، د امنیت او فرصت په لټه کې د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې جبري بې‌ځایه کېدنه په نړۍ کې لوړې کچې ته رسېدلې او افغان کډوال د کوربه هېوادونو له زیات فشار سره مخ دي.

هه‌نګاو:ایران په روان میلادي کال کې ۵۲ ښځې اعدام کړي دي

0

د ایران د هه‌نګاو د بشري حقونو سازمان د راپور له مخې، ایران په روان میلادي کال کې لږ تر لږه ۵۲ ښځې اعدام کړې دي چې دا شمېر په تېرو ۲۵ کلونو کې د ښځو د اعدام تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.

د راپور له مخې، وروستۍ اعدام شوې ښځه ۴۰ کلنه راضیه عباسي وه چې د کرج په قزل‌حصار زندان کې یې د اعدام حکم پلی شو.

دغه بنسټ وایي، ډېری ښځې د قتل، نشه‌يي توکو، کورني تاوتریخوالي پر وړاندې د ځان‌دفاع او همداراز د سیاسي او امنیتي تورونو له امله اعدام شوې دي.

هند:افغانستان ته د سرطان درملو، واکسینونو او سي ټي سکن مرستې لېږو

هند یو ځل بیا له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیايي همکارۍ پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د اساسي درملو د اوږدمهاله برابرولو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د هند د روغتیا وزارت د یوې اعلامیې له مخې، د دې هېواد د روغتیا وزیر جګهت پراکاش نډا د طالبانو حکومت د عامې روغتیا له وزیر مولوي نور جلال جلالي سره ګټوره ناسته کړې ده.

په دې لیدنه کې د روغتیايي همکاریو پیاوړتیا او د افغانستان د طبي اړتیاوو د ملاتړ په اړه خبرې شوې دي.

د دغې ژمنې په لړ کې، هند افغانستان ته د سرطان درمل او واکسینونه په سمبولیک ډول وسپارل، چې دا د افغان ولس سره د روان ملاتړ نښه بلل شوې ده.

همداراز یاد وزارت ویلي، چې یوه لویه مرستندویه بسته، چې درمل، واکسینونه او د ۱۲۸ سلایس سي ټي سکن دستګاه پکې شامله ده، هم افغانستان ته لېږل کېږي.

ډونالډ ټرمپ:د ایران اټومي ګواښ مې په بشپړ ډول له منځه وړی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ده تر مشرۍ لاندې حکومت د ایران اټومي خطر له منځه وړی دی.

هغه د خلکو یوې غونډې ته د وینا پر مهال ادعا وکړه، چې د ایران اټومي پروګرام یې شنډ کړی او په غزه کې یې هم جګړه پای ته رسولې ده.

د یادونې ده چې تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ویلي وو چې امریکا د ایران د اټومي تاسیساتو په له منځه وړلو کې بریالۍ وه.

ولسمشر ټرمپ:موږ په ۱۰ میاشتو کې ۸ داسې جګړې درولې، چې چا یې تصور هم نه کاوه

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، په ۱۰ میاشتو کې یې ۸ جګړې درولې او داسې جدي او کوټلی ګام یې اخیستی چې هېچا نه و کړی.

ټرمپ په واشنګټن کې د وینا پر مهال وویل، یو کال مخکې امریکا مړه وه او د ناکامۍ تر پولې رسېدلې وه؛ خو په یوه کال کې چې موږ څه ترلاسه کړي، هغه هېچا نه دي ترلاسه کړي.

هغه یو ځل بیا د پخواني ولسمشر جوبایډن پر پالیسۍ نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې نور د هغه مهال پالیسي پای ته رسیدلې او د عملي کیدو وړ نه ده.

ډونالډ ټرمپ وویل چې هغه ته د فاسد نظام د له منځه وړلو لپاره دروند ولسي واک (مینډېټ) ورکړل شوی او په امریکا کې یې د غیرقانوني تګ راتګ لړۍ بنده کړې ده.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د ځمکې او سمندر له لارې د نشه‌يي توکو راوړل یې ۹۴ سلنه کم کړي دي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون:محمد یوسف کارگر د فیفا د انکشافي او تخنیکي کمېټې غړی شو

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، محمد یوسف کارګر د فیفا د انکشافي او تخنیکي کمېټې افتخاري غړیتوب رسمي سند او کارت د یوې نړیوالې ناستې پر مهال ترلاسه کړ.

په همدې ناسته کې د فیفا مشر جیاني انفانتینو له ښاغلي کارګر سره په لیدنه کې د افغانستان د فوټسال او فوټبال وروستیو بریاوو ستاینه کړې ده.

یاد فدارسیون ویلي، چې په دې ناسته کې د ۲۰۲۶ کال لپاره د فوټبال د پراختیا او تخنیکي پروګرامونو په اړه بحثونه وشول.

د یادونې ده چې محمد یوسف کارګر به تر ۲۰۲۹ کال پورې د فیفا د انکشافي او تخنیکي کمېټې غړی پاتې شي.

د امریکا کانګرس؛پر سوریې د سختو تحریمونو”سزار قانون” دایمي پای ته ورساوه

0

د امریکا کانګرس د ۲۰۱۹ کال «سزار قانون» په لغوه کولو سره د بشار اسد د واکمنۍ پر مهال پر سوریې ټول لګول شوي تحریمونه پای ته ورسول.

دا پرېکړه د امریکا د استازو جرګې وروسته د سنا مجلس له لورې د رایو په اکثریت تائید شوه او تمه ده ولسمشر ټرمپ یې هم لاسلیک کړي.

امریکايي چارواکي وایي، د تحریمونو دایمي لغوه کېدل به جګړه‌ځپلې سوریې ته د بهرنیو پانګونو د بېرته راګرځېدو لاره هواره کړي او د هېواد د اقتصادي بیا رغونې بهیر به چټک کړي.

د سوریې موقت حکومت دا اقدام د پانګوالو د حقوقي اندېښنو د ختمولو لپاره مهم بللی.

محمد محقق: نړۍ د طالبانو پر ضد د کورنۍ جګړې مخالفه ده

د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق وايي، د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو پر ضد د کورنۍ جګړې ملاتړ نه کوي.

هغه د طالبانو له حکومت وغوښتل چې له سخت‌دریځۍ لاس واخلي او معقولو خبرو اترو ته حاضر شي.

محمد محقق ویلي: «نړۍ وايي جګړه مه کوئ. ختیځ او لوېدیځ وايي جګړه مه کوئ. ګاونډیان هم وايي جګړه مه کوئ.»

نوموړي دا څرګندونې د سه‌شنبې په ورځ،د خپل تازه چاپ شوي خاطراتي کتاب د مخکتنې په غونډه کې وکړې.

هغه ټینګار وکړ چې که څه هم ځینې هېوادونه طالبانو ته مالي مرستې کوي، خو نړیواله ټولنه له فکري پلوه له دې ډلې لرې شوې او د طالبانو واکمني په رسمیت نه پېژني.

محمد محقق ادعا کړې چې «طالبان نه پاتې کیږي او تلونکي دي» او زیاته یې کړه چې وروستیو کې سیاسي بهیرونو او ګوندونو په دې برخه کې «متحد دریځ» خپل کړی دی.

محمد محقق یو ځل بیا ویلي، چې هېڅوک د جګړې پلوی نه دي.

هغه له طالبانو وغوښتل چې معقولو او مانادارو خبرو ته چمتو شي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د طالبانو او د هغوی د مخالفینو ترمنځ د خبرو زمینه برابره کړي