چهارشنبه, اپریل 1, 2026
Home Blog Page 332

غزه؛د لوږې له کبله د قربانیانو شمېر ۲۲۷ تنو ته رسېدلی

0

د غزې د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لوږې له امله د دوو ماشومانو په ګډون ۵ نور فلسطینیان مړه شوي چې په دې سره د لوږې د قربانیانو شمېر ۲۲۷ تنو ته رسېدلی، چې ۱۰۳ یې ماشومان دي.

د اسراییل له لوري د مرستو د مخنیوي له امله فلسطینیان له سخت خوراکي کمښت او د بیو له لوړېدو سره مخ دي.

همداراز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي بریدونو له امله ۸۹ فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۵۰۰ نور ټپيان دي.

د جګړې له پیل راهیسې ۶۱ زره او ۵۹۹ فلسطینیان وژل شوي او له ۱۵۴ زره ډېر نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ بنسټ:د طالبانو واکمني کې د خبریالانو پر وړاندې ۵۳۹ د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوي

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ بنسټ واک ته د طالبانو حکومت د رسېدو د څلورمې کلیزې په مناسبت په خپل تحلیلي راپور کې ویلي، له اګست ۲۰۲۱ تر جولای ۲۰۲۵ پورې د طالبانو له لوري د افغان خبریالانو پر وړاندې ۵۳۹ د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوي دي.

د راپور له مخې، د جمهوریت له سقوط او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د بیان ازادي او رسنۍ سختې محدودې شوې.

یاد بنسټ زیاته کړې، چې د طالبانو حکومت له لوري پر خبریالانو جدي بندیزونه لګول شوي دي.

د بشیر هاتف نیول کیدل؛افغان خبریالان او د هاتف مینه وال د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کوي

د ټولنیزو رسنیو ګڼو کارونکو او افغان خبریالانو د شمشاد او ژوند ټلویزیون د خپرونو د پخواني مشر بشیر هاتف نیول کیدل غندلي او د نوموړي نیول یې غندلي دي.

افغان خبریال منیر نوري لیکلي:«مشکل دا دی، نن د خدمت پالیسي اولټه شوې ده څوک چې ملي ګټو ته ژمن وي هغه نیول کیږي.»

عزیزالله لیوال لیکلي:«که دې د ولس او وطن په اړه سپڼ وکړ نيول کيږې»

همدرد صافی وایي، چې بشیر هاتف ژبور او تکړه خبریال دی، ځکه یې نیولی.

نوموړي لیکلي:«هاتف صيب خو ډېر دروند او سنګين انسان دی. ښه تکړه او ژبور ژورنالیست دی ، الله ج دې په خير او خوشخالۍ را خلاص کړي.»

واک ته له رسیدو سره سم د طالبانو له لورې د افغان خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی او زندان ته د اچولو پیښې ډېرې شوي دي.

د ژورنالستانو ټولنه:بشیر هاتف دې ژر تر ژره خوشې شي

د افغان ژورنالستانو ټولنې د شمشاد او ژوندون ټلویزیون د خپرونو د پخواني مشر بشیر هاتف نیول د بیان ازادۍ زندۍ کول او د طالبانو له لورې په رسنیو د محدودیتونو دوام وباله.

دغې ټولنې د طالبانو حکومت څخه وغوښتل چې بشیر هاتف دې ژر تر ژره خوشې کړي.

یادې ټولنې بشیر هاتف خپل مسلک ته ژمن او پیژندل شوی خبریال وباله، او د نوموړي زنداني کیدل یې د ټولو اصولو خلاف عمل وباله.

کارولین لیویت:د ټرمپ او پوتین د آلاسکا ناسته د اوکراین د جګړې پر سر د سمدستي موافقې لپاره نه ده

0

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د جمعې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ په آلاسکا کې ناسته د «اورېدو او ښه درک» لپاره کېږي او د اوکراین د جګړې د ختمولو پر سر د سمدستي موافقې تمه نه کېږي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت ویلي، په دې ناسته کې یوازې د جګړې یو اړخ حضور لري او موخه یې د جګړې د پای ته رسولو د احتمالي لارو ښه ارزونه ده.

ټرمپ به له پوتین سره یوازې مخامخ خبرې وکړي او ممکن وروسته روسیې ته سفر هم وکړي.

دا ناسته په داسې حال کې کېږي چې ټرمپ مخکې ویلي وو، چې د جګړې د ختمېدو لپاره باید د ځینو سیمو پر ورکړه سلا وکړي؛ خو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا وړاندیز د خپل اساسي قانون خلاف بللی.

مارکو روبیو؛له سرګي لاوروف سره د ټرمپ او پوتین د آلاسکا ناستې د چمتووالي په اړه غږېدلی

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین ترمنځ د آلاسکا د ناستې د چمتووالي په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دواړو لورو د ناستې د بریا پر ژمنتیا ټینګار کړی او دا لیدنه د پوتین په وړاندیز کېږي څو د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لارې و ارزول شي.

ټاکل شوې چې دا ناسته د زمري په ۲۴مه ترسره شي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا ناسته د پوتین «شخصي بری» بللی او خبرداری یې ورکړی چې له اوکراین پرته خبرې پایدارې سولې ته نه رسېږي.

هغه ټینګار کړی، روسیه باید لومړی اوربند ومني او د دونباس د سیمې له پرېښودو پرته هېڅ طرحه نه مني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:طالبان په سیستماتیک ډول ښځې ځپي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د بشري حقونو په کلني راپور کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د موندنو له مخې، طالبان ښځې او نجونې په پراخه او سیستماتیکه توګه ځپي، چې دا چارې د ولسي وګړو پر ضد برید بلل کېږي او ښايي «د بشریت پر ضد جنایت» وګڼل شي.

راپور زیاتوي چې د طالبانو له لوري د جګړې اړوند ځینې اعمال د جنګي جنایتونو، د بشریت ضد جنایتونو، یا آن د نسل‌وژنې په توګه یادېدی شي.

نتنیاهو:د ایران خلک دې د ازادۍ لپاره سړکونو ته راووزي او مبارزه دې وکړي

0

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران خلکو ته په پیغام کې ویلي چې دوی له ۴۶ کلونو راهیسې له لومړنیو انساني حقونو محروم دي او د دیکتاتورانو له استبداد او فقر سره مخ دي.

هغه له ایرانیانو غوښتي چې سړکونو ته راووځي، د خپل ځان او خپلو کورنیو د ازادۍ لپاره مبارزه وکړي او خطر ومني.

نتنیاهو ټینګار کړی چې اوس د عمل او د ازادۍ د ترلاسه کولو وخت دی او باید مذهبي واکمنانو ته د ژوند د تباه کولو اجازه ور نه کړل شي.

سیما ثمر:افغانستان یوازینی هېواد دی چې طالبان پکې له دین څخه د بندیزونو لپاره استفاده کوي

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون پخوانۍ مشره سیما ثمر وايي، چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د ښځو، عامو خلکو او بشري حقونو په اړه هېڅ بدلون نه دی کړی.

نوموړې ویلي، چې افغانستان یوازینی هېواد دی چې له دین څخه په دې ډول استفاده کوي.

هغې د اګست ۱۵مه د هېواد د سقوط «توره شپه» یاده کړې او ویلي چې طالبانو د جمهوریت پر مهال هم د دوی تر واک لاندې سیمو کې د هلکانو ښوونځي تړلي وو او هېڅ پرمختګ نه و شوی.

ثمر زیاته کړې، چې د زده کړې او کار پر وړاندې د ښځو او نجونو بندیزونه، او پر ټولنه د «شریعت د پلي کېدو» په نوم نور محدودیتونه، د خلکو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د یادونې ده چې څلور کاله وړاندې د اګسټ ۱۵مه د طالبانو حکومت واک ته ورسېد او د نجونو پر مخ یې د ښونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړلې.

بیړنی خبرطالبانو افغان خبریال بشیر هاتف نیولی

یوې باوري سرچینې حماسه میډیا ته ویلي، چې د طالبانو حکومت د شمشاد او ژوندون ټلویزیون د خپرونو پخوانی مسول او د افغان ژورنالیستانو د ټولنې مرستیال بشیر هاتف نیولی دی.

تردې مهاله د ښاغلي هاتف د نیولو لامل نه دی څرګند؛ خو طالب استخباراتو نوموړی تېر کال هم د څو ساعتونو نیولو وروسته بیرته خوشې کړی وو.