چهارشنبه, اپریل 1, 2026
Home Blog Page 331

ډونالډ ټرمپ:که پوتين د اوکراين سولې ته غاړه کېنږدي، له سختو عواقبو به سره مخ شي

0

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراين کې د سولې له هوکړې سره موافقه ونه کړي، له سختو عواقبو سره به مخ شي.

ټاکل شوې ده ټرمپ او پوتين سبا د الاسکا په ايالت کې د اوکراين د درې نيم کلنې جګړې د پای په اړه خبرې وکړي.

ټرمپ ويلي، که لومړۍ ناسته مثبته وي، ښايي ژر د پوتين او د اوکراين د ولسمشر زلنسکي په ګډون بله درې اړخيزه غونډه هم ترسره شي.

هغه د احتمالي عواقبو جزييات نه دي څرګند کړي.

ولادیمیر زلنسکي؛د ډونالډ ټرمپ سره خبرو کې د جګړې د پای سرې کرښې اعلان کړې

0

د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د امريکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د ويډيويي خبرو پر مهال د جګړې د پای لپاره خپلې سرې کرښې څرګندې کړې دي.

د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون ويلي چې ټرمپ منلې ده چې د ځمکې د هر ډول معاملې خبرې بايد د اوکراين په شتون کې وشي.

زلنسکي د جګړې وروسته د امنيتي ضمانتونو لپاره د ټرمپ له ملاتړ خبر ورکړی او د درې اړخيزې ناستې وړانديز يې کړی دی.

ټرمپ هم خبرداری ورکړی چې که پوتين جګړه ونه دروي، روسيه به له جدي پايلو سره مخ شي.

ټاکل شوې ده چې د ټرمپ او پوتين کتنه د اګست په ۱۵مه په الاسکا کې ترسره شي.

سيګار:طالبان او د ملګرو ملتونو ځينې چارواکي د نړيوالو مرستو په ویش کې تباني کوي

د افغانستان لپاره د امریکا د بيا رغونې ځانګړي څارونکي دفتر (سيګار) ويلي چې طالبان د زور او د ملګرو ملتونو له ځينو چارواکو سره په تباني نړيوالې مرستې د خپلې ګټې لپاره اړوي.

د راپور له مخې، طالبان د مرستندويه ادارو فعاليتونه کنټرولوي، مرستې د زياتره پښتنو سيمو ته اړوي، لږکيو ته د لاسرسي مخه نيسي او له کارکوونکو باج اخلي.

سيګار ادعا کوي چې يو افغان مرستندويه ادارې کارکوونکی د دې موضوع د افشا کولو له امله وژل شوی دی.

د اګست ۲۰۲۱ تر اپرېل ۲۰۲۵ پورې افغانستان ۱۰.۷۲ ميليارده ډالره نړيوالې مرستې تر لاسه کړې چې ۳.۸۳ ميليارده يې د امريکا له خوا ورکړل شوي.

راپور همدارنګه د ملګرو ملتونو د ځينو چارواکو له خوا د قراردادونو په بدل کې د رشوت اخيستو تورونه مطرح کوي.

ملګرو ملتونو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

فصيح‌الدين فطرت:امريکا زموږ له حکومت ځينې غوښتنې لري؛ خو مونږ يې نه عملي کوو

د طالبانو حکومت لوی درستيز فصيح‌الدين فطرت د طالبانو د بيا واکمنېدو د څلورمې کليزې په مناسبت په يوه مرکه کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې او پوځي نندارې په اړه څرګندونو ته په غبرګون کې هغه «بخيل» وباله.

فطرت ویلي، چې د طالبانو حکومت د ۱۵۰ تر ۲۰۰ زرو سرتېرو پوځ جوړوي چې اوسنی شمېر يې بسنه کوي.

نوموړي ادعا کړې چې امريکا د طالبانو له حکومت ځينې غوښتنې لري؛ خو دوی يې نه عملي کوي او له همدې امله واشنګټن ورته ستونزې جوړوي.

هغه ټينګار کړی چې بګرام هېڅ بهرني هېواد ته نه ورکوي او په دې اړه مذاکرات نه کوي.

راپورونه وايي، امريکا د طالبانو له حکومت غواړي چې د ښځو پر وړاندې خپلې تګلارې او د حکومت جوړښت بدل کړي، خو تر اوسه يې د دوی حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.

سميع سادات:افغانان د طالبانو له واکمنۍ ستړي شوي او د سقوط نښې راته نږدې ښکاري

د متحدې جبهې مشر جنرال سميع سادات ويلي چې افغانان د طالبانو له څلور کلنې واکمنۍ ستړي شوي او د دې ډلې سقوط نږدې ويني.

نوموړي ویلي، چې طالبانو له نړۍوالو سره کړې ژمنې نه دي پوره کړې او د مثبت بدلون راوستلو کې پاتې راغلي دي.

د هغه په وينا، د ټرمپ په بيا واکمنېدو سره د طالبانو ضد فعاليتونو ته اسانتياوې برابرې شوې، حال دا چې د بايډن په دوره کې دغه فعاليتونه محدود وو.

سادات زياته کړې چې طالبان لا هم د القاعده شبکې او جنګياليو سره تړاو لري او سيمه په ستراتيژيک رقابت کې ده.

هغه ويلي، امريکا ښايي خپل پخواني متحدين د طالبانو پر ضد پياوړي کړي؛ خو دی يوازې پر امريکا او اروپا تکیه نه کوي او د افغانانو په ځانګړي ډول د ځوان نسل پر هڅو باور لري.

نوموړي اوسنی حالت د افغانانو لپاره د دوزخ په څېر بللی او ټينګار يې کړی چې طالبان لا هم د بشري حقونو درناوي او ټول‌ګډونه حکومت جوړولو شرطونه نه دي عملي کړي.

ملګري ملتونه:افغان نجونې د زده‌کړو برخه کې له تاوتریخوالي سره مخ دي

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې نجونې او ښځې د زده‌کړو او کار پر مهال له تاوتریخوالي او محدودیتونو سره مخ دي.

د دې ادارې د ښځو څانګې د کار زده‌کړې پروګرام پیل کړی څو له پوهنتون فارغو نجونو سره د کاري بازار په موندلو او مسلکي پرمختګ کې مرسته وکړي.

د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته نه دي پرېښې او لسګونه محدودونکي فرمانونه یې صادر کړي دي.

ذبیح الله مجاهد:شیخ هبت‌الله د نجونو د زده‌کړو مخالف نه دی؛ خو غواړي مطمئین شي، چې د نجونو عزت ته زیان ونه رسېږي

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده ویلي، که هر څوک د نجونو ښوونځیو برخه کې د افغان ښځو د عزت په اړه ډاډ ورکړي؛ نو دا ستونزه به ژر تر ژره حل شي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له بي‌بي‌سي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د هبت‌الله اخندزاده فکر د نجونو د زده‌کړو خلاف نه دی؛ خو هغه د افغان ښځو د عزت او عفت لپاره زیاته پاملرنه کوي.

مجاهد دغه راز د قانون په اړه ویلي، چې د دوی حکومت شرعي دی او اساسي قانو ته اړتیا نه لري.

نوموړي همدارنګه د سرپرستې کابینې په اړه ویلي، چې دا د یو مصلحت پر اساس سرپرسته وه؛ خو وزیرانو یې په پوره صلاحیت کار کړی.

محسن داوړ:پښتونخوا د دولت د بې‌غورۍ دروند بار پرې کوي

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ وایي، باجوړ، وزیرستان او د پښتونخوا نورې سیمې د دولت د بې‌غورۍ او شخړو دروند بار وړي.

هغه دولت پوښتلی، چې کله به د پښتنو غږ اوري.

بل‌خوا، د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان شکایت کړی چې د بابړې د خونړۍ پېښې په اړه یې وینا په سنا کې سانسور شوې، او دا کار یې د ازاد پاکستان له دعوې سره په ټکر کې بللی دی.

په همدې حال کې د باجوړ په ماموند سیمه کې د وسله‌والو پر ضد پوځي عملیات روان دي.

د ځایي چارواکو په وینا، د عملیاتو له امله زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې او درې ورځنی ګرځبندیز اعلان شوی، چې سبا پای ته رسېږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت:طالبان لاهم نظامي لیکو ته ماشومان جذبوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال په کلني راپور کې ویلي، طالبان له خپلو رسمي څرګندونو سره برعکس، ماشومان جذبوي او نظامي روزنه ورکوي.

راپور وایي، په ۲۰۲۳ کال کې طالبانو له ۳۴۰ زیاتو ماشومانو ته جګړه‌ییزې او حمایتي دندې سپارلې وې، چې شاوخوا ۳۰ تنه یې په بدخشان کې په یوه نظامي مرکز کې روزل شوي دي.

وزارت د طالبانو له‌خوا د ښځو پر ژوند، بیان ازادۍ، مدني حقونو، او رسنیو باندې سخت محدودیتونه، خپل‌سري نیونې، شکنجه، فزیکي سزاوې، او له قانون پرته وژنې ثبت کړې دي.

ویل شوي، طالبانو په ولایتونو لکه پنجشېر، کندز، کابل، خوست، فاریاب، او نورو کې ملکیان او پخواني دولتي کسان وژلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:طالبان د خلکو د جبري تري تم کېدو او خپل‌سرو نیونو مسوول دي

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د جمعې ورځ رخصتي اعلان کړه.

له یاد وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې که څه هم دا ورځ رخصت دی؛ خو دوی یې بیا هم ځکه عمومي رخصتي اعلانوي، چې د اسد له ۲۴مې سره برابره ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا رخصتي د دولتي او خصوصي سکتورونه لپاره ده او دغه راز بهر کې مېشت افغانان هم باید په دې ورځ د دوی واک کې قونسلګریو ته لاړ نه شي.