چهارشنبه, اپریل 1, 2026
Home Blog Page 329

احمد مسعود:د بهرنیو په مرسته د افغانستان د بدلون تصور ناسم دی

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د جمهوري نظام د رانسکورېدو د څلورم کال په مناسبت د ملي مقاومت د عالي شورا په غونډه کې وویل، چې د بهرنیو په مرسته د افغانستان د بدلون تمه ناسم تصور و.

هغه ټینګار وکړ، چې یوازینۍ لاره مبارزه ده او باید د هېواد د برخلیک په وړاندې بې پروا پاتې نه شو.

مسعود طالبان د مشروعیت له مخې ناکام وبلل او هغوی یې د دین له معیارونو سره مخالف وګڼل.

نوموړي طالبانو ته وړاندیز وکړ، چې د مخالفو علماوو سره دې د دیني بحث لپاره کیني او که قانع شول، باید له شیخ هبت‌الله خپل بیعت واخلي.

نوموړي همداراز د طالبانو د نورو مخالفو ډلو کړنې هم تر پوښتنې لاندې راوستې او ژمنه یې وکړه، چې په راتلونکو میاشتو کې به د خپلو څلورو کلونو فعالیتونه وارزوي.

ولادیمیر پوتین:له ټرمپ سره رغنده خبرې وشوې

0

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، له امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې رغنده او ژورې خبرې کړې دي.

د ده په وینا، د خبرو اصلي موضوع اوکراین جګړه، د سولې امکان او د مسکو ـ واشنګټن اړیکو عادي کېدل وو.

پوتین هیله ښودلې چې تفاهم به جګړه پای ته ورسوي او ټینګار یې کړی چې اروپایي هېوادونه دې د سولې د هڅو خنډ نه ګرځي.

ډونالډ ټرمپ:له پوتین سره لاهم یو شمېر برخو کې هوکړې ته نه یو رسېدلي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ولادیمیر پوتین سره تر لیدنې وروسته ویلي، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي باید د جګړې د پای ته رسولو لپاره له مسکو سره هوکړې ته چمتو شي.

ټرمپ فاکس نیوز ته په یوه مرکه کې زیاته کړې، چې له پوتین سره یې لیدنه ګټوره وه او په ډېری مواردو کې یې هوکړه کړې؛ خو تر اوسه کوم رسمي تړون نه‌دی شوی.

ټرمپ ویلي، د تړون لپاره باید ناټو او اوکراین هم موافق وي او دی به له زېلېنسکي او ناټو سره اړیکې ونیسي.

د ټرمپ په وینا، پوتین د جګړې د پای ته رسېدو هیله لري او امکان شته چې ډېر ژر په مسکو کې بله لیدنه هم ترسره شي.

ولسمشر ټرمپ دغه راز ویلي، چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ هم د ښو اړیکو هیلې راپیدا شوې دي.

د طالبانو حکومت:د څلور کلنې واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې جرمونه ۲۵ سلنه راکم شوي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، د دوی د څلور کلنې واکمنۍ پر مهال د جرمونو په کچه کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، که څه هم د جنايي جرمونو بشپړ له منځه وړل ناشوني دي؛ خو د کشف په برخه کې یې پرمختګ کړی دی.

بل لورته د کابل یو شمېر اوسېدونکي بیا ټینګار کوي، چې لا هم د غلو له وېرې په ځینو سیمو کې د شپې تګ راتګ نه شي کولای.

هغوی وایي، د جرمونو پېښې اوس د طالبانو له ډاره په خواله رسنیو کې نه خپرېږي.

استاد سیاف:د طالبانو حکومت باید لمنځه یوړل شي

جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف د ملي مقاومت شورا په غونډه کې د طالبانو حکومت له مخالفو لوریو غوښتي، چې د طالبانو پر وړاندې یو موټی شي.

هغه ویلي، د یو نظام د پرځولو اصلي علت یووالی دی او باید دوی یووالی خپل کړي.

نوموړي زیاته کړې، وخت را رسېدلی، چې د طالبانو حکومت ړنګ کړل شي.

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار:غني د اجماع په رامنځته کیدو کې پاتې راغی، خو صادق شخص وو

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار مک ماسټر افغانستان انټرنشنل ته په مرکه کې ویلي، چې حامد کرزی د ای اېس ای د ګمراه کوونکو تبلیغاتو تر اغېز لاندې و او کریم خرم ورته معلومات انتقالول.

هغه ویلي چې حامد کرزی د ځینو دسیسو ښکار شوی و.

نوموړي پخوانی ولسمشر اشرف غني صادق او علمي شخصیت بللی؛ خو ویلي یې دي چې هغه سیاسي اجماع نه شوه رامنځته کولی او د متحده ایالاتو د فشار له امله د طالبانو سره د واک وېش منلو ته چمتو نه و.

مک ماسټر ویلي چې له همدې امله امریکا د غني پر ضد له طالبانو سره یو ځای شوه او له هغوی سره یې همدردي څرګنده کړه.

نوموړي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی استازی د شخصي اجنډا په درلودلو تورن کړ او د ډېورنډ پر فرضي کرښه یې د وسله والو د خوندي ځایونو یادونه وکړه.

امیرخان متقي:مونږ تېرو څلورو کالونو کې څلوېښت سترې لاسته راوړنې لرو

د طالبانو حکومت د واکمنۍ د څلور کلونو پوره کېدو سره، د دې حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د جمعې په ورځ د لویې جرګې په خېمه کې په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې دوی په ټول هېواد کې “اسلامي شریعت” پلی کړی او ۴۰ لویې لاسته راوړنې لري.

متقي ادعا کړې، چې د دوی له‌خوا په ۳۴ ولایتونو او ۴۰۰ ولسوالیو کې اسلامي قوانین نافذ شوي، ظلم، قومي تبعیض، شخصي زندانونه او خپلسرې محکمې له منځه وړل شوي او امنیت په ټوله کچه ټینګ شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د بښنې له اعلان سره، د غچ اخیستنې سیاست پای ته رسېدلی او افغانستان اوس یو متحد هېواد دی چې مرکزي حکومت لري.

هغه همداراز د داعش او نورو وسله‌والو ډلو د ځپلو، د نشه‌يي توکو کښت د صفر ته راټیټولو او د روږدو درملنې یې هم مهمې لاسته راوړنې بللي.

متقي وایي، د اداري فساد، اختلاس او رشوت پر ضد هم “جدي مبارزه” شوې ده.

کریم خرم:پاکستان ته د خپلواکۍ د مبارکي ورکول کوم منفي پیغام نه لېږدوي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خرم پر اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د ۱۴ اګست په مناسبت د ط..البانو او د دوی مخالفو ډلو له خوا د پاکستان د ازادۍ مبارکي هیڅ ستونزه نه لري؛ خو ځینو کسان پاکستان د مغلي امپراتورۍ مشروع وارث بللی، چې دا د تاریخ تحریف او د هند او افغانستان قباله اسلام‌اباد ته سپارل دي.

خرم پاکستان او اسراییل د برېتانوي استعمار د زوال په مهال جوړ شوي هېوادونه بللي او وايي، د شوروي ضد جهاد وروسته پاکستان د مغلي امپراتورۍ وارث بلل پیل کړل، څو خپلې توسعې ته مشروعیت ورکړي.

هغه زیاتوي، دا هڅې اوس هم دوام لري او پاکستان هڅه کوي د امریکا په تېره بیا ټرمپ پام د معدني زیرمو او د ترهه ګرۍ ضد همکارۍ له لارې ځان ته راواړوي.

ملګري ملتونه:په افغانستان کې د ښځو د حقونو ناورین د عادي کېدو پر لور روان دی

‏د طالبانو حکومت د بیا واکمنېدو څلورمې کلیزې په درشل کې، د ملګرو ملتونو د ښځو د برابرۍ ادارې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي، چې پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه اوس د خلکو د ورځني ژوند برخه ګرځېدلي او هېڅ محدودیت نه‌دی لرې شوی.

هغې دا د ښځو د حقونو تر ټولو ستر نړیوال ناورین وباله چې مخ په عادي کېدو روان دی.

فرګوسن ټینګار وکړ، چې ۴۰ سلنه افغان ښځې لا هم د بدلون هیله لري او نړۍواله ټولنه باید د هغوی د بنسټیزو حقونو او اقتصادي ونډې ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۸۰ سلنه نجونې له زده‌کړو، کار او روزنیزو فرصتونو بې‌برخې دي چې د هېواد اقتصاد ته به تر ۲۰۲۶ کال پورې نږدې ۹۲۰ میلیونه ډالر زیان ورسوي.

یاد سازمان ویلي چې افغانستان کې ښځې په کابینه او سیمه‌ییزو جوړښتونو کې هیڅ ګډون نه‌لري.

د دې سازمان په وینا، د ایران او پاکستان څخه د ۱.۷ میلیونه کډوالو جبري ستنېدل، چې ډېری یې ښځې او نجونې دي، د ناورین ژورتیا ډېره کړې ده.

د شیخ هبت‌الله نوی حکم:د کابینې غړو ته نور د سرپرست کلیمه مه کاروئ

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده د څلورمې کالیزې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې تر دې وروسته دې وزیران او کابینه د سرپرست کلیمه نه کاروي.

هغه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دوی په راتګ پنځوس کلن اشغال پای ته ورسېد او افغانان د ښه امنیت خاوندان شول.

نوموړي له خپلو چارواکو غوښتي، چې له ولس سره ښه رویه وکړي.

هغه دغه راز د فلسطین خلکو ته هم دعا کړې.