چهارشنبه, اپریل 1, 2026
Home Blog Page 327

خیبر پښتونخوا؛د سیلابونو له امله ۳۲۳ کسان مړه او ۱۵۰ تري تم دي

په خیبر پښتونخوا کې د وروستیو سېلابونو او سختو ورښتونو له امله ۳۲۳ کسان مړه شوي او ۱۵۰ نور تري تم دي؛ خو د ټول د پاکستان په کچه بیا د مړو شویو کسانو شمېر ۶۵۷ ته رسېدلی دی.

چارواکي وايي، د ژغورنې عملیاتو لپاره پوځ پنځه الوتکې او یو نیم میلیارده پاکستانۍ روپۍ ځانګړې کړې دي.

په ګلګت بلتستان کې هم سېلابونو زرګونه کسان له ستونزو سره مخ کړي، لارې تړلې دي او د برېښنا، اوبو او مخابراتو خدمات ټکني شوي دي.

چارواکي وايي، سږکال ورښتونه د تېر کال پرتله ۶۰ سلنه زیات شوي او تر سپټمبر پورې د زیاتېدو احتمال لري.

آصف دراني:طالبان پیاوړي دي او بهر مېشتي مخالفین ورته ګواښ نه شي جوړولی

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي آصف دراني ویلي، طالبان دا مهال پیاوړي دي او د بهر مېشتو مخالفینو له لوري ورته کوم جدي ګواښ متوجه نه دی.

هغه له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، راتلونکی به وښيي چې پاکستان د طالبانو بدیل جوړوي او که نه؛ خو په اوس وخت کې داسې څه نه تر سترګو کېږي.

دراني ټینګار کړی چې طالبان باید د ټولو ګډونه حکومت جوړېدو موضوع حل کړي او د افغانستان خلکو ته حساب ورکوونکي وي.

نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو دننه غړي منضبط دي او که څه هم ځینې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو مخالف دي، خو په ښکاره یې نه وایي.

دی وايي، د طالبانو دننه د قیام احتمال شونی دی؛ خو دا موضوع روښانه نه ده.

اسماعیل میاخېل:د زلمي خلیلزاد لخوا غیرطالب سیاستوالو ته د تاوتریخوالي غوښتونکي ویل یو ډېره نامسوولانه خبره ده

د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون پخواني مشر، اسماعیل میاخېل ویلي، هېڅوک نشي هېرولی چې پاکستان یو وخت طالبانو ته پټنځایونه ورکړل او د بېرته راتګ زمینه یې ورته برابره کړه چې له امله یې ټوله سیمه اغېزمنه شوه.

میاخېل زیاتوي، هر هغه نوښت چې غیرطالب سیاستوالو ته د راټولېدو او سیاسي جوړښت فرصت برابر کړي، یو مثبت ګام دی، ځکه افغانان د داسې یوه سیاسي بهیر مستحق دي چې د ټول ملت ونډه په کې وي، نه د یوې تندلارې ډلې استبداد.

نوموړي د زلمی خلیلزاد څرګندونې “نامسوولانه” بللې، ځکه خلیلزاد غیرطالب سیاستوال د تاوتریخوالي غوښتونکي بللي دي.

د میاخېل په وینا:«د حیرانتیا خبره خو دا ده چې د دوحې ناکام او بدنام تړون لاسلیکوونکی او د سولې په نامه د افغانستان د سقوط معمار، ښاغلی خلیلزاد چې طالبان یې یو وخت ترهګر خو تر ننه ورسره اړیکې‌ پالي او لابي ورته کوي، دغه کار ماشومانه بولي. دی پرته له دې چې پټ ضمایم روښانه کړي د خپلو شخصي عقدو له امله هره مبارزه او هڅه چې د طالب په تاوان وي، تر پوښتنې راولي او هغه تحریموي.»

هغه دغه راز ویلي، که خلیلزاد پر بین‌الافغاني خبرو باور درلود؛ نو باید لومړی کس وای چې د هر هغې کړنې هرکلی یې کړی وای چې د ملي خبرو اترو او جوړجاړي فرصت په کې وي.

میاخېل ټینګار کوي چې هره هڅه او لاره چې پر طالبانو فشار راوړي او هغوی د بین‌الافغاني خبرو اترو مېز ته کېنوي، د ستایلو ده.

مولانا فضل‌الرحمن:که د افغانانو پانګې له پاکستاني بانکونو وایستل شي، دا به پاکستان ته په زیان تمام شي

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل‌الرحمن خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو شړل به د اسلام‌اباد او کابل پر اړیکو منفي اغېز وکړي.

نوموړي په یوه ناسته کې ویلي چې د پاکستان حکومت باید د افغان کډوالو د بېلابېل درجو ترمنځ توپیر وکړي او له هېواده د افغان پانګه‌والو او محصلینو په ایستلو کې باید ډډه وکړي.

هغه زیاته کړې چې که د افغانانو پانګې له پاکستاني بانکونو وایستل شي، دا به د پاکستان په ګټه نه وي.

ټاکل شوې چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د روان کال د سپتمبر له لومړۍ نېټې پیل شي.

امرالله صالح:که د خلیلزاد څخه امریکایي تابعیت واخیستل شي؛ نو چارې یې د کابل د اتمې ناحېې رئیس ته ورته دي

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، کله ناکله باید د هغو نژادپالو او سپین‌پوستو کسانو استدلالونه جدي ونیول شي، چې د مهاجرت او ادغام پر منفي اړخونو نیوکه کوي.

هغه زلمي خلیلزاد ته په اشارې ویلي، که څه هم نوموړی د ملګرو ملتونو سفارت په څېر لوړو پوړیو ته ورسېد، خو بیا هم له خپل بومي ذهنیت څخه نه و وتلی او هڅه یې کوله چې د شخصي عقدو پر بنسټ له اشرف غني څخه غچ واخلي.

صالح زیاتوي، که له خلیل‌زاد څخه د امریکا تابعیت واخېستل شي، شاید د ارزګان خیالي کرکټر “کاکو نظر محمد” هم ترې زیات تدبیر ولري.

فضل محمود فضلي:امریکا ته د عاصم منیر وروستي دوه سفرونه د ستراتیژیکو بمونو د بازار موندنې لپاره وو

د چارو ادارې پخوانی رییس فضل محمود فضلي وایي، واشنګټن ته د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر دوه پرله‌پسې وروستي سفرونه د نوو نیابتي ستراتېژیکو بمونو د بازارموندنې لپاره شوي دي.

ښاغلی فضلي وايي چې د دغو بمونو د سوداګریزو موادو تولید پیل شوی او د همدې اګست میاشتې په پای کې به یې لومړنی نندارتون په اسلام‌اباد کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې امریکا ویلي، چې پاکستان سره به د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې ګډه همکاری وکړي.

ډېوه پتنګ:طالبان او د جمهوریت ډیری مشران د ښځو د حقوقو اړوند یو ډول نظر لري

د افغان مېرمنو د برخې فعاله ډيوه پتنګ وايي، طالبان په ښکاره د ښځو د تعليم او فعاليتونو پر وړاندې مخالفت کوي؛ خو بايد حقيقت ومنو چې زموږ په ټولنه کې ډېر نارينه چې ځانونه ډيموکرات ګڼي، هم د خپلو ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي.

هغه زياتوي، د پخواني ولسمشر اشرف غني او حامد کرزي پرته د احمدشاه مسعود، عطا محمد نور، عبدالله عبدالله، محمد محقق او اسماعيل خان په شان جهادي او سياسي مشرانو تر اوسه خپلې ښځې رسنيو ته نه دي راویستي او د ښځو د حقونو د دفاع لپاره يې اقدام نه دی کړی.

هغې لیکلي:«د ښاغلي ولسمشر غني او ښاغلي پخواني ولسمشر کرزي پرته ايا تر اوسه پورې د احمدشاه مسعود، رباني، عطا محمد نور، عبدالله عبدالله، محمد محقق، اسماعيل خان او داسې نور جهادي او سياسي مشران مو ليدلي چې خپلي ميرمنې يې رسنيو ته راباسلې وي او يا په اوسنيو حالاتو کې د ښځو حقونو څخه د دفاع لپاره راوتلې وي؟
نو بيا ولې له طالب څخه د دې کار تمه ولرو؛ ځکه طالب خو په ښکاره مخالفت اعلان کړی، اما دغه پخواني سياسيون نه مخالفت کوي او نه عمل؛ نو په دې اساس د دوی ذهن له طالب هم بدتره دی.»

نوموړې ټينګار کوي چې ستونزه يوازې طالبانو کې نه ده، بلکې د ټولنې نارينه د ميرمنو د تعليم، کار او فعاليت مخالفت لري او دا وضعيت به تر هغه وخته دوام وکړي چې د نارينه وو فکر او مفکوره بدله نشي.

د طالبانو حکومت د برېښنا شرکت:د اوزبېکستان د انرژۍ وزیر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی کابل ته راغلي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د برېښنا شرکت اعلان کړی چې د اوزبېکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی عصمت‌الله ایرګاشیف کابل ته په رسمي سفر راغلي دي.

دوی د امارتي شرکتونو د رییس احمدجان بلال او د برېښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رییس عبدالباري عمر سره لیدلي دي.

په نږدې شیبو کې تمه ده چې د افغانستان برېښنا شرکت او د اوزبېکستان استازي د څلورو مهمو پروژو تړونونه لاسلیک کړي.

خیبرپښتونخوا؛کوهاټ کې نامعلومو وسله‌والو اووه تنه وژلي

0

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې اووه تنه د نامعلومو وسله‌والو لخوا په ډزو وژل شوي دي.

پولیس وايي، وژل شوي کسان چې عمرونه یې له ۱۷ تر ۳۱ کلونو پورې ښودل شوي، د ټنډه بند له لیدو را ستنېدل، چې ناڅاپه پرې وسله‌والو ډزې وکړې.

تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسوولیت نه دی منلی.

د پاکستان حکومت هم د وژل شویو کسانو هویت نه دی څرګند کړی.

حامد کرزی:پښتونخوا او بلوچستان کې د سیلاب ځپلو خلکو په درد دردمن یم

پخواني ولسمشر حامد کرزي په پښتونخوا او ګلګت کې د سیلابونو له امله خلکو ته په اوښتې مرګ‌ژوبلې خواشیني ښودلې.

کرزي ویلي، چې دی د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د تسلیت مراتب شریکوي.

د یادونې ده، چې هلته د وروستیو سیلابونو له امله تر ۳۵۰ ډېر کسان ووژل شول او ګڼ شمېر نو ټپیان شول.