چهارشنبه, اپریل 1, 2026
Home Blog Page 326

بدخشان؛د کورني تاوتریخوالي له کبله یو ۱۵ کلن هلک ځان‌وژنه کړې

ځایي سرچینې وایي، چې بدخشان کې یو تنکي ځوان ځان‌وژنه کړې.

د معلوماتو له‌مخې، پېښه د کشم په ولسوالي کې رامنځته شوې.

یاد هلک ۱۵ کاله عمر درلود او د خپل پلار له لوري له ده سره د سخت چلند له امله یې ځان ځوړند کړی.

د سیمې ځایي طالب مسولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اوتونبایوا:د افغان راستنېدونکو د ژوند ژغورلو لپاره بېړنۍ مرستو ته ضرورت دی

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا په افغانستان کې، د هرات د اسلام‌قلعه بندر ته د خپل سفر پر مهال له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو سره د لیدنې پر وخت، له نړیوالې ټولنې څخه د عاجلو مرستو غوښتنه کړې.

نوموړې ټینګار کړی چې تر ټولو زیات زیان ماشومان او ښځې ویني، ځکه چې د هغې په وینا، د هغوی د خدمتونو لاسرسی ډېر محدود دی.

آغلې اوتونبایوا له مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل چې د افغان راستنېدونکو ستونزې هېرې نه کړي او په وینا یې د دې موضوع له پامه غورځول د خلکو د مرګ لامل کېدای شي.

ټي‌ټي‌پي:جنوبي وزیرستان کې خپل یو غړی د دیني عالم د وژنې په تور په ډزو وژلی

0

په جنوبي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله‌والو خپل یو غړی د یوې عامې محکمې په ډول د خلکو پر وړاندې په ډزو وژلی دی.

دغه کس د سیمې د یو دیني عالم په وژلو تورن شوی و.

یاد دیني عالم، مولانا سناالله، څو ورځې وړاندې هغه مهال په ډزو ووژل شو چې ښوونځي ته پر لاره روان و.

د سیمې خلکو دغه پېښه د ټولنې پر دیني او تعلیمي فضا دروند ګوزار بللی دی.

ټي‌ټي‌پي ویلي، چې د هر چا د ناوړه اعمالو پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي او سزا ورکوي.

طالبانو؛په کندز کې د بهرنی سیلانۍ د ځورولو په تور یو کس نیولی

د طالبانو حکومت په کندز ولایت کې هغه کس نیولی چې یوه بهرنۍ سیلانۍ یې په باسیکل ځورولې وه.

دغه نیول شوی شخص “الهام” نومېږي.

د امر بالمعروف وزارت ویاند، سیف خیبر، ویلي چې نوموړی په غیر اخلاقي توګه د یوې بهرنۍ باسیکل سورې سیلانۍ د ځورولو هڅه کړې وه.

دی زیاتوي چې الهام د لومړنیو تحقیقاتو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته د قانوني تعقیب لپاره سپارل شوی دی.

ډونالډ ټرمپ:که زلنسکي وغواړي کولای شي چې د اوکراین جګړه ژر پای ته ورسوي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اوکراین جګړه یوازې هغه وخت پای ته رسېدای شي چې کی‌یف له ناټو سره ونه‌نښلي.

نوموړي د اروپايي مشرانو او د اوکراین د ولسمشر، ولودیمیر زلنسکي، له لیدنې مخکې په خپله ټولنیزه شبکه کې لیکلي: «هیڅکله به اوکراین ناټو سره ونه‌نښلي. ځینې شیان هېڅکله نه بدلېږي.»

زلنسکي، چې واشنګټن ته تللی، ټینګار کړی چې د جګړې دایمي او عادلانه پای غواړي او ویلي یې دي چې اوکراینیان د خپل هېواد د دفاع لپاره جګړه کوي.

تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ له ولادیمیر پوتین سره په الاسکای کې لیدلی و او پوتین د دونتیسک غوښتنه کړې وه.

خو د اوکراین مشرتابه د خاورې د هر ډول مبادلې مخالفت کړی او ټینګار کوي چې هېڅ قلمرو به ونه‌سپاري.

احمد الشرع:هیله لرم، چې له کُرد وسله والو سره له نښتو ډډه وشي

0

د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع هیله څرګنده کړې چې د امریکايي ملاتړه کُردي ځواکونو سره له پوځي نښتو ډډه وشي.

هغه ویلي، کُرد مشرانو مخکې د دولت تر چتر لاندې د یووالي چمتووالی ښودلی و؛ خو اوسنۍ کړنې یې برعکس دي.

الشرع زیاته کړه چې ترکیه او امریکا د دې هوکړې سوله‌ییز حل غواړي.

د خوړو نړیوال سازمان:افغانان به د ژمي له رارسېدو سره سم، بې‌سارې لوږې سره مخ شي

د خوړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې افغانستان د ژمي له رارسېدو سره له بې‌ساري لوږې سره مخ کېږي.

دې ادارې ویلي، مالي امکانات نه لري چې ۱۵ میلیونه اړمنو ته مرسته ورسوي.

د یاد سازمان مشر جان ایلیف ویلي، وچکالي، د نړیوالو مرستو کمښت او د مهاجرو جبري بېرته‌راستنېدل د خوارځواکۍ ستونزه زیاته کړې.

نوموړی زیاتوي، راتلونکو شپږو میاشتو کې ۵۳۹ میلیون ډالرو ته اړتیا لري؛ خو تر اوسه یوازې ۱۵۵ میلیونه ډالر ترلاسه شوي.

پاکستان؛اسلام اباد ته د ورتلونکو افغانو سیاسي څېرو نوملړ خپور شوی

اسلام اباد کې د افغانانو د غونډې لپاره د ګډونوالو ځینې سرچینو یو نوملړ خپور کړی، چې پکې د ښځو حقونو فعالان او د ځینو سیاسي ګوندونو استازي شامل دي.

په دغه نوملړ کې، نرګس نهان، معصومه خاوري، فوزیه کوفي، حبیب الرحمان حکمتیار، میرویس ناب، نصیر اندېشه، شينكۍ كړوخيل، قهرمانه کاکړ، بلقيس احمدي، سيما نوري، اثار حیکمي، مجيب الرحمن رحيمي، ادريس زمان، يأسا، زهرا حسيني، ډاکټر پتوني تايشمن، نبيله مصلح او حاجي الماس شامل دي.

غونډه به د اګسټ په ۲۵مه او ۲۶مه په اسلام اباد کې ترسره شي.

پاکستان تر اوسه رسمي څه نه دي ویلي؛ خو رسنیو یې تایید کړې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دې غونډې سخت مخالفت کړی او پاکستان یې د طالبانو مخالفو ته په ملاتړ تورن کړی.

شاه‌محمو میاخېل:پاکستان غواړي د افغانستان حاکمه او مخالفې ډلې تر خپل کنټرول لاندې وساتي

جمهوري حکومت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د پاکستان په کوربتوب د افغان سیاستوالو، د ګوندونو استازو او ښځو د غونډې مخالفت کړی او ویلې یې دي چې اسلام‌اباد غواړي د افغانستان حاکمه او مخالفې ډلې تر خپل واک لاندې وساتي.

نوموړي د دغې غونډې ګډونوال بې‌باوره، بې‌نفوذه او د پاکستان د استخباراتي لوبو وسیلې بللي دي.

میاخېل خبرداری ورکړی چې دا ډول هڅې د افغانستان د ملي ګټو پر ضد دي.

تر دې وړاندې بیا د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم یاده غونډه “قصدي پارونه” بللې ده.

ټاکل شوې، چې دا د اګست په ۲۵مه او ۲۶مه په اسلام‌اباد کې جوړه شي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال:د افغان کډوالو له اېستلو ایران کې د کاري ځواک کمښت رامنځته شوی

د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال، علي‌اکبر پورجمشیدیان وايي، د افغان مهاجرو له اخراج وروسته د دغه هېواد په ځینو ولایتونو کې د کاري ځواک کمښت رامنځته شوی.

نوموړي ویلي، له اخراج وړاندې په ایران کې له ۶.۵ میلیونه ډېر افغانان مېشت وو، چې دوه میلیونه یې بې‌مدرکه ول.

هغه ټینګار کړی چې بې‌مدرکه افغانان باید وایستل شي، خو هغه کسان چې داوطلبانه وتلي، کولی شي له قانوني اسنادو سره بېرته ایران ته لاړ شي.

د خراسان رضوي د مهاجرو چارو مشر، جعفر سیدآبادي ویلي، هره ورځ ۳ تر ۴ زره افغانان د دوغارون له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

د یادونې ده، چې د روان کال له پیله تر اوسه ۸۴۴ زره افغانان له دغه لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.