چهارشنبه, اپریل 1, 2026
Home Blog Page 325

حامد کرزی:که د بهرنیو له مداخلو خلاصون غواړو، باید ملي تفاهم ولرو

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت مبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده، چې ازادي د ملي ځواک په اتحاد، تعلیم او سولې کې ده او ټول افغانان باید په ګډه د یو روښانه راتلونکي لپاره کار وکړي.

ښاغلي کرزي ویلي، چې د بهرنیانو له مداخلې د خلاصون لپاره ملي تفاهم ته اړتیا ده.

د یادونې ده، چې نن د اسد ۲۸مه د خپلواکۍ د بیرته ګټلو ۱۰۶مې کلیزې سره برابره ده.

ملا عبدالحق وثیق:د «اسلامي امارت» پر وړاندې هیڅ ځواک د ودریدو جرات نه شي کولای، ځکه یو قوي نظام لرو

د طالبانو حکومت د استخباراتو رییس ملا عبدالحق وثیق د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې ویلي، چې «اسلامي امارت» یو پیاوړی نظام دی او هېڅوک یې پر وړاندې د ودریدو جرات نه شي کولای.

ښاغلي وثیق ویلي چې نظام یې د اسلامي نظام او شریعت تطبیق ته ژمن دی او هېچا ته به په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه ور نه کړي.

ملا عبدالحق وثیق خبرداری ورکړ هر هغه څوک چې د افغانستان د نیولو فکر لري باید د تېر تاریخ مطالعه وکړي او د نورو یرغلګرو له برخلیک څخه عبرت واخلي.

قاري فصیح الدین:د خپلواکۍ ورځ داسې مهال لمانځو، چې هېواد مو په بشپړه توګه خپلواک دی

د طالبانو حکومت د پوځ لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې د لمانځغونډې په مراسمو کې ویلي: «دغه ورځ داسې مهال لمانځو، چې هېواد مو په بشپړه توګه خپلواک دی.»
ښاغلي فطرت وویل چې په تیرو کلونو کې د «اشغال» تر سیوري لاندې د خپلواکۍ ورځ لمانځل کیده.

د خپلواکۍ په ورځ د طالبانو حکومت اعلامیه:نوی نسل باید له تېرو بریو مثبته زدکړه وکړي

د طالبانو حکومت د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت ویلي چې نوی نسل باید د خپلو تېرو بریو پر پل قدم کېږدي او مثبته زده کړه ترې وکړي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په تېره یوه پېړۍ کې د درېیو سترو زبرځواکو ماتول لومړی د الله ج احسان او بیا د ولس د ایماني هوډ او غېرت څرګندونه کوي.

اعلامیه کې راغلي، اوس باید د شریعت پابندي وشي او ټول بري د الله احسان او نصرت وبلل شي.

معصوم ستانکزی:۱۰۶ کاله وروسته هم افغانستان له سخت کړکېچ سره مخ دی

جمهوري حکومت کې ‏د افغان سولې د مذاکراتي پلاوي مشر او د ملي دفاع پخواني وزیر محمد معصوم ستانکزی وایي، دا ۱۰۶ کاله وړاندې د افغانستان د خلکو د ژوند یو نوی فصل پیل شو، چې ازادۍ، د علم رڼا او د ملت وقار یې رامنځته کړ.

د هغه په خبره، ۱۰۶ کاله وروسته، هېواد له سخت کړکېچ سره مخ دی او د علم دروازې د هېواد د بچیانو پر مخ تړل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې له ناپوهۍ سره مبارزه د ریښتینې ازادۍ لار ده.

سمیع سادات:افغانستان ۱۰۶ کاله وروسته هم پوره ازادي نه لري

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات وايي، په ۱۹۱۹ کال کې د شاه امان‌الله خان په مشرۍ افغانستان له انګلستان څخه خپله ازادي تر لاسه کړه؛ خو بیا د ملایانو او انګریزانو په مرسته دغه ازادي له منځه ولاړه.

نوموړی وايي، اوس، ۱۰۶ کاله وروسته هم افغانستان نه بشپړ استقلال لري او نه هم بشپړ آزاد دی.

د هغه په خبره، شاه امان‌الله خان موږ ته درې رنګه ملي بیرغ او دا درس پرېښود چې استقلال په زور ترلاسه کېږي او ازادي د ځواکمنې اردو په مرسته ساتل کېږي.

نوموړی زیاتوي، چې د آزادۍ لپاره د افغانانو مبارزه لا هم روانه ده.

د زمري ۲۸مه؛د خپلواکۍ د ترلاسه کولو ۱۰۶مه مو مبارک شه!

حماسه میډیا د افغانستان ویاړلي ولس ته د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۶مې کلیزې مبارکي وایي.

د زمري ۲۸مه یوازې یوه نېټه نه ده، بلکې د آزادۍ، یووالي او ملي ویاړ ژوندی سمبول دی.

دا ورځ د هغو اتلو مبارزینو د قربانیو یاد تازه کوي چې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره یې حماسه جوړه کړه.

حماسه میډیا هیله لري چې ټول افغانان د سولې، یووالي او ابادۍ په لور ګډ ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د روښانه راتلونکي په هیله!

د زمري ۲۸مه؛د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو ۱۰۶مې کلیزې سره برابره ده

نن سې شنبه د زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۶مه کلیزه ده.

دغه ورځ هغه مهال ملي ورځ وګرځېده، چې د وخت شاه غازي امان الله خان په ۱۲۹۸ لمریز کال کې د انګریزانو د استعماري واک ټغر ټول کړ او هېواد یې د خپلواکۍ نوې مرحلې ته داخل کړ.

له هماغې راپدېخوا، د زمري ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو په نوم پېژندل کېږي او هر کال د هېواد په کچه په ځانګړو مراسمو او د ویاړ نندارو سره نمانځل کېږي.

سږ کال که څه هم د طالبانو حکومت دغه ورځ رسمي رخصتي اعلان کړه؛ خو په هېواد کې پر ملي بیرغ بندیز لګېدلی او هیچاته د دغې ورځې د نمانځلو اجازه نه ورکول کېږي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر:د کال تر پای د ستنوونکو افغانانو شمېر دوه میلیونو ته رسېږي

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱.۲ میلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

هغه زیاته کړې چې اوس مهال په ایران کې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان ژوند کوي او اټکل کېږي چې تر کال پای پورې د ستنوونکو افغانانو شمېر دوه میلیونو ته ورسېږي.

تر دې وړاندې نوموړي ویلي وو، چې د افغانانو له تلو وروسته، ایران کې د کار قوه کمه شوې.

شهباز شریف:د کابینې د یوې میاشتې معاشونه به د خېبرپښتونخوا سېلاب ځپلو ته ورکړل شي

0

په پاکستان کې د سختو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو د مرستې لپاره د لومړي وزير شهباز شریف په مشرۍ غونډه کې پرېکړه شوې چې د مرکزي کابینې غړي به د خپلې یوې میاشتې تنخواوې خېبرپښتونخوا سېلاب ځپلو ته ځانګړې کړي.

شهباز شریف ویلي چې د مرستې او رغونې په چارو کې باید د ایالتي او مرکزي حکومت توپیر مطرح نه وي، بلکې د خلکو ژغورنه او د سیمو بیارغونه باید لومړیتوب ولري.

د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله په پاکستان کې لږ تر لږه ۶۶۰ کسان مړه شوي چې زیاتره تلفات، ۳۹۲ تنه، په خېبرپښتونخوا کې رامنځته شوي دي.