سه شنبه, مې 19, 2026
Home Blog Page 325

په خیبر پښتونخوا کې؛د ځانمرګي برید مسؤلیت ټي‌ټي‌پي پر غاړه واخیست

0

په پاکستان کې د ناامنۍ له زیاتېدو سره هممهاله، د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډلې د خیبر پښتونخوا په یوه پوځي روزنیز مرکز د ځانمرګي برید مسؤلیت منلی دی.

د راپورونو له مخې، په دې برید کې ۱۷ پوځي او ۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

دا برید وروسته له هغه وشو چې د پاکستان پوځ په افغانستان کې د TTP پر ځینو مرکزونو، په ځانګړي ډول د کابل او پکتیکا په سیمو کې، هوایي بریدونه وکړل.

د طالبانو حکومت د پاکستان دا هوایي بریدونه تأیید کړي او د احتمالي عواقبو خبرداری یې ورکړی دی.

په همدې مهال، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې پوځ به “ترهګر تر افغان خاورې پورې تعقیب کړي.”

په لومړي وزیر نریندر مودي د ساګاریکا غوث نیوکه؛ستاسې حکومت خو د طالبانو د ښځو ضد ذهنیت سره شریک نه دی؟

وروسته له هغې چې د هند پارلمان غړې ساګاریکا غوث په لومړي وزیر مودي نیوکه وکړه چې ولې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي خبرې غونډې کې د هند ښځینه خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې او دا یې خپل کلتور ته سپکاوی بللی.

د هند پارلمان دغه غړې پر خپل اېکس پاڼې له مودې پوښتلې چې: «د ښځو د حقونو ملاتړ باید یوازې ټاکنیز شعار نه وي »
په ورته وخت کې د کابل پخواني والي احمدالله علیزي هم د هند حکومت څخه غوښتې چې طالبان وهڅوي چې د افغان میرمنو حقوقو ته ژمن پاتې شي او په سیاسي او ټولنیز بهیر کې یې ملاتړ وکړ.
ښاغلي علیزي په خپل ایکس کې لیکلي چې د یو ډیموکراتیک هیواد په توګه باید د افغان میرمنو او ماشومانو د ملاتړ په برخه کې باید ښکاره دریځ ونیسي.

خیبر پښتونخوا؛په کرم کې د پاکستاني پوځ هوايي برید کې د طالبانو قومندان قاسم او شپږ ملګري وژل شوي

0

د خیبر پښتونخوا د کرم په مرکزي ولسوالۍ کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو هوايي برید کې د پاکستاني طالبانو د یوه مهم قومندان قاسم په ګډون د هغه شپږ نږدې ملګري وژل شوي دي.

د خراسان ډایري د راپورونو له مخې، وژل شویو کسانو کې ابودردا، قاري صدیق او عبیده (چې اصلي نوم یې باز نظیر و) شامل دي.

عبیده د ډلې شاعر او د قومندان قاسم نږدې ملګری بلل کېده.

د امنیتي سرچینو په وینا، دغه برید د وروستیو نښتو وروسته شوی چې پکې ۱۱ پاکستاني سرتېري وژل شوي وو.

رویټرز:د ډونالډ ټرمپ روغتيايي حالت له خپل عمر ۱۴ کاله ځوان ښودل شوی

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه طبي راپور ښيي چې هغه د عمر له پلوه په “استثنايي” روغتیا کې دی، او د زړه عمر یې د اصلي عمر په پرتله ۱۴ کاله ځوان ښودل شوی.

د رویټرز د راپور له مخې، ۷۹ کلن ټرمپ د امریکا دوهم تر ټولو زوړ ولسمشر دی؛ خو د وروستیو معایناتو پایلې ښيي چې د هغه زړه، عصبي او فزیکي وضعیت ښه دی.

ټرمپ چې وزن یې ۱۰۲ کیلوګرامه او قد یې ۱۹۰ سانتي‌متره ښودل شوی، د لوړ کولیسټرول د کنټرول ترڅنګ لا هم منظم ورزش کوي.

راپور زیاتوي، ټرمپ به د یکشنبې په ورځ منځني ختیځ ته سفر وکړي.

خیبر پښتونخوا؛په کوهاټ کې وسله‌والو د ګمرک دوه کارکوونکي وژلي

0

د خیبر پښتونخوا د کوهاټ په ولسوالۍ کې وسله‌والو د ګمرک دوه کارکوونکي وژلي دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د اصلي لویې لارې په ټول‌پلازه کې شوې، چې پکې وسلوالو د ګمرک مامورین په نښه کړي.

پولیس وایي، برید کوونکي د پاکستاني طالبانو له ډلې سره تړاو لري، او له برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

د پېښې سیمه د امنیتي ځواکونو له‌خوا کلابنده شوې او د برید کوونکو د نیولو لپاره لټون روان دی.

محمد عمر داودزی:د پاکستان لخوا د افغانستان ارضي تمامیت نقض کول، جګړه پاروونکې ګامونه دي

د کورنیو چارو پخواني وزیر او د افغانستان د ژغورنې ملي مجمعې اجرایي مشر محمد عمر داودزي ویلي، د یوه هېواد له‌خوا د بل هېواد پر بشپړتیا تېری د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه او د جګړې د رامنځته کېدو لامل کېدای شي.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې له یوې لسیزې راپدېخوا پاکستان په پرله‌پسې توګه د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تېري کوي، او دا لړۍ اوس د هېواد تر پلازمېنې کابل پورې رسېدلې ده.

داودزي د کابل او پکتیا پر وروستیو هوایي بریدونو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې دغه کار د ښه ګاونډیتوب او نړیوالو اصولو خلاف دی.

هغه زیاته کړه: «موږ دا منو چې په بریدونو کې هېڅ افغان ته ځاني او مالي زیان نه دی اوښتی، خو دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي او بې‌باورۍ د زیاتېدو سبب ګرځي.»

محمد عمر داودزي له افغان چارواکو او د پاکستان له پوځې مشرانو وغوښتل چې د اړیکو د اوږدې مخینې په پام کې نیولو سره دا ستونزه د خبرو له لارې حل کړي، څو افغانان نور د جګړې او کړاوونو ښکار نه شي.

افغانستان او بنګلدېش؛نن د یو ورځنۍ لوبلړۍ دویمه سیالي ترسره کوي

0

د افغانستان او بنګلدېش کرېکټ لوبډلې نن د یو ورځنۍ لوبلړۍ په دویمه سیالۍ کې مخامخېږي.

د افغان کرېکټ بورډ په وینا، دا لوبه به نن د شنبې په ورځ د کابل پر وخت د مازیګر څلور نيمو بجو په شاوخوا کې پیل شي.

افغان لوبډلې د درې لوبو په دې لړۍ کې لومړۍ سیالي په ښه توپیر ګټلې او هڅه کوي د نننۍ بریا له لارې د لوبلړۍ ګټونکې شي.

خیبر پښتونخوا؛په ډیره اسماعیل خان کې د برید پړه یوې نااشنا ډلې منلې

0

د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د برید پړه یوې نااشنا ډلې منلې.

د “تحفظِ امارتِ اسلامي فورس” په نوم یوې نوې او تر دې مخکې ناپېژندل شوې وسلوالې ډلې د ډیره اسماعیل خان د پولیسو پر روزنیز مرکز د برید مسؤلیت منلی دی.

د دې ډلې یو کس چې ځان یې “مفتي ابوالخالد عثماني” معرفي کړی، په یوه خپاره شوي بیان کې د برید پړه منلې ده.

تر دې وړاندې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) لومړنۍ پړه منلې وه؛ خو وروسته یې له برید څخه لاس واخیست.

تر اوسه د دغه نوي نوم لرونکې ډلې د جوړښت، مشرتابه او اړیکو په اړه نور جزئیات نه‌دي خپاره شوي.

امریکا؛په ټېنېسي ایالت کې د پوځي مهماتو په فابریکه کې زورورې چاودنې ۱۹ تنه نادرکه کړي

0

په امریکا کې د ټېنېسي ایالت په یوه پوځي مهماتو جوړوونکې فابریکه کې د جمعې سهار سخت انفجار شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۹ تنه نادرکه شوي دي.

د امریکایي چارواکو په وینا، امکان شته چې دغه کسان وژل شوي وي، خو تر اوسه د پېښې کره لامل نه دی څرګند شوی.

چارواکو ویلي، د چاودنې د څرنګوالي او د مرګ‌ژوبلې د کره شمېر معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.

د اوربند له اعلان وروسته؛زرګونه فلسطینیان خپلو ورانو شوو کورونو ته ستنېږي

0

د غزې اوسېدونکي د نوي اوربند له اعلان وروسته خپلو ورانو شوو کورونو ته ستنېږي.

د رویټرز د راپور له مخې، زرګونه بې‌ځایه شوي فلسطینیان د اسرایيلي ځواکونو له شا تګ وروسته د غزې په بېلابېلو برخو کې خپلو سیمو ته د ستنېدو په حال کې دي؛ خو ډېری سیمې لا هم د جګړې له امله سختې ویجاړې شوې دي.

د راپورونو له مخې، د خلکو اوږده کتارونه د نړېدلو ودانیو او کنډوالو له منځه تېرېږي.

یاد اوربند د اسراييل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل وروسته دوهم دی، او ویل کېږي چې موخه یې د بشري مرستو د رسولو او د ملکي خلکو د لنډمهالې ساه اخیستو زمینه برابرول دي.