چهارشنبه, اپریل 29, 2026
Home Blog Page 321

زلمی خلیلزاد:افغانان د ګاونډیانو د ګواښونو له امله هم امریکا سره ښې اړیکې غواړي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی پخوانی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي چې کابل او واشنګټن به د اړیکو له پیاوړتیا ګټه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړې چې افغانان د ګاونډیو هیوادونو د ګواښونو له امله هم له امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

د هغه په وینا، د زندانیانو او برمته شویو کسانو موضوع د دواړو خواوو ترمنځ مهم خنډ دی چې ژر حل یې حیاتي ارزښت لري.

وال سټریټ ژورنال:د ټرمپ د حکومت چارواکي د طالبانو له حکومت سره د بګرام پوځي حضور په اړه خبرې کوي

وال‌سټریټ ژورنال وایي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې یو شمېر چارواکي د طالبانو حکومت سره د بګرام هوايي اډې د بیا محدود پوځي حضور په اړه خبرې کوي.

سرچینې وایي، د ټرمپ وروستۍ څرګندونې چې غواړي بګرام بېرته ترلاسه کړي، ښايي د یوې پراخې ډیپلوماتیکې هڅې برخه وي، څو د طالبانو له حکومت سره اړیکې عادي شي.

راپور زیاتوي چې دا خبرې د امریکا د ځانګړي استازي ادم بوهلر په مشرۍ روانې دي او پکې د بندیانو د تبادلې، احتمالي اقتصادي تړون او امنیتي همکارۍ موضوعات هم شامل دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال پرون ویلي و، د افغانانو په تاریخ کې بهرنۍ پوځي هستۍ د منلو وړ نه ده او دا موضوع د دوحې په تړون کې هم په کلکه رد شوې ده.

قطر:د طالبانو حکومت له زندان څخه ازاده شوې بریټانیوي جوړه دغه هېواد ته رسېدلې

قطر د طالبانو د حکومت له لوري د یوې بریټانیوي جوړې د خوشې کېدو منځګړیتوب تایید کړ.

دغه جوړه دوحې ته رسېدلې او ټاکل شوې لندن ته ولاړه شي.

د قطر د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د طالبانو حکومت او بریټانیا د رغنده همکاریو ستاینه کړې او ویلي چې د بشري ارزښتونو او د ژوند ژغورنې لپاره د منځګړیتوب هڅې دوام لري.

نوموړي زیاته کړې، د قطر منځګړیتوب ښايي زیانمن شي؛ خو له منځه نه ځي.

احمد شریف چودري:د پاکستان نا امني کې هندي افسران او افغان کډوال ښکېل دي

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ادعا کړې چې بې‌اسناده افغان کډوال او هندي پوځي افسران د پاکستان دننه په خونړیو بریدونو کې لاس لري.

هغه ویلي، کره اسناد لري چې ګڼ افغانان په ترهګریزو او ورانکاره کړنو کې ښکېل دي.

چودري زیاته کړې، هند په پاکستان کې د بریدونو د تنظیم په برخه کې منظم فعالیت کوي او هندي افسران په دغو بریدونو کې ښکېل دي.

هغه همداراز ویلي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په پاکستان کې د امریکايي وسلو کارول زیات شوي دي.

د طالبانو حکومت او نوي ډیلي چارواکو تر دې وړاندې د پاکستان دا ډول تورونه په کلکه رد کړي دي.

عبدالقهار بلخي:د قطر په منځګړیتوب افغانستان کې بنديان بریتانوي اتباع خوشې شول

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي اعلان کړی چې د دوو بریتانوي اتباعو، پیټر او باربارا رېنولډز، د قضایي پروسې له بشپړېدو وروسته نن له بند څخه خوشې شول.

بلخي ټینګار کړی چې «اسلامي امارت» د اتباعو قضایاوې له سیاسي یا معاملاتي زاویې نه، بلکې یوازې د قانون په چوکاټ کې څېړي.

هغه زیاته کړې چې هیله ده د اتباعو د مسایلو په برخه کې، په ځانګړي ډول د قونسلي خدمتونو وړاندې کول، له سیاسي ملاحظاتو پرته ترسره شي او افغانانو ته په هر ځای کې اړین خدمات ورسېږي.

هغه همداراز د قطر د منځګړیتوب او رښتینو هڅو مننه کړې، چې د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لنډزي سره یو ځای کابل ته راغلي وو او یاد بریتانوي اتباع بېرته ور وسپارل شول.

بشیر احمد ته‌ینج:د بګرام د بېرته نیولو یوازینۍ لاره د دوستم مرسته ده

د حزب جنبش ملي لوړپوړي غړي بشیر احمد ته‌ینج ویلي چې د بګرام هوايي اډې د بېرته ترلاسه کولو یوازینۍ لاره د مارشال عبدالرشید دوستم په مرسته ممکنه ده.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې غواړي له طالبانو نه د بګرام اډه بېرته واخلي.

ته‌ینج ویلي چې د دوستم په مشرۍ د همکارانو په هڅو سره د بګرام او افغانستان د آزادۍ زمینه برابریږي.

خو د هغه دا خبرې د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو یوازې خیال بللی دی.

لیزا کورټېس:د بګرام د بیا نیولو په اړه د ټرمپ څرګندونې خندونکې دي

د سپینې ماڼۍ پخوانۍ چارواکې لیزا کورټېس د بګرام د بیا نیولو په اړه د ټرمپ څرګندونې خندونکې بللې دي.

هغې ویلي، طالبان به هېڅکله امریکايي ځواکونو ته د بېرته ستنېدو اجازه ورنه‌کړي.

کورټېس زیاته کړې چې طالبان شل کاله له امریکا او ناټو سره وجنګېدل او دا ناشونې ده چې اوس د بګرام لپاره دروازې پرانېزي.

هغې ویلي، د ټرمپ لومړۍ ادارې په دوحې تړون کې د ۲۰۲۱م د مئ تر میاشتې د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه کړې وه او په تړون کې د بګرام د پاتې کېدو هیڅ یادونه نه ده شوې.

ټرمپ تازه ویلي چې د بګرام د بېرته ترلاسه کولو هڅه کوي.

فضل محمود فضلي:د بګرام اډې په اړه پټې معاملې د شرم وړ دي

د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي د بګرام په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونو په اړه ویلي، چې هر ډول پټې معاملې د شرم وړ دي.

ټرمپ د بګرام اډې د بیا نیولو خبرداری ورکړی او هغه یې ستراتیژیک ځای بللی دی.

د طالبانو حکومت ویلي، ټرمپ د معاملې له لارې بګرام بېرته غواړي، خو دوی به نظامي حضور ونه مني.

راپورونه ښيي چې ټرمپ د مارچ راهیسې د بګرام د بیا نیولو په اړه له خپلو امنیتي چارواکو سره خبرې کوي.

رایلي مور:د ټرمپ د بګرام د بېرته نیولو پلان د امریکا د امنیتي ګټو لپاره مهم دی

د امریکا د استازو جرګې غړي رایلي مور د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه هڅې ستایلي چې غواړي د افغانستان بګرام هوايي اډه بېرته د واشنګټن تر کنټرول لاندې راولي.

مور د نیوزمکس یوې مرکې کې ویلي، د بګرام ستراتیژیک موقعیت او د امریکا پخواني لګښتونه دا ایجابوي چې اډه باید بېرته ترلاسه شي.

هغه ټینګار کړی چې د دې مرکز له لاسه ورکول یوه ستره تراژیدي وه، ځکه امریکا میلیاردونه ډالر او د ګڼو کسانو ژوند د همدې ځای د ساتلو لپاره قرباني کړي وو.

بګرام چې د امریکا تر ټولو لوی پوځي مرکز و، په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د طالبانو حکومت لاس ته ولوېد.

ټرمپ تازه ویلي چې د دې اډې د بېرته ترلاسه کولو هڅې کوي او د چین د پولې نږدې والی یې د ده په پلان کې مهم رول لري.

سي‌ان‌ان:ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې د بېرته ترلاسه کولو هڅې پيل کړي

سي‌ان‌ان ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېرو میاشتو کې په پټه د ملي امنیتي چارواکو څخه غوښتي چې د بګرام هوايي اډې د بېرته ترلاسه کولو لارې چارې ولټوي.

راپور کې راغلي چې د دغې موضوع په تړاو خبرې اترې لږ تر لږه د مارچ له میاشتې راهیسې روانې دي.

د سي‌ان‌ان په خبره، ټرمپ باور لري چې بګرام د څو دلیلونو له مخې ستراتیژیک اهمیت لري چې د چین څارنه، د افغانستان د نادره منرالونو لاسرسی، د داعش پر ضد د عملیاتو د مرکز جوړول او ښایي د یوه دیپلوماتیک مرکز بیا پرانیستل پکې شامل دي.