پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 319

د امیرعلي شیر نوایي د مجسمې د نړیدو وروسته؛ازبکان وایي حقوق یې خوندي نه دي

د افغانستان د ازبکانو د حقونو ملاتړو پر ازبک چارواکو غږ کړی چې د طالبانو له واکمنۍ څخه درس واخلي.

دوی ویلي د امیر علي شیر نوایي د مجسمې نړول د طالبانو د فرهنګي او قومي ځپنې نښه ده.

د اعلامیې له مخې، په افغانستان کې ازبکان د اجباري بې‌ځایه کېدو، سیاسي څنډې ته کولو او د ژبې او دودونو د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د طالبانو په نوم د “همکارۍ” تګلاره د ټولې ترکي نړۍ لپاره خطرناکه پایلې لرلی شي.

میدان وردګ؛چک ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له کبله ۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طبیعي پېښو د مدیریت اداره وايي، د میدان وردګ د چک ولسوالۍ په سلطان‌پور سیمه کې نن د هاوان د ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ماشومان له ښوونځي څخه خپلو کورونو ته روان وو.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په مختلفو سیمو کې ګڼو خلکو ته ناچاوده مرمۍ مرګ ژوبله اړولې.

برېتانیا؛بیلابېلو ښارونو کې د کډوالو ضد لاریونونه ترسره شوي

0

د برېتانیا بېلابېلو ښارونو کې نن د کډوالو ضد لاریونونه شوي دي.

راپورونه وايي چې په دې لاریونونو کې په ځانګړي ډول د افغان، ایراني او اریترېايي پناه‌ غوښتونکو پر ضد شعارونه ورکړل شوي.

په بریستول کې د لاریون کوونکو او د نژادپالنې ضد فعالانو تر منځ نښتې هم شوې چې له امله یې پولیسو د تاوتریخوالي ضد وسایل کارولي او څو تنه نیول شوي دي.

د برېتانیا کورنیو چارو وزارت ویلي، سوله‌ ییز اعتراض د خلکو حق دی، خو نژادپال شعارونه او تاوتریخوالی د منلو نه دي.

صحرا کریمي:زلمی خلیلزاد نه غواړي چې د طالبانو مخالفین یو ګام هم واخلي

د افغان فلم پخوانۍ رییسه صحرا کریمي وايي، زلمی خلیلزاد په هیڅ صورت نه غواړي چې د خپلې هغې پروژې، چې افغانستان یې طالبانو ته سپارلې؛ په وړاندې خنډ شي.

نوموړې وايي، هغه هر نوښت او هڅه چې د طالبانو مخالفین یې وکړي، استخباراتي پروژه بولي او ردوي یې.

د هغې په خبره، اوس ټولو ته واضح شوې چې خلیلزاد د جمهوریت سقوط او د طالبانو په واکمنۍ کې مهم رول لري.

صحرا کریمي زیاتوي، افغان ښځې نه یوازې له طالبانو سره مبارزه کوي، بلکې د خلیلزاد د شومې پروژې پر ضد هم مبارزه کوي.

ننګرهار؛د شپږو کسانو د وژنې په تور د یوې ښځې په ګډون پنځه تنه نیول شوي

د ننګرهار د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، د سلطان‌پور په سیمه کې د شپږو تنو د وژنې په تور پنځه کسان نیول شوي دي.

حماد زیاته کړې چې دغو کسانو څو ورځې مخکې په سلطان‌پور سیمه کې د سره رود ولسوالۍ شپږ غړي وژلي دي.

نوموړي دغه راز ویلي، نیول شویو کسانو خپل جرم منلی او ډېر ژر به د عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.

په نیول شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده.

د طالبانو حکومت:بې‌سرپرسته ماشومان، ممنوع‌الخروج کسان او مجرمین پاسپورټ نه‌شي ترلاسه کولی

د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست اعلان کړی چې هغه کسان به پاسپورټونه ترلاسه نه شي کولی، چې یا حقوقي سرپرست نه‌لري، یا د دوی له لوري ممنوع‌الخروج ګرځول شوي، او یا هم په محکمه کې مجرم پېژندل شوي وي.

یاد ریاست د شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، هغو ماشومانو ته چې حقوقي سرپرست یې نه‌وي، پاسپورټ نه ورکول کېږي.

اعلامیه کې راغلي، هغه کسان چې د بایومټریک یا “بیف” سیسټم له لارې ممنوع‌الخروج ثابت شوي وي، هم له پاسپورټ اخیستلو محروم دي.

د طالبانو حکومت: د جمعې ورځ نږدې ۱۷۰۰ افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي

‏د طالبانو حکومت وایي، شاوخوا ۱۷۰۰ افغان کډوال د جمعې په ورځ له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

ویل شوي چې دغه کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، پل ابریشم او اسلام‌قلعه له لارې هېواد ته داخل شوي او ورسره مرستندویه توکي هم وېشل شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ د سپټمبر راهیسې تر اوسه له ایران او پاکستان څخه له څلور میلیونو ډېر افغانان بېرته راستانه شوي دي.

په ورته وخت کې یو شمېر کډوال شکایت کوي چې ورسره شوې مرستې کافي نه دي او له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

سویسي رسنۍ:د طالبانو حکومت یو شمېر دیپلوماتان جینوا ته رسېدلي

یو شمېر سویسي رسنیو د دغه هېواد د کډوالۍ چارو د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې څو ورځې مخکې څلور افغان ډیپلوماټان جینیوا ته رسیدلي دي.

د راپورونو پر بنسټ، د دغه سفر موخه هلته د هغو افغان کډوالو پېژندنه ده چې له ډيپورټ یا را استولو سره مخ دي.

دغه چارواکي زیاته کړې چې د سویس او د طالبانو حکومت اړیکې پېچلې دي؛ خو دلته د سویس خلکو ساتنه مهمه ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، له دغه هئیت وروسته به دوی وکړای شي، چې د را اېستو له ګواښ سره مخ افغانان په ښه ډول خپل هېواد ته واستوي.
لاهم د یادو ډيپلوماتانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

ایران:د طالبانو حکومت د هلمند د اوبو تړون ته ژمن نه دی

یو ایراني چارواکي د طالبانو حکومت له لوري د هلمند د اوبو تړون د نه عملي کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ایران د حق‌ابې د ترلاسه کولو لپاره به فشارونه زیات کړي.

د ایران د اوبو چارو مرستیال وزیر، محمد جوان بخت ویلي چې سږکال یوازې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه مترمکعب اوبه ایران ته رسېدلي، په داسې حال کې چې د تړون له مخې افغانستان باید هر کال ۸۲۰ میلیونه مترمکعب اوبه ورکړي.

د طالبانو حکومت بیا د سیمې د وچکالۍ یادونه کوي او ټینګار کوي چې د تړون عملي کېدو ته ژمن دي.

ریچارډ بنټ:د جزا پر نړیوالې محکمې د امریکا بندیزونه د افغانستان په اړه د څېړنو مخه نیسي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنټ د نړیوالې جزایي محکمې پر چارواکو د امریکا بندیزونه غندلي دي.

نوموړي پر اېکس لیکلي چې دغه بندیزونه د محکمې خپلواکي په نښه کوي او د افغانستان په اړه د څېړنو مخه نیسي.

بنټ ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه څېړنې د عدالت لپاره حیاتي دي او باید بندیزونه لغوه شي.

هغه زیاته کړې چې د امریکا دغه ګام د عدالت پر وړاندې خنډ جوړوي او نړیوال ملاتړ له خپلواکو قضایي بنسټونو سره خورا مهم دی.