پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 318

ایران:سیستان او بلوچستان کې مو شپږ ترهګر ووژل

0

د ایران استخباراتي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد په سوېل ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت کې یې د ترهګرو یوه ډله له‌منځه وړې ده.

دغه سیمه د پاکستان له پولې سره نږدې پرته ده.

د چارواکو په وینا، په عملیاتو کې د یادې ډلې شپږ غړي وژل شوي او دوه نور ژوندي نیول شوي دي.

دوی زیاته کړې چې دا عملیات د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي او د سیمې د امنیت د ټینګښت په موخه ترسره شوي دي.

شمالي کوریا؛د هوايي دفاع نوي توغندي ازمایلي

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ خبر ورکړی چې دغه هېواد نوي هوايي دفاعي توغندي ازمویلي، او دا ازموینه د مشر کیم جونګ اون تر نظارت لاندې شوې ده.

راپور زیاتوي چې دا نوې سیستمونه د بې‌پیلوټه الوتکو او کروز توغندیو پر وړاندې چټک غبرګون ښيي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې سبا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د جنوبي کوریا ولسمشر لی جائه میونګ غونډه وکړي.

افغانستان بانک:تېرو څلورو کلونو کې د افغانۍ ارزښت د ډالر پر وړاندې ۲۱ سلنه لوړ شوی

د افغانستان بانک وايي، په تېرو څلورو کلونو کې د افغانیو ارزښت د بهرنيو اسعارو، په ځانګړي ډول د ډالر پر وړاندې ۲۱ سلنه لوړ شوی دی.

په ورته مهال، افغانستان بانک له ۲۰۰ څخه ډېرو نړیوالو بانکونو سره د بانکي اړیکو د پراخېدو او په تېرو ۱۲ میاشتو کې د مالي تمویلاتو د ۷۱ سلنې زیاتوالي خبر ورکوي.

د یاد بانک په وینا، دوی د مناسبو پولي سیاستونو په تطبیق سره توانېدلي چې د افغانیو ارزښت وساتي او د اسعارو په بازار کې له سختو نوساناتو مخنیوی وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ؛د اسیا جام سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

افغان کرکټ بورډ د راشد خان په مشرۍ د راتلونکي اسیا جام سیالیو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

دا نوملړ شل کسیز دی، چې درې یې احتیاطي لوبغاړي دي.

دا سیالۍ د سپټمبر په ۹مه په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي او د همدې میاشتې په ۲۸مه پای ته رسېږي.

افغانستان به خپلې لومړۍ لوبې د سپټمبر په ۹مه له هانګ کانګ، په ۱۶مه له بنګله‌دېش، او په ۱۸مه له سریلانکا سره ترسره کړي.

اېکسپرس ټریبیون:د طالبانو ملاتړ پاکستان ته ګټه نه، بلکې امنیتي ستونزې زیاتې کړي

د پاکستان اېکسپرس ټریبیون ورځپاڼې په تازه مطلب کې لیکلي، سره له دې چې پاکستان او ایران په کور دننه له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ خو بیا هم د افغانستان په سیاست کې پراخ نفوذ لري او د افغانستان د جغرافیايي تړاو له امله د دغه هېواد مهم ګاونډیان ګڼل کېږي.

ورځپاڼې د پاکستان او طالبانو اړیکې پېچلې بللي او لیکلي یې دي چې که څه هم اسلام‌اباد د دوحې د سولې بهیر کې مهم رول لوبولی؛ خو اوس یې ستره ننګونه دا ده چې نړۍ قانع کړي چې طالبان یوازې افراطي ډله نه، بلکې د حکومت وړ ځواک دی.

د راپور له مخې، د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو تر ټولو لوی خنډ د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) دی.

ورځپاڼه زیاتوي، امریکا هڅه کوي طالبان په نړیواله کچه منزوي وساتي؛ خو چین او روسیه د دې اجماع پر ماتولو بوخت دي.

همداراز ایران، چې له افغانستان سره ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري، له طالبانو سره د جغرافیايي او اقتصادي فشارونو له امله تعامل ته اړ شوی، که څه هم مذهبي اختلافات یې د باورونو په سطحه ژور پاتې دي.

اېکسپرس ټریبیون په پای کې لیکلي، د طالبانو ملاتړ پاکستان ته ګټه نه ده رسولې، بلکې د ترهګریزو بریدونو د ډېرېدو او امنیتي ستونزو د پراخېدو لامل ګرځېدلې ده.

شاه محمود میاخېل:طالبان دې د امیر علي‌شېر نوایي څلی او نور تاریخي یادګارونه بېرته ورغوي

د جمهوري حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د طالبانو له لوري د امیر علي‌شېر نوایي د څلي د بیارغونې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې «تاریخي ارزښتونه باید وساتل شي».

د طالبانو حکومت تېره اوونۍ په مزارشریف کې د نوموړي څلی ونړاوه؛ خو د غبرګونونو وروسته یې د ۱،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې چارې پیل کړې دي.

میاخېل د طالبانو له حکومت غوښتي چې د غازي امان الله خان او پاچا خان نور یادګارونه او تابلوګانې هم ورغوي.

بل لورته ازبکستان د یاد څلي د نړولو په تړاو د طالبانو له حکومت رسمي وضاحت غوښتی و، او د طالبانو حکومت ډاډ ورکړی چې د نوايي نوې مجسمه به جوړه کړي.

بنیامین نتنیاهو:د ډونالډ ټرمپ بشپړ ملاتړ لرم او د غزې د برید لپاره محدود وخت پاتې دی

0

د اسراییلو د ۱۲ کانال د راپور له مخې، لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ بشپړ ملاتړ لري او د غزې پر ضد د پلان شوي پوځي برید لپاره محدود وخت پاتې دی.

نتنیاهو په یوه وینا کې ویلي، چې ټرمپ ټینګار کړی چې عملیات باید ژر او پرېکنده وي او جګړه باید اوږده نه شي.

په ورته وخت کې، د اکسیوس وېبپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي، ټرمپ د اسراییل له‌خوا د غزې بشپړ نیولو مخالفت نه لري او د تل‌ابیب حکومت ته یې واک ورکړی چې خپله پرېکړه په خپله وکړي.

هرانا:ایران کې تېره یوه میاشت کې لږ تر لږه ۱۶۰ کسان اعدام شوي

0

د بشري حقونو سازمان هرانا په خپل تازه میاشتني راپور کې ویلي، چې د ایران قضایي ارګانونو په تېره میاشت کې لږ تر لږه ۱۶۰ تنه زندانیان اعدام کړي دي.

د دې شمېرې پر بنسټ، په منځنۍ توګه هر له پنځو ساعتونو څخه په کم وخت کې یو کس اعدام شوی دی.

هرانا لیکلي چې د اعدامونو ترڅنګ په دې موده کې لږ تر لږه ۱۶ نوې د اعدام سزاوې هم صادرې شوې او د څلورو قضیو د اعدام حکمونه په لوړه محکمه کې تائید شوي دي.

راپور کې همداراز درې هغه پېښې یادې شوې چې د اعدام حکمونه د خلکو په وړاندې او د عامو وګړو په حضور کې عملي شوي دي.

د هرانا د شمېرو له مخې، په تېر ۱۴۰۳ کال همدې میاشت کې ایران کې لږ تر لږه ۱۰۶ تنه اعدام شوي وو؛ خو سږکال دغه شمېر ۱۶۰ ته رسېدلی چې د ۵۴ کسانو په زیاتوالي سره د اعدامونو د پام وړ لوړوالی ښيي.

هند؛امریکا ته د پُستي بستو لېږد موقت درولی

0

د هند د پست ادارې اعلان کړی چې د اګست له ۲۵مې نېټې څخه امریکا ته د پُستي بستو لېږد به موقتاً ودرول شي.

چارواکو د دې پرېکړې دلیل د امریکا د نویو ګمرکي قوانینو په اړه ابهام بللی دی.

د هند د مخابراتو وزارت وايي، د قانون د وضاحت تر وخته هندي هوايي شرکتونه د امریکا لپاره بستې نه شي لېږلی.

تر اوسه یوازې لیکونه، اسناد او تر ۱۰۰ ډالرو کم ارزښت لرونکې ډالۍ د لېږلو اجازه لري.

دا اقدام وروسته له هغې شوی چې امریکا د «دمینیمیس» معافیت لغوه کړ او ټول وارداتي بستې یې د ګمرکي تعرفو تابع اعلان کړې.

نایجل فاراژ:د وړو کښتیو له لارې برتانیې ته رسېدونکي کډوال به بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږو

د برتانیې د اصلاحاتو ګوند مشر نایجل فاراژ ویلي، که یې ګوند په راتلونکو ټولټاکنو کې بریالی شي، د هغو کډوالو د ایستلو پراخ پروګرام به پیل کړي چې د وړو کښتیو له لارې دې هېواد ته داخلېږي.

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، د فاراژ په نوې تګلاره کې ویل شوي چې پناه غوښتونکي به د راتګ پر مهال ونیول شي او بیرته خپلو هېوادونو ته واستول شي.

هغه ټینګار کړی چې ښایي له یو شمېر نورو هېوادونو سره د کډوالو د لېږد تړونونه هم لاسلیک شي او د روانډا پرېکړه به بېرته فعاله شي.

د فاراژ په وینا، دغه پروګرام کولی شي په سلګونو زره کډوال له برتانیې وباسي.

د یادونې ده چې افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې دی چې کډوال به ورته ستنېږي.