د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یوې ټیلیفوني اړیکې پر مهال د سیمې پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي چې پکې د افغانستان او پاکستان تر منځ زیاتېدونکی کړکېچ هم شامل و.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دواړو لورو ټینګار کړی چې کابل او اسلاماباد باید خپلې شخړې د دیپلوماتیکو لارو هوارې کړي.
تر دې مخکې د ایران د بهرنيو چارو وزیر ویلي، چې ممکن د افغانستان او پاکستان تر منځ د روانو شخړو د هوارولو لپاره د سیمې د هېوادونو یوه ناسته راوبلل شي.
د ایران او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو دغه ټیلیفوني اړیکې په داسې مهال ترسره کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي او اقتصادي کړکېچ لا هم روان دی او تر اوسه بې نتیجې پاتې شوی.
پاکستان او ایران د خپلې دوه اړخیزې سیاسي اجنډا د پیاوړتیا په موخه د سیاسي سلا مشورو ۱۳م پړاو پای ته ورساوه.
دغه ناسته په اسلاماباد کې ترسره شوه چې مشري یې د پاکستان د بهرنيو چارو منشي آمنه بلوچ او د ایران د سیاسي چارو مرستیال وزیر مجید تختروانچي کوله.
په غونډه کې دواړو هېوادونو د اړیکو ټول ابعاد ارزول شوي او له اقتصادي او سوداګریزو همکاریو نیولې تر انرژۍ، ټرانسپورټ نښلېدونې، تعلیم او ولسي تبادلو پورې خبرې کړي.
په دې پړاو کې، د سیمې او نړۍ پر مهمو جیوپوليټيکي تحولاتو هم بحث شوی.
پاکستان او ایران هوکړه کړې، چې ګډ اقتصادي کمېسیون (JEC) او ګډ تجارتي کمېټه (JTC) به په منظم ډول فعالې ساتي ترڅو د ګډو ګټو په برخو کې همغږي نوره هم زیاته شي.
د غونډې ګډونوالو په ملګرو ملتونو، اسلامي همکاریو سازمان (OIC) او اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) کې د ګډ دریځ او متقابل ملاتړ پر اهمیت ټینګار کړی.