پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 317

دېره اسماعیل خان؛د سختو ورښتونو له امله ۸ تنه مړه شوي

0

د خیبر پښتونخوا په دیره اسماعیل خان کې د سختو سېلابونو له امله تېره شپه ۸ کسان مړه او له ۵۲ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د روغتون د مسوولینو په وینا، ۴۵ ټپیان روغتون ته درملنې ته لپاره وړل شوي دي.

چارواکي وايي، د مالي زیانونو د معلومولو لپاره سروې روانه ده او په ګڼو سیمو کې کورونه ویجاړ شوي دي.

د خیبر پښتونخوا علي وزیر امین ګنډاپور د زیانونو د ژر ارزونې امر کړی دی.

ننګرهار؛د طالبانو حکومت هغه کس نیولی، چې خلکو ته یې بهر ته د تګ لپاره تعویذونه کول

ننګرهار کې د طالبانو حکومت د امربالمعروف ریاست چارواکي وايي، د جلال‌اباد ښار په دویمه ناحیه کې یې یو تعویذ لیکونکی نیولی دی.

نوموړی د خلکو د تېرایستنې په موخه د بهر ته د تګ په نامه تعویذونه لیکل، چې له یوه کس یې ۱۶۰ زره افغانۍ هم اخېستې وې.

طالب چارواکي وایي، پیسې ترې بېرته اخیستل شوې او متضرر ته سپارل شوي دي.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو او تعویذ لیکونکو د نیولو راپورونه ورکړي دي.

روزا اتونبایووا؛د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر سره د راستنېدونکو او اقتصادي مرستو په اړه خبرې کړې

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا او د هغې له مرستیال انډریکا رټواټه سره په کابل کې لیدلي دي.

د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستې، د راستنېدونکو ستونزې او ځینې اقتصادي موضوعات څېړل شوي دي.

روزا اوتونبایوا ټینګار کړی چې د راستنېدونکو د ادغام، د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو له زیانمنو سیمو سره د رسېدنې او د ګڼو کورنیو د اقتصادي ستونزو د هوارۍ لپاره د نړیوالو مرستو دوام اړین دی.

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف بیا د راستنېدونکو د ادغام په موخه د ځانګړو ښارګوټو په جوړېدو کې د پراختیايي او ټولګټو پروژو پر پلي کېدو خبرې کړې او د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو له همکارۍ مننه کړې.

پاکستان؛کراچۍ کې څلور پولیس د غلا په تور نېول شوي

0

د پاکستان په کراچۍ کې ځایي چارواکو ویلي، څلور پولیس یې د غلا په تور نیولي.

دغو پولیسو د فولادو له یوې ځايي فابریکې نه غلا کړې وه.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، له یادو کسانو سره تر ۵۵ کیلوګرامو ډېر مس هم نیول شوي دي.

ایران:اسرائیل له مونږ سره د جګړې پای ته رسولو لپاره امریکا نه مرسته غوښته

0

د ایران د دولت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي چې «جګړه او مذاکره دواړه ستراتیژیک وسایل دي چې په خپل ځای باید وکارول شي.»

هغې ټینګار کړی چې د سختو شرایطو سره سره حکومت د خلکو په ملاتړ پر خپله لاره روان دی.

په همدې حال کې د ایران دفاع وزارت ویاند رضا طلایي‌نیک ادعا کړې چې اسراییل د جګړې د بندېدو لپاره د امریکا مرسته غوښتې ده.

هغه ویلي، چې د اسرائیل د وروستي جنګ ناکامي د ټولو لپاره څرګنده شوې ده.

انس حقاني:د طالبانو حکومت د شخصي ملکیت لپاره نه دی

د طالبانو حکومت لوړ پوړی غړی انس حقاني په کابل کې د یوې دیني مدرسې زده‌کوونکو ته په وینا کې د مقام‌دارانو له خوا د زور او تجمل غوښتنې پر وړاندې انتقاد کړی دی.

هغه ویلي، واک د طالبانو شخصي حق نه دی بلکې «الهی امانت» دی او باید د شهرت او شخصي ګټې لپاره ونه کارول شي.

دا په داسې حال کې دی، چې ډېری طالب مشران او چارواکي د لوکسو ودانیو، قیمتي موټرو او د څو ودونو کولو له امله د خلکو او منتقدانو له سختو نیوکو سره مخ دي.

د کاناډا لومړی وزیر؛د اوکراین د خپلواکۍ د ورځې نمانځلو ته کیېف ته ولاړ

0

د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یکشنبې په ورځ د اوکراین د خپلواکۍ په لمانځغونډه کې د ځانګړي مېلمه په توګه پلازمېنې کیېف ته رسېدلی.

کاناډايي چارواکي وايي، د سفر موخه د اوکراین د پوځي وړتیاوو پیاوړتیا، د وسلو ګډ تولید او د احتمالي اوربند وروسته د روسیې له بریدونو د مخنیوي لپاره د متحدانو ملاتړ پراخول دي.

تمه ده کارني د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د امنیتي تضمینونو او پوځي مرستو په اړه خبرې وکړي.

کاناډا د جي–۷ په غونډه کې د اوکراین لپاره د دوو میلیاردو ډالرو نوې پوځي مرستې اعلان کړې او له اروپایي اتحادیې سره یې د ګډو دفاعي همکاریو تړون لاسلیک کړی دی.

واشنګټن پوسټ:ټرمپ د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي په موخه شیکاګو ته د ملي ګارډ د استولو امر کړی

0

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي په موخه شیکاګو ته د ملي ګارډ د استولو امر کړی دی.

سرچینې وايي چې دا پلان له څو اوونیو راهیسې چمتو شوی او تمه ده د سپټمبر په میاشت کې عملي شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ ویلي، امریکا به له غیر قانوني کډوالو پاکه کړي.

پنجاب ایالت کې؛ستلج سیند د اوبو کچه لوړه شوې او شاوخوا ۲۰ زره کسان خوندي سیمو ته انتقال شوي

0

د پاکستان په پنجاب ایالت کې د ستلج سیند د اوبو کچه لوړه شوې او شاوخوا ۲۰ زره کسان خوندي سیمو ته انتقال شوي دي.

چارواکو هغو خلکو ته چې د سیند غاړو ته اوسي، خبرداری ورکړی چې سمدستي دې خپلې سیمې پرېږدي.

بل لور ته، په ګلګت بلتستان کې د یخچالي جهیلونو د چاودنې او سېلابونو له ویرې سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

که څه هم چارواکي وايي د مرستو کمپونه فعاله شوي؛ خو امکانات خورا محدود دي.

ژغورونکو ادارو له خلکو غوښتي چې د مسؤلو بنسټونو لارښوونې جدي ونیسي.

پاکستان دا مهال د اقلیمي بدلون له سختو اغېزو سره مخ دی، چې له امله یې سخت بارانونه او سیلابونه رامنځته شوي دي.

امرالله صالح:هرات کې د یو ځوان اعدامول د دوحې د تړون پایله ده

د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د هرات ښار په عام محضر کې یو ځوان چې په مرمیو لګیدلی و، په دار ځړول شوی او دا صحنه د زامبید موزیم له یوې خونړۍ نندارې سره ورته ده.

صالح پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دا پېښه په داسې حال کې شوې چې زلمی خلیلزاد، چې طالبانو په واشنګټن کې د خپل سفیر په توګه نومولی، نړیوالو ته وايي چې په افغانستان کې وضعیت ښه شوی او د پانګونې وخت دی.

نوموړي ټینګار کړی چې خلیلزاد د دوحې تړون له لارې طالبان واک ته ورسول، او دا ډول پېښې د همدې تړون مستقیمې پایلې دي.

د صالح په وینا، هغه ځوان چې جسد یې ښکارېده، ښایي د طالبانو پر ضد د ازادۍ مبارزه یې کوله.