جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 310

تادین خان:که د افغانستان د ملي دفاع وزارت په نوم څه پاتې وي؛ نو د پاکستان بریدونو ته دې ځواب ورکړي

د کندهار د امنیې پخواني قومندان جنرال تادین خان ویلي، که د افغانستان د ملي دفاع وزارت په نوم څه پاتې وي؛ نو دغو بریدونو ته دې ځواب ورکړي.

هغه پر خوست، ننګرهار او کونړ ولایتونو د پاکستان د برېدونو په غبرګون کې ویلي، چې دغه ډول برېدونه په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي.

تادین خان پر نړیوالو امنیتي، بشري او مدني بنسټونو غږ کړی، چې د دغسې تېریو او ملکي وژنو د مخنیوي لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي.

عبدالغفور لېوال:لر و بر پښتانه د یوې سرچینې له لوري بمبارېږي

په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال ویلي، د ډیورند کرښې دواړه غاړې پښتانه د یو شان بریدونو او بمباریو ښکار دي او د شینوارو، خوستیو، وزیرو، باجوړیو او نورو سیمو خلک له یوه ادرسه وژل کېږي.

هغه ویلي، استخباراتي مدرسې د دواړو خواوو ښځې او ماشومان «تکفیر» کړي او د دارالجهاد او الهجرة تر نوم لاندې یې د ټولو وژنه روا ګڼلې ده.

لېوال په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې، چې د دغو مدرسو فارغین مستبد واکمنان بمباري او اشغال «حکمت» بولي او هغه کسان چې د ګاونډي هېواد له لوري پر افغانستان بریدونه غندي، په کافرانو او سیکولرانو تورنوي.

نوموړي د افغان ولس غمیزه د دیني تفسیرونو له لارې د ظلمونو توجیه بللې او ټینګار یې کړی چې د لاهور په ژېړو کتابونو کې داسې روایتونه خپاره شوي چې د مسلمان ګاونډي اشغال او بمباري د شکر وړ ګڼي.

حیات الله حیات:پاکستان تل د افغانانو له بې اتفاقۍ ګټه پورته کړې

د جمهوري نظام د کورنیو چارو پخواني وزیر حیات الله حیات پر خوست او ننګرهار د پاکستاني بې پیلوټه الوتکو بریدونه سخت غندلي دي.

هغه ویلي پاکستان تل د افغانستان د بې ثباتۍ عامل دی او د افغانانو بې اتفاقۍ څخه یې ګټه اخیستې.

تېره شپه په دې بریدونو کې درې تنه وژل شوي او اته ټپیان دي.

حیات الله حیات د طالبانو له حکومت غوښتي چې د افغانانو د یووالي لپاره کار وکړي او د هېواد امنیت ته ژمن پاتې شي

پر خوست او ننګرهار د پاکستان یرغل؛حامد کرزی نور دا ډول بریدونه د زغملو نه دي.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په خوست او ننګرهار د پاکستان د تېرې ورځې بریدونه غندلي.

کرزي ټینګار کړی، چې پاکستان باید له افغانستان سره غوره اړیکې وپالي.

نوموړي ویلي، د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا نقض د زغم نه دی او پاکستان په سیمه کې د خپلو غلطو پالیسو له امله له ستونزو سره مخ دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت؛کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان هوايي حریم نقض کول د دوی لپاره سره کرښه ده.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی پاکستاني لوري ته په ډاګه کړې، چې دا ډول اقدامات به د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم ترینګلي کړي.

پاکستان تېره شپه د خوست او ننګرهار پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي وو.

د امریکا د نړیوالو مذهبي ازادیو کمېسیون:افغانستان کې مذهبي ازادي په بشپړ ډول له منځه تللې

د امریکا د نړۍوالو مذهبي ازادیو کمېسیون (USCIRF) ویلي، چې د طالبانو حکومت تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د مذهبي ازادیو لپاره هېڅ ځای نه دی پاتې او دا ارزښت په بشپړ ډول له منځه تللی دی.

یاد کمېسیون ویلي، طالبان هغه کسان ځپي چې د دوی له مذهبي باورونو سره موافق نه وي، چې دا وضعیت د افغانانو پر دیني ازادیو او بنسټیزو بشري حقونو دروند ګوزار دی.

د کمېسیون مشرې ویکی هارټزلر ویلي، ټول افغانان په ځانګړي ډول مذهبي لږکي له جدي ګواښونو، خپل‌سریو نیونو او بدني سزا سره مخ دي.

کمېسیون له امریکا او نورو هېوادونو غوښتي، چې د مذهبي ځورونې له امله تښتېدلي افغانان ومني او د خوندي اوسېدو شرایط ورته برابر کړي.

ملا عبدالسلام ضعیف:د پاکستان وروستي بریدونه د افغانستان پر حریم ښکاره تېری دی

په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستیو بریدونو غندنه کړې او هغه یې د هېواد پر حریم «بې‌شرمانه تېری» بللی دی.

ښاغلي ضعیف ویلي، په دې بریدونو کې ګڼ افغانان زیانمن شوي او دا عمل د پاکستان له ظالمانه کړنو سره تړاو لري.

نوموړي زیاته کړې، پاکستان په خپلو سازشي موخو کې ناکام شوی او اوس هڅه کوي چې د نړۍ پام د درواغو او دسیسو له لارې ځان ته واړوي.

شاه محمود میاخېل د پاکستان بریدونو ته په اشارې؛له تاریخ زدکړه وکړئ؛ غمیزې په کاذب غرور نه ختمیږي

د جمهوري حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل په ننګرهار او خوست کې د پاکستاني ځواکونو وروستي بریدونه غندلي.

نوموړي ویلی، چې له تاریخ باید یو څه زدکړه وشي.

هغه زیاته کړې، چې غمیزې په کاذب غرور او کاذب روایتونو نه ختمیږي بلکې وطن نور هم تباه کوي.

د یادونې ده، چې تېره شپه پاکستان د خوست او ننګرهار پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي وو.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان؛پنجاب کې سیلابونو ۱۵ تنه وژلي او له ۶۰۰ زرو ډېر کسان اغېزمن شوي

0

د پاکستان د پنجاب ایالت پراخې سیمې د ستلج، راوي او چناب سیندونو د اوبو د زیاتوالي له امله ډوبې شوې دي.

چارواکي وايي، تر اوسه لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه شوي او له ۶۰۰ زرو ډېر کسان اغېزمن شوي دي.

د راپورونو له مخې، د سختو بارانونو او د هند له بندونو د اوبو خوشې کېدل د سېلابونو اصلي لاملونه دي.

تر اوسه له ۱۵۰ زرو زیات کسان او لسګونه زره څاروي خوندي ځایونو ته لېږدول شوي او په ۷۰۰ کلیو کې د مرستې کمپونه جوړ شوي دي.

ملي ادارې د طبیعي پېښو د مدیریت خبرداری ورکړی، که د قادراباد بند مات شي، د حافظ‌اباد او چنیوټ سیمې به له لوی ګواښ سره مخ شي.

ضیاءالحق امر خېل:پاکستان د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان هیڅ حکومت زغملی نه دی

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل د خوست او ننګرهار د وروستیو ډرون بریدونو غندنه کړې او هغه یې د افغانستان پر خاوره ښکاره تجاوز بللی دی.

ښاغلي امرخېل د پېښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«واضحه ده چې پاکستان د تاریخ په اوږدو کې بیا بیا ثابته کړې چې په افغانستان کې هیڅ نظام او حکومت نه غواړی، مهمه نه ده چې هغه د کوم فکر او کومه ‌‌‌‌‌‌ډلیې وي.»

نوموړي دغه راز ویلي، اړینه ده چې ټول افغانان د ملي یووالي په ساتلو سره د دې هېواد د هر ډول لاسوهنې او دښمنانه کړنو مخنیوی وکړي.