کونړ کې د شوې زلزلې له امله د تلفاتو شمېر لوړ شو.
ځايي سرچینې وايي، چې تر اوسه هلته ۷۰۰ تنه مړه شوي.
ویل کېږي، چې لاهم د یو شمېر لرو زیانمنو سیمو جزیات نه دي شریک شوي.
کونړ کې د شوې زلزلې له امله د تلفاتو شمېر لوړ شو.
ځايي سرچینې وايي، چې تر اوسه هلته ۷۰۰ تنه مړه شوي.
ویل کېږي، چې لاهم د یو شمېر لرو زیانمنو سیمو جزیات نه دي شریک شوي.
د تېرې شپې زلزلې له امله د کونړ د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې د ودیر، شوماش، مسود او اریت کلي په بشپړ ډول له منځه تللي.
د معلوماتو له مخې؛ هلته لاهم ګڼ شمېر خلک تر خاورو لاندې دي.
سیمهییزې سرچینې وايي، په سیمه کې د ژغورنې عملیات روان دي او لاهم ګڼ شمېر خلک تر خاورو لاندې دي.
د لومړنیو معلوماتو پر اساس، تر اوسه هلته ۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د هېواد په ختیځ کې د زلزلې له امله د اوښتو تلفاتو په اړه خواشیني ښوودلې.
د هېواد کرکټ نامتو لوبغاړو راشد خان او رحمن الله ګربز پر خپلو فیسبوکپاڼو لیکلي، چې د دغې پېښې له امله خواشیني دي او د قربانیانو له کورنیو سره ځان په دې غم کې شریک بولي.
د یادونې ده، چې دغې زلزلې په کونړ کې په پراخه کچه زیانونه اړولي دي.
سره له دې، چې په کونړ کې د تېرې شپې زلزلې له امله پراخه مرګژوبله رامنځته شوې؛ خو تر اوسه یې کره معلومات نشته.
د طالبانو حکومت تر واک لاندې باختر خبري اژانس ویلي، چې یوازې په نورګل ولسوالۍ کې ۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر دوو زرو زیات ټپیان شوي دي.
بل لورته بیا له پېښو سره د مبارزې اداره وايي، چې په دغه ولایت کې د زلزلې له امله ۲۵۰ تنه وژل شوي او تر ۵۰۰ زیات ټپیان دي.
لاهم د تلفاتو کچه وروستۍ نه ده او ښايي د مرګژوبلې کچه لوړه شي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر خوست او ننګرهار د پاکستان بریدونو ته دوه ورځې وروسته یو پڅ غبرګون ښودلی.
هغه دوه ورځې وروسته ویلي، چې دا بریدونه غندي؛ خو په ورته وخت کې یې د طالبانو له حکومت هم غوښتي، چې د دې ستونزې لپاره سولهییزې حل لارې ولټوي.
نوموړي لیکلي، چې دا ستونزه د زور ازمایلو له لارې نه حلیږي.
د یادونې ده، چې پاکستان پر خوست او ننګرهار بریدونه وکړل، چې ۱۴ تنو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخندزاده د شاعرانو د مشاعرو لپاره نوی قانون اعلان کړ چې د بیان او شاعرۍ پر ازادۍ د سختو محدودیتونو په توګه کتل کېږي.
دغه قانون د عدلیې وزارت په ۱۳ مادو کې خپور کړی او د شاعرانو لپاره ګڼې «سرې کرښې» ټاکل شوي دي.
د قانون له مخې، شاعران نه شي کولای د مشاعرو پر مهال د طالبانو د اسلامي شعائرو پر وړاندې څه ووايي، د قومونو او ژبو تر منځ د تفرقې خبرې وکړي، د هلکانو او نجونو د ستاینې یا ورسره د دوستۍ د بلنې شعرونه ووایي، او نه هم د طالبانو د مشر د پرېکړو او فرمانونو نیوکه وکړي.
طالبانو همدارنګه اعلان کړی چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر استازي به په ټولو مشاعرو کې حاضر وي او که هر څوک له شرایطو سرغړونه وکړي د طالبانو د شریعت له مخې به په سختو سزاوو محکوم شي.
دغه تازه بندیزونه وروسته له هغې لګول کېږي چې د سږکال د نارنج ګل مشاعرې پر مهال مرحوم مطیعالله تراب د یوه شعر له لارې د طالبانو مشر ته ویلي وو چې نور دې «مخ ښکاره کړي او کابل ته دې راشي» هغه شعر چې د هبتالله د پټ پاتې کېدو موضوع یې یو ځل بیا د خلکو ترمنځ ګرمه کړه او له امله یې هبت الله د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري ساجد له دندې ګوښه کړ.
پاکستاني چارواکي وایي چې د پنجاب ایالت د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۰ کسان مړه شوي او ګڼ شمېر نور له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.
دوی وايي چې د درېیو لویو سیندونو د اوبو د زیاتوالي له امله پراخ سېلابونه راوتلي، چې له امله یې کلیوالې سیمې لاندې شوې دي.
راپورونه ښيي چې د ټول هېواد په کچه د وروستیو طبیعي پېښو له کبله تر ۸۰۰ ډېر کسان مړه شوي، پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې او سلګونه زره کسان بېځایه شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاقدار ویلي، طالبانو په خپل حکومت کې د تحریک طالبان پاکستان سلګونه پلویان ځای کړي او اسلاماباد له طالبانو غواړي چې پر دې ډلې اقدامات وکړي.
هغه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خولې ویلي چې ۷۰۰ سرحدي پوستې د دغې ډلې د نفوذ د مخنیوي لپاره جوړې شوې دي.
اسحاقدار ټینګار کړی چې غوښتنه یې روښانه ده:«یا دې د تحریک طالبان پاکستان غړي له پولو لرې کړي او یا دې اسلاماباد ته وسپاري.»
هغه زیاته کړې،.چې د افغانستان ثبات د پاکستان په ګټه دی او د چین ـ پاکستان ـ افغانستان د اورګاډي پروژه به ستر اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې پاکستان د افغانستان په ځینو سیمو هوایي بریدونه وکړل او څو تنه عام وګړي یې ووژل.

د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د کندز ښار په دویمه امنیتي حوزه کې یې د طالبانو حکومت پر قرارګاه برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۲ طالب سرتېري وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي.
یادې جبهې ویلي، چې دغه برید تېره شپه ترسره شوی.
سیمهییزو سرچینو هم د کندز ښار کې د یوې چاودنې راپور ورکړی و.
دغې جبهې دوه ورځې وړاندې هم په کابل ښار کې د طالبانو پر یوه مرکز د برید مسوولیت منلی و.