جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 309

پاول ډي‌مېلر:واشنګټن په افغانستان کې نه جګړه وګټله او نه یې باثباته دولت جوړ کړ

د امریکا استخباراتو پخواني لوړپوړي غړي او د پوهنتون استاد پاول ډي مېلر ویلي، چې متحده ایالتونه په افغانستان کې نه د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې بریالي شول او نه یې یو باثباته دولت جوړ کړ.

هغه دا څرګندونې د خپل نوي کتاب «ماتې انتخاب» په تړاو کړي، چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ پورې د امریکا د جګړې، پرېکړو او ناکامیو ارزونه کوي.

ډي مېلر وايي، واشنګټن خپلې اساسي موخې، لکه د القاعده له منځه وړل، د ترهګرو د پناه ځایونو ختمول او د افغان دولت جوړول پوره نه کړې.

هغه د دوحې تړون، د پاکستان دوه‌ګونې سیاست او د امریکا دننه بوروکراتیک سیستم د ماتې مهم عوامل ګڼي.

دی وایي، د جګړې مسئولیت یوازې پر ولسمشرانو نه، بلکې د امریکا پر ولس هم دی، ځکه همدوی دا مشران ټاکلي وو.

ملګري ملتونه:زیاتره افغانان د نجونو د زده کړو ملاتړ کوي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي، د یوې تازه نظرپوښتنې له مخې د افغانستان نږدې نوي سلنه خلک په ښارونو او کلیو کې د نجونو د زده کړو پلوي کوي.

د دې ادارې د بشري حقونو مشرې، سوفیا کالتورپ، په جینوا کې ویلي چې د جولای او اګست په میاشتو کې ترسره شوې سروې ښيي، چې اووه نوي سلنه ښځې باور لري چې د زده کړو بندیز د دوی پر ژوند منفي اغېز کړی، ناهیلي یې کړې او پر رواني حالت یې سخت اغېز کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څلورو کالو راهیسې د طالبانو حکومت د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي او د خلاصېدو هیڅ څرک یې نه لېدل کېږي.

ننګرهار؛د بارانونو او سیلابونو په پایله کې تلفات او مالي زیانونه رامنځته شوي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو امر بدلون قریشي وايي، په بېلابېلو ولسوالیو کې د ورښتونو او سیلابونو له امله لږ تر لږه پنځه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.

د ده د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، په دغه پېښو کې لویې لارې، سربندونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه شوې ده.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې ورښتونو او سیلابونو د افغانستان ترڅنګ پاکستان کې هم ډېری تلفات رامنځته کړي دي.

د بشري حقونو نړیواله ټولنه:افغانې ښځې او نجونې د سخت بشري ناورین ښکار دي

د بشري حقونو د نړیوالو وکیلانو ټولنې په تازه راپور کې ویل شوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو حکومت تر واک لاندې افغان ښځې او نجونې له سیستماتیکو بشري سرغړونو سره مخ دي.

د بشري حقونو نړیواله ټولنه:
افغانې ښځې او نجونې د سخت بشري ناورین ښکار دي

راپور کې ټینګار شوی، چې نړیواله ټولنه دې د طالبانو کړنې وغندي، پر دغې ډلې دې د حساب ورکولو فشار زیات کړي او افغانانو ته دې خوندي پناه ورکړي.

سرچینه زیاتوي، چې د استرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ په ګډون یو شمېر هېوادونو د ښځو د حقونو د سرغړونو په تړاو د افغانستان پر وړاندې نړیوال عدالت محکمې ته شکایتونه ثبت کړي دي.

دغه اداره د ملګرو ملتونو له خوا د حساب ورکولو د یو ځانګړي میکانیزم د جوړېدو غوښتنه هم کړې ده.

د درې اړخیزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه؛ پاکستان افغان لوبډلې ته ۱۸۳ منډې هدف وټاکه

پاکستان د درې اړخیز کرکټ سیالیو په لومړۍ لوبه کې د خپلې پاڼۍ په بشپړولو سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۸۳ منډو هدف ورکړ.

په توپ اچونه کې د افغانستان لپاره فرید احمد ملک دوه لوبغاړي وسوځول، په داسې حال کې چې راشد خان، محمد نبي، فضل الحق فاروقي او عظمت الله عمرزي هر یوه یوه وېکټه ترلاسه کړه.

پاکستان د پلان وزیر:که هند د اوبو د جریان کره معلومات راکړي وای، د سېلابونو شدت به کم و

0

د پاکستان د پلان وزیر احسن اقبال ویلي، که هند د اوبو د جریان کره معلومات ورکړي وای، د سېلابونو شدت به لږ شوی وای.

نوموړي د اقلیم بدلون د ناڅاپي بارانونو لامل وباله او د معلوماتو شریکول یې اړین وبلل.

پاکستاني چارواکي وایي، د هند له لوري د اوبو د ویش تړون ځنډ او د راوي سیند پر مادهوپور بند د دروازو نړېدلو په ختیځو سیمو کې د څلورو لسیزو تر ټولو سخت سېلابونه رامنځته کړي دي.

هندي چارواکو د بند د دوو دروازو ماتېدل منلي؛ خو د قصدي اقدام تور یې رد کړی او وایي چې اسلام‌اباد ته یې د سېلاب په اړه څلور د خبرداري پیغامونه استولي دي.

د پاکستان د ملي پېښو د مدیریت ادارې د معلوماتو له مخې، د روانو بارانونو او سېلابونو له امله تر اوسه نږدې ۸۲۰ کسان مړه شوي دي.

په ګلګت بلتستان کې؛وسله‌وال د پاکستاني پوځ پر یوې پوستې برید کړی

0

په ګلګت بلتستان کې د وسله‌والو په برید کې یو پاکستانی پوځي وژل شوی او بل سخت ټپي دی.

سیمه‌ییز چارواکي وايي، برید د هاډر سیمې په یوه پوستې شوی او اوس مهال د بریدګرو د لټون عملیات روان دي.

د پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.

سرګي شویګو:ناټو غواړي په افغانستان کې خپل پوځي حضور بیا ټینګ کړي

د روسیې د ملي امنیت شورا سلاکار، سرګي شویګو ویلي، لوېدیځ هېوادونو په افغانستان کې خپله ستراتیژیکه ونډه له لاسه ورکړې ده.

شویګو په یوې لیکلې مقالې کې څرګنده کړې چې، که څه هم ناټو د طالبانو حکومت نه مني؛ خو بیا هم هڅې روانې دي څو د دې سازمان پوځي حضور یو ځل بیا په سیمه کې ځای پر ځای شي.

هغه زیاتوي چې د برېتانیا، جرمني او امریکا له لوري دطالبانو حکومت مشرتابه سره د اړیکو د پراخېدو هڅې ښکاره شوې دي، او د همدې هدف له مخې د دغو هېوادونو استازي په پرله‌پسې توګه کابل ته سفرونه کوي.

پاکستانی جنرال انعامءالحق:د طالبانو حکومت د لویو سیاسي او ټولنیزو بدلونونو په درشل کې دی

پاکستاني متقاعد جنرال انعام الحق ویلي، چې افغانستان د لویو سیاسي او ټولنیزو بدلونونو په درشل کې دی او د طالبانو حکومت له جدي ننګونو سره مخ دي.

هغه د طالبانو حکومت په لیکو کې د اداري فساد زیاتوالی، اقتصادي سقوط، او د ټي‌ټي‌پي ګواښونه جدي ګڼلي دي.

نوموړي همدارنګه ویلي چې داعش-خراسان او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د طالبانو لپاره نوې امنیتي ستونزې جوړې کړي دي.

د هغه په خبره، چین هم د طالبانو له حکومت غوښتي چې د اویغور ډلو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

د خپل زوی له لوري ویشتل شوي؛د جمعیت علماءاسلام ګوند غړي مفتي کفایت الله ساه ورکړه

0

د خېبر پښتونخوا په ملاکنډ کې د جمعیت علمای اسلام غړی مفتي کفایت الله څو ورځې وړاندې د خپل زوی له خوا په ډزو ټپي شوی و، چې تېره شپه یې د اسلام‌اباد په روغتون کې ژوند له لاسه ورکړ.

د نوموړي زوی خپلې دوه خورګانې او یو ورور هم وژلي دي.

تر اوسه د دغې پېښې انګېزه نه ده څرګنده شوې.