جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 307

مسعود پزشکیان:افغانستان کې د زلزله ځپلو سره هر ډول مرستې ته چمتو یوو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د افغانستان ختیځو سیمو کې د زلزلې له امله د ګڼو افغانانو د مړینې او ټپي کېدو په تړاو د تسلیت او خواخوږۍ پیغام خپور کړی دی.

پزشکیان په خپل پیغام کې د افغانستان له ولس او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې ایران د هر ډول همکارۍ، بیړنۍ مرستې او بشردوستانه مرستو د لېږلو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د یادونې ده چې دغې زلزلې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې ګڼې کورنۍ اغېزمنې کړې دي.

شهباز شریف:افغانستان کې د زلزلې په قربانیانو سخت خواشیني یوو

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د افغانستان ختيځ کې د وروستۍ زلزلې د درنو تلفاتو په اړه خواشيني څرګنده کړې ده.

هغه ويلي، دا زلزله چې کابل يې هم ولړزاوه او په پاکستان کې په ځانګړي ډول اسلام‌اباد کې هم محسوسه شوه، د سلګونو افغانانو ژوند يې واخيست او ګڼ کلي يې ويجاړ کړل.

هغه د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او دعا مراتب وړاندې کړي او زياته کړې يې ده چې پاکستان د افغان وروڼو او خویندو تر څنګ ولاړ دی او هر ډول ممکنه مرستې ته چمتووالی لري.

د طالبانو حکومت:د زلزلې ځپلو کورنیو سره مرستې او همدردي ملي وجیبه ده

د طالبانو حکومت د ننګرهار، کونړ، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو د وروستۍ زلزلې د درنو تلفاتو په اړه د تسلیت پیغام خپور کړی دی.

په دغه پیغام کې ویل شوي چې په دې ناورین کې ګڼ شمېر افغانان شهیدان، ټپیان او زیانمن شوي دي.

د طالبانو حکومت د قربانیانو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې.

د طالبانو حکومت ویلي چې ټولو اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې څو ژر تر ژره د پېښو ځایونو ته ورسېږي، د شهیدانو د تدفین، د ټپیانو د درملنې او د زیانمنو شویو د مرستې لپاره له خپلو امکاناتو کار واخلي.

یاد حکومت له ټولو هېوادوالو غوښتي چې له زیانمنو شویو کورنیو سره د سرپناه، خوړو او جامو په برخه کې خپلې مرستې ونه سپموي.

محمد اشرف غني:د زلزله‌ځپلو د مرستې لپاره ګډو هڅو او بیړنیو اقداماتو ته اړتیا ده

د هېواد پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ختیځو سیمو د وروستۍ زلزلې په تړاو د خواخوږۍ پیغام خپور کړی دی.

ښاغلي غني په خپل پیغام کې د قربانیانو کورنیو او د هېواد خلکو ته د زړه له کومي د غمشریکۍ مراتب وړاندې کړي، د ټپیانو د ژر روغېدو هیله یې څرګنده کړې او د شهیدانو لپاره یې د الهي رحمت دعا کړې ده.

هغه زیاته کړې چې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې باید د منظمې همغږۍ، ګډو هڅو او بیړنیو اقداماتو له لارې د خلکو د کړاوونو او دردونو د کمولو لپاره کار وشي.

هغه له ټولو هېوادوالو غوښتنه کړې چې د زلزله‌ځپلو سره د مرستې او لاسنیوي په برخه کې یو موټی شي، تر څو د دې ناورین اغېزې راکمې شي.

حامد کرزی:هېواد کې د زلزلې د اوښتو زیانونو په اړه ډېر خواشینی یم

پخواني ولسمشر حامد کرزي د کونړ، ننګرهار، لغمان، نورستان، پنجشیر او د هېواد په نورو سیمو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله د رامنځته شوو درنو ځاني او مالي زیانونو په تړاو خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

کرزي د قربانیانو کورنیو ته د ډاډګیرنې او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړي او له ټولو خیریه بنسټونو، ملي سوداګرو او نړیوالو مرستندویه ادارو یې غوښتي چې د زیانمنو شویو کورنیو لاسنیوی وکړي.

هغه د دې غمجنې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه هم کړې ده.

یوناما:زموږ د مرستې ټیمونه کونړ ته رسېدلي او دا مهال بیړنۍ مرستې وړاندې کوي

اروپايي اتحادیې، ملګرو ملتونو، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، او په کابل کې د جاپان سفیر د تېرې شپې زلزلې په تړاو د افغانستان له خلکو سره خواخوږي ښودلې ده.

یوناما وايي چې د دوی د مرستې ټیمونه سیمې ته رسېدلي او دا مهال بیړنۍ مرستې وړاندې کوي.

بل لورته بیا د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د تېرې شپې زلزلې له امله په کونړ کې ۶۱۰ تنه مړه شوي دي.

محسن داوړ:نړیواله ټولنه دې د ناورین په دې شیبو کې د افغانانو ملاتړ وکړي

د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ د هېواد په ختیځ کونړ او ننګرهار کې د تېرې شپې پر زلزلې خواشیني ښودلې.

هغه له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د ناورین په دې شېبو کې د افغانانو ملاتړ وکړي.

د یادونې ده، چې ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او ګڼو نورو بنسټونو هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې.

ګلبدین حکمتیار:په کور دننه او بهر دې شتمن افغانان د زلزله‌ځپلو لاسنیوی وکړي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د ختیځو ولایتونو ــ نورستان، کنړ، ننګرهار او لغمان له زلزله‌ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې او دا پېښه یې ستر مصیبت بللی ده.

نوموړي په کور دننه او بهر پر شتمنو افغانانو غږ کړی، چې د اړمنو لاسنیوی وکړي.

د یادونې ده، چې د دغې زلزلې له امله تر اوسه نږدې ۷۰۰ کسان مړه او تر ۱۵۰۰ زیات ټپیان دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت:تر اوسه په کونړ او ننګرهار کې د زلزلې له امله ۶۲۲ تنه مړه شوي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کونړ او ننګرهار د وړمې شپې زلزلو له امله تر دې دمه ۶۲۲ تنه وژل شوي او ۱۵۵۵ تنه نور ټپیان دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، په کنړ کې ۶۱۰ تنه مړه او ۱۳۰۰ ټپيان، او په ننګرهار کې ۱۲ مړه او ۲۵۵ ټپيان ثبت شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني مسوولینو ته امر کړی، چې ژر تر ژره زیانمنو ته رسېدنه وکړي.

امرالله صالح:هېواد کې د مشروع دولت د نشتوالي ترڅنګ طبيعي پېښو هم خلکو ته درانه زيانونه اړولي

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لومړي مرستيال امرالله صالح ويلي، هېواد د مشروع دولت او ملي حاکميت له نشتوالي سره مخ دی او په دې سختو حالاتو کې طبيعي پېښو هم خلکو ته درانه زيانونه اړولي دي.

نوموړي غوښتنه کړې چې د ننګرهار او کنړ زلزله‌ځپلو ته د رسېدو لپاره بايد ټول افغانان په ګډه او يو موټی اقدام وکړي.

هغه دغه راز ویلي، چې د کونړ او ننګرهار زلزله ځپلو سره دې د مرستو د منظمې همغږۍ زمينه برابره شي.