جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 306

منظور پښتین:د کونړ او ننګرهار د زلزله‌ځپلو مرستې ملي او انساني وجیبه ده

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د افغانستان د ختیځو سیمو وروستۍ زلزلې په تړاو د خواخوږۍ پیغام خپور کړی دی.

هغه ویلي، یوازې په کونړ کې تر اته سوه ډېر کسان شهیدان او په زرګونو نور ټپیان شوي دي، همدارنګه په ننګرهار، لغمان او نورستان کې هم سلګونه کسان د دې ناورین ښکار شوي دي.

پښتین د افغان ملت، په ځانګړي ډول د کونړ او ننګرهار له خلکو سره خپله غمشریکي څرګنده کړې او له ټولو هېوادوالو او بهر مېشتو افغانانو یې غوښتنه کړې چې د زلزله‌ځپلو مرستې ته لاس ورکړي.

نوموړي له بهر مېشتو هم غوښتي چې د نړیوالو ادارو او هېوادونو له لارې د انساني بنسټونو پر اساس د دغو سیمو لپاره د مرستو غوښتنه وکړي.

پښتین د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي، د شهیدانو لپاره یې د جنت او د ټپیانو لپاره یې د عاجلې روغتیا دعا کړې ده.

هغه زیاته کړې، له بده مرغه د دې غمیزې په څنګ کې لا هم د سیمې پر ولسونو د ظلم او فشار هڅې روانې دي.

جي‌شنکر امیرخان متقي ته:هند د افغان زلزله‌ځپلو سره د خېمو، خوړو او درملو مرستې ته چمتو دی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر جې شنکر ترمنځ ټیلیفوني خبرې شوې دي.

په دې تماس کې د هند د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ختیځو سیمو د وروستۍ زلزلې د درنو تلفاتو له امله خپله غمشریکي څرګنده کړې او اعلان یې کړی چې هند به د طالبانو حکومت ته زر خیمې او ۱۵ ټنه غذایي مواد د عاجلو بشري مرستو په توګه وسپاري.

هغه زیاته کړې چې هېواد به یې د درملو او خوړو په برخه کې نورې اړینې مرستې هم ترسره کړي.

امیرخان متقي د هند د بهرنیو چارو له وزیر څخه د دې غمشریکۍ او مرستو مننه کړې او ډاډ یې ورکړی چې دغه مرستې به په وخت اړمنو خلکو ته ورسول شي.

«جنرال» مبین؛له زندان څخه د کونړ زلزلې ځپلو سره د ۵ لکه افغانیو مرستې اعلان وکړ

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ پخوانی ویاند «جنرال» مبین چې اوس مهال زنداني دی، له زندان څخه د کونړ د زلزلې د غمیزې له امله د ۵ لکه افغانیو مرستې اعلان کړی دی.

هغه خپلو ملګرو ته لارښوونه کړې چې ژر تر ژره د پېښې ځای ته ورسېږي او له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې او لاسنیوي چارې ترسره کړي.

د شیخ هبت‌الله د حکم په اساس؛په څو وزارتونو، ولایتونو او قول اردوګانو کې نوې ګمارنې ترسره شوي

د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده د حکم پر بنسټ یو لړ نوې ګمارنې شوي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:

د لغمان پخوانی والي شیخ شیر احمد حقاني د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وزیر ټاکل شوی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر ملا خیرالله خیرخواه د میدان وردګ والي شوی دی.

د میدان وردګ پخوانی والي قاري محمد بختیار معاذ د لغمان والي ټاکل شوی دی.

د ۳۱۳ قول اردو پخوانی مرستیال ملا محمد حافظ مجاهد د فراه والي شوی دی.

د فراه پخوانی والي مولوي غوث الدین رهبر د ۳۱۳ قول اردو مرستیال ټاکل شوی دی.

د ۲۰۵ البدر قول اردو دوهمې پلې لواء پخوانی قومندان قاري محمد نسیم عزت د جوزجان مرستیال ټاکل شوی دی.

د کابل د درېیمې امنیتي حوزې پخوانی آمر حاجي شیرعلي جندالله د پکتیا امنیه قومندان ټاکل شوی دی.

د ۲۰۹ الفتح قول اردو لومړۍ پلې لواء پخوانی قومندان ملا عبدالشکور بریالی د ۲۰۵ البدر قول اردو دوهمې پلې لواء د قومندان په توګه ټاکل شوی دی.

د جوزجان پخوانی مرستیال مولوي نورالدین د ۲۰۹ الفتح قول اردو لومړۍ پلې لواء د قومندان په توګه ګمارل شوی دی.

د پکتیا پخوانی امنیه قومندان مولوي محمد عمر مخلص د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې آمر ټاکل شوی دی.

انتونیو ګوتریش:د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو او د زلزله‌ځپلو د مرستې لپاره هڅې نه سپموو

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان د نن ورځې زلزلې په اړه خپله خواخوږي او ملاتړ څرګند کړی دی.

هغه ویلي، د افغان ولس ترڅنګ ولاړ دی او د قربانیانو کورنیو ته د زړه له کومي د تسلیت مراتب وړاندې کوي، همدارنګه ټپیانو ته د ژر روغېدو هیله لري.

ګوتریش زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو ټیم په افغانستان کې د مرستې لپاره بسیج شوی او د اړتیا وړ کسانو د لاسنیوي په برخه کې به هېڅ ډول هڅه ونه سپموي.

استاد سیاف:له نږدې غمشریکي نشم کولای خو دعا کوم چې خدای دې افغانان نور له دې ډول ناورینونو وساتي

جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف د کونړ وروستۍ زلزلې د درنو تلفاتو په تړاو د خواخوږۍ پیغام خپور کړی دی.

ښاغلي سیاف ویلي، د کونړ خلک د جهاد پر مهال او وروسته د ملي اردو په لیکو کې د هېواد د دفاع لپاره ډېره قرباني ورکړې او اوسنی ناورین هم د دوی لپاره یوه دردوونکې پېښه ده.

هغه د شهیدانو لپاره د الهي رحمت، د ټپیانو لپاره د عاجلې شفا او د غمجنو کورنیو لپاره د جمیل صبر دعا کړې ده.

استاد سیاف زیاته کړې، سره له دې چې د نږدې غمشریکۍ زمینه نه لري؛ خو له لرې ځایه د خپل تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي او له لوی خدایه غواړي چې نور افغانان له دې ډول ناورینونو وساتي.

نریندرا مودي:هند د افغانستان زلزله‌ځپلو سره هر ډول مرستو ته چمتو دی

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د افغانستان د وروستۍ زلزلې له امله د خلکو د مرګ‌ژوبلې په تړاو خپله خواشيني څرګنده کړې ده.

هغه د قربانیانو کورنیو ته د غمشریکۍ او دعا مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د ژر روغېدو هیله څرګنده کړې.

مودي ټینګار کړی چې هند د افغان زلزله‌ځپلو لپاره د هر ډول بشري مرستو او بیړنیو آسانتیاؤ د برابرولو ته تیار دی.

مسعود پزشکیان:افغانستان کې د زلزله ځپلو سره هر ډول مرستې ته چمتو یوو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د افغانستان ختیځو سیمو کې د زلزلې له امله د ګڼو افغانانو د مړینې او ټپي کېدو په تړاو د تسلیت او خواخوږۍ پیغام خپور کړی دی.

پزشکیان په خپل پیغام کې د افغانستان له ولس او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې ایران د هر ډول همکارۍ، بیړنۍ مرستې او بشردوستانه مرستو د لېږلو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د یادونې ده چې دغې زلزلې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې ګڼې کورنۍ اغېزمنې کړې دي.

شهباز شریف:افغانستان کې د زلزلې په قربانیانو سخت خواشیني یوو

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د افغانستان ختيځ کې د وروستۍ زلزلې د درنو تلفاتو په اړه خواشيني څرګنده کړې ده.

هغه ويلي، دا زلزله چې کابل يې هم ولړزاوه او په پاکستان کې په ځانګړي ډول اسلام‌اباد کې هم محسوسه شوه، د سلګونو افغانانو ژوند يې واخيست او ګڼ کلي يې ويجاړ کړل.

هغه د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او دعا مراتب وړاندې کړي او زياته کړې يې ده چې پاکستان د افغان وروڼو او خویندو تر څنګ ولاړ دی او هر ډول ممکنه مرستې ته چمتووالی لري.

د طالبانو حکومت:د زلزلې ځپلو کورنیو سره مرستې او همدردي ملي وجیبه ده

د طالبانو حکومت د ننګرهار، کونړ، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو د وروستۍ زلزلې د درنو تلفاتو په اړه د تسلیت پیغام خپور کړی دی.

په دغه پیغام کې ویل شوي چې په دې ناورین کې ګڼ شمېر افغانان شهیدان، ټپیان او زیانمن شوي دي.

د طالبانو حکومت د قربانیانو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې.

د طالبانو حکومت ویلي چې ټولو اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې څو ژر تر ژره د پېښو ځایونو ته ورسېږي، د شهیدانو د تدفین، د ټپیانو د درملنې او د زیانمنو شویو د مرستې لپاره له خپلو امکاناتو کار واخلي.

یاد حکومت له ټولو هېوادوالو غوښتي چې له زیانمنو شویو کورنیو سره د سرپناه، خوړو او جامو په برخه کې خپلې مرستې ونه سپموي.