شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 297

د طالبانو سلاکار، فاروق اعظم:ښځینه ډاکترانې دې کونړ ته لاړې شي او خپل همت دې هغه چاته وښایي چې د زده کړو مخالفت کوي

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم ویلي، ښځینه روغتیاپالان دې عاجل د کونړ زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره ورشي.

نوموړي پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د ښځینه ډاکټرانو شتون د ټپي ښځو د درملنې لپاره اړین دی او دا کار به نه یوازې پر وخت انساني مرسته وي، بلکې په ټولنه کې به د ښځې د تعلیم عملي اهمیت هم وښيي.

فاروق اعظم ټینګار کړی، دا به هغو کسانو ته هم یو عیني درس وي چې د ښځو زده‌کړې بې‌ګټې ګڼي.

هغه د امام غزالي رحمه الله خبره راخیستې چې «د طب علم پر اسلامي ټولنه فرض دی» او پوښتنه یې کړې چې ایا زموږ تعلیم‌یافته ښځې د خپل مقام د تثبیت لپاره ابتکار او قرباني ورکولای شي که نه

معصوم ستانکزی:د نجونو پر تعلیم بندیز د طالبانو له لوري یو بحران زېږوونکی سیاست دی

د ملي امنیت پخوانی رییس معصوم ستانکزی وایي، وروستۍ زلزلې وښوده چې د طالبانو حکومت له لوري د عصري زده کړو او د نجونو د تعلیم د بندیز سیاست بحران زېږوونکی دی او د شریعت له اساسي اصولو سره په ټکر کې دی.

نوموړی وایي، اوس پوښتنه دا ده چې څوک به بې‌ګناه ښځو او نجونو سره اساسي مرسته وکړي.

ستانکزی ټینګار کوي چې د خلکو یووالی د مثبت بدلون لپاره ستر قوت دی.

ګلبدین حکمتیار:د ټرمپ لخوا د غزې ولس ته ګواښ ظالمانه دی او د سپینې ماڼۍ د نقش څرګندونه کوي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د غزې ولس ته ګواښ نه يوازې ظالمانه دی، بلکې دا هم څرګندوي چې په غزه کې روانې وژنې او جنايتونه د سپينې ماڼۍ په اراده ترسره شوي دي.

حکمتیار زياته کړې چې د چين پوځي ځواک نندارې د امريکا سپینه ماڼۍ اندېښمنه کړې او که امریکا زړورتیا لري، له چین او روسیې سره دې زورآزمايي وکړي، نه له افغانستان او د غزې په څېر مظلومو سره.

د یادونې ده چې ډونالډ ټرمپ حماس ته ګوتڅنډنه کې ویلي که مو اسراییل سره د توافق او سولې چانس له لاسه ورکړ د جهنم دروازې به مو پر مخ پرانیزو.

د اوکراین ولسمشر؛روسیې ته د تګ لپاره د پوتین بلنه رد کړه

0

‏د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي یو ځل بیا د روسیې پلازمېنې مسکو ته د سفر بلنه رد کړه او ویې ویل، نه شي کولای په داسې حال کې چې هېواد یې هره ورځ د روسي توغندیو هدف ګرځي، د مذاکرې لپاره مسکو ته ولاړ شي.

زلنسکي ټینګار وکړ چې که ولادیمیر پوتین د خبرو اراده لري، باید کییف ته لاړ شي.

هغه مسکو «د ترهګرۍ پلازمېنه» وبلله او څرګنده یې کړه چې چمتو نه دی د خبرو لپاره هغه ځای ته سفر وکړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې پوتین ویلي وو د زلنسکي سره مستقیمې خبرې هیڅکله منتفي نه دي، خو هغه دې مسکو ته راشي.

رویټرز:امریکا د افغانستان ختیځ کې زلزله‌ځپلو ته د بیړنیو مرستو د اعلان په اړه څه نه دي ویلي

0

نږدې یوه اوونۍ وروسته له هغې چې د افغانستان ختیځ کې زلزلې له دوو زرو ډېر کسان ووژل او لسګونه زره یې بې کوره کړل، د امریکا حکومت تر اوسه د بیړنیو مرستو د اعلان لومړی ګام نه دی پورته کړی.

رویټرز د سرچینو په حواله ویلي، معلومه نه ده چې واشنګټن به د مرستې نیت ولري که نه.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوازې د زلزلې له امله خواشیني څرګنده کړې؛ خو تر اوسه یې د بشري مرستو اعلان نه دی کړی.

بل لورته ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د بودیجې کمښت د افغانانو د روغتیا او تغذیې اساسي خدمتونه له ګواښ سره مخ کړي.

په ورته وخت کې روسیه، هند، ترکیه، جاپان، قطر، اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو هېوادونو د زلزله‌ځپلو لپاره لومړنۍ مرستې لېږلې دي.

د طالبانو حکومت بیا پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د ناورین ځپلو د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مرستې زیاتې کړي.

ننګرهار؛عدلیې ریاست خیریه بنسټونو ته سپارښتنه کړې، چې د مېرمنو د عکسونو له اخیستو ډډه وکړي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ننګرهار د عدلیې ریاست ټولو خیریه بنسټونو ته سپارښتنه کړې چې د مرستو وېش پر مهال اسلامي او افغاني ارزښتونو ته درناوی وکړي او د مېرمنو له عکاسۍ ډډه وکړي.

دا خبرداری له هغه وروسته ورکړل شوی، چې خلکو د ښځو د انځور اخیستو پر وړاندې اعتراضونه وکړل.

هلته د مرستو پر مهال د ګڼ شمېر خیریه بنسټونو مسوولینو له کورنیو هغه تصویرونه اخیستل، چې د ژورنالیزم له اصولو سره برابر نه وو؛ نو ځکه یې پر وړاندې پر ټولنیزو رسنیو کې تبلیغات پیل شول.

د کونړ غمیزې ته غمرازي؛د طالبانو حکومت مشر لاهم چوپه خوله دی

د کونړ له خونړۍ زلزلې تر شپږو ورځو تېرېدو وروسته؛ لاهم د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت الله اخندزاده د غمشریکۍ هیڅ پیغام نه دی شریک کړی.

هغه، چې ځان امیرالمومنین بولي؛ د کونړ د زرګونه خلکو په وژنې او د زرګونه نورو په ټپي کېدو لاهم چوپ دی.

بل لورته په ټولنیزو رسنیو کې هم د هغه چوپتیا نیوکې راپورته کړې او د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو ویلي، چې کندهار کې د اوسني حکومت مشر د چوپتیا د افغان ولس پر وړاندې نامناسب چلند دی.

حلیم فدایي:د طالبانو لخوا د نجونو پر زده‌کړو بندیز تر ټولو لوی خرافات دي

د لوګر پخواني والي محمد حلیم فدایي ویلي، که څه هم ډېری پیران او صوفیان د عبادت په نوم خرافات خپروي، طالبان هم له خرافاتو مستثنی نه دي.

نوموړي زیاته کړې، طالبان پر پیرانو او صوفیانو بندیز یوازې د خپل قدرت د خوندي کولو لپاره لګوي، ځکه له خپل ځان پرته بل څوک د مذهب په مدار کې نه زغمي.

فدایي ټینګار کړی چې د طالبانو د نجونو د زده کړو او پوهنتونونو بندول تر ټولو لوی خرافات دي.

هغه څرګنده کړې چې د خرافاتیانو ترمنځ جګړه د قدرت، شهرت، ثروت او ولسي نفوذ لپاره ده او زیان یې ولس ته رسېږي، خو په ملایانو او پیرانو کې استثناءات شته.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان له خاورې یو پیر جیلاني نومی سپین ږیری راغلی و او د طالبانو ډېری شمېر غړو ورته حلقې نیولې وې، ژړاوې یې کولې او په یو ځيني ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې ان سجدې هم شوې وې ورته.

په افغانستان کې؛سبا ۸ بجې د سپوږمۍ بشپړ کسوف رامنځته کېږي

سبا په افغانستان او ګڼو هېوادونو کې د “سپوږمۍ بشپړ کسوف” تندر نیونه رامنځته کېږي.

د یکشنبې پر شپه، د سنبلې ۱۶مه چې د ربیع الاول له ۱۴مې سره سمون خوري، د سپوږمۍ بشپړ کسوف (تندر نیونه) رامنځته کېږي.

په دې شپه سپوږمۍ سره ښکاري او نږدې ۸۵ سلنه د نړۍ خلک په آسیا، اروپا، افریقا او اوقیانوسیه کې دا “سور رنګې سپوږمۍ” لیدلی شي.

په افغانستان کې کسوف د ماښام ۷:۵۸ پیل او د دوشنبې تر سهاره ۱:۲۵ دوام کوي.

ملګرو ملتونو؛د افغانستان د زلزلې ځپلو لپاره لس میلیونه ډالر بیړنۍ مرستې ځانګړې کړې

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د افغانستان ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له اغېزمنو شویو سره د بیړنیو مرستو لپاره لس میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.

د سرمنشي ویاند سټیفان دوجارېک ویلي، د اوچا د ګډو مرستو له صندوقه دا پیسې د ژغورنې او لومړنیو اړتیاوو لپاره کارول کېږي.

نوموړي زیاته کړې، د کډوالو نړیوالې ادارې (UNHCR) د ۴.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت مرستندویه توکي کونړ او ننګرهار ته لېږدولي دي چې پکې خېمې، کمپلې، د اوبو لوښي، ګازي دېګونه، سولر څراغونه او ترپالونه شامل دي او شاوخوا ۵۶۰۰ کورنیو ته به ورسېږي.

د کډوالۍ اداره وايي، د افغانستان دننه زېرمې یې کمې شوې دي، ځکه په تېرې مودې کې یې له هغو کورنیو سره هم مرستې کړې دي چې له پاکستان او ایران څخه هېواد ته ستنې شوې دي.