شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 296

نایجل فراج:که لومړی وزیر شوم؛ نو افغان ښځینه پناه غوښتونکې به بېرته افغانستان ته ولېږم

د برېټانیا د اصلاحاتو ګوند مشر نایجل فراج ویلي که لومړی وزیر شي؛ نو افغان ښځینه پناه غوښتونکې به بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته واستوي.

هغه دا هم ویلي چې ناقانونه کډوال به په پوځي اډو کې بند کړي او د پناه غوښتنې پروسه به سختوي.

دا پرېکړه د بشري حقونو د فعالانو او نړیوالو سازمانونو له سختو نیوکو سره مخ شوې، ځکه د ښځو په ګډون افغانان چې بیرته هېواد ځي؛ نو له سختو محدودیتونو او ځورونو سره مخامخ کیږي.

د افغانستان او ایران ترمنځ؛د وریښمو پل نن بېرته د تګ راتګ او انتقال پر مخ پرانېستل شو

د افغانستان او ایران ترمنځ د وریښمو پل له یوې اونۍ بندیز وروسته بېرته د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شو.

دا پل د نیمروز ولایت له لارې له ایران سره وصل دی، چې خورا لوړ سوداګریز ارزښت لري.

د نیمروز د رسنیو دفتر وايي، دغه لار د ایران له لوري تړل شوې وه، خو د دواړو هېوادونو د سیمه‌ییزو چارواکو ترمنځ له خبرو وروسته بېرته پرانیستل شوه.

اوس مسافر او سوداګریز توکي له دې لارې په ازاده توګه تګ راتګ کولی شي.

د طالبانو حکومت؛د اطلاعاتو او کلتور وزیر د میدان وردګ والي وټاکل شو

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر، خیرالله خیرخواه نن په رسمي ډول د میدان وردګ د نوي والي په توګه معرفي شو.

هغه د معرفت په مراسمو کې ویلي چې د ولایت د خلکو خدمت ته ژمن دی او د ځایي ادارو ترمنځ پر همغږۍ او یووالي یې ټینګار کړی.

اجیت دووال:چابهار بندر هند ته له افغانستانه د ټرانزیټ یوه بدیله لاره ده

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال وايي، له خپل ایراني سیال علي لاریجاني سره یې د چابهار بندر، امنیت، دفاع او سوداګرۍ په برخو کې د همکارۍ پر پراخولو خبرې کړې دي.

نوموړی وايي، چابهار بندر هند ته له افغانستانه د ټرانزیټ لپاره یوه باوري او بدیله لاره برابروي، په ځانګړي ډول له دې امله چې د افغانستان او هند ترمنځ مستقیمه ځمکنۍ لاره نشته.

دووال زیاته کړې، دا یوه بله باوري او مستقیمه د سمندر له لارې لاره ده چې د مرکزي اسیا سیمې ته د تګ راتګ اسانتیا برابروي.

کرکټ؛افغان لوبډله نن له پاکستان سره پای لوبه ترسره کوي

0

افغان کرکټ ملي لوبډله نن د درې اړخیزو سیالیو پای لوبه کې له پاکستان سره مخ کېږي.

دا سیالۍ د افغانستان پر وخت د ماښام اووه نیمې بجې پیلیږي.

تر دې وړاندې په دغو سیالیو کې پاکستان او افغانستان دوه ځله مخ شوي، چې یوه لوبه یې افغانستان او بله یې پاکستان ګټلې.

احمد مسعود:امیرخان متقي راته ایران کې ویلي وو، چې انتخابات په اسلام کې ځای نه لري

د مقاوت په نوم جبهې مشر احمد مسعود تازه څرګنده کړې چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې یې په تهران کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي وو، او متقي ورته ویلي وو چې “انتخابات په اسلام کې ځای نه لري.”

مسعود ویلي، متقي ترې غوښتي وو چې له مقاومته لاس واخلي او کابل ته ستون شي.

هغه زیاتوي چې د خلکو د برخلیک ټاکلو حق او د انتخاباتو اهمیت ته باید درناوی وشي.

احمد مسعود ویلي، که طالبان د سولې، عدالت او انتخاباتو اصل ومني، دی د خبرو لپاره چمتو دی.

هغه ویلي، چې د طالبانو حکومت له واک اخیستو وروسته اساسي قانون لغوه کړی او ټول انتخاباتي او ولسواک بنسټونه یې تړلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند:د افغانستان له پرمختګ او اوسني حکومت سره د اړیکو ملاتړ کوو

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي چې نوی ډیلي د افغانستان د پرمختګ ملاتړ ته ژمن دی.

هغه د کابل او نوي ډیلي د اړیکو په اړه ویلي، چې هند له افغان ولس سره تاریخي او اوږدمهاله اړیکې لري.

نوموړي زیاته کړې چې دا مهال د طالبانو له حکومت سره هم په اړیکه کې دی.

متحده عربي اماراتو؛د افغانستان زلزله‌ځپلو ته د نوو مرستو د رالېږلو لړۍ پیل کړه

متحده عربي امارات د ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان په لارښوونه له افغانستان سره د مرستو لړۍ روانه ساتلې ده.

تازه د ۴۰ ټنه خوراکي او استوګنیزو توکو ډکه الوتکه د ختیځو سیمو زلزله‌ځپلو ته واستول شوه.

َهمدارنګه، د مرستندويه بېړۍ د استولو پرېکړه هم شوې چې پکې خوراکي توکي، درمل او استوګنیز وسایل شامل دي، څو د افغانانو د ستونزو په کمولو کې مرسته وشي.

خیبر پښتونخوا؛باجوړ کې چاودنې دوه تنو ته مرګ ژوبله اړولې

0

باجوړ کې د کرېکټ میدان ترڅنګ د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

چارواکي وايي وژل شوی کس فضل الله نومېږي او د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.

تر اوسه هېڅ ډلې د چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

اندړ، فاروق اعظم ته:په ځای د دې چې له ښځو د قربانۍ تمه ولرې، د زده کړو دښمنو مشرانو پر وړاندې دریځ ونیسه

دیني عالم مولوي رحمت‌الله اندړ د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم ته په غبرګون کې ویلي، تر هغې چې په دې نارینه‌محوره ټولنه کې ښځه لا هم دوهمه درجه ګڼل کېږي؛ د ښځو له قربانۍ دې تمه نلري.

ښاغلي اندړ ویلي، که فاروق اعظم رښتیا د علم ملاتړ کوي، نو باید د هغو طالب مشرانو نومونه واخلي او پر وړاندې یې ښکاره دریځ ونیسي چې د نجونو د زده‌کړو مخالفت کوي.

نوموړي پوښتنه راپورته کړې چې “علم یوازې طب نه دی، نو د نورو څانګو ارزښت به طالبانو ته څنګه ثابتېږي، او ایا طالبان په رښتیا د علم په ګټه او اهمیت نه پوهېږي؟”.

فاروق اعظم له دې خبرو وړاندې پر افغانو ښځینه داکترانو غږ کړی و چې کونړ ته دې لاړې شي او د خپل علم ګټه دې هغه چاته ثابته کړي چې نه غواړي ښځینه قشر په طبي زده کړو کې تحصیل ته ادامه ورکړي.