شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 298

ولادیمیر پوتین:په اوکراین کې بهرني ځواکونه به د روسیې د پوځ مشروع هدف وي

0

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی چې هر هغه بهرني ځواکونه چې اوکراین ته واستول شي، د مسکو له‌خوا به د “قانوني هدف” په توګه په نښه شي.

پوتین دا څرګندونې د ختیځ اقتصادي فورم په غونډه کې څو ساعته وروسته له هغې وکړې چې اروپايي مشرانو د احتمالي سوله‌ساتو ځواکونو د استولو خبره بیا تازه کړه.

هغه وویل، اوس چې جګړه روانه ده، د بهرنیو ځواکونو حضور به د روسیې له نظره د زغملو وړ نه وي.

پوتین د سولې له احتمالي تړون وروسته د سوله‌ساتو ځای پر ځای کول هم رد کړل او ټینګار یې وکړ چې د امنیت تضمینونه باید د مسکو او کییف دواړو لپاره برابر شي.

د امریکا د دفاع وزیر:د افغانستان جګړه کې د امریکا ناکامي د دفاع وزارت د نوم له بدلون سره تړاو لري

د امریکا د دفاع وزیر پیت هګسټ ویلي، د افغانستان جګړه کې د امریکا ناکامي د دفاع وزارت د نوم له بدلون سره تړاو لري.

هغه په یوه خبري غونډه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر څنګ وویل چې د وزارت نوم بېرته د «جګړې وزارت» ته بدلول د جګړې روحیه بېرته راژوندي کوي.

هګسټ زیاته کړې چې تر ۱۹۴۷ کال مخکې دا وزارت د جګړې وزارت و او امریکا په لویو جګړو لکه د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې کې بریالۍ وه؛ خو د نوم تر بدلون وروسته یې په کوریا، ویتنام، عراق او افغانستان کې بریا نه ده تر لاسه کړې.

ټرمپ تازه د یو فرمان له مخې د دفاع وزارت نوم بېرته د جګړې وزارت ته بدل کړی دی.

شفقت علي خان:د طالبانو حکومت د دفاع وزیر تورونه بې‌اساسه دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر یعقوب مجاهد وروستۍ څرګندونې «طنز» وبللې.

مولوي یعقوب مخکې ویلي وو چې د پاکستان امنیتي ادارې د ټي‌ټي‌پي او نورو ډلو د فعالیتونو په مخنیوي کې ناکامې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې اصلي ستونزه د دغو ډلو خوندي پټنځایونه په افغانستان کې دي.

شفقت علي خان زیاته کړې چې دا موضوع د دواړو هېوادونو په اړیکو کې لوی خنډ دی او طالبانو ته پکار ده جدي پام ورته وکړي.

د طالبانو حکومت بیا ویلي چې د افغانستان له خاورې هېڅ ګاونډی ته ګواښ نه متوجه کېږي.

هند؛د امیرخان متقي د سفر د لغوه کېدو موضوع تایید کړه

هند د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پلان شوی سفر دغه هېواد ته چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې له مخالفت وروسته لغوه شو، تایید کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندهیر جیسوال په خپله وروستۍ خبري غونډه کې په غیر مستقیم ډول د سفر د لغوه کېدو خبر تأیید کړ او ویې ویل چې هند له افغان ولس سره اوږدمهالې اړیکې لري او له افغان چارواکو سره تماسونه ساتي.

که دغه سفر ترسره شوی وای، متقي به د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته لومړنی طالب وزیر و چې هند ته یې سفر کړی وای.

راپورونه زیاتوي چې د متقي د سفر د معافیت غوښتنه مخکې هم د امریکا په مخالفت رد شوې وه او د هغه پلان شوی سفر پاکستان ته هم لغوه شوی و.

سرچینې وايي چې د متقي سفر یوازې ځنډېدلی او کېدای شي په راتلونکو میاشتو کې ترسره شي، که د سفر بندیز د معافیت موضوع حل شي.

ډونالډ ټرمپ؛د امریکا د دفاع وزارت نوم “د جګړې وزارت” ته بدل کړ

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجرایي فرمان له مخې د دغه هېواد د دفاع وزارت نوم بېرته “د جګړې وزارت” ته واړاوه.

ټرمپ د فرمان د لاسلیک پر مهال وویل، د “دفاع” نوم ډېر تدافعي دی او امریکا اړتیا لري چې د اړتیا پر مهال تهاجمي دریځ هم ولري.

د فرمان له مخې، د دفاع وزیر او نور چارواکي کولای شي په رسمي مکاتباتو کې د “جګړې وزارت” او “جګړې وزیر” نومونه وکاروي.

ټرمپ ټینګار وکړ چې د ۱۹۴۹ کال راهیسې د نوم له بدلولو وروسته امریکا هېڅ لویه جګړه نه ده ګټلې او اوس وخت د تهاجمي تګلارې د بیا راژوندي کولو دی.

د روغتیا نړیوال سازمان:پرله‌پسې ټکانونو د افغانستان د ختیځ اوسېدونکي اندېښمن کړي

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د افغانستان ختیځ کې په ځینو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله خلک لا هم د پرله‌پسې ټکانونو له وېرې سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د نوې ارزونې له مخې، په کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان کې نږدې ۸۴ زره وګړي د دغې ناورین له اغېزو سره مخ شوي دي.

دې سازمان ویلي، چې د تېرې شمېرنې پر بنسټ لږ تر لږه درې زره تنه ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا څلور زره نور ټپیان شوي دي.

یاد سازمان زیاتوي چې د دغو ولایتونو په کچه لږ تر لږه ۱۶ روغتیایي مرکزونه زیانمن شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خبره، د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ مرکزي روغتون او د نورګل د ولسوالۍ روغتیایي مرکز سخت زیان لیدلی او د نورګل د عارف کلینیک ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللې ده

افغان کرکټ ملي لوبډلې؛د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه

افغان کرکټ ملي لوبډلې په درې اړخیزه شل اوریزه لوبلړۍ کې په خپله څلورمه لوبه کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې بریا خپله کړه او سیالې لوبډلې ته یې د څلورو منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په پایلوبه کې به افغانستان د راتلونکې یکشنبې په ورځ له پاکستان سره د اتلولۍ لپاره د لوبې ډګر ته ښکته شي.

سیمه‌ییزې سرچینې:کونړ کې پاکستاني پوځ هوایي بریدونه کړي دي

سیمه‌ییزو سرچینو خبر ورکړی چې د پاکستان پوځ جنګي الوتکو د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د ډیورند کرښې څنګ ته هوایي بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، دا بریدونه د جمعې په ورځ د ماسپښین درې بجې ترسره شوي.

پاکستان ادعا کوي چې برید د تحریک طالبان پاکستان پر پټنځای شوی؛ خو د هدف او احتمالي تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

د طالبانو حکومت ځایي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

لغمان الینګار؛ ۵.۲ درجې زلزلې لړزې تر کابل او یو شمېر ولایتونو احساس شوي

د امریکا د جیولوجیکي څېړنو مرکز خبر ورکړی، چې د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د ۵.۲ درجې په کچه زلزله رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې، دا زلزله د ځمکې له سطحې ۹.۱ کیلومتره په ژوروالي کې شوې او لړزې یې تر کابل او یو شمېر نورو ولایتونو هم احساس شوې دي.

تر اوسه د دې پېښې د مرګ‌ژوبلې او یا احتمالي زیانونو په اړه کوم رسمي راپور نه دی خپور شوی.

افغانستان کې؛د روزا اتونبایوا ماموریت پای ته ورسېد

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، رزا اوتونبایوا ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسېد.

اتونبایوا مخښکې له دې چې ماموریت یې پای ته ورسېږي، د جمعې په ورځ د طالبانو حکومت د کډوالو وزیر مولوي عبدالکبیر سره تودیعي لیدنه وکړه، چې په کې د اوتونبایوا د هڅو او زحماتو ستاینه وشوه.

د طالبانو حکومت د کډوالو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اوتونبایوا د بشردوستانه مرستو د دوام ټینګار کړی.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ۲۵ کاري ډلې زلزله ځپلو سیمو ته استول شوي دي او د اړتیاوو ارزونې وروسته به مرستې وویشل شي.

اوتونبایوا همدارنګه د شمال افغانستان لپاره د ۲۳ میلیونو ډالرو پروژې د پلي کولو خبر ورکړ، چې دوهم فاز به یې په نیمروز او فراه کې عملي شي.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به په سپتمبر کې د افغانستان په اړه غونډه ترسره کړي او اوتونبایوا به خپل وروستی راپور وړاندې کړي.