پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 297

د طالبانو حکومت دفاع وزارت:په افغان خاوره د پاکستان برید بې ساری، له تشدد ډک او کرغیړن اقدام دی

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د پاکستان له‌خوا د افغانستان د هوايي حریم نقض په کلکو ټکو غندلی او دا یې «بې‌ساری، له تشدد ډک او کرغېړن اقدام» بللی دی.

د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، پاکستاني جټ الوتکو د ډېورند کرښې ته څېرمه د پکتیکا ولایت د مرغې په سیمه کې پر یوه ملکي بازار بمبار کړی او د کابل د پلازمېنې هوايي حریم یې هم نقض کړی دی.

اعلامیه زیاتوي:«موږ د افغانستان په حریم دا تجاوز په تر ټولو کلکو ټکو غندو او د خپل حریم څخه دفاع زموږ حق ده.»

یاد وزارت خبرداری ورکړی، چې که دا ډول بریدونه دوام وکړي او وضعیت ترینګلی شي، مسؤولیت او عواقب به یې د پاکستان پوځ ته راجع وي.

ضیاءالحق امرخېل:په نړۍ کې د اسراییل او پاکستان د تجاوزي کړنو پالیسي یوه ده

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخیل د پاکستان له لوري د کابل هوایي بریدونه د افغانستان پر حریم ښکاره تجاوز بللي دي.

هغه ویلي، په نړۍ کې یوازې دوه هېوادونه اسرائیل او پاکستان داسې تجاوزي کړنې ترسره کوي.

امرخیل ټینګار کړی چې د دغه «نه‌بخښوونکي عمل» پر وړاندې د افغان ولس یووالی حیاتي دی، ځکه پاکستان له لسیزو راهیسې د افغانستان د نظامونو د کمزوري کولو هڅې کوي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د اسلام‌اباد پر وړاندې واضح دریځ ونیسي او د افغان حاکمیت د نقض په اړه چوپه پاتې نه شي.

امیرخان متقي او جې شنکر؛په نوي دهلي کې د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراخولو پر لارو هوکړه وکړه

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن په نوي دهلي کې له خپل هندي سیال ډاکټر ایس. جې. شنکر سره وکتل چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو، سیمه‌ییزو پروژو او د خلکو ترمنځ د تګ راتګ د اسانولو په اړه بحث کړی.

متقي د هند له حکومت مننه کړې او دا سفر یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په مسیر کې مهم او تاریخي تحول بللی.

هغه ویلي افغانستان کې د پانګونې پراخ فرصتونه شته او هندي پانګوال کولای شي په کرنه، روغتیا، کانونو او ترانسپورت کې فعالیت وکړي.

هندي وزیر جې شنکر د طالبانو حکومت د امنیتي هڅو ستاینه کړې او اعلان یې کړی چې د هند سفارت به له تخنیکي څخه دیپلوماتیکې کچې ته پورته کېږي.

هغه همدارنګه دهلي کې د افغان دیپلوماتانو منلو، د افغان بندیانو د ستونزو حل، د ویزو اسانتیا او د بشري مرستو د دوام ژمنه کړې.

دواړو لوریو د هوايي دهلیز د پراخېدو، د سوداګرۍ ګډې کمېټې جوړېدو او د پراختیايي پروژو په ځانګړي ډول د روغتیا، بریښنا او زیربناوو په برخه کې د همکاریو د ژورتیا پرېکړې کړي.

فضل‌هادي مسلمیار:د پاکستان هوايي برید د افغانستان پر خپلواکۍ او ملي حاکمیت ښکاره تېری دی

د مشرانو جرګې پخواني رییس فضل‌هادي مسلمیار د پاکستان له لوري په پلازمېنه کابل او پکتیکا ولایت کې د ترسره شوو هوايي بریدونو په سختو ټکو غندنه کړې ده.

نوموړي دا بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری بللی او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد د ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو ښکاره سرغړونه کړې ده، چې هېڅ ډول توجیه نه لري.

مسلمیار له نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي چې د دغو بریدونو په اړه چوپ پاتې نه شي او بې‌طرفه څېړنې ترسره کړي.

هغه ټینګار کړی چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی، ملت یې یو موټی او یو غږ دی، او هېڅ بهرنی ځواک د دې خاورې په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.

حامد کرزی:د پاکستان هوایي بریدونه د افغانستان پر حاکمیت ښکاره تیری دی

د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لوري پر کابل پکتیکا، خوست او ننګرهار پر ولایتونو د هوايي بریدونو په غبرګون کې دا بریدونه د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه، د افغانستان پر حاکمیت تېری او د هېواد د خاورې پر تمامیت یرغل بللی دی.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د پاکستان تګلارې د افغانستان او سیمې په اړه غیرمسؤلانه دي او اوسنی حالت د هماغو غلطو سیاستونو پایله ده چې پاکستان کلونه تعقیب کړي دي.

هغه له اسلام‌اباده وغوښتل چې د شخړو او تاوتریخوالي پر ځای خپلې تېروتنې ومني، د نړیوالو اصولو او د ګاونډیتوب حقونو ته درناوی وکړي او له افغانستان سره د ملګرتیا او متمدنې اړیکې پر بنسټ تعامل وکړي.

جې شنکر:هند د افغانستان د اوبو د سرچینو د دوامدار مدیریت لپاره ګډ کار ته تیار دی

د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس. جې شنکر ویلي، هند د افغانستان له‌خوا د اوبو د مدیریت او اوبه‌لګولو په برخه کې د همکارۍ د پراخولو او لېوالتیا هرکلی کوي او چمتو دی چې د افغانستان د اوبو د سرچینو د دوامدار مدیریت لپاره ګډ کار وکړي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د تنظیم او زراعت په برخه کې د «ګټورې همکارۍ» یادونه کړې او ویلي، هند غواړي دا اړیکې لا پسې پیاوړې شي ترڅو د افغانستان د طبیعي سرچینو د اغېزمنې استفادې زمینه برابره شي.

فضل محمود فضلي:حاکمه ډله د پاکستان په خوښه پر کابل د بریدونو په اړه چوپ ده

د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي ویلي، د تاریخ په اوږدو کې دا لومړی ځل دی چې پر افغان پلازمېنه کابل د پاکستاني پوځ له‌خوا هوايي برید شوی.

نوموړی دا برید د استعماري ځواکونو د پخوانۍ لوبې تسلسل بولي.

دی وایي، چې شل کاله د پاکستان او د هغوی د نیابتي افراطیانو له لارې د افغان وژنې جګړه توده ساتل شوې وه.

فضلي زیاتوي، اوس هم حاکمه ډله د استعمار په امر چوپه ده او یوازې وایي “خیر خیریت دی”.

د ده په وینا، د افغانستان د خلاصون لپاره د وطنپالو افغانانو یووالی اړین دی او باید افغاني وطنپالنه تکفیر نه، بلکې پیاوړې شي.

سمیع سادات:د طالبانو رژیم باید نسکور شي، ترڅو د ازادۍ او عزت لپاره يو مقتدر پوځ جوړ شي

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات د پاکستان د هوایي حملو کلک غندنه کړې او ویلي چې دا حملې غیرقانوني، تېری او زموږ پر ګران وطن واضح تجاوز دی.

نوموړي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د طالبانو رژیم د افغانستان د کمزورتیا سبب شوی او دا وضعیت د هېڅ افغان لپاره د منلو نه دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې د طالبانو رژیم باید نسکور شي ترڅو افغانان خپله ازادي او عزت ترلاسه کړي او په هېواد کې یو مقتدر پوځ جوړ شي چې د هر ډول بهرني تیری په مقابل کې ځواکمن ځواب ورکړي.

سادات د دې غوښتنې سره یو ځای پر نړیوالو او افغانانو غږ کړی چې د متحدې جبهې له لارې همغږي او یووالی پیاوړی کړي، څو د افغانستان امنیت او حاکمیت تضمین کړای شي.

پاکستاني جټ الوتکو؛د پکتيکا برمل ولسوالۍ مرغه بازار بمبار کړی

سیمه‌ییزې سرچینو ویلي، چې تېره شپه دوولس بجې د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په مرغه بازار باندې پاکستاني جټ الوتکو بمبار کړی؛ خو ځاني زيان نه لري.

سرچينه زياتوي چې په دې بازار کې شاوخوا ۱۰ دوکانونه په بشپړ ډول وران او ځينې سوځېدلي او د بازار د ټولو دوکانونو ښيښې هم ماتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر ماښام پاکستان پر کابل هم برید کړی وو.

د کابل تر برید یوه ورځ وروسته؛د پاکستان د پوځ ویاند نن په پېښور کې مهمه خبري غونډه کوي

ټاکل شوې چې د پاکستان د پوځ ویاند به یو مهم خبري کنفرانس ولري.

دا کنفرانس نن پېښور کې ترسره کېږي.

تر اوسه په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړل شوي.

د یادونې ده چې دغه کنفرانس پر کابل تر بربد یوه ورځ وروسته ورکول کېږي.