یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 285

اتلانتیک شورا:د افغان نجونو زده‌کړه د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې د مقاومت وسیله ګرځېدلې

اتلانتیک شورا په تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان د نجونو او مېرمنو زده‌کړې یوازې د انساني حق په توګه نه، بلکې د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې د مقاومت یوه وسیله ګرځېدلې.

د شورا د معلوماتو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر یو میلیون ډېرې نجونې له ښوونځیو پاتې شوې؛ خو بیا هم ښځې او نجونې په ښارونو او کلیو کې په محدودو شرایطو کې د زده‌کړې او رهبرۍ هڅې کوي.

راپور زیاتوي چې افغان مېرمنې د یووالي په مرسته، د سختو او ځپونکو شرایطو سره سره، زده‌کړې ته دوام ورکوي او دا یې د «جنسیتي اپارتاید» پر وړاندې د مبارزې یوه وسله ګرځولې ده.

اتلانتیک شورا ټینګار کړی چې د افغان ښځو هڅې ښيي بدلون د کوچنیو خو ګډو ګامونو له لارې رامنځته کېدای شي.

حلیم فدایي د فاروق اعظم د بندي کېدو په غبرګون کې:د الله د نعمتونو ناشکري د سخت عذاب لامل کېږي

د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي، د ډاکټر فاروق اعظم د بندي کېدو په غبرګون کې ویلي، چې فاروق اعظم پخوا د ارګ په تالار کې د پخواني ولسمشر اشرف غني او نورو مشرانو پر وړاندې توندې خبرې کړې وې؛ خو د هغه د آزاد فکر او نقاد درناوی کېده.

ښاغلي فدایي ویلي: «نن هغه کس ولچک شوی، چې نه یې د سپینو وېښتو خیال وساتل شو او نه یې د حق‌پالنې مرستې ته څوک ورسېدل.»

هغه زیاته کړې، چې تر ټولو ډېر شکایت او فریاد اوس له هغو کسانو اورېدل کېږي، چې د طالبانو د راتګ پر مهال یې اتڼونه کول او د بریا جشنونه یې لمانځل.

فدایي د قرآن د یو آیت په یادولو سره ویلي: «د الله د نعمتونو ناشکري د سخت عذاب لامل کېږي.»

مولوي رحمت‌الله اندړ:د فاروق اعظم نیول د طالبانو د نه بدلون او د انتقاد د نه زغملو څرګندونه کوي

دیني عالم مولوي رحمت الله اندړ وايي، د طالبانو له لوري د ډاکتر فاروق اعظم بندي کول کومه نوې خبره نه ده، بلکې د طالبانو د واکمنۍ په اړه د هغو خلکو لپاره یو لوی درس دی چې تر اوسه فکر کوي دغه ډله بدله شوې ده.

ښاغلي اندړ ویلي، چې طالبان د انتقاد پر وړاندې هېڅ زغم نه لري او د ډاکتر فاروق اعظم نرمه او ملاحظه کاره نیوکه یې هم د تخریب په سترګه لیدلې ده.

هغه ویلي، ملا هبت الله اخوند یوازې خپله سلیقه او د څو نورو ورته ملایانو تعبیر او تفسیر د شریعت په توګه په خلکو مني؛ خو د بل هېڅ نظر زغملو ته تیار نه دی.

اندړ زیاتوي چې د طالبانو په رژیم کې له طالب پرته بل څوک ځای نه لري او طالب هغه څوک ګڼل کېږي چې د امیر امرونه په پټو سترګو ومني، که د شریعت مطابق وي او که نه وي، که معقول وي او که نه وي.

د هغه په وینا، د طالبانو د اوسني واک چلند ښيي چې دغه ډله نه د انتقاد زغم لري، نه د اصلاح ظرفیت او نه هم د افغانستان د انزوا ختمولو اراده.

جانتن ټروټ:لوبه کې د بریا لپاره یوازې توپ اچونه نه، بلکې توپوهنه او ډګر ساتنه هم مهمه ده

0

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکي جانتن ټروټ ویلي، د بنګله‌دېش پر وړاندې د بریا لپاره یوازې توپ اچونه نه، بلکې توپوهنه او ډګر ساتنه هم مهمه ده.

هغه د لوبې ترمخه په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې چې افغان لوبډلې ښه دمه کړې او بشپړ چمتووالی لري.

ټروټ هیله وښوده چې سبا لوبه د افغانستان په ګټه تمامه شي.

یاده لوبه د اسیا جام په لړ کې سبا سه‌شنبه د ماښام په ۶:۳۰ بجې پېلېږي.

بلوچستان کې د سړک غاړې ماین چاودنه؛د یو کپتان په ګډون پنځه سرتېري وژل شوي

0

په بلوچستان کې د کیچ ولسوالۍ د دشت او مند ترمنځ د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د پوځ یو کپتان د کاکړ په نوم او لږ تر لږه څلور نور سرتېري وژل شوي دي.

تر چاودنې وروسته سیمه د پوځ له خوا محاصره شوې او د بریدګرو د موندلو لپاره د لټون عملیات روان دي.

ملګري ملتونه:د ننګرهار او کونړ د زلزلو ځپلې کورنۍ د ژمي له سختو ګواښونو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو پراختیايي سازمان وايي چې د ننګرهار او کونړ وروستیو زلزلو درانه زیانونه اړولي او ډېری ځپلي کورنۍ د ژمي تر رارسېدو مخکې بې‌سرپناه پاتې دي.

ملګري ملتونه وايي، ډېری مرګ‌ژوبله د دیوالونو او چتونو د نړېدو له امله رامنځته شوې او لسګونه کورنۍ اوس په لنډمهالو خیمو کې ژوند کوي.

دغه سازمان د بېړنیو مرستو او خوراکي توکو غوښتنه کړې ده.

نتانیاهو:یوازې حماس نه؛ بلکې د ایران له ټول محور او ډلو سره جګړه کوو

0

د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وایي چې دوی یوازې له حماس سره نه، بلکې د ایران له ټول محور سره جګړه کوي، چې حماس یې یوازې یوه برخه ده.

هغه په یوه مرکه کې دا ادعا رد کړه چې ګواکې د غزې جګړه یې د خپلې سیاسي بقاء لپاره اوږده کړې.

نتانیاهو وویل، دا جګړه له هغو جګړو ډېره پېچلې ده چې نور پوځونه یې پر ضد جنګېدلي، ځکه دا جګړه د یرغمل شویو کسانو تر سیوري لاندې روانه ده.

مسعود پزشکيان:اسلامي هېوادونه دې د اسراییلو پر ضد ګډ دریځ خپل کړي

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د عربي او اسلامي هېوادونو د سرمشریزې د ګډون لپاره دوحې ته روان شوی او هیله یې څرګنده کړې چې اسلامي هېوادونه د اسراییلو پر ضد یو ګډ دریځ ته سره ورسېږي.

هغه د تهران په هوايي ډګر کې له خبریالانو سره خبرو کې ویلي، تمه لري چې په دې ناسته کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ واقعي یووالی رامنځته شي.

پزشکيان په خپلو خبرو کې اسراییل په کلکه غندلي او ویلي چې دا رژیم د امریکا په بشپړ ملاتړ هر څه ترسره کوي، چې د سیمې امنیت او ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي.

یاده سرمشریزه په داسې حال کې جوړېږي چې د اسراییلو وروستي بریدونه، په ځانګړي ډول پر دوحه هوايي حملې، سیمه‌ییزې او نړیوالې اندېښنې راپارولي دي.

سمنګان؛د سکرو کانونو د ښوېدو له امله دوه تنه مړه شوي

سمنګانو کې د سکرو کانونو د ښوېدو له امله دوه تنه مړه شوي دي.

د طالبانو حکومت د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند، حشمت‌الله رحماني وايي چې دا پېښې د دره‌صوف بالا ولسوالۍ په دوو جلا سیمو کې شوې دي.

د هغه په وینا، یوه پېښه نن سهار د دره‌صوف د شباشک شیخه کلي کې شوې، چې په کې یو ۴۵ کلن کان‌کیندونکی چې ظاهر نومېږي مړ شوی دی.

نوموړی د بامیانو اصلي اوسېدونکی و؛ خو دا مهال یې په مزارشریف کې ژوند کاوه.

رحماني زیاتوي چې بله ورته پېښه پرون شوې، چې په کې یو بل کان‌کیندونکی مړ شوی، خو د پېښې جزئیات یې نه دي ورکړي.

اسرائیلو؛تازه بریدونو کې ۵۳ فلسطینیان وژلي

0

د اسراییلو ځواکونو په خپلو تازه هوايي بریدونو کې په غزه کې ۵۳ فلسطینیان وژلي او ۱۶ ودانۍ یې نړولې دي.

الجزیرې راپور ورکړی، چې یوازې د یکشنبې په ورځ لږ تر لږه ۳۵ تنه په غزې ښار کې وژل شوي او دوه نور فلسطینیان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اسراییلو د جګړې له پیله راهیسې د لوږې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۴۲۲ ته رسېدلی.

په همدې حال کې بیا د اسراییلو پوځ د غزې ښار په رمال سیمه کې د «الکوثر» برج په بشپړ ډول نړولی دی.