یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 286

هند؛په اسیا جام کې پاکستان د ۷ وېکټو په توپیر مات کړ

0

د اسیا جام په روانو سیالیو کې د هند او پاکستان سیالي د هند په بریا پای ته ورسېده.

پاکستان په دې لوبه کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۸ منډې جوړې کړې.

هند دغه هدف د درېیو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۶م اور کې بشپړ کړ او سیالي یې د ۷ وېکټو په توپیر وګټله.

ټاکل شوې چې د افغانستان ملي لوبډله به د خپلې دویمې سیالۍ لپاره د وږي پر ۲۵مه د سه شنبې په ورځ د بنګله دېش پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.

مقاومت په نوم جبهه:هرات کې مو درې طالب سرتېري ووژل

د مقاومت په نوم جبهې ویلي، تېر ماښام یې د هرات ولایت د ګذره ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو پر یو ګزمه برید کړی دی.

دغه جبهه وایي، په دې برید کې درې طالبان وژل شوي، دوه میله وسلې او یوه موټرسايکل د مقاومت جبهې لاس ته ورغلي دي.

دوی ویلي، چې وژل شوي کسان د طالبانو حکومت د الفاروق قول اردو د کشف له قطعې څخه وو.

یادې جبهې زیاته کړې چې دا نښته د ماښام ۸:۳۰ بجې د هرات–پشتون زرغون پر لاره د پولیسو د تربیوي مرکز څنګ ته رامنځته شوې ده.

د ایران د بشري حقونو بنسټونه:په قزوین زندان کې یوه افغانه ښځه او خاوند یې د نشه يي توکو په تور اعدام شول

د ایران د بشري حقونو بنسټونو ویلي چې په قزوین زندان کې یوه افغانه ښځه له خپل خاوند سره یو ځای اعدام شوې ده.

راپورونه وايي چې حدیقه عبادي او یونس مزارشمس د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي وو او درې ماشومان یې د زندان پر مهال ورسره وو؛ خو وروسته دغه ماشومان خوشې او افغانستان ته لېږل شوي دي.

دغه افغانه جوړه نږدې ۲۰ کاله په ایران کې اوسېدله او څلور کاله وړاندې ورته د اعدام حکم ورکړل شوی و.

د ماشومانو عمر او هویت تر اوسه نه دی څرګند شوی.

تر دې دمه د ایران حکومت او دولتي رسنیو د دې اعدام په اړه څه نه دي ویلي.

د ایران د بشري حقونو سازمان د شمېرو له مخې، په تېرو دریو کلونو کې د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ۵۰۳ کسان په ایران کې اعدام شوي دي.

د هه‌نګاو د تازه معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې په ټول هېواد کې ۹۰۶ بندیان اعدام شوي چې ۵۹ یې افغانان دي.

یونیسف:د کونړ په زلزله کې له نیمایي ډېر قربانیان ماشومان دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په راپور کې ویل شوي چې د کونړ په وروستۍ زلزله کې تر ۱۱۰۰ ډېر ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی، چې د ټولو قربانیانو نیمایي برخه جوړوي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي تاج الدین اویوالي ویلي، د زلزلې له امله سلګونه ماشومان بې کوره شوي او یو شمېر یې خپلې کورنۍ هم له لاسه ورکړي دي.

اویوالي ټینګار کړی چې که د دغو ماشومانو لپاره عاجلې مرستې او پاملرنه و نه شي، د ژغورنې او ملاتړ له اساسي حقونو به بې برخې پاتې شي.

جیو نیوز:پاکستاني پلاوی د ټي‌ټي‌پي په تړاو د جدي خبرو اترو لپاره کابل ته سفر کوي

د پاکستاني رسنۍ جیو نیوز وایي، د افغانستان لپاره د اسلام‌اباد ځانګړی استازی محمد صادق خان به راتلونکې اوونۍ کابل ته سفر وکړي څو د طالبانو حکومت ته د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي په تړاو د پاکستان جدي اندېښنې ورسوي.

راپور زیاتوي چې نوموړی به د طالبانو حکومت له چارواکو وغواړي چې یادې ډلې ته د خوندي ځایونو ورکولو مخه ونیسي.

پاکستاني چارواکي وايي، په دې اړه یې شواهد هم د طالبانو حکومت ته سپارلي دي.

دا سفر پر داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې په خېبرپښتونخوا کې د ټي‌ټي‌پي په بریدونو کې ۱۹ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د دغو پېښو وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې یا دې له پاکستان سره ودرېږي او یا دې د «ترهګرو» ملاتړ پرېږدي.

هغه همداراز ویلي چې افغان وګړي د پاکستان په ترهګریزو پېښو کې لاس لري او ژر به ناقانونه افغان کډوال له هېواده وایستل شي.

مارکو روبیو:د طالبانو سره نیول شوي امریکایي وګړي باید خوشې شي

کابل ته د امریکایي پلاوي تر سفر وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي دي چې په افغانستان کې نیول شوي امریکایي وګړي باید خوشې شي.

روبیو له رسنیو سره د واشنګټن نه د منځني ختیځ پر لور د سفر پر مهال وویل، تر اوسه نه شي ویل کېدای چې د دواړو لورو ترمنځ د بندیانو تبادله په نږدې راتلونکي کې ترسره کېږي او که نه.

هغه یوازې څرګنده کړه چې د امریکا د بندیانو چارو ځانګړی استازی اډم بولر کابل ته تللی څو د احتمالي تبادلې امکانات وارزوي.

د طالبانو د ادعا په اړه چې ګواکې واشنګټن د بندیانو د تبادلې تړون ته غاړه ایښې، روبیو وویل: «زه په دې نه پوهېږم. زموږ ځانګړی استازی له اوږدې مودې راهیسې خبرې کوي. اوس هغه هلته تللی چې وګوري څه ممکن دي. وروستۍ پرېکړه د هر ډول تبادلې یا هوکړې په اړه د ولسمشر ده. خو موږ غواړو ټول امریکایان او هر هغه څوک چې غیرقانوني نیول شوي، خوشې شي.»

بل لور ته د محمود شاه حبیبي ورور ویلي چې د اډم بولر سفر کابل ته د همدې لپاره دی څو د حبیبي د خوشې کېدو هڅې وشي.

محمود شاه حبیبي، چې د امریکا او افغانستان دوه‌ګونی تابعیت لري او د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې پخوانی مشر دی، د امریکا په وینا د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه کابل کې نیول شوی و.

واشنګټن د هغه د نیولو پړه پر طالبانو اچوي؛ خو د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي.

د حزب اسلامي شهادت ورځپاڼه:خلیلزاد د افغانستان پټ ولسمشر دی، او تحرکات یې خطرناک بریښې

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار اړوند ډیلي شهادت ورځپاڼه وايي، زلمی خلیلزاد افغانستان ته له ویزې پرته راځي او دا د افغانستان پټ ولسمشر دی، چې تر ځڼد وروسته معلوم شو.

دغې ورځپاڼې د خلیلزاد وروستي تحرکات خطرناک بللي.

سرچینې ویلي، خلیلزاد د یو دیپلومات په توګه نه غږیږي او ځکه یې د پاکستان ضد دریځ نیولی، چې په افغانانو ګران شي.

د ورځپاڼې مطلب کې راغلي، چې د طالبانو حکومت هم ځینې د خلیلزاد طرفداري کوي؛ خو ټلواله او د پخواني جمهوري نظام چارواکي د خلیلزاد په مخالفت کې دي.

د شیخ هبت‌الله د حکم پر اساس؛ځینو اداراتو کې نوې ګمارنې شوي دي

د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده په حکم په یو شمېر ادارو کې نوې ګمارنې شوې دي.

د پرېکړې له مخې، نورالله منیر د سترې محکمې د قضايي مرستیال په توګه ټاکل شوی، سردار محمد ابو الفیضان د سترې محکمې د پوځي مرستیال په توګه ګومارل شوی او خیرجان خیرخواه د سترې محکمې د پخواني پوځي مرستیال له دندې وروسته د عالي دارالافتاء د رییس په توګه ټاکل شوی دی.

کابل؛د جاپان د سفیر تاکایوشي کورومایا ماموریت پای ته ورسېد، او پر ځای یې کنیچي ماساموتو وټاکل شو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د جاپان پخوانی سفیر تاکایوشي کورومایا د خپل ماموریت د پای ته رسېدو په مناسبت له بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې ده.

د وزارت په وینا، کورومایا ویلي چې د افغانستان ماموریت یې بشپړ شوی او پر ځای به یې کنیچي ماساموتو د جاپان د نوي سفیر په توګه دنده پیل کړي.

مولوي امیرخان متقي د کورومایا له هڅو مننه کړې او د جاپان له نوي سفیر سره د همکارۍ د دوام هیله یې څرګنده کړې ده.

مارکو روبیو:د دوحې پر برید ناخوښه یو؛ خو له اسراییل سره اړیکې نه اغېزمنېږي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې واشنګټن د اسراییلو له لوري پر دوحې د ترسره شویو بریدونو خوښ نه دی؛ خو دا پېښه به د امریکا او اسراییلو پر اړیکو سیوری و نه غورځوي.

روبیو زیاته کړې: «څه چې وشول، وشول، موږ به له اسراییل سره خبرې وکړو او د راتلونکي په اړه به ورسره بحث وکړو.»

د راپورونو له مخې، د دغو بریدونو پر مهال د حماس پنځه غړي وژل شوي دي.