یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 284

بلوچستان؛نامعلومو وسله والو د پولیسو یوه پوسته سوځولې

0

د بلوچستان د شېراني ولسوالۍ مرستیال کمېشنر ولي کاکړ ویلي چې وسله‌والو د پولیسو یوه پوسته سوځولې ده.

د هغه په وینا، په برید کې یو پولیس په ډزو وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

کاکړ زیاتوي چې تر برید وروسته د پولیسو له لوري په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل شوي دي.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

انتونیو ګوترېش:د طالبانو لخوا د ښځینه مرستندویانو د کار بندیز احمقانه او نه‌منل کېدونکی دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د طالبانو حکومت له لوري په زلزله‌ځپلو سیمو کې د ښځینه مرستندویانو د کار بندیز «احمقانه او نه‌منل کېدونکی» وباله.

هغه په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د ښځو د کار مخنیوی د مرستو وېش له جدي ستونزو سره مخ کړی او د میلیونونو اړمنو خلکو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی.

ګوترېش ټینګار کړی چې پرته له ښځو مرستې اړمنو کسانو ته نه رسېږي او دغه محدودیتونه د افغانستان د پرمختګ مخه نیسي او فقر زیاتوي.

ملګرو ملتونو ویلي، د طالبانو حکومت د وږي پر ۲۰مه نېټه په زلزله‌ځپلو سیمو کې د ښځو د کار مخه نیولې چې له امله یې د مرستو بهیر ګډوډ شوی دی.

په بلخ او څو نورو ولایتونو کې؛د وای فای بندېدو له امله بانکي سیستم له ستونزو سره مخ شوی

په بلخ او څلورو نورو ولایتونو کې د طالبانو حکومت له لوري د وای فای انټرنېټ بندېدو د بانکي سیستم کارونه له جدي خنډونو سره مخ کړي دي.

سرچینو ویلي، د مزارشریف په بانکونو کې د ستونزو له رامنځته کېدو وروسته د طالبانو حکومت والي یوسف وفا امر کړی چې بانکونه او ځینې دولتي ادارې دې له دغه بندیزه معاف وي.

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله د انټرنېټ د بندېدو امر کړی او د مخابراتو وزارت اعلان کړی چې د ګرځنده انټرنېټ سرعت به تر ۲ جي‌بي محدود شي.

د «نېټ بلاکس» وېب‌سایټ هم په ځینو ولایتونو کې د وای فای بندېدل تایید کړي دي.

دغه اقدام په داسې حال کې شوی چې د طالبانو حکومت بهرني پانګه‌وال افغانستان ته رابولي؛ خو د انټرنېټ بندېدل د بانکوالۍ او اقتصادي فعالیتونو لپاره ستر خنډ بلل کېږي.

ډان ورځپاڼه:پاکستان ښایي له طالبانو سره محدودې او شرط لرونکې اړیکې وساتي

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په بنو کې د وژل شویو پوځیانو د جنازې پر مهال افغان طالبانو ته په ښکاره پیغام ورکړی دی، چې باید د اسلام‌اباد او ټي‌ټي‌پي تر منځ یو اړخ غوره کړي.

ډان لیکلي، چې شهباز شریف طالبانو ته خبرداری ورکړی، که د پاکستان پر ضد وسله‌والو ډلو ته ځای ورکوي؛ نو د سیمې د ادغام او نړیوالې پېژندنې چانس به له لاسه ورکړي.

راپور زیاتوي، په وروستیو بریدونو کې لسګونه پاکستاني پوځیان وژل شوي او د اسلام‌اباد پر طالبانو باور ټکنی شوی دی.

ډان زیاتوي، پاکستان ښایي له طالبانو سره محدودې او شرط لرونکې اړیکې وساتي، د سیمه‌ییزو شریکانو په ځانګړي ډول د چین په مرسته فشار زیات کړي، او د کورني امنیت د پیاوړتیا لپاره پر سرحدي او استخباراتي تدابیرو ډېر تمرکز وکړي.

اکوادور؛سپاه پاسداران، حماس او حزب‌الله ترهګر او جنایتکار سازمانونه اعلان کړل

0

د اکوادور ولسمشر دانیل نوبوآ د اجرایي فرمان په لاسلیک کولو سره د ایران د سپاه پاسداران، حماس او د لبنان حزب‌الله ډلې ترهګرې او جنایتکارې شبکې اعلان کړې دي.

په دغه فرمان کې ټینګار شوی چې د یادو ډلو فعالیتونه د اکوادور د ملي امنیت، حاکمیت او د دې هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ګیدعون سعار د اکوادور له دې پرېکړې مننه کړې او دا یې زړور ګام بللی چې د ده په وینا د ایران د ترهګریزې شبکې پر وړاندې څرګند پیغام لېږي او نړیوال امنیت پیاوړی کوي.

د یادونې ده چې د اکوادور د ملي استخباراتو مرکز (CNI) د ۲۰۲۵ کال د مې تر سپتمبر پورې د حکومت مشرتابه ته هغه راپورونه سپارلي وو چې د دغو ډلو د احتمالي حضور او فعالیتونو په اړه یې خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو چې ښايي د اکوادور له کورنیو جنایي شبکو سره اړیکې ولري.

د شیخ هبت‌الله په امر؛د هېواد په یوولسو ولایتونو کې انټرنېټي خدمات بند شول

د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت الله په امر تر دې دمه په بلخ، هرات، کندهار، روزګان، نیمروز، هلمند، فراه، زابل، کندز، بغلان، خوست، پکتیا او لغمان کې د نوري فایبر یا وایفای انټرنېټي خدمات بند کړي دي.

شیخ هبت‌الله د انټرنېټي خدماتو د بندولو علت د منکراتو د خپریدو مخنیوی او د ملا محمد عمر د حکومت مثال وړاندې کړی چې هغه وخت انټرنېټ نه و او کارونه سم روان وه.

د طالبانو حکومت د مشر دغې پریکړې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه را پارولي.

د طالبانو حکومت؛په خوست، پکتيا او لغمان کې هم د نوري فایبر انټرنېټ قطعه کړ

د طالبانو حکومت له لورې په خوست، پکتیا او لغمان ولایتونو کې هم د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه تړل شوي دي.

یو شمېر سرچینو ویلي، چې د نن شپې تر پایه به دا بندیز ټول هېواد ته وغځېږي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې بلخ، هرات او کندهار کې هم د نوري فایبر انټرنېټ قطعه شو.

مارکو روبیو؛په دوحه کې د قطر له مشرانو سره د امنیتي ملګرتیا او سولې پر هڅو خبرې کړې

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په دوحه کې د قطر له امیر تمیم بن حمد آل ثاني او د دې هېواد له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني سره لیدلي دي.

روبیو په خپل ایکس‌پاڼې کې لیکلي چې دا لیدنه د امریکا او قطر ترمنځ د دوامدارې امنیتي ملګرتیا نښه ده او دواړه لوري د یوې خوندي او باثباته سیمې لپاره ژمن دي.

هغه همداراز د قطر د هغو هڅو ستاینه کړې چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د سولې د موافقې او د بندیانو د خوشې کولو په منځګړیتوب کې یې کړي دي.

د شيخ هبت الله په امر؛له بلخ او هرات ولایتونو څخه وروسته کندهار کې هم د نوري فایبر انټرنېټ قطعه شوی

یو شمېر ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو حکومت د شیخ هبت‌الله په امر له بلخ او هرات ولایتونو څخه وروسته تازه کندهار کې د نوري فایبر انټرنېټ قطعه کړی دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ په بلخ او هرات کې د نوري فایبر له انټرنېټ قطعه کېدو وروسته خلکو ویلي، چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د مخابراتي چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا کار به که څه هم د طالبانو حکومت د لنډمهاله کنټرول وسیله وي؛ خو په اوږدمهال کې به د افغانستان پر اقتصاد، تعلیم او ټکنالوژۍ منفي اغېزې ولري.

د فاروق اعظم نیونې ته د ډاکتر فضلي غبرګون:شاتګپالې ډلې د نرمښت او انعطاف خلک نه دي

د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي په یوه ټویټ کې د ډاکټر فاروق اعظم د توقیف په تړاو ویلي چې د استبدادي ډلې د ځینو ملاتړو نیول د لنډ مهال لپاره د خلکو پام اړوي؛ خو اصلي ستونزه لا هم د زده کړو او پرمختګ پر ضد د شاتګپالو بریدونه دي.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې افراطي ډلې د منځلارې ټولنې د له منځه وړلو هڅه کوي او د دوی یا د نړیوالو ملاتړ غوښتل بې‌ګټې دي.

نوموړي لیکلي:«شاتګپالو ډلې په دې برخه کې اصلا” نه پخوا نرمښت ښودلی او نه به هم په راتلونکي کې انعطاف وښیي. شاتګپالې ډلې یواځې یو هدف لري او هغه دا چې غواړي زموږ معتدله ـ دودیزه ټولنه چې د ژوندانه ټولو برخو ته له پیړیو راهیسې په منځلارۍ باورمنده ده؛ دوی د خپل افراطیت په وسله دړې وړې کړي او زموږ ټولنیز جوړښت او هویت له منځه یوسي. هغوی ته زارۍ او د هغوی څخه د مثبتو کړنو او بدلون غوښتل زموږ د ناپوهۍ او بې تجربه توب ښکاره نښه ده. همدا راز د هغوی نړۍوالو ملاتړو ته زارۍ کول او یا مرسته غوښتل هم زموږ د بې‌خبرۍ او کمزورۍ څرګندونه ده.»

فضلي زیاته کړې چې د دغو ډلو تر منځ داخلي شخړې د خلکو سره تړاو نه لري.