د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ادعا کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان ډېری غړي افغانان دي او ویلي یې دي، چې افغانستان باید د پاکستان د حکومت او وسلوالو ډلو ترمنځ یو لوری وټاکي.
د طالبانو حکومت د عدلیې وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي د ځینو رسنیو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې دی او خپلوان یې د ځمکو، کورونو او تجارتي چارو کې ښکېل دي.
د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت ویاند قاري برکت الله رسولي له قوله، نوموړي ویلي، نه د «عثمان» په نوم زوی لري او نه یې کوم زوی تجارتي دفتر لري، او د ده د مېرمنې په نوم هم کومه ځمکه نشته.
هغه زیاته کړې چې د تیرا کنډو او بګرامۍ ځمکې د جعلي اسنادو له امله مستردې شوې او د کرنې وزارت ته سپارل شوې دي، او په دې کې دی او کورنۍ یې هېڅ شریک نه دي.
شرعي ټینګار کړی، چې د ځمکو د غصب پر ضد قانون پر ټولو یو شان تطبیقېږي او قومي یا مذهبي تعصب پکې نشته.
د طالبانو حکومت وايي د کډوالۍ د دایمي حل لپاره پر یوې طرحې کار کوي.
د طالبانو حکومت د کډوالو وزیر مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د څو وزارتونو او بنسټونو ترمنځ ناسته شوې او ویل شوي، چې دا طرحه به له حکومتونو او نړیوالو سازمانونو سره شریکه شي.
د دوی په وینا، له بیا واکمنېدو وروسته ۶،۸ میلیونه افغانان بېرته راستانه شوي او ۱،۳ میلیونه نور د طبیعي پېښو له امله په کور دننه بېځایه شوي دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ایران او پاکستان تازه زرګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
په غونډه کې د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت، سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو او د طالبانو حکومت پر بهرني سیاست بحث شوی او د علمي، فکري همکاریو او د اوږدمهالو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې ددغه هېواد مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحق ډار د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره خبرې کړې.
یو شمېر افغانانو شکایت کړی چې د اسلاماباد په هوایي ډګر کې، سره له دې چې قانوني ویزې او بشپړ اسناد یې لرل، د کابل پر لور د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې او الوتنه یې لغوه شوې ده.
د راپورونو له مخې، هر مسافر شاوخوا ۵۸ زره پاکستانۍ کلدارې مالي زیان لیدلی.
پاکستاني خبریال طاهر خان ویلي، چې لږ تر لږه ۳۲ افغان مسافرو د کامایر الوتکې ته د ختلو اجازه نه ده ترلاسه کړې.
نوموړي د پاکستان له چارواکو غوښتي چې دا موضوع وڅېړي.
دا ستونزه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د افغانستان او پاکستان ځمکنۍ لارې تړلې دي او افغانان یوازې د هوایي لارې له سختو محدودیتونو سره تګ راتګ کولی شي.