دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 275

انتونیو ګوتریش:په ډېرو هېوادونو کې ښځې او نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د ملګرو ملتونو د ۸۰مې عمومي غونډې په وینا کې ویلي، په ډېرو هېوادونو کې ښځې او نجونې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي.

هغه ویلي، چې غزه عاجل اوربند ته اړتیا لري او د سوډان او اوکراین جګړې باید پای ته ورسېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې ټکنالوژي باید د خلکو د پرمختګ لپاره وکارول شي.

د ګوتریش په خبره، انسانیت د جګړو او ظلمونو له امله له پوښتنې سره مخ دی.

هغه ویلي: «سوله زموږ لومړیتوب دی، ځواک باید د خلکو په لاس کې وي او هېڅکله باید تسلیم نه شو.»

د طالبانو حکومت؛په هرات کې رسنیو ته د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د نه خپرولو امر کړی

د هرات ځایي سرچینې وايي، د طالبانو حکومت د ټلوېزیونونو، راډیوګانو او یوټیوبرانو مسوولین را بللي او ورته یې ویلي چې د ساکښو او ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرولو ډډه وکړي.

سرچینې زیاتوي چې ځینو رسنیزو مسوولینو استدلال کړی چې که په کابل کې ملي ټلوېزیون دا ډول خپرونې لري؛ نو په هرات کې خصوصي رسنۍ باید نه محدودېږي.

د هرات رسنۍ ټینګار کوي چې دغه بندیز به یوازې هغه وخت ومني، چې په ټول افغانستان کې په مساوي ډول پلی شي.

ذبیح الله مجاهد:بګرام نه د چین ده نه د امریکا، زمونږ خاوره ده او مونږ یې ساتو

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، بګرام هوايي اډه د افغانستان برخه ده او هېڅ تړاو له بهرنیو هېوادونو نه لري.

نوموړي «العربیه» ته په مرکه کې ټینګار کړی چې افغانان د بهرنیو ځواکونو شتون نه مني او امریکا باید له افغانستان سره په منطقي او ډیپلوماټیک ډول چلند وکړي.

دغه څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو ادعاوو په غبرګون کې شوي، چې ویلي یې و د بګرام د بېرته اخیستو په اړه خبرې روانې دي.

د طالبانو حکومت دا څرګندونې بې‌اساسې بللي او رد کړې دي.

عتیق الله عزیزي:خبریالان د جنګیالیو په څېر په لومړۍ کرښه کې دي

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال عتیق‌الله عزیزي ویلي، خبریالان د جنګیالیو په څېر په لومړۍ کرښه کې جنګېږي او د طبیعي ناورینونو او کډوالو د ستونزو په راپورونو کې یې رول د ستاینې وړ دی.

نوموړي د خبریالانو د ملي غونډې په وینا کې ټینګار کړی، چې ژورنالېستان دې د ټولنې د ارزښتونو او حساسیتونو په پام کې نیولو سره خپل مسلک پر مخ یوسي.

عزیزي زیاته کړې چې د «اسلامي امارت» مشرتابه د خبریالانو ملاتړ کوي او ځانونه د هغوی په خدمت کې بولي.

د طالبانو حکومت:تورخم لار بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي، د تورخم لار نن سې‌شنبه د مسافرو او ټرانزیټ پرمخ بېرته پرانیستل شوې ده.

یاده لار پرون د پاکستان د انټرنېټي ستونزې له امله تړل شوې وه او یوازې د هغو کډوالو او ټرانزیټ پرمخ خلاصه وه، چې له پاکستانه اېستل کېدل.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې لارې د تړل کېدو او پرانیستل کېدو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

د طالبانو حکومت:تېره میاشت کې مو ۳۰ کوډګر نیولي

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت خبر ورکړی چې تېره میاشت یې ۳۰ کوډګر نیولي دي.

دغه وزارت وايي، په همدې موده کې یې د ښځو د حقونو ۱۴۱ قضیې او ۱۰۸ شخړې حل کړې، ۱۶۷ اصلاحي غونډې یې جوړې کړې او ۱۵۱۰ رواني ناروغان یې سرې میاشتې ته ورپېژندلي دي.

یاد وزارت د شخړو د نوعیت په اړه جزئیات نه‌دي ورکړي.

یونېسف:د افغانستان راتلونکی د نجونو له زده‌کړو سره تړلی دی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، د افغانستان راتلونکی د نجونو زده‌کړو پورې تړلی دی او باید پر هغوی لګېدلي محدودیتونه لرې شي.

د دغه بنسټ د ماشومانو د خوندیتوب مسؤله شیما سن ګوپټا په جلال‌اباد کې له یوه روزنیز مرکز څخه د لیدنې پر مهال ویلي، له څلورو کلونو راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي، چې دا د دوی د هیلو د له منځه وړلو معنا لري.

هغې ټینګار کړی چې زده‌کړه کولای شي د نجونو په ژوند کې د جبري ودونو د مخنیوي او خوندیتوب په ګډون په ګڼو برخو کې مرسته وکړي.

ډونالډ ټرمپ؛د اسلامي هېوادونو له مشرانو سره د غزې د حکومتولۍ پر سر غونډه کوي

0

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو شمېر اسلامي هېوادونو له استازو سره په غزې کې د راتلونکې حکومتولۍ په اړه خبرې وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، له ټرمپ سره په کتنه کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، مصر، اردن، ترکیې، اندونیزیا او پاکستان مشران شامل دي.

ویل کېږي، چې ټرمپ به په دې لیدنه کې د حماس له ګډون پرته د غزې د حکومتولۍ طرحه هم وړاندې کړي.

ټرمپ هیله ښودلې، چې یرغمل شوي ازاد او دایمي اوربند رامنځته شي.

هندوستان ټایمز:یو ۱۳ کلن افغان د الوتکې د ټایرونو پورتنۍ برخه کې هند ته خوندي سفر کړی

یو ۱۳ کلن افغان هلک د کام ایر هوايي شرکت د الوتکې د څرخونو په محفظه کې له کابله تر هنده پټ سفر کړی دی.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، دغه هلک چې د کندز ولایت اوسېدونکی دی، د یک‌شنبې په ورځ د سهار شاوخوا ۱۱:۱۰ بجې د هند د اندرا ګاندي نړیوال هوايي ډګر ته رسېدلی.

کارکوونکو هغه د الوتکې له ښکته کېدو وروسته موندلی او امنیتي چارواکو ته یې سپارلی دی.

یاد هلک بېرته هماغه ورځ کابل ته لېږدول شوی.

راپور زیاتوي، چې دغه ۹۴ دقیقې سفر کې هلک روغ پاتې شوی.

شاه محمود میاخېل:نه امریکا ته د بګرام نیول کومه ګټه لري او نه هم طالبان تعادل ساتلی شي

د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د بګرام اډې د نیولو په اړه څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د افغانستان روان وضعیت ټول زیانمنوي.

ښاغلي میاخېل پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، نه امریکا ته د بګرام نیول کومه ګټه لري او نه طالبان کولای شي، چې سیاسي تعادل وساتي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان ستونزه یوازې د یوه مشروع او قانوني حکومت له لارې حل کېدای شي، نه د نیابتي جګړو او سیالیو له لارې.

هغه طالبان د حکومتولۍ لپاره ناکام بللي او ویلي، چې د دوی تګلاره د داخلي او بهرني بحران لامل ګرځي.