دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 274

د روسي ورځپاڼې راپور:چین د طالبانو حکومت د دفاع وزیر ته د سفر بلنه ورکړې

روسي ورځپاڼې نزاویسیمایا ګازیتا په یوه تازه راپور کې لیکلي، چې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب ته د چین له لوري د سفر بلنه ورکړل شوې ده.

د راپور له مخې، دا بلنه ښايي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو سره تړاو ولري.

ټرمپ ویلي و، چې غواړي د افغانستان بګرام هوايي اډه بیا د واشنګټن تر ولکې لاندې راولي.

راپور زیاتوي، چې امریکایي استازي له څو میاشتو راهیسې له طالب مشرانو او افغان سیاستوالو سره په تماس کې دي او د بګرام د بېرته نیولو طرحه د ټرمپ د انتخاباتي ستراتیژۍ برخه ده.

د سرچینې په وینا، پکن غواړي د ملا یعقوب په بللو سره د طالبانو د ځواک د حقیقي ظرفیت او د امریکا د احتمالي عملیاتو پر وړاندې د دوی د دریځ ارزونه وکړي.

تر اوسه روښانه نه ده، چې د طالبانو حکومت مشرتابه به دې سفر ته اجازه ورکړي او که نه.

د ایران د بشري حقونو سازمان:ایران په تېرو نهو میاشتو کې تر زرو زیات کسان اعدام کړي

0

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې په تېرو نهو میاشتو کې په ایران کې له زرو ډېر کسان اعدام شوي دي.

دوی اټکل کوي چې هره ورځ له اوو تر نهو کسان اعدام شوي دي.

دغه سازمان وايي چې د ایران حکومت له اعدامونو د سیاسي اهدافو او د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي او د بشري حقونو شورا څخه یې غوښتنه کړې چې دغه اعدامونه د «بشریت ضد جنایت» په توګه وڅېړي.

هند؛کلکتې کې د اورښتونو له امله ۱۲ تنه مړه شوي

د هند په ختیځ ښار کلکته او شاوخوا سیمو کې د سختو ورښتونو له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه شوي دي.

په ښار کې د اوبو ډنډونو د رامنځته کېدو له امله ترانسپورت هم ګډوډ شوی.

د بارانونو له امله د هندوانو د مذهبي جشن «دورګا پوجا» چمتووالی جدي خنډ سره مخ شوی دی.

اسحاق ډار:مونږ په افغانستان کې ثبات او سولې ته ژمن یوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې په لومړۍ ناسته کې ویلي چې پاکستان د افغانستان له سولې، ثبات او هوساینې ته ژمن دی.

هغه ټینګار کړی چې افغانستان باید له انزوا ووځي او د اسلامي همکاریو له غړو یې غوښتي چې بې‌قیده مرستې، سوداګرۍ، بانکي نظام، سیمه‌ییز اتصال او د نړیوالو ژمنو پر بنسټ خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړي د افغانستان د ثبات لپاره د یوې کاري ډلې د جوړېدو وړاندیز هم کړی دی.

د طالبانو حکومت:په ملګرو ملتونو کې د یو شمېر هېوادونو له دریځونو ستاینه کوو

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي کابل د ځینو هېوادونو له مثبت چلند هرکلی کوي او دا واقع‌بینانه نظر بولي.

هغه وايي د افغانستان ثبات او پرمختګ د ټولې سیمې په ګټه دی او افغانستان غواړي خپلې اړیکې له نورو هېوادونو سره لا پیاوړې کړي.

په همدې حال کې د ازبکستان، تاجکستان او نورو هېوادونو مشران په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له سولې، ثبات، امنیت او پراختیا ملاتړ اعلان کړی دی.

بلوچستان؛مستونګ ولسوالۍ کې په جعفر اېکسپرېس اورګاډي کې چاودنه شوې

0

د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې د سې‌شنبې په ورځ د کویټې پر لور روان جعفر اېکسپرېس اورګاډی د چاودنې ښکار شو، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شول.

د پولیسو په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې اورګاډی د سپیزینډ له سیمې څخه تېرېده.

د اورګاډي د چارواکو د معلوماتو له مخې، د چاودنې پر مهال په جعفر اېکسپرېس کې شاوخوا ۲۷۰ مساپر سپاره وو.

تر اوسه د چاودنې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.

ایران:امریکا د ملګرو ملتونو په ناستو کې د تهران د ډیپلوماټیکو فعالیتونو د خنډ هڅه کوي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د امریکا لخوا د ایراني ډیپلوماټانو پر وړاندې د تازه محدودیتونو په غبرګون کې ویلي، چې واشنګټن هڅه کوي د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د ایران د ډیپلوماټیک فعالیتونو مخه ونیسي.

هغه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې امریکا یوازې د یوې اوونۍ په موده کې په څو مهمو نړیوالو غونډو کې د ایراني استازو د ګډون مخه ډب کړې ده.

بقایي زیاتوي، چې د نیویارک پر مېشتو ایراني ډیپلوماټانو او د هغوی پر کورنیو د فشار زیاتول د دې ښکارندویي کوي، چې واشنګټن د ایران د ډیپلوماټیک حضور محدودول غواړي.

ندا محمد ندیم:محصلان دې د اسلامي نظام پېژندنه او د شریعت پر بنسټ د ژوند طرز خپل کړي

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم په هرات پوهنتون کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې د اسلامي نظام پېژندنه د محصلانو لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ده.

هغه زیاته کړې، چې د اسلام د دښمنانو د پرله‌پسې ناکامیو وروسته اوس هڅه کېږي د فکري لارې له مخې پر ځوانانو اغېز وشي.

ندیم محصلانو ته سپارښتنه کړې چې د هوښیارۍ، نېک چلند او ښه اخلاقو ترڅنګ باید د وخت د ضایع کېدو مخه ونیسي، په ځانګړي ډول د برېښنايي وسایلو له بې‌ځایه کارولو ډډه وکړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې محصلان باید خپل چلند د شریعت له اصولو سره سم عیار کړي او د دیني او اعتقادي ستونزو د حل لپاره د عالمانو سره مشوره وکړي.

امانوېل مکرون:ایران د اتومي هوکړو ټول تعهدات مات کړي دي

0

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې ویلي، چې ایران د خپل اتومي پروګرام ټولې ژمنې نقض کړې دي او په خبره یې، راتلونکي ساعتونه به ډېر برخه‌لیک ټاکوونکي وي.

مکرون ټینګار کړی، چې ایران باید یا د سولې او ثبات لور ته ستنېدونکي ګامونه واخلي او د نړیوال اټومي انرژۍ اژانس ته د څارنې اجازه ورکړي، او یا به د ملګرو ملتونو د بندیزونو له بیا پلي کېدو سره مخ شي.

هغه زیاته کړې، چې د چهارشنبې په ورځ به د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره هم لیدنه ولري.

ډونالډ ټرمپ:د اسلامي هېوادونو له مشرانو سره مې مهمه غونډه وشوه

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د قطر، سعودي عربستان، مصر، اندونیزیا، ترکیې او پاکستان له مشرانو سره لیدلي دي.

نوموړي دا ناسته د خپلو ناستو تر ټولو مهمه ناسته بللې او ویلي یې دي چې له ۳۲ ناستو څخه دا ورته ډېره ارزښتناکه وه.

ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و چې دا به د غزې په اړه یوه مهمه ناسته وي.