دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 273

د اسټرالیا جګړې ملي یادګار؛د افغانستان جګړه کې د قتل په تور تورن بن رابرتس‌سمېت نوم له ملي ویاړونو لرې کړ

د اسټرالیا د جګړې ملي یادګار د دې هېواد تر ټولو ویاړلي سرتیري بن رابرتس‌سمېت نوم د ملي ویاړونو له کتار څخه لرې کړی دی.

دا اقدام وروسته له هغه وشو چې د افغانستان جګړې پر مهال د هغه د جنګي جنایتونو تورونه د فدرالي او سترې محکمې له لوري د باور وړ وګرځول شول.

رابرتس‌سمېت، چې د ویکټوریا کراس مډال ګټونکی دی، د څلورو ملکي کسانو په وژنه تورن شوی و، خو تر اوسه په هېڅ جنایي قضیه کې نه دی محکوم شوی.

د محکمې وروستیو پرېکړو وروسته، ملي یادګار اداره اړ شوې چې د هغه د ویاړونو په اړه یادګاري لیکنه بدل کړي او نوم یې له رسمي ویاړونو لرې کړي.

ډونالډ ټرمپ؛د غزې او منځني ختیځ د سولې لپاره ۲۱ ماده‌ییزه طرحه وړاندې کړې

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې او منځني ختیځ د سولې لپاره ۲۱ ماده‌ییزه طرحه وړاندې کړې ده.

دغه طرحه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې د اسلامي هېوادونو له مشرانو سره شریکه شوې ده.

د ټرمپ ځانګړي استازي، سټیو ویتکاف، ویلي چې دا طرحه د اسرائیل او سیمې د نورو هېوادونو اندېښنو ته ځواب وايي او هیله ښيي چې ژر پرمختګ وشي.

د اروپایي کمېسیون مشره:د ناټو د غړو هېوادونو هوايي حریم ته د روسي الوتکو ننوتل د وېشتلو لامل کېدای شي

0

د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فن‌درلاین ویلي، که روسي جنګي الوتکې د ناتو د غړو هېوادونو هوايي حریم ته ننوځي، د هغوی وېشتل احتمالي اقدام دی.

هغې CNN سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې له خپل قلمرو به دفاع وکړي او که روسي الوتکې د خبرداري وروسته هم حریم ته ننوځي، وېشتل به یې د دفاعي اقدام په توګه لازمي شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې له اوکرایني ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره په کتنه کې ویلي، ناټو باید د روسي الوتکو د هر ډول سرغړونې پر وړاندې کلک ځواب ورکړي.

ایمانویل مکرون مسعود پزشکیان ته:ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي

0

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې یې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره لیدلي دي.

هغه ټینګار کړی چې درې فرانسوي اتباع چې په ایران کې بندیان دي، باید سمدستي خوشې شي.

مکرون ویلي، ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.

د ده په وینا، د ایران د ژمنو نه‌پوره کولو له امله فرانسې، جرمني او بریتانیې د بندیزونو د بېرته لګولو پروسه فعاله کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي:واشنګټن د افغانستان په اړه خپله تګلاره بیا ارزوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوو لوړپوړو چارواکو ویلي چې واشنګټن د افغانستان په اړه خپله تګلاره بیا ارزوي او طالبانو ته به بشري مرستې نه ورکوي.

دوی د افغانستان اوسنی وضعیت «ناورین» بللی او ټینګار یې کړی چې دا هېواد باید بیا د ترهګرو خوندي پټنځای نه شي.

دوی ویلي چې طالبان دې د امریکایانو د برمته کولو سیاست پای ته ورسوي.

چارواکو د ټرمپ د استازي وروستي سفر ته په اشارې ویلي، د برمته شوو امریکایانو خوشې کول د دوی د لومړیتوبونو په سر کې دي.

نتانیاهو:د ملګرو ملتونو په وینا کې به د فلسطین د رسمیت پېژندونکو مشرانو غندنه وکړم

0

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۰مې غونډې د ګډون لپاره نیویارک ته د سفر پر مهال ویلي، چې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره به د خپلو وروستیو «بریاوو» او پر راتلونکو فرصتونو خبرې وکړي.

هغه ټینګار کړی، چې د اسمبلۍ په وینا کې به د هغو مشرانو پر ضد غږ پورته کړي، چې فلسطین یې په رسمیت پېژندلی دی.

نتانیاهو ویلي، په نیویارک کې به د اسراییلي وګړو، پوځیانو او هېواد په اړه «حقیقتونه» څرګند کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې په واشنګټن کې به له ټرمپ سره د حماس د ماتولو، د ټولو برمته کسانو د ازادولو او د سولې د پراخولو په اړه هم بحث وکړي.

وروستیو شپږو میاشتو کې؛د ټرافیکي پېښو له امله تر ۱۲۰۰ زیات کسان مړه شوي

په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو او مرګ ژوبلې کچه په وروستیو شپږو میاشتو کې په بې ساري ډول لوړه شوې ده.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو ریاست سرچینې وايي، په دې موده کې د ټرافیکي پېښو له امله تر ۱۲۰۰ زیات کسان مړه شوي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

یوازې د اګسټ میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې په لسو پېښو کې تر ۲۰۰ زیات کسان مړه او نږدې ۱۵۰ نور ټپیان شوي، چې پکې د هرات مرګونې پېښه هم شامله وه چې شاوخوا ۸۰ کسان پکې مړه شول.

د لارو خرابوالی، د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، د ټرافیکي اشارو نشتوالی، د نشه‌یي توکو کارول او د جدي څار نشتوالی د دغو پېښو مهم لاملونه بلل کېږي.

احمد الشرع:اسراییل دې د غزې جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي

0

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې له اسراییل وغوښتل چې په غزه کې روانه جګړه ژر تر ژره ودروي.

نوموړي وویل، سوریه د جګړو او ویجاړیو له سختو تجربو تېره شوې ده؛ نو ځکه د غزې له ماشومانو، ښځو او مظلومو خلکو سره ولاړه ده.

الشرع ټینګار وکړ، چې نړیواله ټولنه باید د جګړې د پای ته رسولو او د ولس د ژغورلو لپاره بېړني ګامونه واخلي.

عمران خان:د عاصم منیر له واکمنېدو وروسته د طالبانو د حکومت او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې دي

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې د پوځ د اوسني مشر عاصم منیر تر واکمنېدو وروسته د طالبانو له حکومت سره اړیکې خرابې شوې او دا د سیمې د ثبات لپاره جدي ګواښونه رامنځته کوي.

خان زیاته کړې، چې د هغه د حکومت پر مهال اړیکې د همکارۍ او تفاهم پر بنسټ ولاړې وې او په قبایلي سیمو کې نسبي امنیت رامنځته شوی و.

هغه ادعا کړې، چې منیر افغان کډوال په زور شړلي، د طالبانو حکومت پر ضد یې دښمنانه دریځ نیولی او د ډرون بریدونو له امله اړیکې نورې هم خرابې شوې.

عمران خان ټینګار کړی، چې د سولې لپاره باید د طالبانو له حکومت سره خبرې وشي او د پوځي عملیاتو پر ځای سیاسي او ټولنیزې لارې غوره شي.

حماسه میډیا ته رسېدلي اسناد:د یو افغان سوداګر په غوښتنه د هغه چینایي شریکوال د طالبانو حکومت لخوا بندي شوی

حماسه میډیا ته رسېدلي اسناد ښیي، چې هرات کې د طالبانو حکومت د یو افغان سوداګر حاجي نقیب الله په خوښه د هغه چینایي شریکوال پینګ جینوی نیولی دی.

د نوموړې مېرمنې ویلي، چې جینوی د اپریل په دریمه نقیب الله مشهور په یوسف ورغوښتی او هلته یې ورڅخه د یوې غیر معقول سند د امضا غوښتنه کوله چې هغه نه ده منلې او یوسف بیا پولیس پرې خبر کړي چې ګواکې نوموړي خلکو ته د زیان رسوولو هڅه کړې.

د جینوی مېرمن زیاتوي، چې یوسف وروسته د ده په مېړه تور پورې کړی، چې پوروړی یې دی او درغلي یې ورسره کړې.

د دواړو ترمنځ د سوداګرۍ ۱۲ کاله کېږي او حماسه میډیا ته رسېدلي سندونه ښيي، چې نقیب الله په چینایي شریکوان د ۴.۵ میلیونه ډالرو د درغلۍ تور پورې کړی.