دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 265

ډونالډ ټرمپ؛حماس ته د سولې د پلان د منلو وروستی مهلت ورکړ

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس ته خبرداری ورکړی چې تر یکشنبې د اکتوبر پنځمې د واشنګټن د وخت د ماښام تر ۶ بجو پورې باید د هغه د سولې پلان ومني، او که نه، سختې پایلې به ولري.

ټرمپ په «ټروث سوشال» کې لیکلي چې ټول هېوادونه دغه طرحه منلې ده او که موافقه و نه شي، داسې وضعیت به رامنځته شي چې تر اوسه ساری نه لري.

هغه ادعا کړې چې شاوخوا ۲۵ زره د حماس جنګیالي وژل شوي او پاتې یې محاصره دي.

ټرمپ تر دې وړاندې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د غزې د جګړې د پای لپاره شل مادییزه پلان اعلان کړی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:د غزې په اړه د ټرمپ پلان د مسلمان هېوادونو له وړاندیز سره سمون نه لري

0

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، هغه وړاندیزونه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې جګړې د پای لپاره اعلان کړي، د مسلمان هېوادونو له خوا وړاندې شوې مسودې سره توپیر لري.

ډار څرګنده کړې چې د دغو هېوادونو غوښتنه د اسراییلو بشپړ شاتګ و؛ خو د ټرمپ پلان یوازې د جزوي وتلو او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه دی.

هغه زیاته کړې، سعودي عربستان، امارات، قطر، مصر، اردن، ترکیه، اندونیزیا او پاکستان په ګډه له ټرمپ سره د غزې د وضعیت په اړه خبرې کړې او ټرمپ ژمنه کړې چې د لویدیځې غاړې د الحاق ملاتړ به ونه کړي.

ولادیمیر پوتین:نړۍ د پېچلو بدلونونو په درشل کې ده، باید هر ډول راتلونکو پېښو ته چمتو واوسو

0

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د “والدای” په عمومي ناسته کې د نړۍ د اوسني ناڅرګند وضعیت په اړه خبرې کړې او ټینګار یې کړی چې هېوادونه او خلک باید د هر ډول راتلونکو پېښو لپاره ځانونه تیار وساتي.

پوتین ویلي، نننۍ نړۍ له جدي خطرونو او ګواښونو سره مخ ده او هېڅوک د راتلونکي دقیقه وړاندوینه نشي کولی، خو دا حقیقت د خلکو او دولتونو د مسؤلیت کچه نه راکموي.

هغه زیاته کړې، هر فرد باید د خپل برخلیک، د هېواد د راتلونکي او د نړۍ د ثبات په وړاندې ځان مسؤل وبولي.

د ده په وینا، وروستیو پېښو ښودلې چې د دغې مسؤلیت‌ناپېژندنې پایلې ډېرې درنې وي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې نړیواله ټولنه د اقتصادي ستونزو، امنیتي ننګونو او ژیوپولیټیک بدلونونو له یوې نوې دورې سره مخ ده.

فیلیپ لازاریني:د اسراییلو نوې پالیسۍ د غزې لپاره د ستر قتل‌عام نښې دي

0

د ملګرو ملتونو د کونډو او کډوالو لپاره د مرستو ادارې (UNRWA) مشر، فیلیپ لازارینی د اکتوبر پر ۲مه په ایکس کې خبرداری ورکړ چې د اسراییلو نوې پالیسۍ ښيي چې د غزې ښار لپاره د ستر قتل‌عام چمتووالی روان دی.

هغه وویل چې شاوخوا ۲۵۰ زره کسان چې اوس په غزه او شاوخوا سیمو کې محاصره دي، د تروریست یا د ترورېزم ملاتړي په توگه نښه‌کول د ملکیانو پراخ هدف‌ ګرځولو نیت ښیي.

لازاریني ټینګار وکړ چې هغه کسان چې د سیمې د پرېښودو توان نلري، په حملو کې په مستقیم ډول په خطر کې دي.

هغه همدارنګه ویلي، هیڅوک د ملکیانو د وژلو جواز نه لري او په روانو جناياتو باندې چوپ پاتې کېدل د منلو نه دي.

محمد صادق خان:د دوو کلونو ځنډ وروسته د انګور اډې تجارتي دروازه د سوداګرۍ لپاره پرانیستل شوه

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي چې د شاوخوا دوو کلونو ځنډ وروسته د انګور اډې تجارتي دروازه د سوداګرۍ او باروړونکو موټرو لپاره پرانیستل شوه.

نوموړي په ایکس کې لیکلي چې دا ګام به د افغانستان او پاکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې او فعالیتونه نور هم پیاوړي کړي.

دا به داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد سوداګري کمرنګه شوې.

نجیب ازاد:طالبانو بګرام امریکا ته وسپاره او اوس امریکایي ځواکونه ور روان دي

د امريکايي پوهنتون استاد نجيب الله ازاد ادعا کړې چې د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې بګرام هوايي اډه بېرته امریکا ته سپارل شوې او د اووم ګروپ ځانګړي ځواکونه د ځای پر ځای کېدو لپاره ور روان دي.

د ده په وینا، نږدې ۱۴۰۰ سرتېري به ژر په بګرام کې ځای پر ځای شي.

نوموړی زیاتوي چې امریکا د ايران–اسراييلو احتمالي جګړې او په سيمه کې د خپل استخباراتي–نظامي حضور لپاره بګرام ته عاجل اړتيا لري.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

هندي رسنۍ:امیرخان متقي به راتلونکې اوونۍ هند ته ولاړ شي

د هندي رسنۍ WION د راپور له مخې، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ټاکل شوې ده چې د اکتوبر پر ۹ او ۱۰ نېټه نوي ډیلي ته سفر وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ کمېټې له لوري نوموړي ته د سفر اجازه ورکړل شوې ده.

سرچینې وايي، همدغه اجازه مخکې نه وه ورکړل شوې او له همدې امله د هغه سفر هند او پاکستان ته ځنډېدلی و.

تر اوسه د طالبانو حکومت د متقي د سفر په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

روسیه:امریکا په افغانستان کې د بګرام د بیا نیولو خوبونه ویني

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا د واشنګټن د هغو راپورونو پر وړاندې غبرګون ښودلی، چې ګواکې امریکا هڅه کوي په افغانستان کې بګرام هوايي اډه بېرته تر واک لاندې راولي.

زاخاروا د یوې خبري ناستې پر مهال د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، چې امریکا په «وېرونکي، شرموونکي او وینې تویونکي» ډول له افغانستانه وتلې او دا د شل کلنې ناکامې جګړې پای و.

هغې امریکا په افغانستان کې د پوځي حضور د بیا ټینګولو په هڅه تورنه کړه او بګرام یې د امریکا لپاره «یوه زړه راښکونکې نښه» وبلله.

زاخاروا زیاته کړې: «امریکا ښه پوهېږي چې د افغانستان ولس د خپلواکۍ لپاره د ناټو ځواکونو پر وړاندې مقاومت کړی او د ګواښونو په بدل کې به خپله حاکمیت نه تسلیموي.»

کوهاټ کې؛د پولیسو پر موټر چاودنې څلور تنو ته مرګ ژوبله اړولې

0

د خیبر پښتونخوا پولیس وایي، نن د کوهاټ پر سړک د پولیسو د یوه موټر ترڅنګ بمي چاودنه شوې ده.

د چارواکو په وینا، په دې چاودنه کې یو پولیس افسر وژل شوی او درې نور پولیس ټپیان شوي دي.

د ټپیانو روغتیایي حالت د درملنې لاندې دی.

پولیسو ویلي، پېښه د پلټنو لاندې ده، خو تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه زیات شوي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار؛فاروق اعظم له زندان وروسته خپل کور ته ستون شوی

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، چې د نجونو د زده کړو د ملاتړ له امله د شیخ هبت‌الله په امر نیول شوی و، پرون له زندان څخه خوشې شوی او خپل کور ته تللی دی.

سرچینې وایي، د طالبانو حکومت ځینو وزیرانو ورسره لیدلي وو او ویلي یې و چې د ده د بند پرېکړه د شیخ هبت‌الله امر دی او د خوشې کولو واک نه لري.

نوموړی د بښنې غوښتلو ته هم هڅول شوی و، خو هغه نه ده منلې.

فاروق اعظم تر دې مخکې په لیک کې خپل زوی ته ویلي و، چې د ښځو زده کړو، عصري تعلیم او د طالبانو د “امر بالمعروف” د کمزوریو د څرګندولو له امله بندی شوی دی.

نوموړي د کونړ د زلزلې پر مهال د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر ملاتړ ټینګار کړی و او د ښځو د زده کړو اهمیت یې په ډاګه کړی و.