پنجشنبه, اپریل 9, 2026
Home Blog Page 264

خیبر پښتونخوا؛په مرکزي کرم کې د ټي‌ټي‌پي بریدونو کې ۱۱ امنیتي سرتېري وژل شوي او نښتې لا روانې دي

0

پاکستاني طالبانو کرم کې پر امنیتي ځواکونو برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۱ امنیتي سرتېري، وژل شوي دي او دوه نور ټپیان دي.

د چارواکو په وینا، په ځوابي ډزو کې د طالبانو دوه قوماندانان، چې په کې یو مشهور جنګیالی «شاهین» هم شامل وو؛ وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

نښته لا روانه ده، او پاکستاني ځواکونه په جمال مېله سیمه کې عملیات پیل کړي.

حماس:د ټرمپ د اوربند وړاندیز منو؛ خو خپل شرطونه به بدل نه کړو

0

د حماس غورځنګ یو ځل بیا څرګنده کړې چې د قطر په منځګړیتوب او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري وړاندیز شوي اوربند ته چمتو دي؛ خو وايي لا هم خپل شرطونه یې نه دي بدل کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، د حماس سیاسي مشر خلیل الحیه ویلي، دوی د اوربند د دوام لپاره داسې ضمانت غواړي چې روان ناورین بیا تکرار نه شي.

هغه ټینګار کړی چې د فلسطین ولس د لنډ مهاله اوربند پر ځای د یوې دوامداره او عادلانه هوکړې تمه لري.

په همدې حال کې، د الجزیرې د راپور له مخې، د ټرمپ د اوربند د طرحې له وړاندې کېدو وروسته هم د غزې پر سیمه بریدونه نه دي درېدلي، او تر اوسه له سلو زیات کسان په دغو بریدونو کې وژل شوي دي.

ضمیر کابلوف:د طالبانو حکومت به هېڅ بهرني هېواد ته د پوځي اډې د جوړولو اجازه ور نه کړي

د مسکو فارمټ غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف ویلي چې د طالبانو حکومت به هېڅ بهرني هېواد ته د پوځي اډې د جوړولو اجازه ور نه کړي.

کابلوف دا څرګندونې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، له خولې کړې او ویلي چې ښاغلي متقي په ټینګار سره دا خبره کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې دغه دریځ د بګرام پخوانۍ پوځي اډې په اړه هم پلي کېږي.

د روسیې استازي په خپلو خبرو کې دا هم روښانه کړې چې مسکو هم د افغانستان په خاوره کې د پوځي اډې د جوړولو نیت نه لري او د دغه هېواد خپلواکي او سیمه ییز ثبات ته درناوی لري.

کندهار کې؛د نوري فایبر انټرنېټ او ټولنیزو شبکو بندیزونه بیا لګول شوي

په کندهار کې بیا د انټرنېټ بندیزونه لګول شوي دي.

د ځايي سرچینو په وینا، د ښار په یو شمېر برخو کې د کورونو وای فای شبکې پرې شوې دي؛ خو بانکونه او صرافۍ لا هم انټرنېټ ته لاسرسی لري.

ویل کېږي چې دا محدودیتونه د رسمي لارښوونو له مخې عملي شوي، خو د عامو خلکو لپاره د موبایل ډیټا کارول لا هم ممکن دي.

ځايي اوسېدونکي وایي، له سې شنبې ماښامه راپه دېخوا په کندهار کې د سنیپ‌چټ او انسټاګرام په څېر ټولنیزو شبکو ته لاسرسی بند شوی دی.

د طالبانو حکومت د مخابراتو وزارت تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

امیرخان متقي:افغانستان آزاد هېواد دی او بهرنی پوځي حضور د منلو نه دی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي وايي، افغانستان یو خپلواک او آزاد هېواد دی او د هر ډول بهرني پوځي حضور منل د افغانانو، د «اسلامي امارت» او د سیمې د هېوادونو له ګټو سره په ټکر کې دي.

نوموړي د مسکو فارمټ د اوومې ناستې په وینا کې څرګنده کړې، چې اوس مهال په افغانستان کې نه د نشه‌يي توکو کښت کېږي او نه هم د داعش په ګډون کومې غیر مسؤلې ډلې شتون لري؛ خو په خبره یې د افغانستان له پولو هاخوا لا هم یو شمېر امنیتي او اقتصادي ننګونې موجودې دي.

متقي زیاته کړې چې «اسلامي امارت» غواړي د سیمې له هېوادونو سره په ګډه کار وکړي، څو د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق مخه په سیمه‌ییزه کچه ونیول شي او د داعش او ورته نورو ګواښونو پر ضد ګډه مبارزه وشي.

هغه ټینګار کړی چې افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ، اقتصادي اړیکو او متقابل امنیتي تفاهم له لارې د یو باثباته او هم‌پیوستونکې سیمې د جوړېدو ملاتړ کوي.

شیخ هبت‌الله:د تېرو جهادونو ناسم نیتونه د هېواد د تباهۍ لامل شول

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده ویلي، په افغانستان کې ډېر جهادونه ترسره شول، خو د ده په وینا، د هغو د نیتونو د ناپاکوالي له امله یې هغه پایلې ورنه‌کړې چې د جهاد له موخو سره اړوندې وې، بلکې د هېواد د ویجاړۍ سبب شول.

نوموړي دا څرګندونې د والیانو او ولسوالانو په یوه عمومي سمینار کې کړې او له هغوی یې غوښتي چې د دین د احیا، د خلکو د فکري روزنې او د بهرنیو دسیسو د پوهاوي په برخه کې له علماوو سره ګډ کار وکړي.

ده ټینګار کړی چې چارواکي دې ځان له غفلت وساتي، د مشرانو لارښوونې دې ومني او د اختلافونو مخه دې ونیسي.

اخندزاده همداراز پر والیانو او ولسوالانو غږ کړی چې له خلکو ډالۍ او امتیازات ونه مني، ځکه د ده په وینا، “د واک پر مهال ډالۍ اخیستل د رشوت حکم لري.”

ایران:د خراسان رضوي پر پوله د ناقانونه افغانانو د ورتګ شمېر دوه برابره زیات شوی

د ایران د خراسان رضوي سرحدي ځواکونو قوماندان مجید شجاع وایي، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې له افغانستان څخه د دغه ولایت پر پوله د افغان اتباعو ناقانونه داخلې شمېر تر ۴۰ زرو اوښتی، چې دا شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.

هغه زیاته کړې چې یاد کسان د خراسان رضوي سرحدونو ته د ننوتو پر مهال نیول شوي او بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

شجاع وایي، له ۱۴۰۰ تر ۱۴۰۴ لمریز کاله پورې د سرحدي سرغړوونکو نیول‌ کېدل پخوا کم شوي وو؛ خو د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دا شمېر بېرته لوړ شوی.

د ده په وینا، د دې زیاتوالي یو لامل دا دی چې ایران په تېرو میاشتو کې ګڼ شمېر افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه کړي او دا چاره افغانان دې ته اړ کوي چې بېرته ایران ته د ناقانونه تګ هڅه وکړي.

حمدالله فطرت:پر افغانستان د امریکا برید یوه توره ورځ ده

د طالبانو حکومت وايي، امریکا شل کاله وروسته دې پایلې ته ورسېده، چې پر افغانستان د دوی برید یوه تېروتنه وه.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې دا یوه توره ورځ وه.

د یادونې ده، چې امریکا د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر اوومه پر افغانستان نظامي برید وکړ او نن یې ۲۴کاله پوره شول.

امیرخان متقي؛د لومړي ځل لپاره د یو رسمي غړي په توګه د مسکو فارمټ ناسته کې ګډون وکړ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن د مسکو فارمټ ناسته کې د رسمي غړي په توګه ګډون وکړ.

دا واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته لومړی ځل دی، چې د طالبانو حکومت لوړ پوړی غړی په دغه ناسته کې د رسمي غړي په توګه ګډون کوي.

یاده ناسته نن تر غرمې وروسته پیل شوې ده.

د ازبکستان د انرژۍ وزیر:طالبانو ازبکي شرکتونو ته د افغانستان د نفتو او ګازو د استخراج جوازونه ورکړي

د ازبکستان د انرژۍ وزیر جُرابیک میرزا محمودوف ویلي چې د طالبانو حکومت ازبکي شرکتونو ته په افغانستان کې د نفتو او ګازو د استخراج جوازونه ورکړي دي.

د ده په وینا، د توتي میدان د ګازو پروژه د ازبکي شرکت Eriell KAM له‌خوا د ۲۵ کلونو لپاره پيل شوې ده.

میرزامحمودوف زیاته کړه چې دا ګډه پروژه د دواړو هېوادونو په ګټه ده او د افغانستان ثبات کولی شي ازبکستان ته د نړیوالو سمندرونو تر ټولو لنډه لاره پرانیزي.

هغه د سولې او ثبات اهمیت هم د سیمې لپاره حیاتي وباله.

یاده دې وي، چې د روان کال په سپتمبر کې دواړو هېوادونو د ۲۵۰ میلیونه ډالرو ګډې برېښنايي پروژې هم پیل کړې دي، چې تر ۲۰۲۷ کال پورې به بشپړې شي.