یکشنبه, جون 28, 2026
Home Blog Page 261

لانګ‌وار ژورنال:امریکا او اسراییل په یوه خونړۍ او خطرناکه جګړه کې راښکېل شول

لانګ‌وار ژورنال په یوه تحلیلي راپور کې خبرداری ورکړی چې که د امریکا، ایران او اسراییل ترمنځ روانه جګړه تر راتلونکې اونۍ هم وغځېږي، نو ښايي له کنټروله ووځي او په یوې اوږدې او خونړۍ سیمه‌ییزې جګړې بدله شي.

راپور کې ویل شوي چې امریکا او اسراییل باید د سختو پوځي ګوزارونو او لوړو تلفاتو لپاره چمتو واوسي، ځکه جګړه د چټک پراخېدو پړاو ته داخل شوې ده.

ژورنال دا هم لیکلي چې د ډونالډ ټرمپ او بنیامین نتنیاهو پخوانۍ ارزونې سمې نه وې او اوس دا اندېښنه زیاته شوې چې دواړه هېوادونه به په یوې خطرناکې او اوږدمهالې جګړې کې ښکېل شي.

د راپور په وینا، دا جګړه ورو ورو د دواړو هېوادونو د بقا جګړې بڼه خپلوي او د وتلو لاره ترې اسانه نه ښکاري.

بلوچ ازادي غوښتونکي وسله واله ډله:د پاکستان ۷ امنیتي سرتېري مو اعدام کړل

د بلوچ ازادي غوښتونکو غورځنګ په یوه اوږده اعلامیه کې ویلي چې د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ له وروستیو څخه د فبرورۍ تر لومړیو پورې نیول شوي اووه پاکستاني امنیتي سرتېري یې اعدام کړي دي.

د دغه ډلې ویاند جنید بلوچ په یوه اعلامیه کې چې د برېښنالیک له لارې خپره شوې، ویلي چې دوی ټول امنیتي سرتېري اعدام کړي دي.

د بلوچ په برېښنالیک کې د یرغمل نیول شویو کسانو د ژوندي پاتې کېدو هېڅ ثبوت نه دی وړاندې شوی او نه هم د وژل کېدو رسمي ادعا مستند شوې ده.

تر اوسه د یادې پېښې په اړه د پاکستان د حکومت رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

حمدالله فطرت:که اړتیا شوه کابل کې د پاکستان سفارت پر بندولو هم غور کېږي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې لا تر اوسه د «اسلامي امارت» له لوري د پاکستان د سفارت د تړلو وخت نه دی را رسېدلی او هڅه کېږي روانه شخړه د ډیپلوماټیکو لارو حل شي.

نوموړي په کابل کې د خبري ناستې پر مهال ویلي چې که اړتیا پېښه شي، د سفارت د تړلو انتخاب هم د غور لاندې نیول کېدای شي.

فطرت د پاکستان د بمبارۍ له امله ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې راپورونه تایید کړي او زیاته کړې یې ده چې دغه اندېښنې له نړیوالو سازمانونو سره شریکې شوې دي.

هغه ټینګار کړی چې پر افغانستان تېری او د ملکي وګړو په نښه کول د بشري حقونو خلاف عمل دی او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې د پاکستان پوځي بریدونه وغندي او د مخنیوي لپاره له افغان ولس سره ودریږي.

نوموړي ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د مشروع دفاع حق لري او تر هغو به مقاومت دوام وکړي څو چې یاد تېری پای ته نه وي رسېدلی.

عباس عراقچي:امریکا د اسرائیلو په استازیتوب جګړې ته داخله شوې ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې د ایران له لوري هېڅکله هم کوم ګواښ موجود نه و، او ادعا یې کړې چې امریکا د اسرائیلو په استازیتوب اوسنۍ جګړې ته داخله شوې ده.

نوموړي هغه کسان، چې د ده په خبره اسرائیلو ته لومړیتوب ورکوي، د امریکايي او ایراني وګړو د وژل کېدو مسوول دي.

عراقچي ویلي: «د امریکا خلک د ښه وضعیت مستحق دي او باید خپل هېواد بېرته ترلاسه کړي.»

فایننشل ټایمز:د تهران د ترافیکي کمرو له پراخ هک وروسته علي‌خامنه‌یي باندې برید بریالی شو

فایننشل ټایمز په یوه تفصیلي راپور کې ادعا کړې چې اسراییلو د څو کلونو په اوږدو کې د تهران د ترافیکي کمرونو پراخ هک، مخابراتي شبکو ته د نفوذ او د بشري سرچینو له کارولو وروسته، د ایران د رهبرۍ اړوند پر یوه مهم دفتر د هوايي برید لپاره زمینه برابره کړې وه چې بالاخره علي خامنه‌یي پکې ووژل شو.

د راپور له مخې، د تهران نږدې ټولې ترافیکي کمرې د اوږدې مودې لپاره هک شوې وې او انځورونه یې په کوډ شوې بڼه تل‌ابیب ته لېږدول کېدل.

ویل کېږي دغه معلومات د بشري سرچینو او د اسراییلو د استخباراتي څانګې د ۸۲۰۰ واحد کوډ د شننو ترڅنګ د هغه څه په جوړولو کې کارول شوي چې استخباراتي چارواکي یې «د ژوند الګو» بولي؛ یعنې د استوګنې ځایونه، د تګ راتګ لارې او د امنیتي ټیمونو ورځنی مهالوېش.

راپور زیاتوي چې د پاستور سړک شاوخوا د مخابراتي برجونو ځینې برخې هم مختلې شوې وې، څو د احتمالي خبرداریو اړیکې د ساتونکو ټیم ته ونه رسېږي.

د ورځپاڼې په وینا، دا ټول اقدامات د څو کلونو د دوامداره استخباراتي کمپاین برخه وه.

موساد ته په اشارې سره، راپور وايي چې اسراییلو له څه باندې دوو لسیزو راهیسې پر ایران ځانګړی تمرکز درلود.

د پخوانۍ اسراییلي استخباراتي چارواکې سیما شاین له قوله ویل شوي چې دغه بهیر د ۲۰۰۰مې لسیزې له پیل سره سم، د هغه وخت د صدراعظم ارییل شارون په لارښوونه پیل شوی و.

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو اتباعو غوښتنه کړې چې د امنیتي خطرونو له امله له لسو څخه زیاتو هېوادونو ووځي، چې پکې د اسراییل ځینې سیمې او د غزې تړانګه هم شامل دي.

په دغو هېوادونو کې ایران، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، بحرین، کویټ، عراق، اردن، مصر، لبنان، عمان، قطر، سوریه او یمن شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي چې د وتلو لپاره له ملکي الوتنو استفاده وکړي.

دا اقدام وروسته له هغې شوی چې ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډو بریدونو وروسته په منځني ختیځ کې د امریکا ځینې پوځي اډې په نښه کړې او د سیمې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی پاتې دی.

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو اتباعو غوښتنه کړې چې د امنیتي خطرونو له امله له لسو څخه زیاتو هېوادونو ووځي، چې پکې د اسراییل ځینې سیمې او د غزې تړانګه هم شامل دي.

په دغو هېوادونو کې ایران، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، بحرین، کویټ، عراق، اردن، مصر، لبنان، عمان، قطر، سوریه او یمن شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي چې د وتلو لپاره له ملکي الوتنو استفاده وکړي.

دا اقدام وروسته له هغې شوی چې ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډو بریدونو وروسته په منځني ختیځ کې د امریکا ځینې پوځي اډې په نښه کړې او د سیمې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی پاتې دی.

ډونالډ ټرمپ:سعودي عربستان کې د امریکا پر سفارت د برید ځواب به ډېر ژر ایران ته ورکړل شي

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په ریاض کې د خپل هېواد پر سفارت د برید او له ایران سره په روانه جګړه کې د امریکايي سرتېرو د وژل کېدو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.

نوموړي ویلي چې ایران به ډېر ژر د دې پېښې ځواب ترلاسه کړي او زیاته کړې یې ده: «زموږ ځواب به ژر روښانه شي.»

له دې وړاندې د سعودي عربستان د دفاع وزارت اعلان کړی و چې په ریاض کې د امریکا سفارت د ایران اړوند د دوو بې‌پیلوټه الوتکو هدف ګرځېدلی؛ خو د دوی په وینا په دغه برید کې د پام وړ زیان نه دی اوښتی.

پاکستان کې د امنیتي اندېښنو له کبله؛د امریکا سفارت خپلې چارې ځنډولي او د ویزو مرکې یې لغوه کړې

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت خپلې ورځنۍ چارې په موقتي ډول ځنډولې دي.

سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اوسني امنیتي وضعیت له امله به په اسلام‌اباد کې سفارت او په لاهور او کراچۍ کې د امریکا کونسلګرۍ د جمعې تر ورځې پورې د ویزو ټولې ټاکل شوې مرکې لغوه کړي.

د خبرپاڼې له مخې، دا پرېکړه د امنیتي اندېښنو له امله شوې ده او د وضعیت له ارزونې وروسته به د هر ډول نوي بدلون په اړه نور معلومات له عامو خلکو سره شریک شي.

سفارت له مراجعینو غوښتي چې د نوې نېټې او لارښوونو لپاره د رسمي اعلاناتو څارنه وکړي.

ذبیح الله مجاهد:د امنیت شورا له غونډې هیڅ تمه نه لرو او دوی پر تکراري موضوعاتو بحث کوي

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له راتلونکې غونډې هېڅ تمه نه لري.

ښاغلي مجاهد ویلي چې د امنیت شورا خپل اغېز او ارزښت له لاسه ورکړی دی.

نوموړي ادعا کړې چې افغانستان اوس مهال د پاکستان تر فشار او تېري لاندې دی، پر ملکي وګړو بریدونه کېږي او په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ خو د هغه په وینا امنیت شورا یوازې پر تکراري موضوعاتو غونډې کوي او عملي پایله نه ورکوي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان باید په دغو نړیوالو غونډو کې حضور ولري؛ خو په خبره یې ملګرو ملتونو له افغانستانه دا حق اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي وو چې د روانې میاشتې په نهمه نیټه د افغانستان او پاکستان د وروستیو نښتو په اړه ځانګړې ناسته ترسره کوي.

عنایت‌الله خوارزمي:په کندهار کې مو لس پاکستاني پوستې نیولي

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند، عنایت‌الله خوارزمي، ویلي چې کندهار کې پر فرضي کرښه جګړه لا هم روانه ده.

خوارزمي ویلي چې دښمن مورال بایللی او په پرله‌پسې ډول له سیمو شاتګ کوي.

نوموړي زیاته کړې چې تر دې مهاله یوازې په کندهار ولایت کې د پاکستاني ځواکونو لس امنیتي پوستې نیول شوې دي او له دغو پوستو سره یو شمېر غنیمتونه هم د دوی لاس ته ورغلي دي.