شنبه, مې 2, 2026
Home Blog Page 261

په فاریاب کې ټرافیکي پېښه؛۹ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي

په فاریاب کې د ټرافیکو مسوولینو ویلي چې د پشتونکوټ ولسوالۍ په کوتل ګردنه سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۹ کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د ټرافیکو مدیر عبدالجبار روحاني وايي، دا پېښه د لېندۍ په ۴مه د سهار لس بجې د موټرو د چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې.

ټپیان د میاندرې کلینیک او میمنې روغتون ته انتقال شوي دي.

د چارواکو په وینا، قربانیان د المار ولسوالۍ د تیموري کلي اوسېدونکي وو چې د واده مراسمو ته روان وو.

د طالبانو حکومت؛د عامې روغتیا وزارت لوړپوړی پلاوی د رسمي سفر لپاره ترکیې ته ولاړ

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال عبدالولي حقاني له یوه لوړپوړي پلاوي سره ترکیې ته د رسمي سفر په موخه تللی دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سفر هدف د روغتیا په برخه کې د نوو تجربو ترلاسه کول او د ترکیې له دولتي او خصوصي چارواکو سره د همکارۍ د پراخېدو په اړه خبرې کول دي.

یاد پلاوی به د ترکیې له بېلابېلو روغتیایي بنسټونو او دولتي ادارو سره د هغو لارو چارو په اړه بحث وکړي چې د افغانستان د روغتیایي نظام د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا نږدې کېدو لامل شي.

د طالبانو حکومت:شااوخوا ۳۲۰۰ افغان کډوال له سپین‌بولدک لارې هېواد ته راستانه شول

د طالبانو حکومت وایي، چې د سه‌شنبې په ورځ له پاکستان څخه د سپین‌بولدک له لارې له ۳۲۰۰ زیات افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د سپین‌بولدک د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویاند علي محمد حقمل ویلي چې له بېرته راستانه شویو کډوالو پرته، پاکستاني چارواکو ۶۰ داسې افغانان هم افغان لوري ته سپارلي دي چې په پاکستان کې بندیان وو.

د حقمل په وینا، دغه بنديان د یوې ورځې څخه تر دوو میاشتو پورې د پاکستان په زندانونو کې ساتل شوي وو.

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر؛د «مرسي کرېپس» له استازو سره د ګډو همکاریو پر پراخېدو خبرې کړې

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر، دین‌محمد حنیف، د مرسي کرېپس نړیوالې بشرپالې ادارې له لوړپوړو استازو سانا جانسن او ماریانا وان‌سهن سره د همکاریو د نوو لارو پر موندلو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د اقتصادي همکاریو د پراختیا ترڅنګ د اقلیم بدلون د اغېزو د کمولو، او د کرنې او انرژۍ په برخو کې د اغېزمنو پروژو د پلي کېدو پر ضرورت ټینګار وکړ.

د «مرسي کرېپس» سیمه‌ییزې مسوولې سانا جانسن د طالبانو له حکومت سره د ګډو فعالیتونو د دوام ژمنه تازه کړه او ویې ویل چې اداره به د بېرته راستنېدونکو د ملاتړ، د اوبو رسونې خدمتونو د ښه والي، کرنیزو فعالیتونو د پراخېدو، د انرژۍ سکتور د پیاوړتیا، د چاپېریال ساتنې او د کوچنیو کاروبارونو د هڅونې په برخو کې خپلې مرستې جاري وساتي.

افغان کرېکټ بورډ:افغانستان د لومړي ځل لپاره د نولس کلنو اسیا جام ګډ کوربتوب کوي

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د لومړي ځل لپاره به د کرېکټ له اسیایي شورا (ACC) سره په ګډه د نولس کلنو د کم‌عمره لوبډلو د اسیا جام کوربتوب او د سیالیو د تنظیم بشپړ مسؤلیت پر غاړه ولري.

دغه سیالۍ به د ډسمبر میاشتې په ۱۲مه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۱مې به دوام وکړي.

پاکستان:افغانستان کې هوایي بریدونه موږ نه دي کړي

د پاکستان پوځ د سې شنبې پر شپه په افغانستان کې د هوايي بریدونو راپورونه رد کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي چې هېواد یې هېڅکله بې‌ګناه ملکي وګړي نه په نښه کوي او د طالبانو حکومت څرګندونې یې رد کړې دي.

د راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې د خوست د ګربز ولسوالۍ کورونه هدف شوي.

د یادونې ده چې په خوست، کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني هوايي بریدونو له امله یوه مېرمن او ۹ ماشومان وژل شوي دي.

امیرخان متقي؛د قطر د نوي سفیر باور لیک ومانه

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن په کابل کې د قطر د دولت له نوي سفیر مردف القاشوطي څخه باورلیک تر لاسه کړی.

القاشوطي تر دې وړاندې په کابل کې د قطر د شارژدافیر په توګه دنده ترسره کړې وه.

مولوي متقي د افغانستان او قطر اړیکې تاریخي بللې او ټینګار یې کړی چې دواړه هېوادونه باید د سوداګرۍ، اقتصادي همکاریو او د افغان کاري ځواک د استولو په برخو کې له شته فرصتونو اعظمي ګټه واخلي.

د قطر نوي سفیر مردف القاشوطي د دواړو هېوادونو اړیکې ژورې او لرغوني بللې او ژمنه یې کړې چې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره به هڅې زیاتوي.

نوموړي ټینګار کړی چې قطر به د منځګړیتوب په برخه کې خپل رول ته ادامه ورکړي او د افغانستان او نړیوالې ټولنې د دریځونو د نږدې کولو په برخه کې به هڅې جاري وساتي.

عاطف مشعل:د پاکستان متضاد سیاستونه د سیمې ثبات ته ګواښ او افغانستان د قانوني دفاع حق لري

په اسلام‌اباد کې پخواني سفیر عاطف مشعل د پاکستان وروستي دریځونه او تحرکات «متضاد او غیرمسوولانه» بللي دي.

هغه ویلي، اسلام‌اباد له یوې خوا بې‌دلیله پر افغانستان د TTP د ملاتړ تور لګوي؛ خو له بلې خوا هغه استخباراتي کړۍ پټې ساتي چې د افغانستان د بې‌ثباتۍ لپاره کار کوي.

مشعل ټینګار کړی چې د افغان خاورې سرغړونې، هوايي بریدونه او بې‌بنسټه ادعاوې د منلو وړ نه دي او دا ډول چلند د سیمې د بدلېدونکي وضعیت سره سازګار نه دی.

د هغه په وینا، د فشار او نفوذ زاړه ماډلونه نور کار نه ورکوي او د اړیکو یوازینی معقول اساس باید دوه‌طرفه احترام او د حاکمیت منل وي.

پخواني سفیر خبرداری ورکړی چې د پاکستان دنني سیاسي درزونه او د مشروعیت خلا د جدي بدلون غوښتنه کوي، او د بې‌ثباته پالیسیو دوام به یوازې وضعیت لا ترینګلی کړي.

هغه زیاتوي، افغانستان د قانوني دفاع حق لري او که سرغړونې دوام وکړي، مسؤلیت به د هغه لوري وي چې دا لړۍ روانه ساتي.

کریم خُرم:پاکستان په بد وضعیت کې روان دی او تازه بریدونه یې د نوي بحران نښه ده

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخواني رییس عبدالکریم خُرم د پاکستان د تازه هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې د سیمې د اوسنيو بدلونونو په رڼا کې دا ځل پاکستان په ډېر خراب او بې‌کنټروله وضعیت کې ښکاري.

خُرم پر اېکس لیکلي چې پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا په افغانستان کې بمبار کړی، ښځې او ماشومان یې وژلي او په خپله خاوره کې مېشت افغانان یې ځورولي او سپکاوی یې ورسره کړی دی.

هغه خبرداری ورکړی چې که اسلام‌اباد د هرې امنیتي پېښې وروسته ورته سیاست ته دوام ورکړي، یوه خبیثه دایره به رامنځته کړي چې لوی زیان به یې خپله پاکستان ته وررسېږي.

کریم خُرم زیاتوي چې نړۍ په ژور بدلون کې ده او د اسلام‌اباد اوسني اقدامات د سیمې د نوو بحرانونو لپاره بله لمبه بلل کېدای شي.

عبدالله عبدالله:د پاکستان هوايي بریدونه د حل لاره نه ده، اختلافات باید د خبرو له لارې حل شي

د مصالحې شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان له لوري د افغانستان د هوايي حریم نقض او په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

عبدالله ویلي، په دغو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي چې دا ډول پوځي تحرکات نه د منلو وړ دي او نه هم د ستونزو د حل لاره ګڼل کېدای شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د ثبات د ټینګېدو یوازینۍ اساسي لاره د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو حل دی او باید د جګړې پر ځای د ډیالوګ او تفاهم لاره لومړیتوب ومومي.