جمعه, مې 1, 2026
Home Blog Page 259

رحمت‌الله نبیل:د هند د کونسلګرۍ د احتمالي پرانیستو او د ډهلي–کندهار مستقیمو الوتنو پیل د سیمې ستراتېژیک وضعیت حساسوي

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت‌الله نبیل وايي، د هند د کونسلګرۍ د ممکنه بیا پرانیستلو او د ډهلي–کندهار ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل احتمال د افغانستان په جنوب کې د تازه بدلونونو مهم اړخونه بلل کېږي.

د هغه په وینا، که دغه ګامونه عملي شي، د سیمې د مهمو لوبغاړو هغه پټې ستراتېژیکې هڅې بربنډوي چې د سیاسي، اقتصادي او استخباراتي نفوذ د پراخولو لپاره یې روانې کړې دي.

نبیل زیاتوي، دا تحرکات د چابهار بندر په ګډون مهم سوداګریز مسیرونه فعالوي او په ځانګړي ډول پاکستان ته د اندېښنو سبب ګرځي.

نوموړی وايي، د هند د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې، چې د پاکستان د سند ایالت او سیمه‌ییزو امنیتي مسایلو په اړه وې، په اسلام‌آباد کې د لا زیاتو اندېښنو د رامنځته کېدو لامل شوي دي.

هغه ویلي، پاکستان نوره هم وېره لري چې ښايي د بلوچستان او خیبرپښتونخوا تر څنګ د سند په نوم یوه بله جبهه هم فعاله شي.

نبیل باور لري چې اسلام‌آباد په اوسنیو شرایطو کې د خپلو امنیتي محاسبو په بیا کتنه بوخت دی، ځکه د افغانستان جنوب یې د اوږدې مودې لپاره د نفوذ یوه مهمه حوزه بلل شوې ده.

د نبیل په وینا، له ژئوپولیټیک اړخه دا پرمختګونه ښيي چې سیمه‌ییز او نړیوال ځواکونه هڅه کوي په افغانستان کې د نفوذ لپاره خپل حضور پیاوړی کړي او ځانونه د جګړو وروسته د هېواد په سیاسي–اقتصادي جوړښت کې د مهمو لوبغاړو په توګه تثبیت کړي.

هغه زیاتوي چې یادې هڅې کولی شي د چین او امریکا ستراتېژیک حسابونه هم بدل کړي.

احمدالله علیزی:د پاکستان هوايي بریدونه غندم او نړیواله ټولنه دې د دواړو هېوادونو اختلافات حل کړي

د افغانستان پر خاوره د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو له ترسره کېدو وروسته، د کابل پخواني والي احمدالله علیزي دغه بریدونه په کلکه غندلي دي.

علیزي ویلي، چې د یو افغان په توګه باور لري جګړه هېڅکله د ستونزو د حل لاره نه ده او دواړه هېوادونه باید د پوځي کړنو پر ځای د تفاهم او خبرو اترو لار خپله کړي.

نوموړي له ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي اختلافات د سولې له لارې حل کړي او دواړه هېوادونه د همکارۍ پر لور وهڅوي.

په فاریاب کې ټرافیکي پېښه؛۹ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي

په فاریاب کې د ټرافیکو مسوولینو ویلي چې د پشتونکوټ ولسوالۍ په کوتل ګردنه سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۹ کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د ټرافیکو مدیر عبدالجبار روحاني وايي، دا پېښه د لېندۍ په ۴مه د سهار لس بجې د موټرو د چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې.

ټپیان د میاندرې کلینیک او میمنې روغتون ته انتقال شوي دي.

د چارواکو په وینا، قربانیان د المار ولسوالۍ د تیموري کلي اوسېدونکي وو چې د واده مراسمو ته روان وو.

د طالبانو حکومت؛د عامې روغتیا وزارت لوړپوړی پلاوی د رسمي سفر لپاره ترکیې ته ولاړ

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال عبدالولي حقاني له یوه لوړپوړي پلاوي سره ترکیې ته د رسمي سفر په موخه تللی دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سفر هدف د روغتیا په برخه کې د نوو تجربو ترلاسه کول او د ترکیې له دولتي او خصوصي چارواکو سره د همکارۍ د پراخېدو په اړه خبرې کول دي.

یاد پلاوی به د ترکیې له بېلابېلو روغتیایي بنسټونو او دولتي ادارو سره د هغو لارو چارو په اړه بحث وکړي چې د افغانستان د روغتیایي نظام د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا نږدې کېدو لامل شي.

د طالبانو حکومت:شااوخوا ۳۲۰۰ افغان کډوال له سپین‌بولدک لارې هېواد ته راستانه شول

د طالبانو حکومت وایي، چې د سه‌شنبې په ورځ له پاکستان څخه د سپین‌بولدک له لارې له ۳۲۰۰ زیات افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د سپین‌بولدک د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویاند علي محمد حقمل ویلي چې له بېرته راستانه شویو کډوالو پرته، پاکستاني چارواکو ۶۰ داسې افغانان هم افغان لوري ته سپارلي دي چې په پاکستان کې بندیان وو.

د حقمل په وینا، دغه بنديان د یوې ورځې څخه تر دوو میاشتو پورې د پاکستان په زندانونو کې ساتل شوي وو.

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر؛د «مرسي کرېپس» له استازو سره د ګډو همکاریو پر پراخېدو خبرې کړې

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر، دین‌محمد حنیف، د مرسي کرېپس نړیوالې بشرپالې ادارې له لوړپوړو استازو سانا جانسن او ماریانا وان‌سهن سره د همکاریو د نوو لارو پر موندلو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د اقتصادي همکاریو د پراختیا ترڅنګ د اقلیم بدلون د اغېزو د کمولو، او د کرنې او انرژۍ په برخو کې د اغېزمنو پروژو د پلي کېدو پر ضرورت ټینګار وکړ.

د «مرسي کرېپس» سیمه‌ییزې مسوولې سانا جانسن د طالبانو له حکومت سره د ګډو فعالیتونو د دوام ژمنه تازه کړه او ویې ویل چې اداره به د بېرته راستنېدونکو د ملاتړ، د اوبو رسونې خدمتونو د ښه والي، کرنیزو فعالیتونو د پراخېدو، د انرژۍ سکتور د پیاوړتیا، د چاپېریال ساتنې او د کوچنیو کاروبارونو د هڅونې په برخو کې خپلې مرستې جاري وساتي.

افغان کرېکټ بورډ:افغانستان د لومړي ځل لپاره د نولس کلنو اسیا جام ګډ کوربتوب کوي

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د لومړي ځل لپاره به د کرېکټ له اسیایي شورا (ACC) سره په ګډه د نولس کلنو د کم‌عمره لوبډلو د اسیا جام کوربتوب او د سیالیو د تنظیم بشپړ مسؤلیت پر غاړه ولري.

دغه سیالۍ به د ډسمبر میاشتې په ۱۲مه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۱مې به دوام وکړي.

پاکستان:افغانستان کې هوایي بریدونه موږ نه دي کړي

د پاکستان پوځ د سې شنبې پر شپه په افغانستان کې د هوايي بریدونو راپورونه رد کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي چې هېواد یې هېڅکله بې‌ګناه ملکي وګړي نه په نښه کوي او د طالبانو حکومت څرګندونې یې رد کړې دي.

د راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې د خوست د ګربز ولسوالۍ کورونه هدف شوي.

د یادونې ده چې په خوست، کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني هوايي بریدونو له امله یوه مېرمن او ۹ ماشومان وژل شوي دي.

امیرخان متقي؛د قطر د نوي سفیر باور لیک ومانه

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن په کابل کې د قطر د دولت له نوي سفیر مردف القاشوطي څخه باورلیک تر لاسه کړی.

القاشوطي تر دې وړاندې په کابل کې د قطر د شارژدافیر په توګه دنده ترسره کړې وه.

مولوي متقي د افغانستان او قطر اړیکې تاریخي بللې او ټینګار یې کړی چې دواړه هېوادونه باید د سوداګرۍ، اقتصادي همکاریو او د افغان کاري ځواک د استولو په برخو کې له شته فرصتونو اعظمي ګټه واخلي.

د قطر نوي سفیر مردف القاشوطي د دواړو هېوادونو اړیکې ژورې او لرغوني بللې او ژمنه یې کړې چې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره به هڅې زیاتوي.

نوموړي ټینګار کړی چې قطر به د منځګړیتوب په برخه کې خپل رول ته ادامه ورکړي او د افغانستان او نړیوالې ټولنې د دریځونو د نږدې کولو په برخه کې به هڅې جاري وساتي.

عاطف مشعل:د پاکستان متضاد سیاستونه د سیمې ثبات ته ګواښ او افغانستان د قانوني دفاع حق لري

په اسلام‌اباد کې پخواني سفیر عاطف مشعل د پاکستان وروستي دریځونه او تحرکات «متضاد او غیرمسوولانه» بللي دي.

هغه ویلي، اسلام‌اباد له یوې خوا بې‌دلیله پر افغانستان د TTP د ملاتړ تور لګوي؛ خو له بلې خوا هغه استخباراتي کړۍ پټې ساتي چې د افغانستان د بې‌ثباتۍ لپاره کار کوي.

مشعل ټینګار کړی چې د افغان خاورې سرغړونې، هوايي بریدونه او بې‌بنسټه ادعاوې د منلو وړ نه دي او دا ډول چلند د سیمې د بدلېدونکي وضعیت سره سازګار نه دی.

د هغه په وینا، د فشار او نفوذ زاړه ماډلونه نور کار نه ورکوي او د اړیکو یوازینی معقول اساس باید دوه‌طرفه احترام او د حاکمیت منل وي.

پخواني سفیر خبرداری ورکړی چې د پاکستان دنني سیاسي درزونه او د مشروعیت خلا د جدي بدلون غوښتنه کوي، او د بې‌ثباته پالیسیو دوام به یوازې وضعیت لا ترینګلی کړي.

هغه زیاتوي، افغانستان د قانوني دفاع حق لري او که سرغړونې دوام وکړي، مسؤلیت به د هغه لوري وي چې دا لړۍ روانه ساتي.