جمعه, مې 1, 2026
Home Blog Page 258

امریکا؛تر نامعلومې مودې د افغانانو د کډوالۍ بهیر د درولو اعلان وکړ

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې USCIS اعلان کړی چې د افغان وګړو د مهاجرت ټول بهیر یې تر نامعلوم وخت لپاره درولی دی.

د ادارې په وینا، دغه پرېکړه به تر هغه وخته نافذه وي چې د امنیتي ارزونو او د بیا کتنې بشپړه پروسه پای ته ونه رسېږي.

یادې ادارې په خپل بیان کې ټینګار کړی:«د امریکا د خاورې او خلکو ساتنه زموږ اساسي او یوازینی لومړیتوب دی.»

دغه بندیز د افغانانو ټولې قضیې، هغه چې روانې دي او هغه چې تازه ثبت شوې دي، شاملوي.

تر اوسه روښانه نه ده چې د امنیتي کتنو پروسه به کله پای ته رسېږي او د افغانانو د کډوالۍ بهیر به بیا کله پیل شي.

د واشنګټن تر برید وروسته؛د امریکا مرستیال ولسمشر د کډوالو د ایستلو د پروسې د چټکوالي ګواښ کړی

د امریکا د ولسمشر مرستیال جی‌ډي وېنس واشنګټن کې د ملي ګارد پر سرتېرو تر برید وروسته ویلي چې له هېواده د کډوالو د ایستلو بهیر باید سخت او چټک شي.

نوموړي د بایډن د ۲۰۲۱ کال پر پالیسۍ نیوکه کړې چې افغان کډوال بې له کافي امنیتي ارزونې امریکا ته پرېښودل شول.

وېنس ټینګار کړی چې د برید افغان تورن به قانوني ارګانونو ته وسپارل شي او وروسته باید د ناقانونه او پر جرمونو تورنو کډوالو د ایستلو هڅې لا پسې زیاتې شي.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې یو افغان بریدګر د سپینې ماڼۍ مخې ته د ملي ګارډ دوه عسکر په ډزو ووژل.

ډونالډ ټرمپ:واشنګټن کې د ملي ګارد پر سرتېرو برید کوونکی افغان و

رویټرز د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله راپور ورکړی چې په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې هغه افغان کړې چې په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته رسېدلی و.

له دې وروسته ټرمپ امر کړی چې هغه ټول افغانان بیا و ارزول شي چې د جو بایډن د حکومت پر مهال امریکا ته انتقال شوي دي.

په ډزو کې د ملي ګارډ دوه غړي ټپیان شوي او شکمن بریدګر له ویشتل کېدو وروسته ژوندی نیول شوی دی.

یو شمېر امریکايي رسنیو د شکمن نوم رحمن‌الله لکڼوال یاد کړی او ویلي یې دي چې نوموړی ۲۹ کلن دی او د ۲۰۲۱ کال د تخلیې په جریان کې امریکا ته انتقال شوی و.

نامالومو بې پیلوټه الوتکو؛خیبر پښتونخوا کې د داعش مرکزونه په نښه کړي

په خیبر پښتونخوا ایالت کې د نامعلومو ډرون الوتکو له لوري د داعش پر دوه مرکزونو برید شوی دی.

د عیني شاهدانو په وینا، برید نن ماښام شاوخوا ۶:۳۰ بجې د خیبر ولسوالۍ د جبارمیلې په سیمه کې ترسره شوی او په نښه شوي ځایونه هغه مرکزونه وو چې د داعش د خراسان څانګې مهم غړي پکې اوسېدل.

سرچینې وایي چې په دې مرکزونو کې عبدالحکیم توحیدي، ګل نظیم او صدیقیار اوسېدل چې د داعش مهم کسان بلل کېدل او په افغانستان کې په ځینو خونړیو بریدونو کې د لاس لرلو په تور مشهور وو.

شاهدان زیاتوي چې ډرون الوتکې له برید وروسته د افغانستان لور ته تللې، او پاکستاني پوځیانو پرې د درنو وسله‌وو ډزې هم کړي دي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

ضیاءالحق امرخېل:پاکستان په افغانستان کې د هېڅ ډلې دایمي واک نه غواړي، افغانان دې له تاریخ زده کړه وکړي

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل ویلي چې افغانان باید له تاریخي تجربو زده کړه وکړي، ځکه د هغه په باور پاکستان په تېرو پنځوسو کلونو کې تل د یوې ډلې تر هغه وخته ملاتړ کړی چې د کابل پر موجود نظام د فشار وسیله ګرځېدلې وي؛ خو کله چې هماغه ډلې واک ته رسېدلې، اسلام‌اباد د هغوی د کمزوري کولو یا پرځولو هڅې پیل کړي دي.

امرخېل ټینګار کوي چې پاکستان په افغانستان کې د کومې ځانګړې ډلې دایمي واک ته رسېدل نه غواړي او د هغه په وینا، اسلام‌اباد خپله ستره موخه په دې کې ویني چې افغانستان تل د بې‌ثباتۍ له ګواښ سره مخ وي.

نوموړي زیاته کړې:«پاکستان یو ستر هدف لري: په افغانستان کې د هېڅ یوې ډلې حکومت نه غواړي. د دوی دښمني له دې خاورې او ملت سره ده. نور باید په دې ښه پوه شو.»

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند:ډیلي ته د نورالدین عزیزي سفر بریالی و او د سوداګریزې همکارۍ نوې هوکړې مو ورسره وکړې

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سفر بریالی بللی او وایي چې له افغان لوري سره یې د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې مهمې هوکړې کړې دي.

د جیسوال په وینا، د کابل–ډیلي او کابل–امریستر ترمنځ د ترانزیټي الوتنو د پیل او د سوداګریزو اتشو د فعالیت په اړه توافق شوی دی.

هغه زیاتوي چې په کابل کې د نوي هندي سفیر د ټاکلو پرېکړه به د سفارت د عملیاتي اړتیاوو تر پوره کېدو وروسته وشي.

عزیزي تېرې اوونۍ هند ته پر پنځه ورځني سفر د نړیوال سوداګریز نندارتون ترڅنګ د هند د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.

نورالدین عزیزي؛د استانبول په حلال نندارتون کې د افغان محصولاتو نړیوال حضور ته د پیاوړتیا غوښتنه وکړه

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې وزیر نورالدین عزیزي د استانبول د نړیوال «حلال» کنفرانس او نندارتون په پرانیسته کې د افغانستان د حضور د پراخېدو او د حلالې سوداګرۍ د پياوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.

دا نندارتون د نومبر له ۲۶مې تر ۲۹مې د شاوخوا ۱۱۰ هېوادونو د استازو په ګډون ترسره کېږي او د حلال تولیداتو او خدماتو له مهمو نړیوالو غونډو شمېرل کېږي.

د وزارت په وینا، عزیزي د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او په سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د رول پر زیاتېدو خبرې کړي.

افغان شرکتونه هم په نندارتون کې برخه لري او د هېواد تولیدي توان، صادراتي فرصتونه او د پانګونې زمینه نړیوالو ته معرفي کوي.

د جرمني صدراعظم:پوتین باید ومني چې جګړه د بریالۍ پایلې پرته نه ختمېږي

0

د جرمني صدراعظم فریدرتس مرتس وايي، ولادیمیر پوتین باید درک کړي چې د اوکراین جګړه یوازې د بریالۍ پایلې په ترلاسه کولو سره ختمېدای شي.

هغه د بوندستاګ په غونډه کې ټینګار کړی چې جګړه باید هر څومره ژر ممکنه وي پای ته ورسېږي؛ خو د لویو قدرتونو هغه هوکړه چې د اوکراین او اروپایي هېوادونو له رضایت پرته وشي، د دوامدارې سولې بنسټ نه شي جوړولی.

مرتس زیاته کړې چې اوکراین د اروپا د سیاست د لوبې مهره نه ده، بلکې خپلواک هېواد دی، او جرمني به یې ملاتړ ته دوام ورکړي.

د هغه په وینا، جرمني به د دې ملاتړ لپاره کنګل شوې روسي شتمنۍ هم وکاروي.

دغه څرګندونې تر دې وروسته کېږي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د امریکا د هڅول شوې طرحې د تعقیب چمتووالی اعلان کړی؛ خو ټینګار یې کړی چې خبرې باید د اروپایي متحدینو په حضور کې وشي.

مولوي عبدالکبیر:د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی، نړیوال دې ملاتړ زیات کړي

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له لوړپوړو چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې د ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی، او د ژمي له راتګ سره د راستنېدونکو ستونزې هم ډېرې شوې دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عبدالکبیر د UNDP له مرستیالې شکونودا او مل پلاوي سره د راستنېدونکو د ملاتړ او د کډوالۍ د ستونزو دایمي حل په اړه بحث کړی دی.

شکونودا ویلي چې افغانستان د دوی لپاره لومړیتوب لري او د افغان کډوالو د ستونزو دایمي حل لپاره ژمن دي.

هغې زیاته کړې چې د راستنېدونکو د مهارتونو په کارولو سره د هغوی لپاره کاري فرصتونه رامنځته کوي.

پلاوي د ګډې کمېټې د جوړېدو وړاندیز هم کړی، او مولوي عبدالکبیر د UNDP له مرستو مننه کړې او له نړیوالو یې غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د ملاتړ پروژې پراخې کړي.

زلنسکي:د امریکا د سولې وړاندیز منلو ته چمتو یو؛ خو خبرې دې د اروپایي متحدینو په حضور کې وشي

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي، هېواد یې اماده دی چې د امریکا لخوا د جګړې د پای ته رسولو وړاندیز شوی چوکاټ عملي کړي او د پاتې اختلافونو په اړه له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره بحث وکړي.

زلنسکي د اروپایي مشرانو په یوه آنلاین ناسته کې ویلي چې د سولې اړوند هر ډول خبرې باید د اوکراین د اروپایي ملاتړو په حضور کې ترسره شي.

هغه له اروپایي هېوادونو وغوښتل چې د باور جوړونکي ځواک د استولو لپاره یو عملي میکانیزم جوړ کړي او ټینګار یې وکړ چې تر هغو به د اوکراین ملاتړ ونه دروي څو روسیه د جګړې د ختمولو واضح اراده و نه ښيي.