جمعه, مې 1, 2026
Home Blog Page 257

مولوي عبدالسلام ضعیف:پاکستان د چین، تاجکستان او افغانستان ترمنځ د بې‌باورۍ د رامنځته کولو هڅه کوي

پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف ادعا کړې چې په تاجکستان کې د چینایي شرکت کارکوونکي د پاکستاني ډرون الوتکو لخوا په نښه شوي دي.

هغه ویلي، اسلام‌اباد غواړي د چین، تاجکستان او افغانستان ترمنځ بې‌باوري رامنځته کړي؛ خو زیاتوي چې دا ډول کړنې به رسوا شي او د پاکستان لپاره به درنه ضربه وي.

ضعیف د پاکستان پوځ «نااهل رژیم» بللی او وایي، د دوی دروغ اوس نه پټېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې څو ورځې وړاندې پاکستاني الوتکو په خوست او یو شمېر نورو ولایتونو بریدونه وکړل چې د طالبانو حکومت د لسو ملکي کسانو د وژل کېدو ادعا کړې.

هندي او افغان شرکتونو؛د ۱۰۰ میلیونه ډالرو درملو وارداتي تړون لاسلیک کړ

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت وايي چې د روفي نړیوال ګروپ په نوم افغان شرکت د هند له «زایدوس لایف ساینسز» کمپنۍ سره د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د درملو د وارداتو تړون لاسلیک کړی دی.

دغه تړون نن په متحده عربي اماراتو کې د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ شوی.

د وزارت په وینا، هندۍ کمپنۍ به لومړی خپل درمل افغانستان ته صادروي او وروسته به په افغانستان کې د خپلې څانګې د پرانیستو له لارې د درملو تولید هم پيل کړي.

دا تړون په داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزیر د هند د سفر پر مهال ویلي و، چې هند له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو لپاره چمتو دی.

په افغانستان د پاکستان تیری؛پخوانی ولسمشر وایي د افغانانو کرکې او غندنې زمونږ د ملي پوخوالي او یوالي نښه ده

د هېواد پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې د افغانانو د کرکې او غندنې پراخ غبرګون زموږ د ملي پوخوالي او یووالي ښکاره نښه شوه.

ښاغلي غني په یوه مفصل پیغام کې څرګنده کړې چې په پکتیکا، خوست او کونړ کې د ملکي خلکو په نښه کېدل ناروا تېری دی او باید سمدستي ودرول شي.

هغه ویلي، افغانستان له ټولو اسماني احکامو او نړیوالو اصولو سره سم د خپل هېواد د دفاع بشپړ حق لري او دا دفاع قانوني او مشروع ده.

غني ټینګار کړی چې افغانستان د لسیزو راهیسې د نااعلان شوې جګړې قرباني دی او د زور له لارې د سیاسي ستونزو حل ناشونی دی.

نوموړي د کرښې دواړو غاړو خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او ویلي یې دي چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ولسونه هم د جګړو قربانیان دي او دواړو لورو ته ګډ دردونه متوجه دي.

ښاغلي غني په خپلو څرګندونو کې د پاکستان له لوري د سیاسي مداخلې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې افغانان باید د خپل هېواد د راتلونکې په اړه پرېکړه خپله وکړي.

هغه زیاته کړې چې اوسنی وضعیت د افغان په لاس د افغان د وژنې د بیا پیل خطر لري او باید مخه یې ونیول شي.

پخواني ولسمشر پر سیمه ییزو هېوادونو غږ کړی چې د ترهګرۍ پر موضوع د ګډ تعریف او عملي چوکاټ رامنځته کړي، ځکه د ده په وینا اوسنۍ تګلاره د سیمې د لا ناامنۍ لامل ګرځي.

نصیر احمد فایق:د امریکا د ملي ګارد پر سرتېرو برید غندم؛ خو د یوه کس عمل باید ټول افغانان بدنام نه کړي

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق، د امریکا ملي ګارډ پر دوو سرتېرو حمله په سختو ټکو غندلې ده.

فایق ویلي، دغه وحشیانه برید د نه منلو وړ دی او باید په بشپړه توګه وڅېړل شي.

هغه د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته د خواخوږۍ ترڅنګ ټینګار کړی چې د یوه فرد د عمل له امله هېڅ ټولنه باید بدنامه او ټکنۍ نه شي.

نوموړي زیاته کړې، د هر ډول تاوتریخوالي پر وړاندې دریږي او د قربانیانو لپاره د عدالت د تامین ملاتړ کوي.

ریچارډ بېنېټ:د یوه کس له امله ټولو افغان کډوالو ته سزا ورکول ناعادلانه دي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په واشنګټن کې د افغان کډوالو له لوري د ملي ګارډ پر سرتېرو د برید په غبرګون کې ویلي، چې د یوه کس عمل باید د ټول ملت د سزا لامل نه شي.

هغه دا کار ناانصافي او بې‌معنا بللی دی.

په ورته وخت کې شاون وان‌ډایور، چې د افغان کډوالو د خپلسري انتقال پر چارو کار کوي، هم ټینګار کړی چې د یوه فرد ناسم عمل باید د ټولو افغانانو د بدنامۍ سبب ونه ګرځي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه شوي چې ۲۹ کلن افغان رحمان‌الله لکڼوال په واشنګټن کې دوه سرتېري ژوبل کړل او له دې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د بایډن د حکومت پر مهال د تللو افغانانو د دوسیو د بیا کتنې امر وکړ.

د امریکا د کډوالۍ اداره هم د افغانانو د غوښتنلیکونو پروسس تر نامعلومې مودې ځنډولی دی.

امیرخان متقي؛د ناروې له شارژدافیر سره کتلي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر پير البرټ الساس سره ولیدل.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، الساس د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې پر کونړ، خوست او پکتیکا د ملکي کسانو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو وژل د ژور تاسف وړ دي.

هغه ټینګار کړی چې ناروې د طالبانو حکومت له رغنده تعامل ملاتړ کوي.

امیرخان متقي بیا ویلي چې افغانستان له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان سره، د متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو پراختیا غواړي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې مقابل لوري هم د زور او بې‌ثباتۍ پر ځای د خبرو، تفاهم او ثبات لاره غوره کړي.

وزارت زیاتوي چې دواړو لوریو پر انساني وضعیت، سیمه‌ییز امنیت او د همکارۍ پر پراخولو خبرې کړې دي.

پاکستان؛د سپین‌بولدک لار د افغان کډوالو پر مخ وتړله

یو شمېر سرچینو ویلي چې پاکستاني ځواکونو نن پنجشنبه د کندهار ـ سپین بولدک دروازه د افغان کډوالو پر مخ تړلې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دروازې د تړلو په اړه هېڅ رسمي دلیل نه دی وړاندې شوی، او هغه افغانانو چې له پاکستانه د ستنېدو هڅه کوله، د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

تر اوسه د پاکستان حکومت په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې، خو د لارې ناڅاپي تړلو د سلګونو افغان کډوالو ورځني کارونه او تګ راتګ اغېزمن کړي دي.

شان واندایور:امریکا کې مېشت ټول افغانان د یوې پېښې لپاره باید مسؤل و نه ګڼل شي

د امریکا د افغانانو د انتقال ادارې مشر شان واندایور ویلي چې ټول افغانان باید د یو شخصي جرم لپاره مسؤل ونه ګڼل شي.

نوموړي ټینګار کړی چې په امریکا کې مېشتو افغانانو وروسته له بشپړو امنیتي څېړنو او ارزونو دغه هېواد ته د راتګ اجازه موندلې ده.

واندایور زیاته کړې چې د واشنګټن د وروستۍ پېښې سیاسي ګټه اخیستنه باید و نه شي او په امریکا کې د افغانانو کورنۍ باید زیانمنې نه شي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې اعلان کړی و چې د افغان کډوالو د پناه غوښتنو پروسه تر بل خبر پورې ځنډول شوې، وروسته له هغې چې یو افغان تبعه په واشنګټن کې د ملي ګارډ دوه غړي ټپي کړي وو.

نورالدین عزیزي د ECO غونډه کې:افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ په پروژو کې فعال ګډون ته چمتو دی

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، د ترکیې په استانبول کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د سوداګرۍ وزیرانو په پنځمه غونډه کې ګډون وکړ.

عزیزي په غونډه کې افغانستان د سیمې د ترانزیټي څلورلارې مهم هېواد بللی او ټینګار یې کړی چې هېواد یې چمتو دی په سوداګریزو او ترانزیټي پروژو کې فعاله ونډه واخلي.

هغه د ایکو سازمان ته بلنه ورکړې چې راتلونکې غونډه په کابل کې ترسره شي، او غونډه کې د غړو هېوادونو ملاتړ ترلاسه شو ترڅو د سوداګرۍ پراختیا، ترانزیټ اسانتیاوې او بهرني پانګونې جذب شي، چې دا کار به د اقتصادي ودې او سیمه‌ییزو همکاریو لپاره مهم ګام وي.

د طالبانو حکومت؛د پاکستان له خوا راتلونکو الوتنو لپاره د هوايي حریم د بندېدو راپورونه رد کړي

د طالبانو حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکي کابل د پاکستان له لوري د راتلونکو الوتکو لپاره خپل هوايي حریم تړلی دی.

دغه افواهات چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي او د طالبانو حکومت د ملاتړ څو حسابونو یې پراخ ترویج کړی و، ادعا کوله چې افغانستان د پاکستان له فضا څخه راتلونکو الوتکو ته د تېرېدو اجازه درولې ده.

خو د وزارت لوړپوړي چارواکي مولوي فتاح‌الله منصور ویلي: «د هوايي حریم د تړلو راپورونه بې‌اساسه دي.»

چارواکو ټینګار کړی چې د افغانستان هوايي حریم د معمول مطابق پرانیستی دی او هېڅ ډول محدودیت نه دی لګول شوی.