پنجشنبه, اپریل 9, 2026
Home Blog Page 256

صدیق صدیقي:د پاکستان اوسنی دریځ د افغانانو پر وړاندې د دښمنۍ او کرکې څرګندونه کوي

د جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت د پالیسي او ستراتیژۍ پخواني معین صدیق صدیقي ویلي، د پاکستان اوسنی سیاسي دریځ د افغانانو پر وړاندې جګړه‌ییز، توپیرپالونکی او د کرکې خپرولو هڅه ده.

نوموړي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د طالبانو واکمني په افغانستان کې نامشروع ده او د افغان ولس استازیتوب نه کوي.

صدیقي زیاته کړې، هغه افغانان چې اوس په پاکستان کې میشت دي، د طالبانو له ظلم او زورواکۍ تښتېدلي دي؛ خو پر ځای یې له تبعیضي چلند او ناسم سیاسي تبلیغ سره مخ دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر:د طالبانو حکومت ولسي مشروعیت نه لري او د سیمې امنیت ته ګواښ دی

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ ویلي، د افغانستان خلک نور د طالبانو د حکومت ملاتړ نه کوي او دا حکومت له ولسي مشروعیت بې‌برخې دی.

تارړ جیو نیوز ته ویلي، طالبان د سیمې د امنیت لپاره ستر ګواښ ګرځېدلي او د پاکستان پر خاوره وروستي بریدونه یې “تجاوزي هڅه” بللې ده.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان نور د افغانستان له خاورې بریدونه نه زغمي او خبرداری یې ورکړی چې د تکرار په صورت کې به طالبان له سخت غبرګون سره مخ شي.

د پاکستان پوځ هم ویلي، د طالبانو له لوري د پوله‌ساتو پر پوستو بریدونه شوي چې ۲۳ سرتېري پکې وژل شوي او ۲۹ ټپیان دي.

دغه څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې دي.

عباس عراقچي له اسحاق ډار سره خبرو کې؛د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو په تړاو د زغم غوښتنه کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار سره یې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

هغه له دواړو لورو غوښتي چې له زغم کار واخلي او د شخړې د پراخېدو مخه ونیسي.

عراقچي ویلي، ایران له پاکستان او طالبانو دواړو سره ښې اړیکې لري؛ خو تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

هغه ټینګار کړی چې د ایران، پاکستان او افغانستان ثبات د سیمې د سولې لپاره مهم دی او ژر به له طالبانو سره هم خبرې وکړي.

ډونالډ ټرمپ:چمتو یم چې د افغانستان او پاکستان شخړه حل کړم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوې شخړې په اړه معلومات لري او هڅه کوي د دې ستونزې د حل لپاره ګامونه واخلي.

ټرمپ د خبریالانو سره د خبرو پر مهال څرګنده کړه:«که دا شخړه پای ته ورسوم، دا به اتمه جګړه وي چې زه یې ختموم.»

نوموړي د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د ټینګښت په برخه کې د قطر هڅې هم وستایلې او د قطر امیر یې “زړور او باجرأته مشر” وباله.

هغه زیاته کړې چې د سیمې ثبات د نړیوال امنیت لپاره مهم دی او امریکا به د سولې د ټینګښت لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوي.

د پاکستان حکومت رسمي اعلامیه؛هېله لرو افغانان «آزاد» او یو ډیموکراتیک حکومت ولري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وروسته له څلورو کلونو په لومړي ځل په یوه اعلامیه کې هېله ښودلې چې د افغانستان خلک “آزاد شي او یو ریښتینی ډیموکراتیک حکومت ولري”

په اعلامیه کې د پاکستان پر وړاندې د طالبانو وروستي بریدونه د افغان طالبانو، پاکستاني طالبانو او بلوچ بیلتون غوښتونکو ګډې هڅې بلل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل رسمي بیان کې د “طالبانو رژیم” اصطلاح کارولې ده.

دا پیښه د طالبانو په وړاندې د پاکستان په ډیپلوماټیکه ژبه کې بدلون په ګوته کوي، ځکه چې اسلام آباد مخکې په خپلو رسمي بیانونو کې طالبانو ته “موقت حکومت” یا “افغانستان حکومت” ویل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اندیښنه څرګنده کړه چې دا بریدونه د افغانستان سره د هیواد د کرښې بې ثباته کولو په موخه وو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ اړیکو پر ضد وو.

وزارت په هند کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د څرګندونو په اړه هم غبرګون وښود او ویې ویل چې د هغه هدف په افغانستان کې د “ترهګرو ډلو” له شتون څخه د پام اړول دي.

امیر خان متقي په ډیلي کې په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي وو چې “یوه ځانګړې کړۍ د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې خرابوي.” ښاغلي متقي زیاته کړې وه چې د افغانستان او پاکستان اړیکې باید د پوځ د دې کړۍ د پالیسیو قرباني نشي.

زلمی خلیلزاد:پاکستان دې جګړه بنده او له افغانستان او ټي‌ټي‌پي سره د خبرو لاره خپله کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان له لوري د افغانستان پر ضد وروستیو هوايي بریدونو او د کابل د تند غبرګون په تړاو ویلي، اوس وخت دی چې پاکستان د جګړې پر ځای د ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي.

خلیلزاد په خپلې څرګندونې کې ټینګار کړی چې اسلام‌اباد باید له افغانستان او تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره د خبرو نوې لړۍ پیل کړي او دواړه هېوادونه دې هوکړه وکړي چې د یو بل له خاورې به د بل د امنیت پر ضد کار نه اخیستل کېږي.

هغه یادونه کړې چې د پاکستان او ټي‌ټي‌پي تر منځ خبرې دې د هماغو موافقو پر بنسټ بیا پیل شي چې د عمران خان د صدارت پر مهال شوې وې، ځکه د پاکستان اوسنۍ تګلاره ناکامه ښکاري او تکرار به یې ستره تېروتنه وي.

خلیلزاد زیاتوي، که پاکستان جګړه بنده کړي او د خبرو لور ته لاړ شي، افغانستان به هم مثبت غبرګون وښيي، ځکه د دواړو هېوادونو ګډې ګټې په متقابل تفاهم او ثبات کې نغښتې دي.

بلاول بوټو:د طالبانو حکومت غیر قانوني تیری، د سیمې سولې او ثبات ته جدي ګواښ دی

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو د پاکستان او افغانستان پر پوله روانو حالاتو په اړه د طالبانو غبرګون بې دلیله بللی.

هغه په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې “د افغان ځواکونو بې دلیله تېری د سیمې د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ دی. “

بلاول بوټو ویلي، پاکستان د حوصلې او هوښیارۍ له مخې غبرګون ښوولی، خو کابل دې هم د ترهګرو پر ضد ګامونه واخلي او د دوامداره سولې لپاره دې له پاکستان سره ګډه همکاري وکړي.

محسن داوړ:نن چې پاکستان له سختو امنیتي ننګونو سره مخ دی، دا د دوی د تېرو سیاستونو نتیجه ده

د خیبر پښتونخوا د ملي ولسواک ګوند مشر محسن داوړ ویلي، موږ له کلونو راهیسې د طالبانو د جوړولو او ملاتړ پر ضد خبرداری ورکاوه، خو د پاکستان دولت او ګڼ شمېر سیاسي جریانونو د طالبانو لخوا د کابل نیونه او «غیرقانوني اشغال» ولمانځه.

نوموړي پاکستان ته په اشاره ویلي، چې د ترهګرۍ ملاتړ کوونکي اوس د خپلو کړنو د ناوړه پایلو سره مخ دي.

محسن داوړ ټینګار وکړ چې د افغانستان طالبان او د پاکستان تحریک طالبان (TTP) یو واحد ذهنيت او یو هدف لري، او د دواړو ترمنځ هېڅ واقعي توپیر نشته.

ده وویل، هماغه ډلې چې په افغانستان کې د زور، تاوتریخوالي او وېرې سیاست پرمخ وړي، هماغه په پاکستان کې د خلکو وینه تویوي.

داوړ ویلي، نن چې پاکستان له سختو امنیتي ننګونو سره مخ دی، دا د هغو تېرو سیاستونو نتیجه ده چې ترهګري ته یې مشروعیت ورکړ.

د ګلبدین حکمتیار خبرداری:د کابل هوايي بریدونه او بهرني ګواښونه ملي موضوع ده او ملي اجماع ته اړتیا ده

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په یوې تازه وینا کې ویلي چې پر کابل او برمل د رامنځته شویو هوايي بریدونو او د بهرنيو هېوادونو پرله‌پسې ګواښونو په وړاندې ملي یووالی او ګډ دریځ ضروري دی.

حکمتیار ټینګار کړی چې د هېواد د خپلواکۍ او ملي حاکمیت دفاع ټول افغانانو ته واجب ده او داخلي اختلافات باید شاته وغورځول شي.

هغه ویلي، چې دا پېښې عادي نه دي او باید له سیاسي او ټولنیزو ګوندونو تر یوې ملي اجماع لاندې د دفاعي چمتووالي عملي پلانونه جوړ شي.

حکمتیار خبرداری ورکړی چې اجازه ورنکړو چې اجنبي او سیال هېوادونه افغانستان د خپلو ناندریو او نیابتي جګړو میدان وگرځوي، ځکه قربانیان به بیا افغانان وي.

هغه په پای کې غوښتنه کړې چې خلک دې د روان وضعیت په اړه خبر کړل شي او په ګډه دې د ملي دفاع او ثبات لپاره ژر اقدام وشي.

حبیب‌الرحمان حکمتیار:د طالبانو حکومت ګلبدین حکمتیار ته د درملنې لپاره د مالیزیا د سفر اجازه نه ده ورکړې

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب‌الرحمان حکمتیار ویلي، ټاکل شوې وه چې د دغه حزب مشر ګلبدین حکمتیار د درملنې لپاره مالیزیا ته ولاړ شي؛ خو د طالبانو حکومت د هغه د سفر غوښتنه رد کړې ده.

هغه پر ایکس لیکلي چې طالبانو له ۴۰ ورځو ځنډ وروسته حکمتیار ته ویلي چې په کابل کې دې درملنه وکړي او لګښتونه به د طالبانو حکومت پرې کوي.

نوموړي زیاته کړې، طالبانو په پلمه‌ جوړونکو ځنډونو دا موضوع وځنډوله او بالاخره یې د سفر اجازه ورنه کړه.

حبیب‌الرحمان زیاتوي، طالبان له سیاسي مشرانو غواړي هېواد ته ستانه شي؛ خو د حکمتیار د بهرني سفر مخه نیسي، او دا ثابتوي چې په طالبانو باور نه شي کېدای.

راپورونه ښيي چې د طالبانو حکومت پر حزب اسلامي ګڼ محدودیتونه لګولي، د دې ګوند دفترونه یې تړلي، د حکمتیار استوګنځای یې تر نظارت لاندې راوستی او اوس یې د سفر اجازه هم نه ده ورکړې.

تر دې مخکې، د پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله د بهرنیو سفرونو د مخنیوي راپورونه هم ورکړل شوي وو.