پنجشنبه, اپریل 9, 2026
Home Blog Page 257

امیرخان متقي:د ټي‌ټي‌پي غړي د افغانستان په خاوره کې نه دي، ستونزه د پخواني نظام څخه میراث کې پاتې ده

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي ډلې د افغانستان په خاوره کې میشت دي.

هغه ویلي هیڅ هغه ډلو ته د افغانستان په خاوره کې د میشتیدو اجازه نه ورکول کېږي چې ګاونډي هیوادونو ته ترې خطر مواجع کېږي.

نوموړي ویلي:«تر موږ مخکې د پاکستان حکومت د خپلو قبایلي سیمو د عملیاتو پر مهال یو شمېر کسان افغانستان ته اوښتې وه. په هغه وخت کې د امریکا ملاتړ لرونکې حکومت واکمن و، او دا کسان د هماغه نظام له میراث څخه پاتې و چې موږ یې د حل مسوولیت پر غاړه واخیست او دا ستونزه مو د حل په لار ده.»

متقي دا څرګندونې په نوي ډیلي، کې د یوې خبري ناستې پر مهال کړي.

د پاکستان پوځ:په سرحدي نښتو کې ۲۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۲۹ ټپیان دي

د پاکستان پوځ تائید کړه، چې له طالبانو سره یې نښتو کې ۲۳ پوځیان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.

د پاکستان پوځ وايي، چې دې نښتو کې یې افغاني او پاکستاني طالبانو ته هم زیان اړولی.

بل لورته بیا د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دوی ۵۸ پاکستاني پوځیان وژلي دي او ۲۵ پوستې یې ور څخه نېولي.

هندي رسنۍ:امیرخان متقي له نیوکو وروسته په نوي ډېلي کې له ښځینه خبریالانو سره دوهمه خبري ناسته وکړه

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ښځو پر وړاندې د تبعیضي چلند له سختو نیوکو وروسته، د هند د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه یو ځل بیا په نوي ډېلي کې له ښځینه خبریالانو سره ګډه خبري ناسته ترسره کړې ده.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، متقي په خپل لومړي کنفرانس کې ښځینه خبریالانو ته د ګډون اجازه نه وه ورکړې، چې دا کار د هند د سیاستوالو او د بشري حقونو د فعالانو غبرګونونه راوپارول.

راپورونه وایي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت له متقي غوښتي وو چې غونډه تکرار کړي او ښځینه خبریالان هم وربللی شي.

په دې ناسته کې متقي ادعا کړې چې د «اسلامي امارت» د تېرې شپې بریدونو پر مهال ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او د طالبانو ۹ سرتېري هم وژل شوي دي.

بل لورته د پاکستاني رسنیو په وینا، د پاکستان پوځ د طالبانو ۱۹ پوستې نیولي، په داسې حال کې چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ۲۵ پاکستاني پوستو د نیولو ادعا کړې ده.

هندي رسنۍ:د امیرخان متقي د تاج محل لیدنه په وروستیو شېبو کې لغوه شوه

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ټاکل شوې وه نن یکشنبه د آګرې ښار د تاریخي تاج محل له ودانۍ څخه لیدنه وکړي؛ خو دا سفر په وروستیو شېبو کې لغوه شوی دی.

د آګرې پولیسو ویلي چې د سفر د لغوه کېدو امر له نوي ډېلي څخه ورکړل شوی دی.

سرچینې زیاتوي چې د سفر د لغوه کېدو لامل لا نه دی څرګند؛ خو چارواکي وایي د امنیتي او دیپلوماتیکو دلایلو له مخې دا پرېکړه وشوه.

شهباز شریف:د طالبانو بریدونو ته مو چټک او اغېزمن ځواب ورکړی

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د طالبانو حکومت له لوري د تېرې شپې پر سرحدي پوستو د بریدونو په غبرګون کې ویلي، د پاکستان پوځ چټک او اغېزمن ځواب ورکړی دی.

د لومړي وزیر د دفتر په وینا، بریدونه د افغانستان له خاورې د انګور اډې، باجوړ، کرم، دیر، چترال او بهرامچې په ګډون څو سیمو کې ترسره شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د دغو بریدونو په ځواب کې د پاکستان پوځ د “یاغیانو څو ځایونه” په نښه کړي دي.

شهباز شریف ټینګار کړی چې هېواد به د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي او هیڅ ډول تېری به بې ځوابه پاتې نه شي.

هغه د پوځ د کړنو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان ولس د خپلو ځواکونو تر شا ولاړ دی.

ذبیح الله مجاهد:د پاکستان پوځ کې یوه کړۍ زمونږ پر وړاندې دسیسې جوړوي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په پاکستان کې ځانګړي کسان د «اسلامي امارت» پر ضد دسيسې جوړوي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه کسان د افغانستان د امنیت د ښه والي او سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو پر وړاندې ناخوښ دي.

هغه دغه راز ویلي، چې دغه کسان د پاکستان د پوځ یوه حاکمه ډله ده چې له افغانستان سره ښې اړیکې نه لري او له همدې امله دسيسې جوړوي.

ذبیح‌الله مجاهد:پاکستان د داعش غړي پټوي، یا دې مهم غړي ونیسي یا دې افغانستان ته وسپاري

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې خبري کنفرانس ته ویلي، چې پاکستان د داعش خراسان څانګې غړي پټوي.

هغه له پاکستانه غوښتي چې د داعش مهم غړي ونیسي یا یې افغانستان ته وسپاري.

نوموړي ادعا کړې چې د داعش نوې روزنیزې مرکزونه د خیبر پښتونخوا په سیمه کې جوړ شوي دي.

مجاهد دغه راز ویلي، چې افغانستان د خپل سرحد او هوايي حریم د دفاع حق لري.

په عین حال کې مجاهد د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي د هند سفر “یو عادي دوه اړخیز تعامل” بللی او ویلي یې دي چې هېڅ هېواد باید له دې امله اندېښمن نه وي.

ذبیح‌الله مجاهد:پاکستان سره نښتو کې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او له ۲۵ زیاتې پوستې له منځه تللې

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، د پاکستاني ځواکونو سره د وروستیو سرحدي نښتو پر مهال پاکستان ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

مجاهد ادعا کړې چې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي، لسګونه ټپیان دي، او د طالبانو نهه سرتېرو هم ژوند له لاسه ورکړی.

هغه ویلي چې له ۲۵ زیاتې د پاکستان پوځې پوستې له منځه وړل شوې او ګڼ شمېر وسلې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

اسماعیل بقایي:تهران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شویو نښتو په اړه اندېښمن دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو حکومت له لوري د پاکستاني ځواکونو پر سرحدي پوستو د غچ اخیستونکو عملیاتو وروسته، دواړو لورو ته د زغم سپارښتنه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، ویلي چې تهران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شویو نښتو په اړه اندېښمن دی او دواړه هېوادونه باید د یو بل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت درناوی وکړي.

بقایي زیاته کړې چې ایران چمتو دی د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د اړیکو د عادي کېدو لپاره د منځګړیتوب او همکارۍ رول ولوبوي.

پاکستان؛نن د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې

پاکستان نن د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

د ننګرهار د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست امر قریشي بدلون ویلي، چې دا پرېکړه د «اسلامي امارت» ځواکونو له لوري پر پاکستاني پوځیانو د غچ اخیستنې عملیاتو په غبرګون کې شوې ده.

دا مهال سلګونه مسافر، لسګونه باروړونکي موټر او ناروغان د تورخم دواړو غاړو ته بند پاتې دي.