پنجشنبه, اپریل 9, 2026
Home Blog Page 255

سهیل شاهین:«اسلامي امارت» له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ اړیکې غواړي

په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین، ویلي چې طالبان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي؛ خو دا اړیکې باید د متقابل احترام پر بنسټ وي.

ښاغلي شاهین د بي‌بي‌سي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې «اسلامي امارت» د افغانستان خپلواکي، د خاورې بشپړتیا او اسلامي ارزښتونه د خپلو اساسي اصولو برخه ګڼي او هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

نوموړي د پاکستان سره د اړیکو په اړه ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي، نه د فشار یا جګړې له لارې.

شاهین ویلي، چې «اسلامي امارت» د سولې او ثبات غوښتونکی دی او هڅه یې همدا ده چې افغانستان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره په ښو او متوازنو اړیکو کې وي.

پاکستان؛تورخم دروازه یوازې د هغو افغانانو لپاره پرانیزي چې په جبري ډول ایستل شوي

افغان چارواکي وایي چې پاکستاني چارواکي سبا (شنبې) د تورخم سرحدي دهلېز بېرته پرانیزي، خو دا ځل یوازې د هغو افغانانو د ستنېدو لپاره چې غواړي خپل هېواد ته راستانه شي.

د طالبانو حکومت د سرحدي ځواکونو ویاند، عابدالله فاروقي، ویلي چې دا پرېکړه د دواړو لوریو د همغږۍ په ترڅ کې شوې، تر څو هغه افغانان چې د بې‌کوره کېدو له امله له پاکستانه ستنېږي، وکولای شي بېرته خپل هېواد ته داخل شي.

په ورته وخت کې، راپورونه ښيي چې لسګونه افغان کورنۍ د خیبر پښتونخوا په جمرود سیمه کې په یوه لنډمهاله کمپ کې ساتل کېږي، څو د پولو له پرانیستو وروسته افغانستان ته ولېږدول شي.

د طالبانو حکومت د مخابراتو وزارت:په افغانستان کې له ۲۶ میلیونه ډېر فعال سیمکارتونه او ۸۵ سلنه تر پوښښ لاندې دي

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي ویلي، چې دا مهال په ټول هېواد کې له ۲۶ میلیونو ډېر فعال سیمکارتونه شته او شاوخوا له ۸۰ تر ۸۵ سلنه د هېواد جغرافیه د مخابراتي شبکو تر پوښښ لاندې ده.

د هغه په وینا، وزارت په تېرو څلورو کلونو کې د ۵۵۰ مخابراتي سایټونو طرحه تصویب کړې چې له هغې ډلې له ۱۲۰ ډېر سایټونه بشپړ او فعال شوي دي.

الکوزي زیاته کړې چې د دولتي پروژو ترڅنګ، خصوصي مخابراتي شرکتونو هم په بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا ۱۰۵۰ سایټونه نصب او فعال کړي، چې له دې سره په ټول هېواد کې د شبکو د لاسرسي او اړیکو په کیفیت کې لا زیات پرمختګ راغلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت:افغانستان سره پوله د امنیتي ارزونې له مخې تړل شوې او تر بلې خبرتیا پورې به بنده وي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرا‌بي ویلي چې د طالبانو حکومت په خپل هېواد کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي ډلې شتون منلی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د پولې تړل د امنیتي وضعیت د جدي ارزونې له مخې ترسره شوي او تر راتلونکې خبرتیا پورې به تړلې پاتې شي.

اندرا‌بي همدارنګه ویلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ راتلونکی پړاو خبرې به د نومبر په ۶مه وشي، او د وروستۍ پرېکړې اعلان به د دغو مذاکراتو له بشپړېدو وروسته وشي.

احمد الشرع د فساد پر ضد اقدام کړی؛د چارواکو قیمتي موټرونه یې نیولي او د ورور دفتر یې تړلی

0

د سوریې موقت ولسمشر احمدالشرع د فساد پر ضد نوې هلې ځلې پیل کړې دي.

هغه خپلو وفادارو چارواکو ته ویلي، چې د شخصي ګټې او شتمنۍ د راټولولو هڅې دې پای ته ورسوي.

راپورونه وایي، چې دوې میاشتې مخکې یې هغو چارواکو ته چې په قیمتي موټرونو ادلب ته راغلي وو، امر وکړ چې د خپلو موټرونو کلۍ وسپاري، ګنې له پلټنو سره به مخ شي.

احمدالشرع د خپل ورور جمال الشرع سوداګریز دفتر هم تړلی، ځکه پر هغه تور و چې د کورنۍ له نومه یې د شخصي ګټې لپاره استفاده کوله.

وروسته ولسمشر له خپلې کورنۍ سره غونډه کړې او هغوی ته یې خبرداری ورکړی چې د کورنۍ له نومه د شخصي چارو لپاره کار وانخلي.

نصیر احمد فایق:له طالبانو سره د اړیکو عادي کول به د افغان ښځو وضعیت لا پسې خراب کړي

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق خبرداری ورکړی، چې د افغانستان اوسنی نازک وضعیت د سیمې او نړۍ امنیت ته خطر پېښولی شي.

هغه د ملګرو ملتونو غونډې ته په خپل راپور کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي او د ښځو پر وړاندې د طالبانو د دوامدارو محدودیتونو پر ضد اقدام وکړي.

راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپوونکي اقدامات لاهم دوام لري.

په ورته مهال د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، افغانستان دا مهال د نړۍ په کچه د جنسیتي برابرۍ پر ضد تر ټولو پراخ برید تجربه کوي او د دې وضعیت د مهار لپاره بېړنی او اصولي نړیوال اقدام اړین دی.

امریکا او هند؛د لس کلن دفاعي تړون لاسلیک سره د ستراتیژیکې ملګرتیا نوې دوره پيل کړه

0

امریکا او هند د لس کلن دفاعي تړون لاسلیک کړی چې موخه یې د سیمه‌ییز ثبات پیاوړتیا، د ګډو ګواښونو مخنیوی او د دفاعي ټکنالوژۍ پراختیا ده.

د دې موافقې له مخې، دواړه هېوادونه به د معلوماتو شریکولو، ګډو عملیاتو او دفاعي تولید په برخو کې نږدې همکاري کوي.

د امریکا دفاع وزیر پېټ هیګسټ دا تړون د واشنګټن او نوي ډیلي تر منځ د اوږدمهاله ملګرتیا مهم ګام بللی.

د هند او امریکا دغه ګډ پرمختګ په داسې وخت کې ترسره شوی، چې پاکستان تازه له سعودي عربستان سره د متقابلې دفاع تړون لاسلیک کړی.

سهیل اپریدی؛د خېبر پښتونخوا نوی اعلی وزیر وټاکل شو

0

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ نن د تحریک انصاف ګوند نوماند سهیل اپریدی د ایالت د نوي اعلی وزیر په توګه وټاکه.

اپریدی د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره د پخواني اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ځای ناستی شو.

د یادونې ده چې علي امین ګنډاپور د ګوند د بنسټګر عمران خان په غوښتنه له خپلې دندې استعفا ورکړې وه.

حماس ډلې؛په لومړۍ تبادله کې اووه اسراییلي بندیان ازاد کړل

په غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د بنديانو د تبادلې په لومړي پړاو کې، د حماس ډلې نن اووه ژوندي اسراییلي بندیان ازاد کړي او د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته یې سپارلي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، ټاکل شوې چې ټول ۱۳ تنه، چې له هغوی سره ۲۸ نور بنديان هم شامل دي، ۲۶ یې د مړو جسدونه دي او د دوو نورو حالت لا روښانه نه دی، د سره صلیب د کمېټې په مرسته اسراییل ته وسپارل شي.

د دواړو لورو ترمنځ د شوې موافقې له مخې، اسراییل به هم نن د غزې په ناصر روغتون کې ۱٬۹۶۶ فلسطیني بندیان خوشي کوي.

عبدالمتین قانع:لا نه ده روښانه چې پر سلیم پیګیر برید شخصي و که سیاسي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، لا څرګنده نه‌ده چې پر سیاسي کارپوه سلیم پیګیر برید شخصي و که سیاسي انګېزه یې لرله.

هغه ویلي، پیګیر دا مهال په کابل کې تر درملنې لاندې دی او که اړتیا وي، د درملنې لپاره به بهر ته ولېږل شي.

قانع زیاته کړې، د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني امر کړی که په کابل کې درملنه ممکنه نه وي، باید بهر ته واستول شي.

پر سلیم پیګیر د تلې پر ۱۷مه د کابل په ۱۰مه ناحیه کې وسله‌وال برید شوی و.

د هغه کورنۍ وایي، یو بریدګر نیول شوی او بل تښتېدلی دی.

تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسوولیت نه‌دی منلی.