جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 252

د طالبانو حکومت:مرستندویه او طبي ټیمونه سمنګان ته رسېدلي؛ د ژغورنې عملیات روان دي

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت اعلان کړی، چې مرستندویه ټیمونه یې سمنګان کې د زلزلې سیمې ته رسېدلي دي.

یاد وزارت ویلي، چې دوی هڅه کوي هلته د ژغورنې عملیات په ښه ډول ترسره کړي.

بل لورته بیا د عامې روغتیا وزارت هم خبر ورکړی، چې د دوی طبي ټیمونه هم سیمې ته رسېدلي.

د یادونې ده، چې تېره شپه یوه بجه په هېواد کې د زلزلې ټکانونه محسوس شول، چې د سمنګان ډېرې سیمې یې خورا زیانمنې او خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه واړول.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت:سمنګان کې د شوې زلزلې له امله لس مړه او ۲۶۰ نور ټپیان دي

سره له دې، چې په سمنګان کې د شوې زلزلې وروستي جزیات لاهم نه دي په ډاګه شوي؛ خو د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت وايي، چې په دغې زلزلې کې لس تنه مړه او ۲۴۰ نور ټپیان دي.

دا زلزله تېره شپه نږدې یوه بجه شوې وه، چې د پلازمېنې په شمول یې د هېواد ګڼې نورې برخې هم ولړزولې.

لاهم په دې اړه وروستي جزیات نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز:واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته ۵ خبریالان وژل شوي او ۲۶۵ نیول شوي

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د طالبانو حکومت په څلور کلنه واکمنۍ کې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د حقونو د سرغړونو لږ تر لږه ۶۴۰ پېښې ثبت شوي دي.

د راپور له مخې، په دې موده کې ۵ خبریالان وژل شوي او شاوخوا ۲۶۵ نور خبریالان او کارکوونکي نیول شوي دي.

دغه مرکز وايي، د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو معافیت او زیاتېدونکي محدودیتونه د ټولنې او هېواد د پرمختګ لپاره زیان رسوي او د طالبانو له حکومت غواړي چې د خبریالانو حقونو ته درناوی وکړي او د قربانیانو لپاره د عدالت په تأمین کې لازم ګامونه پورته کړي.

د مرکز په وینا، داخل افغانستان د رسنیو د فعالیتونو محدودیتونه ډېر شوي او بهر مېشتي خبریالان هم د انلاین بدنامۍ او فشارونو هدف ګرځي.

د طالبانو حکومت نظامي محکمه:ډاکتر فاروق اعظم نور د طالبانو په حکومت کې د کار حق نه لري

د طالبانو حکومت نظامي محکمې کې یوې باوري سرچینې حماسه میډیا ته وویل، چې د طالبانو حکومت د اوبو او برښنا وزارت سلاکار ډاکتر فاروق اعظم په «اسلامي امارت» کې د کارکولو څخه د تل لپاره منع کړی دی.

سرچینې ویلي، ډاکتر فاروق اعظم نن د اوبو او برښنا وزارت څخه خدای پاماني واخیسته.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د فاروق اعظم نظر واخلو؛ خو نوموړي زمونږ پیغام ځواب نه کړ.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

خلیفه سراج الدین حقاني؛د هیواد د ۱۷کلنو فوټسال ملي لوبډلې غړو سره لیدنه کړې، او د هر اړخیز ملاتړ ډاډ یې ورکړی

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د هېواد د ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټسال ملي لوبډلې له غړو سره لیدنه کړې او د هغوی وروستۍ اتلولۍ یې ستایلي.

حقاني د لوبډلې ځوانانو ته په وینا کې ویلي، چې دوی د هر افغان استازي دي او د ملت د یووالي، ویاړ او خوښۍ سمبول ګڼل کېږي.

نوموړي ویلي: “تاسې د افغانستان نوم د سپورټ له لارې روښانه کړی، دا لاسته راوړنه د ټول ملت ګډ افتخار دی. هڅه وکړئ چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې د خپل هېواد ریښتینی استازیتوب وکړئ.”

د کورنیو چارو وزیر د یادې لوبډلې، د روزونکو او د المپیک استازو ته د خپل هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی.

د لوبغاړو او پلاوي استازو د خلیفه حقاني له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه کړې او دا یې د راتلونکو بریاوو لپاره مهم ملاتړ بللی.

د فضلي څرګندونو ته د مشعل غبرګون:د افغانستان په سیاست خبرې کول تاسې ته د شرم خبره ده

اسلام آباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل د خپل حکومت په پخواني همکار او د چارو ادارې په مشر ډاکتر فضل محمود فضلي سختې نیوکې کړي.

ښاغلي مشعل د ښاغلي فضلي خبرې راخیستي او ترې غوښتي، ددې پرځای چې په ټولنیزو رسنیو کې نظر ورکوئ ښه ده چې له ولس څخه بخښنه وغواړئ.

عاطف مشعل لیکلي:« که تاسې د شرم په نوم څه پیژنده؛ نو باید د افغانستان په سیاست مو یوه خبره هم نه وه کړې.»

فضل فضلي تېره ورځ په یوه ایکس‌ سپیس کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ روان کړکېچ ننداره بللې وه او نیوکه یې کړه وه چې طالبان او طالب پلوي ورته ولسي رنګ ورکوي.

هیله نجیب:د طالبانو رژیم د حکومت په توګه د منلو وړ نه دی او باید مشروعیت ورنکړل شي

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب‌الله لور، هیله نجیب، ویلي چې په افغانستان کې اوسنی واکمن رژیم د حکومت په توګه د پېژندلو وړ نه دی او باید ورته مشروعیت ور نه کړل شي.

هغې ټینګار کړی چې طالبان که څه ځان «de-facto» حکومت بولي؛ خو د خلکو په نظر د زور، وژنو، ربړونو او د ښځو د له منځه وړلو د تګلارو له مخې پېژندل کېږي، نه د یوه قانوني حکومت په توګه.

هېله نجیب وایي، مسؤلانه سیاست هغه وخت عملي کېږي چې طالبان د «تحمیلي رژیم» په نوم وپېژندل شي، نه د خلکو له ارادې راغلی حکومت.

حبیب‌الله آغا:ځمکنۍ جګړه کې پاکستاني سرتېري تښتېدل؛ خو د راکټي بریدونو پر وړاندې زموږ ځوابي وړتیا کمه وه

د طالبانو حکومت د معارف وزیر، حبیب‌الله آغا ویلي چې د پاکستاني ځواکونو پوځیان د ځمکنۍ جګړې پر مهال تښتېدل؛ خو د راکټي بریدونو پر وړاندې افغان لوري د ځواب وس نه درلود.

نوموړي دا څرګندونې په کابل کې د یوې ناستې پر مهال کړي.

هغه زیاته کړې، چې د هېواد د دفاع لپاره باید عصري زده‌کړې او د تکنالوژۍ برخه پیاوړې شي، څو افغانستان وکولای شي د هر ډول برید پر وړاندې خپلواک او اغېزناک غبرګون وښيي.

د نوموړي په وینا، د معارف وزارت هڅه کوي د نصاب په جوړښت کې داسې بدلونونه راولي چې راتلونکی نسل د علم، پوهنې او عصري وسایلو له لارې د خپل هېواد ساتنه وکړای شي.

خیبر پښتونخوا؛په پېښور کې د چاودنې له امله درې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د خیبر پښتونخوا پولیسو ویلي، چې د پېښور په ګوهره قبرستان سیمه کې د پولیسو په یوه مرکز کې چاودنه شوې چې په نتیجه کې یو پولیس افسر وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د پېښور د پولیسو چارواکی میاه سعید وايي چې لومړنۍ پلټنې ښيي، پېښه د برېښنا د ساکیټ د شارټ له امله رامنځته شوې او په مرکز کې موجود باروت هم ورسره چاودېدلي دي.

د چاودنې وروسته په ودانۍ کې اور لګېدلی او امنیتي ځواکونو د پېښې سیمه کلابنده کړې او د پېښور پوهنتون شاوخوا لارې یې هم د تګ راتګ لپاره تړلې دي.

د کابل پوهنتون استاد؛د نامعلومه وسله والو لخوا په خپل کور کې وژل شوی

د کابل پوهنتون استاد رامز پیشتاز د کابل ښار په مراد بیګ سیمه کې د نامعلومو وسله‌والو لخوا وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې، پېښه د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې په اړونده سیمه کې رامنځته شوې، چې پکې نوموړی په خپل کور کې هدف ګرځول شوی دی.

د رامز پیشتاز کورنۍ د رسنیو له لارې د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې قاتلان یې غله دي.

تر اوسه د طالبانو حکومت د دې پېښې په تړاو رسمي څه نه دي ویلي.