جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 253

مکسیکو؛په هېرمو سیلو ښار کې د اورلګېدنې له امله ۲۰ کسان وژل شوي

0

د مکسیکو چارواکي وایي چې د سونورا ایالت په «هېرمو سیلو» ښار کې د شنبې په ورځ په یوه پلورنځي کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د مکسیکو ولسمشرې کلودیا شېنباوم د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د کورنیو چارو وزیر ته یې د مرستې ټیمونو د استولو امر کړی دی.

سیمه‌ییزې رسنۍ راپور ورکوي چې د وژل شویو شمېر ښايي له ۲۰ څخه زیات وي.

بارک اوباما؛د ډونالډ ټرمپ پر بې‌قانونۍ او بې‌پرواۍ سختې نیوکې کړې

0

د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما د انتخاباتي غونډو پر مهال د دوو دموکرات نوماندانو ملاتړ اعلان کړ او رایه ورکوونکو ته یې وویل چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې «بې‌قانوني، بې‌پروايي او نامسؤلیتوب» په وړاندې ودرېږي.

اوباما، چې لا هم د دموکراتانو په منځ کې محبوب دی، په ویرجینیا او نیوجرسي کې په دوو غونډو کې د ټرمپ پر پالیسو سخت انتقاد وکړ.

نوموړي ویلي چې د هېواد سیاست «تورتم» ته تللی، او هره ورځ د سپینې ماڼۍ له لوري «نوې بې‌قانوني او بې‌پروايي» روانه ده.

هغه د ټرمپ تعرفوي پالیسۍ، د ملي ګارد د ځواکونو استول او د کانګرس د جمهوري‌پالو چوپتیا غندلې.

احمد شرع؛د لومړي ځل لپاره واشنګټن ته د سفر پلان لري

0

د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، ټام باراک، اعلان کړی چې د سوریې ولسمشر احمد شرع به د نوومبر په لسمه نېټه واشنګټن ته سفر وکړي.

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي د سفر همدغه مهالویش تایید کړی دی.

د سوریې یو باخبره سرچینه وایي چې تمه کېږي دغه سفر به د راتلونکو دوو اونیو په ترڅ کې ترسره شي.

دا به لومړی ځل وي چې د سوریې یو ولسمشر د امریکا پلازمینې واشنګټن ته رسمي سفر کوي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت:چین سره د افغانستان سوداګري سږکال ۷۴۵میلیونه ډالرو ته رسېدلې

د افغانستان او چین ترمنځ د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې سوداګري ۷۴۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلې، خو د دغې سوداګرۍ ډېره برخه وارداتو پورې تړلې ده.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالاسلام جواد ویلي، د افغانستان صادرات چین ته تر ۱۸ میلیونه ډالره پورې رسېدلي، چې پکې تور جلغوزي، وچي زردالو او قیمتي ډبرې شاملې دي.

نوموړي زیاته کړې، له چین څخه د افغانستان واردات بیا ۷۲۷ میلیونه ډالره دي، چې زیاتره برخه یې د پنبې ټوکران، لمریز پلېټونه او برېښنايي وسایل جوړوي.

د وزارت په وینا، حکومت هڅه کوي د صادراتو کچه لوړه او د سوداګرۍ تله د افغانستان په ګټه درنه کړي.

ترکیه؛هاکان فیدان په استانبول کې د حماس د سیاسي دفتر له غړو سره لیدنه کړې

0

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د حماس د سیاسي دفتر له غړو سره لیدلي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دغه ناسته د ترکیې په استانبول کې شوې ده.

دغه ناستې ته داسې مهال اشاره شوې چې قطر او امریکا د اسراییلو او حماس ترمنځ منځګړیتوب کړی او لنډمهالی اوربند رامنځته شوی؛ خو سره له دې اسراییلو په ځینو سیمو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

فرانسه؛یو افغان د داعش خراسان ډلې سره د مالي مرستې په تور نیول شوی

د فرانسې حکومت اعلان کړی چې یو ۲۰ کلن افغان ځوان د لیون په ښار کې د داعش خراسان ډلې سره د اړیکو او مالي ملاتړ په تور نیول شوی دی.

د فرانسې د ترهګرۍ ضد ملي څارنوالۍ دفتر په یوه بیانیه کې ویلي چې نیول شوی کس د دې ډلې له مفکورې سره ژور تړاو لري او د جهادي ایډیالوژۍ ملاتړ یې کاوه.

د څارنوالۍ په وینا، دغه افغان د داعش خراسان ډلې ته پیسې لېږلې او د دې ډلې د تبلیغاتي موادو په ژباړه او خپرولو کې یې مرسته کړې ده.

چارواکي زیاتوي، چې نوموړی کس څو کاله وړاندې فرانسې ته تللی و او له دې وړاندې هم د ترهګرۍ د ستاینې په تور تر څېړنې لاندې راغلی و.

محمد نبي عمري:د ځنګلونو غیرقانوني وهل پراخ شوي، ساتنه یې ملي مسوولیت دی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري وايي چې په ګڼو سیمو کې د ځنګلونو غیرقانوني وهل دوام لري او دا کار د ځنګلونو د بشپړ ورکېدو لامل کېږي.

هغه ټینګار کړی چې ځنګلونه ملي شتمني ده او ټول باید د ساتنې لپاره ګډ مسوولیت ولري.

عمري ویلي چې د شنو قطعو ترڅنګ به ځوانان د دندې لپاره وګمارل شي چې هم به کاري فرصتونه جوړ کړي او هم به د ځنګلونو ساتنه پیاوړې کړي.

د طالبانو د کرنې وزیر عطاءالله عمري هم پر خلکو غږ کړی چې د پلرونو پرېښودلې شنې سیمې دې د راتلونکي نسل لپاره وساتي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي د نامعلومو کسانو له لوري د ځنګلونو د وهلو او قاچاقېدو په اړه شکایت کوي.

د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت:حاجیانو ته د اضافي پیسو بېرته ورکړه نږدې بشپړه شوې ده

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي چې د تېر کال (۱۴۴۶ هـ ق) حاجیانو ته د اضافي پیسو د بېرته ورکړې لړۍ د بشپړېدو په درشل کې ده.

وزارت ویلي، دغه پیسې چې د حاجیانو په مصارفو کې زیاتې شوي، تر اوسه ۲۲،۸۸۳ حاجیانو ته ټولټال ۹۰ میلیونه او ۶۷ زره افغانۍ ورکړل شوې دي، چې د ټولو حاجیانو شاوخوا ۷۹ سلنه برخه جوړوي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې، هر حاجي ته ۳،۹۳۶ افغانۍ ورکول کېږي.

وزارت پر هغو حاجیانو غږ کړی چې که لا یې هم پیسې نه وي ترلاسه کړې، ژر دې د مرکز یا ولایتونو د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو ته مراجعه وکړي.

ملاله یوسفزۍ:افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له زده‌کړو محرومې دي

د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي چې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له زده کړو منع دي او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

هغې د بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو سخت محدودیتونه د ژورې اندېښنې وړ دي او ښځې پکې په سیسټماتیک ډول له خپلو حقونو بې‌برخې شوې دي.

ملاله زیاتوي چې سره له محدودیتونو نجونې لا هم د زده‌کړو بدیلې لارې لټوي چې دا د طالبانو پر وړاندې د مقاومت څرګندونه کوي.

هغې د ښځو پر وړاندې روان رفتار جنسیتي تبعیض او اپارټایید بللی او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړی چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره جدي ګامونه واخلي.

نوموړې وايي چې دا موضوع یوازې د افغان ښځو نه، بلکې د نړیوالو بشري حقونو مسله ده.

منصور احمد خان:د کابل او اسلام‌اباد اړیکو اندیښمن کړی یم

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان ویلي چې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې له کلونو راهیسې ترینګلې وې؛ خو د ډیورنډ کرښې پر اوږدو وروستیو نښتو دا اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي.

نوموړي په «ده نېشن» ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي چې دغه شخړې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اعتماد ژور اغېز کړی دی.

منصور احمد خان وړاندیز کړی چې پاکستان باید د افغانستان په اړه ګډه سیمه‌ییزه تګلاره جوړه کړي او طالبان دې د پاکستان امنیتي اندېښنې په پام کې ونیسي.

هغه لیکلي چې اسلام‌اباد باید اړیکې یوازې د امنیت له زاویې ونه څېړي، بلکې سیاسي او اقتصادي همکاریو ته هم لومړیتوب ورکړي.

پخواني سفیر ټینګار کړی چې دواړه خواوې دې د بهرني منځګړیتوب پر ځای مخامخ خبرې پیل کړي او ګډ امنیتي میکانیزمونه او اقتصادي پروژې پیاوړې کړي، څو زیانمن شوی اعتماد بېرته ورغول شي.